سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 254

د اردن پاچا او شهباز شریف؛د سیمې پر حالاتو او دفاعي همکاریو خبرې کړې

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د اردن پاچا عبدالله دویم بن الحسین پاکستان ته په سفر تللی او هلته یې د لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدلي دي.

د دواړو مشرانو تر منځ په خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان او هند وضعیت هم مطرح شوی؛ خو د دغو بحثونو جزییات لا تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

د معلوماتو له مخې، اسلام‌اباد او امان پرېکړه کړې چې د اقتصادي، سیاسي او کلتوري همکاریو تر څنګ به په دفاعي برخه کې هم شراکت پراخوي او ګډ کار به زیاتوي.

برتانوي جریده:فیض حمید د عمران خان د مېرمنې بشریٰ بي‌بي څخه سیاسي ګټه اخیستې

0

بریتانوي جریدې “دی اکانومیسټ” په تازه راپور کې ادعا کړې ده چې پخواني استخباراتي مشر فیض حمید د عمران خان د مېرمنې بشریٰ بي‌بي له لارې د سیاسي اغېز رامنځته کولو هڅه کړې ده.

راپور وايي، که څه هم ISI په رسمي ډول د عمران خان او بشریٰ بي‌بي تر منځ واده تنظیم کړی نه و، خو ځینې نښې ښیي چې د دې اړیکې څخه استفاده شوې ده.

د جریدې په وینا، ځینې لوړ پوړي پوځي افسران په ځانګړي ډول جنرال قمر جاوید باجوہ شکایت کوي چې عمران خان د خپلې میرمنې مشورو ته ډېر غوږ نیسي.

خو د پی ټي آی مشر دا راپور په کلکه رد کړی او ویلي یې دي چې راپور دروغجن دی او دوی به یې خلاف قانونی اقدام وکړي.

د خیبرپښتونخوا حکومت هم ویلي چې راپور بې‌بنیاده دی او دوی به یې په اړه شکایت وکړي.

پاکستان، افغانستان او سیمه په نوې ډیلما کې راښکیل کړې ده

لیکوال: شاه محمود میاخیل
د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسؤول او د ننګرهار پخوانی والي.

پاکستان د غلطو او مغرضانه پالیسیو له امله افغانستان او سیمه، د ګیچتوټ سیمه ایزه ډیلما تر منځ راښکیل کړې ده.

. په دغه لیکنه کې د دغه ګیچتوب په یو څو بیلګو رڼا اچول شوې ده.

د پاکستان داخلي وضعیت او د بهرنۍ پالیسیو ډیلما:

د پاکستان داخلي وضعیت د امنیتي، اقتصادي او سیاسي جدي ستونزو سره مخامخ دی. د سیمې د ځینو څارونکو له قوله، د پاکستان دریمه حصه جغرافیه د مسلحو مخالفینو لکه ټي ټي پي، د بلوڅو د ازادي بښونکو نهضت، لبیک او نورو ډلو د کنترول او یا نفوذ ساحه ده چې د پاکستان د پوځیانو سره په جګړه کې ښکیل دي. همداشان د پاکستان ولس لویه برخه چې د عمران خان د ډلې نه نیولې تر بلوڅو، د پښتون تحفظ مومنټ، په سند کې مهاجر او نور، د پاکستان د پوځ د پالیسیو سره مخالف دي. د پوځ او هم امنیتي ادارو لپاره دا ګرانه ده چې د پاکستان دا ستونزې د پوځې عملیاتو او د خلکو د ځپلو له لارې حل کړي. په دې توګه، د پاکستان پوځ د خپلو غلطو پالیسیو له امله هره ورځ خپل کنترول د لاسه ورکوي.

