جمعه, جون 26, 2026
Home Blog Page 257

پیت هگست:روان پوځي عملیات د ایران دننه د ډیموکراسۍ د ټینګښت لپاره نه دي

د اسرائیل او امریکا له لوري د ایران پر ضد د جګړې د دوام په درېیمه ورځ، نن هم په تهران کې د درنو چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

تازه اسرائیلي چارواکو ویلي چې د ایران د ځمکنیو پټو قومندانيو مرکزونه یې په نښه کړي دي.

بل لور ته د ایران بریدونه هم پراخ شوي دي چې د سپاه پاسداران ویاند ویاند ادعا کړې چې د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر یې هدف ګرځولی دی.

په همدې حال کې قطر اعلان کړی چې د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله یې د مایع طبیعي ګاز (LNG) تولید ځنډولی دی.

د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست ویلي چې روان پوځي عملیات د ایران دننه د ډیموکراسۍ د ټینګښت لپاره نه دي.

هغه ویلي:«موږ جګړه نه ده پیل کړې؛ خو موږ به یې پای ته ورسوو.»

بل لورته د ایران د عالي امنیت شورا منشي، علي لاریجانی، ټینګار کړی چې ایران د امریکا برعکس ځان د یوې اوږدې جګړې لپاره چمتو کړی دی.

په ایران کې؛د دفاع وزارت لپاره نوی سرپرست وزیر وټاکل شو

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د حکم له مخې، سید مجید ابن‌الرضا د دغه هېواد د دفاع وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

دا ټاکنه په داسې حال کې شوې چې د ایران پخوانی د دفاع وزیر عزیز نصیرزاده د امریکا او اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، نوی ټاکل شوی سرپرست به تر هغه وخته د دفاع وزارت چارې پر مخ وړي څو رسمي او دایمي وزیر وټاکل شي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت:د ننګرهار په هوايي ډګر کې د پاکستان «بال ډرون» الوتکه وویشتل شوه

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وایي، چې نن مازدیګر شاوخوا ۳:۳۰ بجې د ننګرهار د هوايي ډګر دفاعي منسوبینو د پاکستان پوځ اړوند یوه ډرون الوتکه د دهشکې په مټ ویشتلې او نسکوره کړې ده.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه ډرون الوتکه د مشکوکو فعالیتونو په موخه د هېواد هوايي حریم ته داخله شوې وه؛ خو د دفاعي ځواکونو له چټک غبرګون سره مخ شوه.

راپور:جرمني ښايي د ایران پر ضد جګړه کې د امریکا او اسرائیلو ملګری شي

د اسرائیلو د پوځ راډیو راپور ورکړی چې که ایران په سیمه کې پر هېوادونو بریدونه ونه دروي؛ نو جرمني ښايي د امریکا او اسرائیلو په ګډو بریدونو کې برخه واخلي.

راپور د جرمني د سیاسي او پوځي سرچینو له قوله ویلي چې برلین په جدي ډول د ایران پر ضد جګړې ته د ورګډېدو موضوع څېړي او ممکن د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خپل دریځ سخت کړي.

تر اوسه د جرمني حکومت په رسمي ډول د دې راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

امیرخان متقي:له عباس عراقچي سره پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو په اړه غږېدلی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران له بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې په دې خبرو کې د سیمې پر روان وضعیت بحث شوی او امیرخان متقي د امریکا او اسرائیلو له لوري پر ایران ترسره شوي بریدونه غندلي دي.

نوموړي همداراز د ایران د مذهبي مشر د وژل کېدو په تړاو خپله خواخوږي او تسلیت څرګند کړی دی.

متقي ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» د هېوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض نه مني او د روانو ترینګلتیاوو د سمدستي درېدو غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړې چې ستونزې باید د ډیپلوماټیکو او سوله‌ییزو میکانیزمونو له لارې هوارې شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د افغانستان د دریځ هرکلی کړی او د تهران په اړه یې د کابل له ملاتړ څخه مننه کړې ده.

عباس عراقچي:د جګړې واګې زموږ په لاس کې دي او د پای وخت به یې هم موږ ټاکو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې هېواد یې د روانې جګړې د مدیریت او پای ته رسولو بشپړ واک او وړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړی چې د جګړې د پای وخت او څرنګوالی به خپله ایران ټاکي.

د هغه په وینا، تهران په تېرو دوو لسیزو کې د خپلو ختیځو او لوېدیځو پولو په اوږدو کې د امریکا د پوځ تجربې او ماتې په دقت څېړلې او لازم درسونه یې ترې اخیستي دي.

عراقچي زیاته کړې چې د ایران پر پلازمېنې تهران بمبارونه د دوی پر نظامي او دفاعي وړتیاوو هېڅ اغېز نه لري او دا ډول بریدونه د جګړې د دوام په اړه د ایران دریځ نه شي بدلولای.

