پنجشنبه, جولای 2, 2026
Home Blog Page 271

تازه؛ کندهار، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا کې فرضي کرښې ته څیرمه د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو جګړه پیل شوې

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، تازه د کندهار په ښورابک کې یې فرضي کرښې ته څیرمه په جګړه کې د پاکستاني پوځیانو ۲پوستې، ۲دهشکې، ۲هاوانونه، ۱ثقیل او ۲د شپې دروبینان نیولي.

خوارزمي زیاته کړې چې پاکستاني پوله ساتو پوځیانو سره جګړه په چټکۍ روانه او په زیات شمېر د وژل شویو پوځیانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پراته دي.

هممهاله په خوست، پکتیا، پکتیکا او ننګرهار کې هم فرضي کرښې ته څیرمه د پاکستاني پوځیانو سره د طالب ځواکونو د “رد الظلم” په نوم جګړه روانه ده.

جابر نعماني:په کوټه کې د ډرون برید کې یو مېجر او دوه افسران وژل شوي

د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکی جابر نعماني وایي، د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د انفجاري بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یو مېجر او دوه نور صاحب منصبان وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، دغه کسان هغه مهال هدف وګرځول شول چې پر افغانستان د بریدونو د پلان په جوړولو بوخت وو.

خوشال سادات:پاکستان به بالاخره د جګړې د درولو او اوربند غوښتنه وکړي

د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې پاکستان به بالاخره د جګړې د درولو او اوربند غوښتنه وکړي.

هغه ویلي چې لکه څنګه یې له لومړۍ ورځې اټکل کړی و، اوس پاکستان د جګړې له سختو شرایطو سره مخ دی او د همدې له امله د اوربند خبره مطرح کوي.

د سادات په وینا، پاکستان دا مهال له درېیو مهمو ستونزو سره مخ دی.

د هغه په خبره، لومړی دا چې د ایران جګړې د نړیوال اقتصاد او د تېلو بازار ته زیان رسولی، دویم دا چې د پاکستان د جنګي الوتکو مهمات د ختمېدو په حال کې دي، او درېیم دا چې د ډیورنډ کرښې وضعیت ورځ تر بلې د افغانستان په ګټه بدلېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې که افغانستان له دې تاریخي فرصته په هوښیارۍ او چټکۍ ګټه واخلي، نو امکان لري دا ستونزه د تل لپاره حل شي او پاکستان بیا د بریدونو او تورونو توان له لاسه ورکړي.

بلومبرګ:د پاکستان د پوځ مشر وایي که له افغان خاورې د بریدونو مخه ونیول شي، عملیات دروو

امریکایي رسنۍ بلومبرګ وایي، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي چې که له افغان خاورې د پاکستان پر ضد د وسلوالو ډلو فعالیتونه بند شي، پاکستان چمتو دی چې پر افغانستان خپل پوځي عملیات ودروي.

بلومبرګ وایي چې عاصم منیر ویلي، د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کار اخیستل د منلو وړ نه دي او که دا وضعیت دوام وکړي؛ نو د دې ګواښ د له منځه وړلو لپاره به ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

بل لورته د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې افغان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې هغه مهال زیاتې شوې چې د پاکستان د هوایي بریدونو په ځواب کې د افغانستان لوري غبرګون وښود.

وروسته پاکستان اعلان وکړ چې له افغانستان سره یې جګړه پراخه کړې او د کابل په ګډون یې د هېواد پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي.

دغه بریدونه دواړو خواوو ته اوس هم دوام لري.

عادل راجا:د پاکستان پوځي مشران د خپلو ګټو لپاره ځوانان جګړې ته هڅوي

پاکستاني خبریال عادل راجا ویلي چې د پاکستان د پوځ مشرتابه د خپلو شخصي ګټو لپاره د هېواد ځوانان جګړې ته ټېل وهي او د جګړې دوام د خلکو په زیان دی.

نوموړي د خپلو تازه څرګندونو پر مهال ویلي، د وروستیو معلوماتو له مخې د بلوچستان د کچلاک په سیمه کې د غزه‌بند پر عمومي مرکز د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې شاوخوا شل پوځیان وژل شوي او ټپیان دي او د وسلو او بارودو دوه زېرمتونونه هم ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړې چې دا برید ښايي د کندهار پر ځینو سیمو د ترسره شوو هوایي بریدونو په غبرګون کې شوی وي.

د هغه په وینا، په وزیرستان کې هم د پوځ پر یوه کېمپ د توغندیز برید راپورونه ورکړل شوي چې د درنو زیانونو خبره پکې کېږي.

عادل راجا ټینګار کړی چې دا جګړه د نورو د ګټو لپاره روانه ده او د پاکستان پوځ مشرتابه د هېواد د پیسو او د ځوانانو د وینې په بدل کې خپلې موخې تعقیبوي.