د پاکستان اقتصادي وضعیت د بل هر وخت نه زیات د رکود او سقوط سره مخامخ دی. د روان کال د جون په میاشت کې د پاکستان قرضه تقریباً ۲۸۷ میلیارده ډالرو ته رسیدلې چې دا د پاکستان د مجموعي خالص عاید، اویا سلنه تشکیلوي. د یو هیواد قرضه چې د ۱۵ سلنې نه اضافه کیږي، هغه هیواد د جدي اقتصادي ستونځو سره مخامخ کیږي حال دا چې د پاکستان قرضه اویا سلنې ته رسیدلې او دا قرضه لا هره میاشت نوره هم زیاتیږي.

د پاکستان د پوځ مشران، په عوض د دې چې په خپلو امنیتي، سیاسي او اقتصادي پالیسیو کې د پاکستان د ولس په ګټه بدلون راولي، په دې لټه کې دي چې څنګه خپل قدرت ټینګ کړي. اول یې د پو ځ مشر ته د فیلډ مارشالې رتبه ورکړله بیا یې د قدرت د ټینګیدو لپاره د پاکستان په اساسي قانون کې غیر قانوني تغیر راوست چې د پوځ د مشرانو قدرت نور هم اضافه کړي.
د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر لکه د طالبانو د تحریک غوندې د امیر المومنین مرتبې ته اوچت کړ. د دې امتیازات به ټول عمر وي او د هر نوع عدلي او قضایي تعقیب نه به مبرا وي.

په بهرني سیاست کې، پاکستان په تیرو څو لسیزو کې د غرب، عربو او چین نه د سوړ جنګ په وخت کې او هم د تروریزم په نوم د امریکا نه بیلابیلې پروژې واخیستلې، خپل اقتصاد یې پرې وچلوه، بیلابیلې ډلې او اشخاص یې تقویه او حمایه کړل چې د افغانستان حکومتونه ضعیفه او په کابل کې خپل تحت الحمایه ډلې په قدرت ورسوي.
پاکستان په دې بریالی شو چې خپل تحت الحمایه ګروپونه لکه مجاهدین او طالبان قدرت ته ورسوي خو خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته ونه رسید. ځکه نه مجاهدینو او نه طالبانو د پاکستان شرایط قبلولې شول چې افغانستان به د انګلیسانو د وخت پالیسي غوندې، په داخلي سیاست کې ازاد، خو بهرنۍ پالیسي او روابط به د اسلام اباد له لارې تنظیموي،‌ د افغانستان طبیعي منابعو او اوبو ته به لاسرسې لري او هم به افغانان د ډیورند د فرضي کرښې د داعیې نه تیریږي.

د پاکستان او د سیمې ټولو هیوادونو غلطه پالیسي دا ده چې په افغانستان کې ضعیفه او داسې حکومت غواړي چې د دوی هرې غوښتنې ته لبیک ووایي. ضعیفه حکومتونه رامنځ ته شول او اوس هم طالبان د حکومتولې په هکله په ضعیفه موقف کې دي خو د افغانانو حکومت که هر څومره ضعیفه هم شي، د پاکستان ګوډاګیتوب قبلولی نشي.
ضعیفه افغانستان، که د افغانانو په ګټه نه و او نه دی، د سیمې د هیوادونو په ګټه هم نه دی.
د تیر تاریخ تجربه هم دا ده چې د خلق دیموکراتیک ګوند د راتګ نه وروسته او د جګړو د پیل نه، او هم د مجاهدینو د داخلي جنګونو له امله په میلونونو افغانان ایران او پاکستان ته کډه شول. په سیمه کې افراطي ډلې په بیلابیلو نومونو تقویه شولې، اوس د پاکستان، افغانستان او سیمې لپاره د دغه ډلو موجودیت یو لوی سرخوږې جوړ کړی دی.

د پاکستان د پوځ مشرانو او د پاکستان لومړي وزیر، شهبار شریف چې یوازې پوځ ته وفاداره حکومت دی، ښکته او پورته منډې وهي او په دې لټه کې دي چې بیا د سوړ جنګ او یا هم په تیرو دوه درې لسیزو کې د تروریزم په نوم د جګړو غوندې، د امریکا او یا عربي هیوادونو نه کومه پروژه تر لاسه کړي، تر څو دوی پرې خپلې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزې حل کړي.  خو د دنیا وضعیت په هر لحاظ تغیر شوی او پاکستان د پخوا په شان غرب ته جیوستراتیژیک اهمیت نه لري.