هغه د ایران غیر متمرکز او څو پوړیز دفاعي سیستم ته په اشارې وویل چې دغه جوړښت تهران ته دا امکان ورکوي څو د جګړې واګې په خپل لاس کې وساتي او وضعیت په خپله خوښه اداره کړي.

پاکستان؛بېلا بېلو ښارونو کې د لاریونونو له امله لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي

د ایران د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د وژل کېدو له خبر وروسته، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پراخ او ځینې تاوتریخوالي ته اوښتي لاریونونه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ګلګت او سکردو کې د وضعیت د کنټرول لپاره درې ورځنی ګرځبندیز اعلان شوی او امنیتي ځواکونه په سړکونو کې ځای پر ځای شوي دي.

سرچینې وایي چې په کراچۍ کې ۱۰ تنه، په اسلام‌اباد کې یو کس او په سکردو کې پنځه کسان وژل شوي دي.

په ګلګت کې د وژل شویو رسمي شمېر نه دی اعلان شوی، خو ځینې محلي سرچینې د پنځو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي، او ځینو شیعه استازو بیا د اوو کسانو د مرګ ادعا کړې ده.

چارواکو تر اوسه د ټولو تلفاتو په اړه وروستی او کره رسمي راپور نه دی خپور کړی؛ خو د تاوتریخوالي د پراخېدو له امله امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

د قطر پخوانی صدراعظم:د خلیج هېوادونه دې له ایران سره مستقیمې جګړې ته نه ننوځي

د قطر پخواني صدراعظم حمد بن جاسم بن جبر آل ثاني ویلي، سره له دې چې ایران د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو حاکمیت نقض کړی؛ خو دغه هېوادونه باید مستقیمې پوځي مقابلې ته و نه هڅول شي.

نوموړي په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې مخامخ جګړه د دواړو لورو سرچینې ستړي کوي او د نورو قدرتونو د نفوذ لپاره زمینه برابروي.

هغه زیاته کړې چې د امریکا او اسراییلو او ایران ترمنځ روانه نښته به په پای کې ختمه شي؛ خو که د خلیج د همکارۍ شورا هېوادونه په مستقیم ډول جګړې ته داخل شي؛ نو دا به اوږدمهاله او لګښت لرونکي پایلې ولري.

د قطر پخواني صدراعظم له دغو هېوادونو غوښتي چې د یو واحد دریځ په توګه د هر ډول تېري پر وړاندې ودرېږي او هر ډول فشار او باج‌اخیستنه رد کړي؛ خو له داسې اقدامه ډډه وکړي چې سیمه نورې بې‌ثباتۍ ته ټېل وهي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران په اړه درې ډېر ښه انتخابونه لرم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې د ایران د وروستیو تحولاتو په اړه ویلي چې «درې ډېر ښه انتخابونه» لري؛ خو زیاته کړې یې ده: «اوس یې نه اعلانوم، پرېږدئ لومړی کار پای ته ورسېږي.»

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا علي لاریجاني به د ایران د دولت په مشرتابه کې رول ولري که نه، له څرګند دریځه ډډه وکړه او چوپ پاتې شو.

ټرمپ همداراز هیله څرګنده کړه چې د ایران پوځي ځواکونه، په ځانګړي ډول د سپاه پاسداران افسران، دې خپلې وسلې د ایران خلکو ته وسپاري.

نوموړي د وینزویلا تجربې ته په اشارې وویل: «هغه څه چې موږ په وینزویلا کې وکړل، زما په اند یو بشپړ او بې‌نقصه سناریو وه.»

ټرمپ د دې پوښتنې په اړه چې د علي خامنه‌اي تر مړینې وروسته باید څوک د ایران د حکومت مشري پر غاړه واخلي، کوم څرګند وضاحت ورنه کړ.

بریتانیا:امریکا ته د ایراني توغندیو د شنډولو لپاره د اډو کارولو اجازه مو ورکړه

د بریتانیا لومړي وزیر کی‌یر استارمر اعلان کړی چې هېواد یې د امریکا هغه غوښتنه منلې چې د بریتانیا له پوځي اډو څخه د ایراني توغندیو پر وړاندې د دفاعي بریدونو لپاره کار واخیستل شي.

نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ټینګار کړی چې دغه اجازه یوازې د دفاعي اقدامونو لپاره ده، لکه د توغندیو د زېرمو یا توغندیو ویشتونکو مرکزونو په نښه کول، څو احتمالي ګواښونه شنډ شي.

استارمر همداراز ویلي چې بریتانیا د امریکا او اسراییلو په ګډو هوايي بریدونو کې چې پر ایران ترسره شوي، برخه نه ده اخیستې او په راتلونکو احتمالي څپو کې هم د ګډون نیت نه لري.

د ده په وینا، لندن هڅه کوي د سیمه‌ییز کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي او په عین حال کې د خپلو او متحدینو د امنیت ساتنه یقیني کړي.