نوموړي پوښتنه کړې چې دا وضعیت به تر کومه دوام کوي او تر کومه وخته به د پاکستان پوځ د داسې پالیسیو له امله له ستونزو سره مخ وي.

جابر نعماني:د افغانستان اړوند څو بې‌پیلوټه الوتکو بلوچستان کې پر ځینو هدفونو بریدونه کړي

د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکی جابر نعماني وایي، چې د افغانستان اړوند څو بې‌پیلوټه الوتکو د بلوچستان د کوټې ښار په شاوخوا سیمو کې پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي.

هغه وایي په دغو بریدونو کې د دښمن لوري ته درانه تلفات اوښتي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې شاوخوا پنځلس کسان وژل شوي او یا ټپیان دي.

همداراز راپورونه ښيي چې د بریدونو پر مهال د وسلو دوه لوی زېرمتونونه هم په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

حمدالله فطرت:تیرو ۲۴ساعتونو کې د پاکستان پوځ بریدونو کې شپږ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې درې ملکي وګړي شهیدان او درې نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي فطرت ویلي، په خوست ولایت کې تېره شپه د پاکستاني ځواکونو له لوري د هاوان مرمۍ د یوه ولسي وګړي پر کور لګېدلې چې له امله یې یوه ماشومه ټپي شوې ده.

د هغه په وینا، د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پرون مازدیګر د پاکستاني ملېشو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې پکې د پاکستاني ځواکونو له لوري یو ملکي وګړی، وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

فطرت زیاتوي چې د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري ۸۲ فیره د لیرې واټن ویشتونکي توپ مرمۍ لګېدلې چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي، خو ځاني تلفات نه لري.

همدارنګه د دانګام ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو ۱۵ فیره او د شلتن ولسوالۍ د یخ‌ناو او واړه سر سیمو باندې ۴ فیره مرمۍ لګېدلې چې یوه مرمۍ په کور لګېدلې او د ساجد په نوم اته کلن ماشوم یې ټپي کړی دی.

نوموړي وویل چې تېره شپه ناوخته د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د کنډک درې په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو له لوري پر ولسي خلکو ډزې شوي چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت دغه بریدونه د پاکستان د پوځ له لوري د ملکي وګړو پر وړاندې جګړه ییز جنایتونه بللي دي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزیر:د احتکار او د کورونو د لوړو کرايو مخنیوی دې وشي

د طالبانو حکومت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د سوداګرو او معاملاتو د لارښوونو د ټولنو له مسوولینو سره په غونډه کې د لومړنیو خوراکي توکو د احتکار او د کورونو د کرايې د لوړېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو ټولنو ته سپارښتنه شوې څو خپل مسوولیتونه په جدي ډول ترسره کړي، خلکو ته ښه خدمت وړاندې کړي او د بیو د کنټرول او تنظیم لپاره له اړوندو ادارو، په ځانګړي ډول له ښاروالۍ سره همغږي زیاته کړي.

د غونډې پر مهال د ټولنو مسوولینو ژمنه وکړه چې د بازار د نظم ساتلو او د بیو د کنټرول لپاره به لازمې هڅې وکړي.

حامد کرزي؛د افغاني الاصله خبریالې یلدا حکیم ستاینه کړې

یلدا حکیم، چې په سکای نیوز کې کار کوي، د نړیوالو رسنیو په ډګر کې د خپل اغېزناک حضور له امله ستایل شوې ده.

نوموړې د سیاسي موضوعاتو د مسلکي پوښښ او زړورتیا له کبله د کال د غوره ټلوېزیوني ویاندې جایزه ګټلې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ټولنیزه پاڼه د یو بیان په خپرولو سره د یلدا حکیم ستاینه کړې او د هغې بریا یې د افغانانو لپاره ویاړ بللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:له افغانستان یوازې د امنیتي اندېښنو د حل تمه لرو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان پر امنیت، خپلواکۍ او د خلکو پر خوندیتوب هېڅ ډول جوړجاړی نه شي کېدای.

یاد وزارت له افغانستان څخه غوښتنه کړې چې د پاکستان امنیتي اندېښنې په پام کې ونیسي او پر افغان خاوره د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد جدي اقدام وکړي چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

په بیان کې د طالبانو حکومت یادونه هم شوې چې د پاکستان د اندېښنو په حل کې یې کافي اقدام نه دی کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته له افغانستانه د بریدونو شمېر زیات شوی او تېر کال شاوخوا ۵۳۰۰ بریدونه ثبت شوي چې له امله یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان په وینا، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌والو ډلو شتون د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دی.

یاد وزارت ټینګار کړی چې پاکستان د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو ملاتړ کوي او غواړي له افغان لوري سره رغنده تعامل ته دوام ورکړي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان دا ډول ادعاوې په کلکه رد کړي دي.