په دې اساس پاکستان غواړي چې په سیمه کې اړو دوړ جوړ کړي تر څو د خپل ولس توجه د هیواد نه باندې ستونزو ته واړوي او د خپلو غلطو پالیسیو ملامتیا په نورو واچوي . له یوې خوا به پاکستان وکړای شي چې د کوم ځای نه کومه پروژه تر لاسه کړي او له بله اړخه به پوځ هم خپل د قدرت واګې وساتلې شي.
د درې واړو مؤخو لاسته راوړل د پاکستان لپاره اسانه کار نه دی ځکه ولس معلوماتو ته لاسری لري او د پخوا په څیر د پوځیانو روایتونه د ولس لپاره قابل د قبول نه دي. همدا علت دی چې د عمران خان په نیولو سره، نا رضایتي د خیبر پښتونخواه، بلوچستان او سند نه بر سیره، د پنجاب اطرافونو ته هم رسیدلې ده.

پاکستان د هند سره لنډه جګړه وکړله خو د جګړې دوام د دواړو هیوادونو په ګټه نه و او هغه ودرید او صرف پاکستان پوځیانو د خپل ځان لپاره کاذب روایت جوړ کړ چې دوی هند ته سخت ځواب ورکړ.
همداشان پاکستان د افغانستان په پایتخت، کابل، کندهار او پکتیکا کې بې هدفه هوایي بریدونه وکړل خو د جنګ دوام د پاکستان لپاره ګټور نه و او خبره یې خبرو اترو ته واړوله چې هغه خبرې هم تر اوسه د ناکامۍ سره مخامخ دي.
د طالبانو او د پاکستان د پوځ د امیر الموؤمنانو تر منځ خبرې نورې هم ترینګلې شوې دي.
د دغه حملو له امله پاکستان ونشو کړی چې داسې روایت جوړ کړي چې ولس د طالبانو په ضد راپاڅیږي او یا دوی نړیوالو ته وښایي چې د تروریزم ځالې په افغانستان کې دي او خپل ځان د ملامتیا نه خلاص کړي.

د افغانستان په هکله دا د لمر غوندې واضحه حقیقت دی چې د پاکستان پوځیانو په تیرو پنځو لسیزو کې نیابتي افراطي ډلې تقویه کړي، روزلې او هغه یې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره د افغانستان او هم په سیمه کې د نورو هیوادونو په ضد استعمال کړلې.
د دغو ډلو لست اوږد دی. د مجاهدینو د ډلو نه نیولې تر طالبانو،  او همداسې القایده، لشکر طیبه، داعش او نورې ډلې. د نړیوال سوړ جنګ او یا د تروریزم په نوم د امریکا جګړو نه پاکستان پوره استفاده وکړله او هغه څه چې خوړلي شول، هغه یې نوش جان کړل، خو اوس پاکستان د خپلو تیرو غلطو ستراتیژیکو پریکړو له امله، پخوانۍ خوړل شوې ګټې هضمولې نشي او لوړ قیمت به ورکوي چې د دغه اور تاثیرات نه یوازې پاکستان ته بلکې د سیمې لپاره به ډیر په لوړه بیه تمامیږي.

د افغانستان داخلي وضعیت او طالبانو د بهرنۍ پالیسیو ډیلما:

افغانستان هم د پاکستان غوندې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دی. په سیاسي لحاظ، د افغانستان حکومت نړیوال او ولسي مشروعیت نه لري او نشي کولی چې په نړیوال سټیج، د افغانستان د ملي ګټو نه دفاع وکړي. ولس که څه هم د پاکستان په ضد ودریدل خو دا دوام دایمي نه دی ځکه د طالبانو په پالیسیو کې هیڅ ډول تغیر رامنځته کیدونکی نه دی.

