سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 255

د طالبانو حکومت د ازموینو ملي اداره:د طب او ستوماتولوژي پوهنځیو له څه باندې ۹۰۰۰ فارغانو د ایګزیټ ازموینه واخیستل شوه

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې نن په کابل کې د طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو له ۹ زره ۳۷۷ فارغانو څخه د ۱۴۰۴ کال ایګزیټ ازموینه واخیسته.

دا ازموینه په ځانګړو مراسمو کې واخیستل شوه چې د یادې ادارې طالب مسوولینو پکې د نويو بدلونونو او موخو په اړه خبرې هم کړي.

مسولینو ویلي، چې ګډونوالو نه یوازې خپلې تحصیلي دورې، بلکې د ستاژ عملي مرحله هم بشپړه کړې، او د ازموینې له بریالیتوب وروسته به ورته د تخصصي زده‌کړو، روغتونونو کې د عملي کار او مسلکي خدمتونو فرصت برابر کړي.

یاده اداره زیاتوي چې سږنی بهیر د شفافیت، منظم مدیریت او لوړ ګډون له مخې تر پخوا پراخ او معیاري ترسره شوی دی.

امیرخان متقي؛د ملګرو ملتونو له مرستیالې سرمنشي سره د مرستو او همکارۍ پر موضوعاتو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي او د سولې د ټینګښت چارو له مرستیالې سرمنشي، روزمیري ان ډیکارلو، سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د وزارت په خبره، په دغه تماس کې د زلزله‌ځپلو او راستانه شويو کډوالو د مرستو، د سیمې او افغانستان وضعیت، اقتصادي همکارۍ، د نشه‌یي موادو پر ضد مبارزې او د خصوصي سکتور په کاري ګروپونو خبرې شوې دي.

مولوي متقي د ملګرو ملتونو د مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، سره له دې چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې له دوو میلیونو ډېر کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي، «اسلامي امارت» د هغوی د ستنېدو بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.

هغه ټینګار کړی چې د مهاجرو موضوع باید له سیاست سره ونه تړل شي.

متقي همداراز ادعا کړې چې افغانستان په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې د پرمختګ په حال کې دی او د یوې هېواد په استثنا، د سیمې له حکومتونو سره اړیکې پراخې شوې دي.

د ملګرو ملتونو مرستیالې سرمنشي، روزمیري ډیکارلو، د راستانه شویو کډوالو په مدیریت او د مخدره موادو ضد مبارزې په برخه کې د طالبانو حکومت هڅې ستایلې دي او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره له اړوندو هېوادونو سره د سیاسي ښکیلتیا د پراخېدو هڅې کوي.

اسماعیل خان:د طالبانو د واکمنۍ دوام ناشونی دی او ژر به له منځه لاړ شي

د جمعیت اسلامي ګوند مشر او پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان د طالبانو حکومت «بدوي ډله» بللې او ویلي یې دي چې د دوی په واکمنۍ کې د خلکو د کار، هوساینې، سولې او پرمختګ هېڅ نښه نه ښکاري.

هغه په R24 تلویزیون خپره شوې مرکه کې ټینګار کړی چې د طالبانو وخت به ختمېږي او د دوی د حکومت دوام ناممکن دی.

اسماعیل خان وايي طالبان حکومت نه، بلکې هغه ډله ده چې د لویو هدفونو د پوره کولو لپاره راوستل شوي او دا هدفونه به په راتلونکي کې روښانه شي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان د ازادۍ مسوولیت د هر افغان پر غاړه دی او د خلکو مهاجرت د همدې مبارزې لپاره د چمتووالي مانا لري.

اسماعیل خان د نظامي اقدام په اړه ویلي چې د سیمې هېوادونه له طالبانو سره په تعامل کې ګډوډ دي او همدغه وضعیت د وسله‌وال اقدام چانس کم کړی؛ خو وایي د مخالفو سیاسي او سازماني هڅو بهیر روان دی او هیله لري چې د عملي اقدام زمینه هم برابره شي.

ذبیح الله مجاهد:د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې لاهم د افغانستان پر فضا ګرځي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ایران له صدا او سیما ټلویزیون سره په مرکه کې منلې چې د امریکا بې‌پېلوټه الوتنې لاهم د افغانستان د هوايي حریم په سر ترسره کېږي او دا کار د هېواد پر حاکمیت ښکاره سرغړونه ده.

ښاغلي مجاهد ویلي، دا الوتنې د ځینو ګاونډیو له لارې روانې دي او باید ودرول شي.

هغه د هلمند د اوبو تړون ته د طالبانو حکومت د ژمنتیا یادونه هم کړې او ویلي چې د وچکالۍ له امله ایران ته د اوبو رسېدل کم شوي دي.

نوموړي د نظام پر پرمختګونو د ټینګار ترڅنګ، د رسمیت پېژندنې نشتوالی، اقتصادي ستونزې او د کډوالو ستنېدل د طالبانو د حکومت مهمې ننګونې وبللې.

مجاهد ټینګار کړی چې ایران کې له افغان کډوالو سره باید انساني چلند وشي.

