چهارشنبه, مې 27, 2026
Home Blog Page 287

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:متقي او د قزاقستان استازي د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي پرکین توکوموف د کابل په تازه لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا ترڅنګ د سیمې وروستۍ امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه خبرې کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، په دې ملاقات کې مولوي متقي ویلي چې “اسلامي امارت” د ډيپلوماسۍ، تفاهم او متقابل احترام پر اساس له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پالونکی دی، او له قزاقستان سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې ستر پرمختګونه شوي دي.

د قزاقستان ځانګړي استازي د افغانستان مثبت دریځونه ستایلي او ژمنه یې کړې، چې هېواد به یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ لا پیاوړې کړي.

هغه ټینګار کړی چې د سیمې ثبات ګډ مسؤلیت دی او یوازې د باور، امنیتي همکاریو او اقتصادي همکارۍ له لارې ترلاسه کېدای شي.

ننګرهار؛نازیانو ولسوالۍ کې یو لېوه ۷تنه داړلي

د ننګرهار ولایت نازیانو ولسوالۍ دسروبي سیمه کې یو لیوه ۷تنه داړلي.

د سیمه ییزو سرچینو له مخې دغه لیوه په یو ځای اووه تنه داړلي او اوس د درملنې لپاره د غني خیلو روغتون ته انتقال شوي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو حکومت مسولینو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

د کندهار د سوداګرۍ خونه:له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو سره سره ۲۳ زره ټنه انار بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته هم له دې ولایت څخه د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د انارو صادرات دوام لري.

د یادې خونې د معلوماتو له مخې، په تېرو څو اوونیو کې نږدې ۲۳ زره ټنه کندهاري انار چې ارزښت یې شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالر اټکل شوی، بهرنیو بازارونو ته لېږدول شوي دي.

دوی زیاتوي چې دا محموله د څو مسیرونو له لارې هند، مالیزیا، قزاقستان، روسیې او ازبکستان ته صادر شوې ده.

د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، که څه هم د پاکستان لارې تړلي پاتې دي، خو سوداګر هڅه کوي چې د بدیلو لارو له لارې د صادراتو بهیر ځنډمن نه شي.

سهیل شاهین؛د ملګرو ملتونو له لوړپوړي پلاوي سره د ماشومانو پر وضعیت، تعلیم او نړیوال تعامل خبرې کړي

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر محمد سهیل شاهین، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ماشومانو او وسله‌والو شخړو ځانګړې استازې ونیسا فریزر او د هغې د مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړې.

د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالو اړیکو، د ملګرو ملتونو له ادارو سره د همکارۍ، د هېواد د روان سیاسي وضعیت، بشري مرستو، د ماشومانو د وضعیت، تعلیم او یو شمېر نورو اړینو برخو په اړه تفصیلي بحث شوی دی.

سفیر شاهین له نړیوالې ټولنې سره د «متقابل احترام پر بنسټ تعامل» اړخ ته ټینګار کړی او د ملګرو ملتونو پلاوي د افغانستان د ماشومانو د خوندیتوب او تعلیم موضوعات د خپلې اجنډا مهمه برخه بللې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛درې میاشتنۍ ناسته کې نن د افغانستان وضعیت څېړل کېږي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه خپله درې میاشتنی ناسته نن (چهارشنبه) ترسره کوي.

په دې غونډه کې د سازمان لوړپوړي چارواکي او د یوناما سرپرست، جورجیوټ ګانیون، ګډون لري.

د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت به د بحث یو اساسي محور وي.

ویل کېږي چې ګډونوال به د ښځو او نجونو پر حقونو، د مدني آزادۍ محدودیتونو او د بشري وضعیت پر وروستیو تحولاتو هم خبرې وکړي.

ډونالډ ټرمپ؛یو ځل بیا د دریمې نړۍ د کډوالو د منلو د بندېدو خبره تکرار کړه

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا څرګنده کړې چې د افغانستان، هایتي او سومالیې په څېر هېوادونو له وګړو د کډوالو منل یې د تل لپاره درولي دي.

