چهارشنبه, مې 27, 2026
Home Blog Page 286

نامعلومه وسله والو؛د ایران زاهدان پر پوله د سپاه پاسداران ۳سرتیري وژلي

0

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د سپاه پاسداران د قرارګاه درې سرتیري د زاهدان لار، په پوله کې هغه وخت ووژل شول چې سرحدي ګزمې ته پر لار وو.

یاد اژانس وايي برید د «ترهګرو وسله‌والو» له لوري ترسره شوی او امنیتي ځواکونو د سیمې د پلټنو او د بریدګرو د لټون عملیات پیل کړي دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزیر:په افغانستان کې سږکال د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نورالله جلالي وايي، چې سږکال په افغانستان کې د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

نوموړی وایي، که څه هم د پولیو واکسینو کمپاینونه روان دي، خو لا هم په ځینو سیمو کې کورنۍ له واکسین سره همکاري نه کوي او د شک له امله خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي.

جلالي ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» د پولیو د له منځه وړلو لپاره قوي تعهد لري او زیاتوي چې د کور په کور د واکسین د بندیز له امله اوس واکسیناتوران ماشومانو ته په جوماتونو کې واکسین ورکوي.

د عامې روغتیا وزیر له رسنیو، عالمانو او قومي مشرانو غوښتي چې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو په برخه کې د پوهاوي او ولسي همکارۍ کچه لوړه کړي.

د طالبانو حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت؛ناروې موسسی سره د ۳۱۰زرو ډالرو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د طالبانو حکومت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له هيئت ناروې نړیوالې موسسې سره د ۳۱۰ زره او ۸۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه پروګرام له لارې به په فاریاب ولایت کې ۲ زره او ۲۳۱ تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو ته د روغتیايي کڅوړو وېش، د قضیو مدیریت او اړوندو ادارو ته د مراجعاتو اسانتیاوې برابریږي.

د مهاجرینو وزارت ویلي، چې دغه مرسته به د زیانمنو کورنیو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو او د خدماتو د منظمې همغږۍ لپاره لګول کېږي.

جرمني؛اسلام‌اباد کې د یو شمېر افغانانو د استوګنې لګښت بند کړی او د هوټل پرېښودو خبرداری ورکړل شوی

وروسته له هغه چې برلین د ۱۲۳ افغانو محلي همکارانو او د هغوی د کورنیو د منلو پرېکړه لغوه کړه، په اسلام‌اباد کې جرمني ته په تمه مېشت لسګونه افغانان له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

هغوی ته خبر ورکړل شوی چې د ډسمبر تر نهمې پورې باید هوټلونه پرېږدي.

د جرمني ARD ټلوېزیون د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د بیا ارزونو وروسته حکومت ویلي، د دې کسانو لپاره د ویزو روښانه دلیل نه شته.

دا پرېکړه د هغو کسانو له نیمایي ډېره برخه نیسي چې جرمني ورسره د منلو ژمنه کړې وه.

افغان محلي همکاران وايي، له دوی سره هیڅ دلیل نه دی شریک شوی، او په پاکستان کې یې لګښتونه د GIZ له لارې ورکول کېدل.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت منلې چې ارزونې لا بشپړې نه دي او ښايي نورې ژمنې هم لغوه شي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې شاوخوا ۲۰۰۰ ژمن کړل شوي افغانان باید ژر تر ژره جرمني ته انتقال شي.

سرچینې:د مقاومت په نوم جبهې استازو تېرو دریو میاشتو کې پنځه ځلې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي

یو شمېر باوري سرچینو ویلي چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت په نوم جبهې استازو په تېرو درې میاشتو کې لږ تر لږه پنځه رسمي ناستې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره ترسره کړي دي.

د سرچینو په وینا، دغه لیدنې په اسلام‌اباد او متحده عربي اماراتو کې شوې او په ډېری مواردو کې د پاکستان د استخباراتو غړو استازیتوب کړی دی.

د معلوماتو له مخې، دا مهال هم د مقاومت جبهې یو شمېر مهم غړي په اسلام‌اباد کې اوسېږي.

تر اوسه نه د مقاومت جبهې او نه هم پاکستاني چارواکو په دې اړه کوم رسمي دریځ څرګند کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل علي میثم نظري په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د پاکستان ځواکمنتیا د دوی قوت دی.

د مقاومت په نوم جبهه:د پاکستان ځواک زموږ د پیاوړتیا معنا لري

د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې د مقاومت په نوم جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل علي میثم نظري په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د پاکستان ځواکمنتیا د دوی قوت دی.