زما په اند، که طالبان په خپلو داخلي پالیسیو کې تغیر رانه ولي، په راتلونکي کې به د ولس د ملاتړ غبرګون د تیر په څیر نه وي.

په اقتصادي لحاظ هم افغانستان د تجارت د کمښت، د پاکستان سره د تجارتي ستونزو او هم د نړیوالو د مرستو د ودریدو له امله د جدي ستونزو سره مخامخ او اقتصادي وضعیت کال په کال خرابیږي. په امنیتي لحاظ هم اکثره راپورنه چې د داخل نه مستقلې ادارې تر لاسه کوي، امنیتي او جنایي پېښې د جمهوریت د دور نه زیاتې دي او کمې نه دي. طالبان فقط د پاکستان د پوځ غوندې غواړي چې قدرت د ټوپک په زور وساتي او حتی په خصوصي مجالسو کې د طالبانو ځیني افراطي مشران وایي چې دوی کولی شي چې ولس لس کاله نور هم وزبیښي او خپل حکومت پرې وکړي. افغانستان کې هم طالبان د پاکستان د پوځ د مشر امیر المومنین غوندې غواړي چې د امیر المومنین هره پریکړه له چون او چرا نه پرته، باید ټول ولس ومني که میچنې هم په خلکو ګرځوي، خلک باید آه او فریاد ونه کړي ځکه د امیر المومنین مخالفت د اسلامي امارت مخالفت او د اسلامي امارت مخالفت، د پیغمبر او خدای مخالفت دی.

زما په اند، که د طالبانو لخوا د ولس د زبیښولو پالیسي همداسې دوام وکړي، د ګاونډیانو د مداخلو، فقر او بیکارۍ له امله، موجوده نیمچه فزیکي امنیت هم له منځه ځي.

سیمه ایزه او نړیواله ډیلما:

د پاکستان د غلطو پالیسیو او هم د طالبانو د موجوده کړنلارې له امله، افغانستان، پاکستان او سیمه د جدي ډیلما سره مخامخ ده. که طالبان په قدرت پاتې کیږي، د طالبانو پالیسي هم د افغانانو لپاره او هم د نړیوالو لپاره د قبول وړ نه ده. فقر او افراطیت ورځې تر بلې به اضافه کیږي او دا پخپله په افغانستان او سیمه کې تشنج رامنځته کوي. که طالبان له منځه وړل کیږي، د جنګ لاره عملي نه ده او عواقب یې د ګاونډیانو او سیمې لپاره نور هم خطرناکه کیږي.

ولې د جنګ لاره عملي نه ده؟ ځکه د طالبانو د تیر ځل راپرځولو کې، امریکا د خپل عکس العمل او غچ اخستلو لپاره د ملګرو ملتونو هوکړه او هم د شرق او غرب د ټولو هیوادونو ملاتړ تر لاسه کړ. د طالبانو رژیم یې رانسکور کړ. امریکا پوځي قوت، امکانات او سیاسي اراده درلوده چې د طالبانو د سقوط نه وروسته د نوي حکومت د جوړیدو لپاره د بن د ولسواکۍ پروسه په لاره واچوي. البته هغه وخت هم په داخل د افغانستان کې او هم په سیمه کې د هغې پروسې مخالفین و خو چا علني مخالفت نشو کولی.

که د بن نیمچه پروسه عملي هم شوله خو هغه د امریکا د فشار نتیجه وه. د ایران په شمول، روسیې او چین هم د امریکا سره همغږي او حتی په ډیرو مواردو کې مرسته وکړله. دا ځل د طالبانو خپله اداره او هم د سیمې او دنیا حالت او هم د افغانانو غوښتنې او ګټې ډیر سره توپیر لري. په پوځي لحاظ د سیمې هیڅ یو هیواد نه دا قدرت او نه امکانات لري چې د طالبانو مخالفین دومره مسلح کړي چې طالبان پرې راوپرځوي. د مستقیې مداخلې عواقب هم د سیمې هیوادونو ته به په ډیره لویه بیعه تمامیږي. که مداخله ونه کړي او حالات همداسې دوام کوي، افراطيت به په سرعت سره په سیمه کې خپریږي او د سیمې هیوادونه د خپلو تیرو ناکامو او مغرضانه پالیسیو قرباني به اوس ورکوي.