ټرمپ دا خبرې د پېنسلوانیا په یوه سیاسي غونډه کې وکړې، چیرې چې هغه د امریکا د کډوالۍ د تګلارو په اړه توند دریځ تکرار کړ.

ټرمپ ویلي چې امریکا ته اکثره کډوال د هغه په وینا، له «دریمې نړۍ» هېوادونو راځي، خو د ناروې او ډنمارک په څېر بډایو او پرمختللو هېوادونو له خلکو کمه غوښتنه کېږي.

هغه ادعا کړې چې باید د امریکا کډوالۍ سیسټم بدلون ومومي او د هغو هېوادونو له کډوالو سره ځانګړې پالیسي ولري چې د ژوند «لوړه کچه» لري.

نوموړی زیاتوي چې د امریکا امنیت او اقتصادي ګټې له دې پرېکړې سره تړلي دي.

امریکا؛په کنټاکي ایالت کې د پوهنتون مخې ته ډزو دوه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د امریکا د کنټاکي ایالت پولیسو ویلي چې د یوه دولتي پوهنتون د لیلیې مخې ته په ډزو کې یو زده‌کړیال وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی.

چارواکي وايي، پېښه له نیول شوي کس سره تړاو لري، خو هغه د پوهنتون زده‌کړیال نه دی.

پولیسو د پېښې نور جزئیات نه دي څرګند کړي، خو د نیویارک ټایمز د راپور له مخې دواړه قربانیان د پوهنتون زده‌کوونکي وو.

حنیف اتمر:د یو شمېر افغان سیاسي جریانونه پر ګډو ملي هدفونو توافق ته رسېدل د هیواد د ژغورنې پر لور مهم ګام دی

د پخواني جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر، حنیف اتمر وایي چې د افغانستان یو شمېر مهمو سیاسي جریانونو د هېواد د اوسني حساس وضعیت په اړه پر ګډو ملي هدفونو او اساسي غوښتنو توافق کړی دی.

ښاغلي اتمر ویلي، چې د دې جریانونو استازو د سولې د لارې او سیاسي تفاهم د بیا پیاوړتیا لپاره پر ګډ دریځ هوکړه کړې ده او له اوسنیو حاکمانو یې غوښتي چې د جګړې او زورواکۍ پر ځای د خبرو او مذاکرې لار خپله کړي.

هغه زیاته کړې، چې د موافقې ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان د تلپاتې سولې بنسټ د سیاسي او دولتي نظام له مشروعیت سره تړلی دی؛ هغه مشروعیت چې یوازې د ولس له ارادې او ازادې رایې سرچینه اخلي.

اتمر ویلي، چې اوسني حاکمان باید د هېواد د خلکو پر اساسي حقونو او ازادیو درناوی وکړي او د بین‌الافغاني خبرو مېز ته حاضر شي.

نوموړي زیاته کړې چې سیاسي جریانونو همدارنګه له ګاونډیو او سیمې هېوادونو، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک او د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د وړاندیزونو پر بنسټ د نوي سیاسي بهیر او بین‌الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړي او اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د دوی په باور، د نن ورځې توافق به د افغانستان د مختلفو سیاسي جریانونو ترمنځ د ملي همکاریو یو مهم بنسټ کېږدي او دا به په ګډو هڅو او قوي اراده تعقیب شي.

حنیف اتمر دغه توافق «د هېواد د ژغورنې په لور یو مهم ګام» بللی او زیاتوي چې دا به د سیاسي تشکیلاتو یو ائتلاف نه، بلکې د ملي هدفونو د یوځای کېدو او ګډ کار پیل وي.

ولادیمیر زلنسکي:که لوېدیځ امنیت تضمین کړي، اوکراین په دریو میاشتو کې ټاکنې کوي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، اعلان کړی چې که امریکا او اروپایي متحدین د ټاکنو امنیت تضمین کړي، هېواد به د ۶۰ تر ۹۰ ورځو په موده کې عمومي ټاکنې ترسره کړي.

د اوکراین قوانین د جګړې پر مهال ټاکنې نه‌منلې خو د زلنسکي د دورې تر پای ته رسېدو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کی‌یف فشار زیات کړی چې ټاکنې ترسره کړي.

