چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 243

عاطف مشعل:د پاکستان متضاد سیاستونه د سیمې ثبات ته ګواښ او افغانستان د قانوني دفاع حق لري

په اسلام‌اباد کې پخواني سفیر عاطف مشعل د پاکستان وروستي دریځونه او تحرکات «متضاد او غیرمسوولانه» بللي دي.

هغه ویلي، اسلام‌اباد له یوې خوا بې‌دلیله پر افغانستان د TTP د ملاتړ تور لګوي؛ خو له بلې خوا هغه استخباراتي کړۍ پټې ساتي چې د افغانستان د بې‌ثباتۍ لپاره کار کوي.

مشعل ټینګار کړی چې د افغان خاورې سرغړونې، هوايي بریدونه او بې‌بنسټه ادعاوې د منلو وړ نه دي او دا ډول چلند د سیمې د بدلېدونکي وضعیت سره سازګار نه دی.

د هغه په وینا، د فشار او نفوذ زاړه ماډلونه نور کار نه ورکوي او د اړیکو یوازینی معقول اساس باید دوه‌طرفه احترام او د حاکمیت منل وي.

پخواني سفیر خبرداری ورکړی چې د پاکستان دنني سیاسي درزونه او د مشروعیت خلا د جدي بدلون غوښتنه کوي، او د بې‌ثباته پالیسیو دوام به یوازې وضعیت لا ترینګلی کړي.

هغه زیاتوي، افغانستان د قانوني دفاع حق لري او که سرغړونې دوام وکړي، مسؤلیت به د هغه لوري وي چې دا لړۍ روانه ساتي.

کریم خُرم:پاکستان په بد وضعیت کې روان دی او تازه بریدونه یې د نوي بحران نښه ده

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخواني رییس عبدالکریم خُرم د پاکستان د تازه هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې د سیمې د اوسنيو بدلونونو په رڼا کې دا ځل پاکستان په ډېر خراب او بې‌کنټروله وضعیت کې ښکاري.

خُرم پر اېکس لیکلي چې پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا په افغانستان کې بمبار کړی، ښځې او ماشومان یې وژلي او په خپله خاوره کې مېشت افغانان یې ځورولي او سپکاوی یې ورسره کړی دی.

هغه خبرداری ورکړی چې که اسلام‌اباد د هرې امنیتي پېښې وروسته ورته سیاست ته دوام ورکړي، یوه خبیثه دایره به رامنځته کړي چې لوی زیان به یې خپله پاکستان ته وررسېږي.

کریم خُرم زیاتوي چې نړۍ په ژور بدلون کې ده او د اسلام‌اباد اوسني اقدامات د سیمې د نوو بحرانونو لپاره بله لمبه بلل کېدای شي.

عبدالله عبدالله:د پاکستان هوايي بریدونه د حل لاره نه ده، اختلافات باید د خبرو له لارې حل شي

د مصالحې شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض او په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

عبدالله ویلي، په دغو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي چې دا ډول پوځي تحرکات نه د منلو وړ دي او نه هم د ستونزو د حل لاره ګڼل کېدای شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ثبات د ټینګېدو یوازینۍ اساسي لاره د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو حل دی او باید د جګړې پر ځای د ډیالوګ او تفاهم لاره لومړیتوب ومومي.

فضل الهادي مسلمیار:د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د حریم ښکاره نقض دی او نړیواله ټولنه دې جدي اقدام وکړي

د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل‌الهادي مسلمیار د پاکستان د پوځي رژیم له لوري په کونړ، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ترسره شویو تازه هوايي بریدونو په کلکه غندنه کړې ده.

مسلمیار وايي، دا بریدونه د افغانستان د هوایي حریم ښکاره نقض دی او نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د پاکستان له حکومته د دغو «خپلسرو او وحشیانه» بریدونو په تړاو جدي پوښتنه او پلټنې وکړي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان یو بشپړ خپلواک هېواد دی او هېڅوک د دې حق نه لري چې په‌ یې کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي یا د هېواد ملي حاکمیت ته ګواښ متوجه کړي.

مسلمیار زیاتوي چې افغانستان هېڅکله د پاکستان د هوایي بریدونو ځواب نه دی پرېښی، خو د دې ډول کړنو دوام به د دواړو هېوادونو اړیکې او ډیپلوماتیک مناسبات لا ډېر خراب کړي.

ذبیح‌الله مجاهد:د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د حریم ښکاره نقض دی او مناسب وخت کې به ځواب ورکړو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د پاکستاني ځواکونو له لوري په پکتیکا، خوست او کنړ کې د تېرې شپې هوايي بریدونه د افغانستان د خاوري ښکاره نقض او د نړیوالو منل شوو اصولو سره څرګند ټکر بللی دی.

مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دا بریدونه یو ځل بیا ثابتوي چې پاکستانی پوځ د غلطو معلوماتو پر اساس عمل کوي، چې پایله یې د وضعیت ترینګلتیا، د پاکستان د پوځ ناکامي او رسوایي ده، نه کومه لاسته راوړنه.