پاکستان، غواړي چې افغانستان او سیمه په جنګ کې ښکیل کړي او خپلې پروژې د یو ضعیفه افغانستان په موجودیت کې تر لاسه کړي.  په دې خاطر، د طالبانو په موجودیت کې پاکستان د سیمې لپاره یو لویه ډیلما جوړه کړې ده.

نتیجه:
په افغانستان کې د جمهوریت د راتګ سره یو فرصت پیدا شوی و چې افغانستان په خپلو پښو ودریږي. د افغانستان د ثبات سره، سیمې هم ګټه کوله خو پاکستان او هم ایران خپلو زړو پالیسیو ته دوام ورکړ او د جمهوریت د سقوط لپاره یې طالبان تقویه کړل.

په دې توګه، د یو هیواد ستونزې د مارشالۍ او فیلډ مارشالۍ په رتبو خوندي کیدلی نشي بلکې د پالسیو په اصلاح خوندي کیدلی شي.
له بده مرغه د پاکستان پوځیانو تر اوسه پورې دا اراده نه ده ښودلې چې د افغانستان په وړاندې خپلو مغرضانه پالیسیو کې تغیر راولي او ضعیفه افغانستان غواړي.

افغانستان کې هم د طالبانو په پالیسیو کې تغیر نه لیدل کیږي. اکثریت افغانان او هم د طالبانو ډیر مهم لوړ پوړي مشران چې حالات څیړي، د کندهار د مشرانو د فکر او حکومتولۍ د طرز سره موافق نه دي خو هغوي هم په موجوده وضعیت کې اسانه لار نه ویني ځکه که طالبان په خپلو منځو کې د داخلي کشمکشونو سره مخامخ شي، وضعیت نور هم خرابیږي.

مشکل د طالبانو او هم د نورو تیرو رژیمونو  دا و چې د قدرت لاسته راوړلو لپاره د جنګ یا کودتاه ګانو له لارې د بهرنیانو په حمایت، ستراتیژي درلوده، خو د ښې حکومتولۍ لپاره یې تګلاره او اجنډا نه درلوده چې ولس په پریکړو کې شریک کړي تر څو د افغانستان سیاسي، عدلي او قضایي، اقتصادي، امنیتي او اداري موسسات تقویه شي. که ولس په پریکړو کې دخیل نه وي، نفې شي او موسسات هم تقویه شوي نه وي، نو بیا یو څو کسه د کوټې په کونج کې په پټه د خپلو ګټو د ساتلو لپاره پریکړې کوي او د داسې پریکړو پایلې همیشه ښه نه وي.

زما په اند، ولس په زبېښولو نه اداره کیږي بلکې د قانون په چوکاټ کې د ښې حکومتولې په نتیجه کې اداره کیږي.

د طالبانو د تیر دور مشکل همدا و او اوسنې مشکل هم دا دی چې د ښې حکومتولې داصلي تعریف په بنیاد، فرموله نه لري. په ۲۰۲۱ز کال اکتوبر میاشت کې ما په یوه مقاله کې ولیکل چې جنګ د طالبانو لپاره اسانه کار و، خو حکومتولي ورته مشکله ده.
تیر ځل جدا حالت و خو دا ځل که طالبان پاشل کیږي، سیمه د نوو افراطي ډلو او نیابتي رقابتونو سره مخامخ کیږي. لکه د جمهوریت په وخت کې ځینې سیاسي مخالفینو غلط فکر کاوه چې د جمهوریت د سقوط سره به دوی په راتلونکي کې د حکومت برخه وي، هغه ونشوله. همداسې طالبان هم غلط فکر کوي او راتلونکي تحولاتو کې به دوی  د قدرت برخه نه وي بلکې نورې افراطي ډلې به قدرت نیسي. دا حالت د افغانستان د ولس، پاکستان، سیمې او هم پخپله د طالبانو په ګټه نه دی.

