پنجشنبه, جون 25, 2026
Home Blog Page 279

د خوړو نړۍوال پروګرام:په افغانستان کې خوارځواکي بې ساري کچې ته رسېدلې او زموږ بودیجه هم کمه ده

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د بودجې د سخت کمښت له امله نه شي کولی ټولو اړمنو ماشومانو ته مرستې ورسوي او دا مهال له هر څلورو خوارځواکو ماشومانو یوازې یو ته رسېدنه کوي.

د دې ادارې مشر، جان ایلیف، له اسوشیټډپریس سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان د خوړو له ژور ناورین سره مخ دی.

هغه ویلي چې افغانستان کې نږدې دوه پر درېیمه برخه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ ځورېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې د خوارځواکۍ اوسني ارقام بې ساري دي او د افغانستان په معاصر تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

روسیه کې د طالبانو حکومت سفات:د افغانستان او ازبکستان سفیرانو پر اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو ټینګار وکړ

په مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر، مولوي گل حسن حسن، د ازبکستان له سفیر باتورجان ذاکروویچ اسدوف سره په دوه اړخیزه لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي مشارکت، سوداګریزو تبادلو او ترانزیټي اسانتیاوو پر پراخولو هر اړخیز بحث وکړ او ټینګار یې وکړ چې ګډې ګټې او سیمه‌ییز ثبات د همغږۍ او دوامدار تعامل له لارې لا پیاوړی کېدای شي.

سفارت ویلي، په غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت او وروستیو لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د سراسري امنیت د ټینګښت موضوع هم یاده شوې.

سي‌اېن‌اېن:اسرائیل د ایران پر ضد د احتمالي ګډ پوځي اقدام لپاره تیاری نیسي

0

د CNN له قوله دوو اسرائیلي سرچینو ویلي چې اسرائیل د پوځي چمتووالي کچه لوړه کړې او د احتمالي امریکايي-اسرائیلي ګډ برید لپاره یې عملیاتي او دفاعي ترتیبات ګړندي کړي دي.

د راپور له مخې، اسرائیلي چارواکي له څو اوونیو راهیسې د امریکا او ایران ترمنځ روانو اټومي خبرو ته د شک په سترګه ګوري او سره له دې چې د مذاکراتو په دوهم پړاو کې د پرمختګ خبره شوې، تل‌ابیب خپل امنیتي پلانونه چټک کړي دي.

یوې سرچینې ویلي که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اجازه ورکړي، نو احتمالي برید به د تېر جون د ۱۲ ورځنۍ جګړې په پرتله پراخ وي او د امریکا او اسرائیل له لوري به همغږي او هممهاله بریدونه پکې شامل وي.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په دې اوونۍ کې څو ځانګړې امنیتي غونډې کړې دي څو د چمتووالي کچه وارزوي او له متحدینو سره همغږي پیاوړې کړي.

بل لور ته، د اسرائیل د پوځي استخباراتو پخواني مشر ویلي: «موږ د پخوا په پرتله د برید احتمال ته ډېر نږدې شوي یو.»

نوموړي د وضعیت حساسیت ته په اشارې سره ویلي چې د سفرونو په اړه به له زیات احتیاطه کار واخلي.

سي‌اېن‌اېن زیاتوي چې دا پرمختګونه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي مذاکرات په Geneva کې روان دي، خو اسرائیل لا هم د دغو خبرو پر پایلو باور نه لري او د هر ډول سناریو لپاره ځان چمتو کوي.

امریکایي چارواکی رویټرز ته:ایران به د جینوا له خبرو وروسته یو لیکلی وړاندیز امریکا ته وسپاري

0

یو لوړپوړي امریکايي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې تمه کېږي د امریکا او ایران ترمنځ د سې شنبې ورځې له خبرو اترو وروسته، چې په جنیوا کې ترسره شوې، د ایران حکومت به یو لیکلی وړاندیز وړاندې کړي څو له متحده ایالاتو سره د هوکړې د روان بن‌بست د دوام مخه ونیول شي.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې چې د امریکا د ملي امنیت لوړپوړو سلاکارانو د د سپینې ماڼۍ د وضعیت خونې په ناسته کې د ایران اړوند موضوع وڅېړله، او هغوی ته وویل شول چې ټول هغه امریکايي ځواکونه چې سیمې ته استول شوي، باید د مارچ تر نیمایي پورې په خپلو ټاکل شوو ځایونو کې ځای پر ځای شي.

د نوموړي چارواکي په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د حوت په ۹مه نېټه له بنیامین نتانیاهو سره په اسرائیل کې وګوري.

سرګي لاوروف:پر ایران بیا برید له اور سره لوبې کول دي

0

‏د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف له العربیه سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا او اسرائیل پخواني بریدونو پر ایران ناوړه پایلې لرلې او پر اټومي تاسیساتو برید کول ډېر خطرناک کار دی.

هغه زیاته کړې چې پر ایران هر ډول برید به د ایران حکومت دې ته وهڅوي چې د اټومي موادو د ساتنې لپاره مشخص ګامونه واخلي.

لاوروف ویلي چې ایران د یورانیمو د سوله‌ییزې بډاینې حق لري او چمتو دی چې د سوله‌ییزو موخو لپاره د اړتیا تر کچې د بډاینې اندازه راکمه کړي.

هغه همدارنګه ویلي چې په ایران کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې څار ادارې د پلټونکو د فعالیت له بیا پیل وروسته به د ایران حکومت له هغوی سره همکاري وکړي.