هغه په خیبر نیوز کې خپرې شوې مرکې کې ډیورنډ کرښه سرحد بللی او ادعا یې کړې چې د جمعیت ګوند او د پاکستان اړیکې تاریخي دي.

نظري پاکستان د فارسي فرهنګ ساتونکی هم یاد کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د مقاومت جبهې ځینې غړي پاکستان ته تللي او د اسلام‌اباد چارواکو هم وخت ناوخت څرګنده کړې چې د خپلو ګټو لپاره له افغان مخالفو سیاسي جریانونو سره اړیکې پراخوي.

نایجل فراج:پر ۱۵ کلنې نجلۍ جنسي تیري کوونکي افغانان باید له پیله په بریتانیا کې نه وای

د برېتانیا د پارلمان پخواني غړي او د اصلاحاتو ګوند مشر، نایجل فراج، د هغو دوو افغان کډوالو په تړاو توند غبرګون ښودلی چې د یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په قضیه کې محکوم شوي دي.

فراج ویلي چې دا دوه کسان باید «له لومړۍ ورځې» په برېتانیا کې نه وای منل شوي.

فراج ادعا کړې چې د کلونو راهیسې د کډوالۍ د سخت کنټرول غوښتنه کوي او دا پېښه د هغه د څرګندونو یو بل ثبوت دی.

د ده په وینا، د داسې اشخاصو اوسېدل د ټولنې امنیت او د خلکو باور ته زیان رسوي.

نوموړي په ځانګړي ډول د دغو دوو افغان ځوانانو د مدافع وکیل پر څرګندونو هم نیوکه کړې، چې د راپورونو له مخې دغه جرم یې «کلتوري توپیرونو» ته منسوب کړی و او ویلي یې وو چې موکل یې له داسې ټولنیز چاپېریال سره عادت نه و، چې ښځې پکې ازادې او له سړو سره برابر ګڼل کېږي.

انتونیو ګوټرېش:د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره ګډ دریځ اړین دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د حقونو ساتنه هغه وخت ممکنه ده چې د نړۍ خلک د بې‌عدالتیو او سرغړونو پر وړاندې ګډ غږ او یو واحد دریځ ولري.

ګوټرېش په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو پراخې سرغړونې د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې دا حالت د انسانانو د کړاوونو او اساسي حقونو ته د نه‌پاملرنې څرګنده نښه ده.

نوموړي ټینګار کړی چې بشري حقونه نه‌بېلېدونکي او د هر انسان طبیعي حق دی.

ننګرهار؛یو موټر چلوونکی د سړک د موانعو د تخریب له امله سزایي شو

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی هغه مهال د ترافیکي سز‌ا سره مخ شو، کله چې وړمه شپه یې موټر په چټک سرعت چلاوه او د سړک موانع یې زیانمنې کړې.

ترافیکي سرتېرو یاد ډرېور لاس نیولی او ورته یې ویلي چې د زیانمن شویو موانعو د رغونې مسؤلیت به خپله پر غاړه اخلي او هېچا ته به یې نه سپاري.

د ننګرهار ولایت یو ځوان حماسه میډیا ته ویلي: “کله چې ډرېور د رغونې په کار ستړی شو او په سمه توګه یې رغوونه نه شوه کولای، هغوی یوازې د یوه ګیلکار د مرستې اجازه ورکړه—خو په دې شرط چې ډرېور به خپله هم د رغونې په کار کې ګډون کوي”.

د ننګرهار ګڼو ځوانانو په ټولنیزو رسنیو کې د ترافیکو دغه اقدام ستایلی او دا یې د نظم ساتنې یو “مثبت عملي ګام” بللی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:متقي او د قزاقستان استازي د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي پرکین توکوموف د کابل په تازه لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا ترڅنګ د سیمې وروستۍ امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه خبرې کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، په دې ملاقات کې مولوي متقي ویلي چې “اسلامي امارت” د ډيپلوماسۍ، تفاهم او متقابل احترام پر اساس له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پالونکی دی، او له قزاقستان سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې ستر پرمختګونه شوي دي.

د قزاقستان ځانګړي استازي د افغانستان مثبت دریځونه ستایلي او ژمنه یې کړې، چې هېواد به یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ لا پیاوړې کړي.

هغه ټینګار کړی چې د سیمې ثبات ګډ مسؤلیت دی او یوازې د باور، امنیتي همکاریو او اقتصادي همکارۍ له لارې ترلاسه کېدای شي.