زما په اند، اول سیمه د افغانستان په هکله په خپل طرز تفکر او پالیسیو باندې جدي فکر وکړي چې ایا د دوی ګټې د یو با ثباته، قانونمند او مشروع نظام په چوکاټ کې به خوندي وي، یا دوی خپلې ګټې په یو ضعیفه، غیر قانونمند او غیر مشروع نظام په چوکاټ کې غواړي؟
تاریخ په تیرو پنځو لسیزو کې ثابته کړله چې هیڅ نیابتي ډله د دوی اوږدمهالې ګټې نشي خوندي کولې. په دې خاطر، د طالبانو په ضد نورې نیابتي ډلو تقویه کول څه ګټه نه لري.

طالبان هم باید د تیر تاریخ نه عبرت واخلي چې د دوی دا حاکمیت په دې ډول هیڅکله دوام نشي کولی او په خپله نیابتي جګړو او رقابتونو ته زمینه مساعدوي او مسوولیت یې د دوی په غاړه دی. د دې ځل د سقوط سره به سیمه هم د دیګ بخار د انفجار غوندې سقوط کوي او دا حالت د هیچا په خیر نه دی.

داسې نظام چې اساسي قانون ونه لري، ولس په پریکړو کې شریک نه وي، مشر یې څوک ونه ویني او هره ورځ د نامعلوم ادرس نه د ولس د ګټو په ضد فرمانونه صادروي او هغه فرمانونو ته اسلامي رنګ ورکوي، څه ګټه نه لري او دوی به هم په دغه راتلونکې اور کې یو ځل بیا سوځي.

ښه به دا وې چې هم طالبان، هم د طالبانو سره مخالف فکري حرکتونه او هم د سیمې هیوادونه باید په افغانستان کې د قانوني او مشروع نظام د جوړیدو لپاره زمینه مساعده کړي.
دلته هدف دا نه دی چې وزارتونه او ولایتونه سره تقسیم شي ‌بلکې د قانون په چوکاټ کې د نظام د مشروعیت د پروسې لپاره لاره هواره شي تر څو د نفې او انحصار د قدرت سیاست له منځه لاړ شي او ټول افغانان د قانون په چوکاټ کې په شریکه سره ژوند وکړي.

که دا پروسه نه وي او میم “م” زر ما ټوله زما وي، بیا هم نتیجه نه ورکوي.
د خلق دیموکرایتک ګوند چې ولس نفي کړ او یوازې یو حزبي حکومت یې غوښته، د شوروي اتحاد د حمایت سره سقوط وکړ. مجاهدینو هم دطالبانو غوندې ویلې چې دوی شوروي اتحاد امپراطورې ته ماتې ورکړې، خو د ښې حکومتولۍ لپاره یې فرموله نه درلوده او ولس یې نفي کړ، څه ګټه ونه کړله او د مجاهدینو مشران د ولس او نړۍ په منځ کې د ټولو نه زیات بدنامه مشران دي.
طالبانو تیر ځل هم ولس نفي کړ، څه نتیجه یې ورنکړله. جمهوریت کې د بن په پروسه کې د طالبانو نفي کول او نشتون هم راتلونکو نیابتي جنګونو ته زمینه مساعده کړله او پایله یې د نظام سقوط شو. طالبان په هیڅ ډول د تیرو رژیمونو او ډلو نه قوي نه دي. دوی ولسي او نړیوال مشروعیت هم نه لري او میم “م”زر ما ټوله زما غواړي او نشي کولی چې ټول ملت نفي کړي نو دوی هم بقا نه کوي

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

د طالبانو حکومت او ایران؛د میلک بندر له لارې د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ایران د سیستان او بلوچستان له والي سره په میلک بندر کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په هدف خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دواړو لوریو د میلک – ابرېشم په پوله د سوداګرۍ، ټرانزیټ او د بار لېږد رالیږد د اوسني وضعیت ارزونه کړې او د موجودو ستونزو د حل لپاره پر عملي لارو چارو سلا شوي دي.

