پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 292

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:افغانستان سره پوله د امنیتي ارزونې له مخې تړل شوې او تر بلې خبرتیا پورې به بنده وي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرا‌بي ویلي چې د طالبانو حکومت په خپل هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ډلې شتون منلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د پولې تړل د امنیتي وضعیت د جدي ارزونې له مخې ترسره شوي او تر راتلونکې خبرتیا پورې به تړلې پاتې شي.

اندرا‌بي همدارنګه ویلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ راتلونکی پړاو خبرې به د نومبر په ۶مه وشي، او د وروستۍ پرېکړې اعلان به د دغو مذاکراتو له بشپړېدو وروسته وشي.

احمد الشرع د فساد پر ضد اقدام کړی؛د چارواکو قیمتي موټرونه یې نیولي او د ورور دفتر یې تړلی

0

د سوریې موقت ولسمشر احمدالشرع د فساد پر ضد نوې هلې ځلې پیل کړې دي.

هغه خپلو وفادارو چارواکو ته ویلي، چې د شخصي ګټې او شتمنۍ د راټولولو هڅې دې پای ته ورسوي.

راپورونه وایي، چې دوې میاشتې مخکې یې هغو چارواکو ته چې په قیمتي موټرونو ادلب ته راغلي وو، امر وکړ چې د خپلو موټرونو کلۍ وسپاري، ګنې له پلټنو سره به مخ شي.

احمدالشرع د خپل ورور جمال الشرع سوداګریز دفتر هم تړلی، ځکه پر هغه تور و چې د کورنۍ له نومه یې د شخصي ګټې لپاره استفاده کوله.

وروسته ولسمشر له خپلې کورنۍ سره غونډه کړې او هغوی ته یې خبرداری ورکړی چې د کورنۍ له نومه د شخصي چارو لپاره کار وانخلي.

نصیر احمد فایق:له طالبانو سره د اړیکو عادي کول به د افغان ښځو وضعیت لا پسې خراب کړي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی، چې د افغانستان اوسنی نازک وضعیت د سیمې او نړۍ امنیت ته خطر پېښولی شي.

هغه د ملګرو ملتونو غونډې ته په خپل راپور کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي او د ښځو پر وړاندې د طالبانو د دوامدارو محدودیتونو پر ضد اقدام وکړي.

راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپوونکي اقدامات لاهم دوام لري.

په ورته مهال د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، افغانستان دا مهال د نړۍ په کچه د جنسیتي برابرۍ پر ضد تر ټولو پراخ برید تجربه کوي او د دې وضعیت د مهار لپاره بېړنی او اصولي نړیوال اقدام اړین دی.

امریکا او هند؛د لس کلن دفاعي تړون لاسلیک سره د ستراتیژیکې ملګرتیا نوې دوره پيل کړه

0

امریکا او هند د لس کلن دفاعي تړون لاسلیک کړی چې موخه یې د سیمه‌ییز ثبات پیاوړتیا، د ګډو ګواښونو مخنیوی او د دفاعي ټکنالوژۍ پراختیا ده.

د دې موافقې له مخې، دواړه هېوادونه به د معلوماتو شریکولو، ګډو عملیاتو او دفاعي تولید په برخو کې نږدې همکاري کوي.

د امریکا دفاع وزیر پېټ هیګسټ دا تړون د واشنګټن او نوي ډیلي تر منځ د اوږدمهاله ملګرتیا مهم ګام بللی.

د هند او امریکا دغه ګډ پرمختګ په داسې وخت کې ترسره شوی، چې پاکستان تازه له سعودي عربستان سره د متقابلې دفاع تړون لاسلیک کړی.

سهیل اپریدی؛د خېبر پښتونخوا نوی اعلی وزیر وټاکل شو

0

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ نن د تحریک انصاف ګوند نوماند سهیل اپریدی د ایالت د نوي اعلی وزیر په توګه وټاکه.

اپریدی د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره د پخواني اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ځای ناستی شو.

د یادونې ده چې علي امین ګنډاپور د ګوند د بنسټګر عمران خان په غوښتنه له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.