هغه ټینګار کړی چې عربي هېوادونه د ایران په اړه د نوې ترینګلتیا غوښتونکي نه دي او ټول لوري پوهېږي چې پر ایران بیا برید کول له اور سره لوبې کول دي

د بشري حقونو فعالان شهباز شریف ته:د روژې میاشت کې د افغان کډوالو ایستل وځنډوه

0

د بشري حقونو فعالانو د پاکستان پر لومړي وزیر شهباز شریف غږ کړی چې په پاکستان کې د روژې او اختر پر مهال د افغان کډوالو جبري ستنول وځنډوي.

دوی وایي دا بهیر جدي بشري ستونزې رامنځته کوي، کورنۍ بېلوي او ښځې او ماشومان له خطر سره مخ کوي.

فعالانو ټینګار کړی چې د روژې په مبارکو ورځو کې باید انساني او له نړیوالو معیارونو سره سم چلند وشي.

فعالان باور لري چې که پاکستان د روژې په ورځو کې د جبري ستنولو بهیر وځنډوي؛ نو دا به یې هم انساني دریځ پیاوړی کړي او هم به په سیمه کې د باور فضا رامنځته کړي.

رویټرز:ایران په پارچین کې نوي تاسیسات د کانکریټي سپر او خاورې لاندې پټ کړل

0

د رویټرز د راپور له مخې، د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې د ایران حکومت په وروستیو کې د پارچین په پوځي کمپلکس کې، چې د تهران سوېل ختیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومتره واټن لري، پر یوې نوې تاسیسۍ دروند کانکریټي حفاظتي جوړښت جوړ کړی او بیا یې د خاورې لاندې پټ کړی دی.

همدارنګه، رویټرز د جنورۍ په ۲۹مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته په اشارې ویلي، تازه د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې د اصفهان په اټومي کمپلکس کې دوه تونلونو بیا د خاورې لاندې پټ شوي دي؛ هغه ځای چې امریکا د تېر جون په میاشت کې بمبار کړي وو.

راپور وایي، د تونلونو بندول کولای شي د احتمالي هوايي برید اغېز کم کړي او همدارنګه د ځانګړو ځواکونو لپاره د ځمکنۍ حملې پر مهال د لوړې کچې غني شوي یورانیمو ته لاسرسی ډېر ستونزمن کړي.

د امریکا د انرژۍ وزیر:ایران به د اټومي وسلو له ترلاسه کولو منع کړو

0

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایت خبرداری ورکړی چې متحده ایالات به په هره ممکنه لاره د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.

هغه ټینګار کړی چې ډونالډ ټرمپ په کلکه باور لري چې په اټومي وسلو سمبال ایران د منلو وړ نه دی.

رایت ویلي، ایراني چارواکو په ښکاره توګه ویلي چې له اټومي وسلو سره به څه وکړي، او دا چاره په بشپړه توګه د منلو وړ نه ده.

د هغه په وینا، امریکا به د ایران د اټومي وسلو پر لور حرکت ودروي او د مخنیوي سیاست به پیاوړی کړي.

بریتانیا؛د سټېنسټېډ هوایي ډګر له لارې د ښځو د انتقال په اړه د اپسټین الوتنې څېړل کېږي

0

د برېتانیا پولیس د جېفري اپسټین د احتمالي فعالیتونو په تړاو ارزوي چې ایا هغه د د لندن سټېنسټېډ هوايي ډګر له لارې ښځې په شخصي الوتنو کې لېږدولې که نه.

د اېسکس پولیسو ویلي، د نوموړي ټولې د تګ‌راتګ الوتنې تر ارزونې لاندې دي.

په همدې حال کې د رویټرز او ایپسوس سروې ښيي چې ډېری امریکایان باور لري شتمن او ځواکمن کسان په اسانۍ حساب ورکولو ته نه اړ کېږي.

د ګډونوالو ۶۹ سلنه ویلي چې د اپسټین دوسیه دا انګېرنه پیاوړې کوي، او ۱۷ سلنه نور هم تر یوه بریده ورسره موافق دي.

د امریکا د عدلیې وزارت له لوري خپرو شویو اسنادو کې د سیاست، سوداګرۍ او اکاډمیکو کړیو ګڼ مشهور نومونه یاد شوي.

د یادونې ده چې اپسټین په ۲۰۰۸ کال کې پر ځینو تورونو اعتراف کړی و او په ۲۰۱۹ کال کې په نیویارک زندان کې مړ شو، چې مرګ یې ځان وژنه بلل شوې ده.

دې قضیه د ډونالډ ټرمپ لپاره هم سیاسي فشارونه زیات کړي، ځکه منتقدان وايي حکومت ټول معلومات نه دي افشا کړي.

اکسیوس:ټرمپ ښايي له ایران سره لویې جګړې ته نږدې شوی وي

0

د امریکايي خبري وېب‌سایټ اکسیوس په راپور کې ویل شوي چې ډونالډ ټرمپ ښايي له ایران سره د یوې لویې جګړې پر لور روان وي.

باخبره سرچینو دې رسنۍ ته ویلي، د امریکا احتمالي برید چې د اسراییل په ملتیا ترسره کېدای شي، ممکن تر تمې ژر او په خورا پراخو ابعادو پیل شي.

د راپور له مخې، دوو اسراییلي چارواکو ویلي چې د اسرائیل حکومت، چې د «اعظمي سناریو» په لټه کې دی او د ایران د اټومي او توغندیزو پروګرامونو په نښه کول غواړي، د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې د جګړې احتمال ته چمتووالی نیسي.

اکسیوس د سرچینو له قوله زیاته کړې چې د امریکا هر ډول پوځي عملیات به ښايي څو اوونۍ دوام وکړي او د محدود برید پر ځای به بشپړې جګړې ته ورته وي.

د یوه سلاکار په وینا، د ټرمپ د پوځي اقدام احتمال په راتلونکو څو اوونیو کې شاوخوا ۹۰ سلنه اټکل شوی دی.