هغه وویل چې د ایران د تېلو ځینې ټانکرونه ځکه درول شوي چې معیار یې نه‌دی پوره کړی.

مجاهد یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید ازادې شي، ځکه د افغان ولس ملکیت دی.

ریچارډ لینډزي:۱۵ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

افغانستان لپاره د برتانيې ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي ویلي چې د افغانانو د خوړو د امنیت د ټینګښت لپاره بېړنۍ او ګډې نړیوالې هڅې ضروري دي.

هغه ویلي، شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان لا هم د خوړو له ناامنۍ رنج وړي، او د دوامدارې مرستې نشتوالی د دې وضعیت د خرابېدو لامل کېږي.

له دې مخکې UNDP هم ویلي وو چې په لسو افغانانو کې نهو ته کافي خواړه نه رسېږي، چې ډېری یې د خوړو اندازه کموي، پورونه اخلي او خپلې شتمنۍ پلوري.

امریکا؛په جرمني، ایټالیا او یونان کې څلور کیڼ اړخې ډلې ترهګرې اعلان کړې

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی چې په جرمني، ایټالیا او یونان کې څلور کیڼ اړخې ډلې د «ځانګړو نړیوالو ترهګرو» په نوملړ کې شاملې شوې دي.

د هغه په وینا، په جرمني کې د «انټيفا اوست» ډله او په یونان او ایټالیا کې درې نورې ډلې د امریکا له لوري په رسمي ډول د ترهګریزو سازمانونو په توګه پېژندل شوي.

روبیو زیاتوي، واشنګټن پلان لري چې دغه ډلې د نومبر تر ۲۰مې نېټې پورې د «بهرنیو ترهګرو سازمانونو» نوملړ ته هم ورسوي.

عبدالغفور لېوال:د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزینو ربړول د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده

ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي، د پښتون‌ژغورنې غورځنګ د مبارزینو نیول، ګواښل او ربړول د بشري حقونو او انساني ازادیو پر ضد عمل دی، چې باید وغندل شي.

ښاغلي لېوال ویلي، د پښتون‌ژغورنې غورځنګ مبارزه مدني، ولسي او روښانفکره بڼه لري، خو پوځ‌واکي له دې ډول راویښوونکې او ملتپاله مبارزې وېرېږي.

د ده په وینا، یو شمېر کړۍ هڅه کوي چې افغان ملتپالنه د افراطیت او ترهګرۍ په نوم بدنامه کړي او د مدني مبارزینو دریځ کمزوری کړي.

هغه ټینګار کړی، چې افراطیت او تحجر له معقولې او روښانفکره ملتپالنې سره یوځای کېدلای نه‌شي، او د ملتپالنې د بدنامۍ دا هڅې یوه خطرناکه تبلیغاتي جګړه ده.

هغه ویلي، افغان ملتپالان دې د تودو احساساتو ترڅنګ په عقل، تحلیل او دقیقه مطالعه ولاړه مبارزه پرمخ یوسي.

منظور پښتین:د امن جرګې بلل شوی پلاوی لا هم نادرکه دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، هغه پلاوی چې د امن جرګې لپاره بلل شوی و او د ستنېدو پر مهال لادرکه شوی، تر اوسه ورسره هېڅ اړیکه نه ده شوې.

پښتین وايي، پلاوی یوازې د «ریاست پر وړاندې د سر نه ټیټولو» له امله نیول شوی، او که په تشدد ورک شوی وي، باید د قانون له مخې محکمې ته وړاندې شي.

ویل کېږي چې د پېښور پولیسو له لوري د نیول شوي پلاوي په ډله کې حنیف پښتین، نورالله ترین، عدنان او ګوهر شامل دي.

د ننګرهار طالب چارواکي:پاکستان ته لېږل شوې د افغانستان مېوې او سبزیجات بېرته راګرځول شوي

د ننګرهار طالب چارواکي وايي، هغه د مېوو او سبزیجاتو لېږد چې د تورخم له لارې پاکستان ته روان و، د سرحد د تړل کېدو له امله بېرته راګرځول شوی او اوس په هېواد کې دننه پلورل کېږي.

د ننګرهار د طالبانو مرستیال والي، ملا عزیزالله مصطفى، د جلال‌اباد د مېوو بازار کې له سوداګرو سره د لیدنې پر مهال ویلي، ولایت مقام هڅه کوي د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره کورني او بهرني بازارونه پراخ کړي.

هغه له شتمنو او سوداګرو وغوښتل چې د افغان تولیداتو او سوداګرو ملاتړ وکړي.

سهیل اپریدی:د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو تښتوونکي د پښتنو د امن دښمنان دي

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د امن جرګې له ختمېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د تښتونې په غبرګون کې ویلي، چې د جرګې د مېلمنو نیوونکي کسان د پښتنو د امن دښمنان دي.

هغه ټینګار کړی چې دا کار د پښتنو د روایاتو خلاف دی او خبرداری یې ورکړی، که دا ډول کړنې دوام وکړي، سخت غبرګون به وښودل شي.

یادې څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي نورالله ترین او حنیف پشتین د امن جرګې له پرېښودو وروسته تري تم شوي دي.