زلنسکي ویلي، له پارلمان به وغواړي چې داسې قانون جوړ کړي چې د جګړې پر مهال د ټاکنو اجازه ورکړي
خو د هېواد په ۲۰ سلنه خاوره کې د روسیې د اشغال، د یو میلیوني پوځیانو په جبهه کې بوختیا او د میلیونونو خلکو بې‌کوره کېدو له امله، د جګړې پر مهال ټاکنې لا هم د بحث وړ موضوع ده.

بل خوا زلنسکي د امریکا د ۲۸ مادو د سولې وړاندیز ۲۰ مادو ته راکم کړی او وايي چې “ضد اوکرایني بندیزونه” یې لرې کړي دي.

له بلې خوا، ټرمپ ادعا کوي چې اروپایي هېوادونه او زلنسکي د سولې د مخنیوي لامل دي او د روسیې «لاس‌برۍ» ته اشاره کوي.

د واخان كوریډور، اهمیت او ننګونې

لیکوال: نجیب الله علي خیل
اسلام آباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

د واخان دهلېز یا کوریډور د سلګونو كلونو لپاره د ورېښمو لارې په زړه کې پروت وه او د چین ښارونه یې له مدیترانې بحیرې سره وصلول. واخان یوازنی نژدی مسیر ده چې افغانستان له چین سره نښلوي چې د بدخشان ولایت نه تر ګډ سرحد پوری نژدې ۳۵۰ کیلو متره اوږدوالۍ لري.
دغه دهلېز د دواړو هېوادو او سیمې د اقتصادي پراختیا او سوداګرۍ لپاره ارزښمن لرلید یا دورنما لري او له بل پلوه دا کولای شي افغانستان د ځینو ګاونډیو له احتیاج نه چې زیاتره وخت د ترانزیت او تجارت برخه کې ستونزې جوړوي، خلاص کړي.
په کال ۲۰۱۷ کې د افغانستان او چین د ګډې سرحدي پولې د لیدو پر وخت، افغاني هیئت د واخان کوریډور په مسیر سفر وکړ چې د چین لوري له کاشغر تر سرحدي سیمې شاو خوا ۸۰ کیلو متره سرک جوړ کړی او زیاتره برخه یې قیر هم ده. دغه هېواد د اقتصاد محوره پالیسۍ پر اساس، دغه دهلېز ته ځانګړۍ اهمیت ورکوي، خو په افغانستان کې د څو لسیزو نا امنیو او جیو پولیتیکي سیالیو یې مخ ته خنډونه جوړ کړي وه او ښایې چین لا هم په دی اړوند اندېښنه ولري.
د تأمل وړ ټکی دا دی چې د افغانستان د واخان سیمې له لارې مرکزي آسیا ته لار موندل، د پاکستان یو ستراتېژیک هدف وه او ده. په دی اړوند، په ۲۰۱۳ کې چې کله د تاجکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ پر ترانزیټ درې اړخیز مذاکرات بندبست سره مخ شول، د پاکستان وړاندیز دا وه چې کولای شي د واخان دهلېز تر ټولو باریکه ساحه کې تونل ووهي او تاجکستان سره د ترانزیټ لاره پرانیزي. خو هغه مهال افغانستان شدید مخالفت وکړ او تاجکستان هم غالبآ شین چراغ ونه ښود.
مطلب دا چې د واخان کریډور به د افغانستان او سیمې د سوداګریزې راکړې ورکړې او ترانزیت لپاره یو لوی فرصت وي، خو که د واخان د کومې نرۍ  ساحې له لارې، پاکستان په هره وسیله او پلمه، ځان ته د مرکزي آسیا سره د وصل لاره پرانیزي، دا کار به د سیمه ایز اتصال په برخه کې د افغانستان هغه موقعیت او حیثیت ته قوي ضربه ورسوي چې د یوه «ځمکني پل» په توګه یې لري او له بل پلوه به دا کار، په هېواد کې د امنیت او ثبات لپاره کومه ګټه ونه لري، بلکه لا به یې له ننګونو سره مخ کړي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.