یاد وزارت ویلي، میلک بندر د افغانستان لپاره د سیمې له بازارونو سره د نښلولو مهمه دروازه ده، او د دې لارې د لا اسانتیا لپاره د دواړو هېوادونو همغږي اړینه ده.

د ایران د سیستان او بلوچستان والي هم ژمنه کړې چې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او علمي همکاریو د پراختیا لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، څو د دواړو لورو اقتصادي اړیکې نوره هم پیاوړې شي.

فضل محمود فضلي:پاکستان څو لسیزې افغان ماشومان مدرسو کې روزل، اوس هماغه ملېشې د هند استخباراتو ته منسوبوي

د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي د پاکستان پر امنیتي او سیاسي جوړښت سختې نیوکې کړې دي.

فضلي وایي، پاکستان له ۱۹۷۰مو لسیزو راهیسې لسګونه زره افغان کډوال ماشومان په مدرسو کې روزلي؛ خو اوس هماغه خپله روزلې ملېشې «د هند د استخباراتو ډلې» بولي، چې د ده په وینا هېڅ منطقي اساس نه لري.

فضلي لیکلي چې پاکستان د افغان کډوالو له بد وضعیت ناوړه ګټه پورته کړې او ماشومان یې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره کارولي دي.

هغه زیاتوي چې که پاکستان د طالبانو سره د اختلاف په اړه رښتیا وايي، یا نو باید ومني چې څلوېښت کاله یې د هند د استخباراتو د فعالیتونو مخه نه ده نیولې.

رحمت الله نبیل:د افغانانو د پاکستان ضد دریځ د طالبانو د ملاتړ معنا نه لري

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل د طالبانو حکومت له مشرانو غوښتي چې د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه د افغانانو کلک دریځ د خپل ملاتړ په توګه تعبیر نه کړي.

نبیل په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې افغانان د پاکستان تېری غندي؛ خو طالبان یې لا هم «نامشروع، تړلی او ویجاړوونکی جوړښت» بولي.

هغه ویلي، طالبان باید د خلکو پر احساساتو لوبې ونه کړي او د افغانانو ګډ مخالفت د خپلې واکمنۍ د مشروعیت دلیل ونه ګرځوي.

نبیل زیاتوي چې د طالبانو او د پاکستان د استخباراتو د درې لسیزو اړیکې لا هم جدي پوښتنې راولاړوي، او که طالبان له ISI سره د اړیکو د نشتوالي ادعا کوي، باید په ساده ازمیښت یې ثابته کړي.

نوموړي ویلي، طالبان دې قسم وخوري چې د دوی جنګیالي او مشران دا مهال په کراچۍ او کوېټه کې تر درملنې لاندې نه دي او د ISI اړوند څانګو له لوري ورته مالي ملاتړ نه کېږي.

نبیل ټینګار کړی چې تر هغو چې طالبان د خلکو د اساسي حقونو او ازادیو په اړه روښانه دریځ و نه نیسي، نشي کولای د افغانانو د پاکستان ضد دریځ د خپل ملاتړ په توګه وکاروي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر:په وزیرستان کې بریدونه ځایي خلکو نه‌دي کړي، له ډیورنډ کرښې را استول شوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د کیډیټ کالج برید کې ځایي خلک نه‌دي ښکېل، بلکې بریدګر له ډیورنډ کرښې هغې غاړې را استول شوي دي.

هغه له قومي مشرانو غوښتي چې د حکومت ملاتړ وکړي، ځکه چې دولت په ترهګرۍ کې هېڅ معامله نه کوي.

نقوي زیاته کړې چې پوځ او حکومت په ښکاره د ترهګرۍ پر وړاندې دریځ لري او هدف یې د سیمې امنیت ټینګول دي.