حماس ډلې؛په لومړۍ تبادله کې اووه اسراییلي بندیان ازاد کړل

په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د بنديانو د تبادلې په لومړي پړاو کې، د حماس ډلې نن اووه ژوندي اسراییلي بندیان ازاد کړي او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته یې سپارلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، ټاکل شوې چې ټول ۱۳ تنه، چې له هغوی سره ۲۸ نور بنديان هم شامل دي، ۲۶ یې د مړو جسدونه دي او د دوو نورو حالت لا روښانه نه دی، د سره صلیب د کمېټې په مرسته اسراییل ته وسپارل شي.

د دواړو لورو ترمنځ د شوې موافقې له مخې، اسراییل به هم نن د غزې په ناصر روغتون کې ۱٬۹۶۶ فلسطیني بندیان خوشي کوي.

عبدالمتین قانع:لا نه ده روښانه چې پر سلیم پیګیر برید شخصي و که سیاسي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، لا څرګنده نه‌ده چې پر سیاسي کارپوه سلیم پیګیر برید شخصي و که سیاسي انګېزه یې لرله.

هغه ویلي، پیګیر دا مهال په کابل کې تر درملنې لاندې دی او که اړتیا وي، د درملنې لپاره به بهر ته ولېږل شي.

قانع زیاته کړې، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني امر کړی که په کابل کې درملنه ممکنه نه وي، باید بهر ته واستول شي.

پر سلیم پیګیر د تلې پر ۱۷مه د کابل په ۱۰مه ناحیه کې وسله‌وال برید شوی و.

د هغه کورنۍ وایي، یو بریدګر نیول شوی او بل تښتېدلی دی.

تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه‌دی منلی.

صدیق صدیقي:د پاکستان اوسنی دریځ د افغانانو پر وړاندې د دښمنۍ او کرکې څرګندونه کوي

د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتیژۍ پخواني معین صدیق صدیقي ویلي، د پاکستان اوسنی سیاسي دریځ د افغانانو پر وړاندې جګړه‌ییز، توپیرپالونکی او د کرکې خپرولو هڅه ده.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د طالبانو واکمني په افغانستان کې نامشروع ده او د افغان ولس استازیتوب نه کوي.

صدیقي زیاته کړې، هغه افغانان چې اوس په پاکستان کې میشت دي، د طالبانو له ظلم او زورواکۍ تښتېدلي دي؛ خو پر ځای یې له تبعیضي چلند او ناسم سیاسي تبلیغ سره مخ دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر:د طالبانو حکومت ولسي مشروعیت نه لري او د سیمې امنیت ته ګواښ دی

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ ویلي، د افغانستان خلک نور د طالبانو د حکومت ملاتړ نه کوي او دا حکومت له ولسي مشروعیت بې‌برخې دی.

تارړ جیو نیوز ته ویلي، طالبان د سیمې د امنیت لپاره ستر ګواښ ګرځېدلي او د پاکستان پر خاوره وروستي بریدونه یې “تجاوزي هڅه” بللې ده.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان نور د افغانستان له خاورې بریدونه نه زغمي او خبرداری یې ورکړی چې د تکرار په صورت کې به طالبان له سخت غبرګون سره مخ شي.

د پاکستان پوځ هم ویلي، د طالبانو له لوري د پوله‌ساتو پر پوستو بریدونه شوي چې ۲۳ سرتېري پکې وژل شوي او ۲۹ ټپیان دي.

دغه څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.

عباس عراقچي له اسحاق ډار سره خبرو کې؛د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو په تړاو د زغم غوښتنه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

هغه له دواړو لورو غوښتي چې له زغم کار واخلي او د شخړې د پراخېدو مخه ونیسي.

عراقچي ویلي، ایران له پاکستان او طالبانو دواړو سره ښې اړیکې لري؛ خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

هغه ټینګار کړی چې د ایران، پاکستان او افغانستان ثبات د سیمې د سولې لپاره مهم دی او ژر به له طالبانو سره هم خبرې وکړي.