د هغه په خبره، د افغانستان د حریم دغه سرغړونه او د ملکیانو وژل د منلو وړ نه دي، او هغوی یې په کلکه غندي.

نوموړي زیاته کړې:«د افغانستان اسلامي امارت دغه سرغړونه او جنایت په کلکه غندي او يو ځل بيا تکراروي چې له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.»

مولوي عبدالسلام ضعیف:د پاکستان د تېرې شپې یرغل د سولې ضد او د بزدلانه رژیم د ناکامۍ نښه ده

پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر، مولوي عبدالسلام ضعیف د پاکستان لخوا د تېرې شپې بریدونه د افغانستان پر حریم ښکاره تېری بللی دی.

ښاغلي ضعیف ویلي، چې د ګربزو په ولسوالۍ کې د بې‌ګناه خلکو، ښځو او ماشومانو وژل د پاکستان د «بې‌کفایته او بزدلانه پوجي رژیم» د فساد څرګند مثال دی.

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان په دې بریدونو وښودله، چې د سولې لپاره نه لیوالتیا لري او نه وړتیا، او د خپل هېواد په ثبات او امنیت ساتلو کې هم پاتې راغلی دی.

مولوي ضعیف د ملکي قربانیانو لپاره د دعا ترڅنګ زیاته کړې چې الله دې د افغانانو شهادتونه قبول کړي او کورنیو ته دې اجر عظیم او صبر جمیل ور په برخه شي.

مولوي عبدالسلام ضعیف:د پاکستان د تېرې شپې یرغل د سولې ضد او د بزدلانه رژیم د ناکامۍ نښه ده

پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر، مولوي عبدالسلام ضعیف د پاکستان لخوا د تېرې شپې بریدونه د افغانستان پر حریم ښکاره تېری بللی دی.

ښاغلي ضعیف ویلي، چې د ګربزو په ولسوالۍ کې د بې‌ګناه خلکو، ښځو او ماشومانو وژل د پاکستان د «بې‌کفایته او بزدلانه پوجي رژیم» د فساد څرګند مثال دی.

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان په دې بریدونو وښودله، چې د سولې لپاره نه لیوالتیا لري او نه وړتیا، او د خپل هېواد په ثبات او امنیت ساتلو کې هم پاتې راغلی دی.

مولوي ضعیف د ملکي قربانیانو لپاره د دعا ترڅنګ زیاته کړې چې الله دې د افغانانو شهادتونه قبول کړي او کورنیو ته دې اجر عظیم او صبر جمیل ور په برخه شي.

ضیاء الحق امرخیل:د پاکستان تیری به افغانان نور هم د پاکستان پر وړاندې متحد کړي

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخیل په افغانستان د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو وغانده.

ښاغلي امرخیل په خپل ایکس پاڼې لیکلي:«‏د تېرې شپې د پاکستان برید د افغانستان پر خاوره ښکاره تجاوز دی، او افغانان به نور هم د پاکستان د تجاوز پر وړاندې متحد کړي.»

امرخیل لیکلي:«پاکستاني نظامیان چې د خپل هېواد د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلي دي، هڅه کوي په ورته حملو او تجاوزونو سره خپلې ناکامۍ پټې کړي.»

حامد کرزی:پاکستان دې له تخریبي او دښمنانه سیاستونو څخه لاس واخلي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري پر خوست، کنړ او پکتیکا د ترسره شوو هوايي بریدونو کلکه غندنه کړې ده.

په دغو بریدونو کې چې کوچنیان او میرمنې وژل شوې، کرزي دغه عمل د نړیوالو اصولو او بشري ارزښتونو خلاف بللی دی.

نوموړي له اسلام‌اباده غوښتي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې د ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او نړیوالو اصولو پر بنسټ تنظیم کړي.

هغه پاکستان ته سپارښتنه کړې چې د تخریبي او دښمنانه سیاستونو له تکرار څخه لاس واخلي او د سیمې په ګټه عاقلانه پرېکړې وکړي.

پاکستان؛د استانبول اوربند مات او پر افغان خاوره یې برید وکړ

د ترکیې په استانبول کې د افغان او پاکستاني پلاوي خبرې که څه هم د څرګندو پایلو پرته ختمې شوې، خو په دغه خبرو کې دواړو لورو لنډمهالی اوربند منلی و.

خو تیره شپه دغه اوربند د پاکستان د هوايي بریدونو له امله مات شو.

دغه بریدونه چې په خوست، پکتیکا او کونړ کې شوي، د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه پکې شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي.

بل لورته یو شمېر نړیوال بنسټونه وایي، چې د دې ډول اقداماتو دوام نه یوازې خبرې اغېزمنوي، بلکې د تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر هم لوړوي.

د پاکستان دغې چارې د ګڼو خلکو توند غبرګونونه راپارولي.