هغه همدارنګه ویلي چې پاکستان اقتصاد سمې لارې ته روان دی او له نړیوالو شریکانو سره اړیکې هم ښې روانې دي؛ خو ستونزه یوازې د هغو کسانو ده چې له ډیورنډ کرښې راځي.

ډونالډ ټرمپ:کېدای شي راتلونکې اوونۍ د بي‌بي‌سي پر ضد قضیه وکړي او د پنځه میلیارده ډالرو تاوان وغواړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې کېدای شي راتلونکې اوونۍ د بي‌بي‌سي پر ضد قضیه وکړي او د پنځه میلیارده ډالرو تاوان وغواړي.

ټرمپ دا خبره وروسته له هغه کړې چې بي‌بي‌سي پر دې تورنه شوه چې د هغه خبرې يې تحریف کړي وې.

بي‌بي‌سي منلې چې د ټرمپ خبرې یې سمې نه دي خپرې کړې او د ولسمشر ټرمپ څخه یې بخښنه غوښتې ده.

د بي‌بي‌سي دوه لوړپوړو چارواکو هم د دې تحریف له امله استعفا ورکړې ده.

ټرمپ ویلي چې د بریتانیا له لومړي وزیر کیر سټارمر سره یې د دې موضوع په اړه خبرې نه دي کړي، خو پلان لري چې د اوونۍ په پای کې ورسره اړیکه ونیسي.

دغه تحریف شوې برخه د بي‌بي‌سي په «Panorama» برنامه کې خپره شوې وه، چې د ټرمپ درې ویناګانې یوځای ښودلې او داسې انګېرنه یې رامنځته کړې وه چې ګواکې هغه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ شپږمې د تاوتریخوالي هڅونه کړې ده.

رویټرز:طالبانو د پاکستان د فشار پر وړاندې د ایران او منځنۍ آسیا پر لارو د سوداګرۍ تمرکز زیات کړی

رویټرز راپور ورکړی چې د پاکستان له لوري د پولو له پرلپسې بندېدو وروسته طالبان هڅه کوي د سوداګرۍ لپاره پر ایران او د منځنۍ آسیا پر لارو تکیه زیاته کړي، څو د اسلام‌ اباد له اقتصادي فشار څخه ځان خلاص کړي.

راپور زیاتوي چې طالبان د ایران له امتیازاتو په ګټې اخیستنې سره د هند په ملاتړ د چابهار بندر له لارې ترانزیټ ته مخه کوي، ترڅو د پاکستان له لارې د بار د درېدلو ستونزه کمه کړي.

په همدې تړاو د طالبانو حکومت د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، که پاکستان غواړي سوداګریزې لارې بېرته پرانېزي، باید قوي او باوري تضمین ورکړي چې دا لارې به بیا هېڅ وخت نه د جګړې او نه د عادي حالت پر مهال بندېږي.

له بلې خوا هغه د پاکستاني درملو واردات د درې میاشتو په موده کې د درولو امر هم کړی دی.

د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لویې تجارتي لارې له یوې میاشتې راهیسې تړلې پاتې دي.

د تاجیکستان لوړپوړي دولتي پلاوي؛نن کابل ته د اړیکو د پراخېدو په موخه سفر کړی

سرچینې وايي چې د تاجیکستان د بهرنیو چارو، امنیتي ادارو او نورو مهمو بنسټونو استازیو یو لوړپوړی دولتي پلاوی نن شنبه کابل ته رسېدلی دی.

د دغه سفر موخه د طالبانو حکومت او تاجیکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراخېدل بلل شوي، او ویل کېږي چې پلاوی به له بېلابېلو طالب چارواکو سره د همکاریو پر راتلونکو مرحلو ژور بحثونه وکړي.

سرچینې زیاتوي چې د مهمو اړیکو ترڅنګ به په پلازمېنه دوشنبه کې د طالبانو حکومت د سفارت او یو لړ نورو تخنیکي موضوعاتو په اړه هم خبرې وشي.