چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 242

د جرمني صدراعظم:پوتین باید ومني چې جګړه د بریالۍ پایلې پرته نه ختمېږي

0

د جرمني صدراعظم فریدرتس مرتس وايي، ولادیمیر پوتین باید درک کړي چې د اوکراین جګړه یوازې د بریالۍ پایلې په ترلاسه کولو سره ختمېدای شي.

هغه د بوندستاګ په غونډه کې ټینګار کړی چې جګړه باید هر څومره ژر ممکنه وي پای ته ورسېږي؛ خو د لویو قدرتونو هغه هوکړه چې د اوکراین او اروپایي هېوادونو له رضایت پرته وشي، د دوامدارې سولې بنسټ نه شي جوړولی.

مرتس زیاته کړې چې اوکراین د اروپا د سیاست د لوبې مهره نه ده، بلکې خپلواک هېواد دی، او جرمني به یې ملاتړ ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا، جرمني به د دې ملاتړ لپاره کنګل شوې روسي شتمنۍ هم وکاروي.

دغه څرګندونې تر دې وروسته کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا د هڅول شوې طرحې د تعقیب چمتووالی اعلان کړی؛ خو ټینګار یې کړی چې خبرې باید د اروپایي متحدینو په حضور کې وشي.

مولوي عبدالکبیر:د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی، نړیوال دې ملاتړ زیات کړي

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی، او د ژمي له راتګ سره د راستنېدونکو ستونزې هم ډېرې شوې دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر د UNDP له مرستیالې شکونودا او مل پلاوي سره د راستنېدونکو د ملاتړ او د کډوالۍ د ستونزو دایمي حل په اړه بحث کړی دی.

شکونودا ویلي چې افغانستان د دوی لپاره لومړیتوب لري او د افغان کډوالو د ستونزو دایمي حل لپاره ژمن دي.

هغې زیاته کړې چې د راستنېدونکو د مهارتونو په کارولو سره د هغوی لپاره کاري فرصتونه رامنځته کوي.

پلاوي د ګډې کمېټې د جوړېدو وړاندیز هم کړی، او مولوي عبدالکبیر د UNDP له مرستو مننه کړې او له نړیوالو یې غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د ملاتړ پروژې پراخې کړي.

زلنسکي:د امریکا د سولې وړاندیز منلو ته چمتو یو؛ خو خبرې دې د اروپایي متحدینو په حضور کې وشي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، هېواد یې اماده دی چې د امریکا لخوا د جګړې د پای ته رسولو وړاندیز شوی چوکاټ عملي کړي او د پاتې اختلافونو په اړه له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره بحث وکړي.

زلنسکي د اروپایي مشرانو په یوه آنلاین ناسته کې ویلي چې د سولې اړوند هر ډول خبرې باید د اوکراین د اروپایي ملاتړو په حضور کې ترسره شي.

هغه له اروپایي هېوادونو وغوښتل چې د باور جوړونکي ځواک د استولو لپاره یو عملي میکانیزم جوړ کړي او ټینګار یې وکړ چې تر هغو به د اوکراین ملاتړ ونه دروي څو روسیه د جګړې د ختمولو واضح اراده و نه ښيي.

رحمت‌الله نبیل:د هند د کونسلګرۍ د احتمالي پرانیستو او د ډهلي–کندهار مستقیمو الوتنو پیل د سیمې ستراتېژیک وضعیت حساسوي

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت‌الله نبیل وايي، د هند د کونسلګرۍ د ممکنه بیا پرانیستلو او د ډهلي–کندهار ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل احتمال د افغانستان په جنوب کې د تازه بدلونونو مهم اړخونه بلل کېږي.

د هغه په وینا، که دغه ګامونه عملي شي، د سیمې د مهمو لوبغاړو هغه پټې ستراتېژیکې هڅې بربنډوي چې د سیاسي، اقتصادي او استخباراتي نفوذ د پراخولو لپاره یې روانې کړې دي.

نبیل زیاتوي، دا تحرکات د چابهار بندر په ګډون مهم سوداګریز مسیرونه فعالوي او په ځانګړي ډول پاکستان ته د اندېښنو سبب ګرځي.

نوموړی وايي، د هند د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې، چې د پاکستان د سند ایالت او سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو په اړه وې، په اسلام‌آباد کې د لا زیاتو اندېښنو د رامنځته کېدو لامل شوي دي.

هغه ویلي، پاکستان نوره هم وېره لري چې ښايي د بلوچستان او خیبرپښتونخوا تر څنګ د سند په نوم یوه بله جبهه هم فعاله شي.

نبیل باور لري چې اسلام‌آباد په اوسنیو شرایطو کې د خپلو امنیتي محاسبو په بیا کتنه بوخت دی، ځکه د افغانستان جنوب یې د اوږدې مودې لپاره د نفوذ یوه مهمه حوزه بلل شوې ده.

د نبیل په وینا، له ژئوپولیټیک اړخه دا پرمختګونه ښيي چې سیمه‌ییز او نړیوال ځواکونه هڅه کوي په افغانستان کې د نفوذ لپاره خپل حضور پیاوړی کړي او ځانونه د جګړو وروسته د هېواد په سیاسي–اقتصادي جوړښت کې د مهمو لوبغاړو په توګه تثبیت کړي.

هغه زیاتوي چې یادې هڅې کولی شي د چین او امریکا ستراتېژیک حسابونه هم بدل کړي.

احمدالله علیزی:د پاکستان هوايي بریدونه غندم او نړیواله ټولنه دې د دواړو هېوادونو اختلافات حل کړي

د افغانستان پر خاوره د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له ترسره کېدو وروسته، د کابل پخواني والي احمدالله علیزي دغه بریدونه په کلکه غندلي دي.

علیزي ویلي، چې د یو افغان په توګه باور لري جګړه هېڅکله د ستونزو د حل لاره نه ده او دواړه هېوادونه باید د پوځي کړنو پر ځای د تفاهم او خبرو اترو لار خپله کړي.

نوموړي له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي اختلافات د سولې له لارې حل کړي او دواړه هېوادونه د همکارۍ پر لور وهڅوي.

په فاریاب کې ټرافیکي پېښه؛۹ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

په فاریاب کې د ټرافیکو مسوولینو ویلي چې د پشتونکوټ ولسوالۍ په کوتل ګردنه سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۹ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د ټرافیکو مدیر عبدالجبار روحاني وايي، دا پېښه د لېندۍ په ۴مه د سهار لس بجې د موټرو د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.

ټپیان د میاندرې کلینیک او میمنې روغتون ته انتقال شوي دي.

د چارواکو په وینا، قربانیان د المار ولسوالۍ د تیموري کلي اوسېدونکي وو چې د واده مراسمو ته روان وو.

د طالبانو حکومت؛د عامې روغتیا وزارت لوړپوړی پلاوی د رسمي سفر لپاره ترکیې ته ولاړ

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني له یوه لوړپوړي پلاوي سره ترکیې ته د رسمي سفر په موخه تللی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سفر هدف د روغتیا په برخه کې د نوو تجربو ترلاسه کول او د ترکیې له دولتي او خصوصي چارواکو سره د همکارۍ د پراخېدو په اړه خبرې کول دي.

یاد پلاوی به د ترکیې له بېلابېلو روغتیایي بنسټونو او دولتي ادارو سره د هغو لارو چارو په اړه بحث وکړي چې د افغانستان د روغتیایي نظام د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا نږدې کېدو لامل شي.

د طالبانو حکومت:شااوخوا ۳۲۰۰ افغان کډوال له سپین‌بولدک لارې هېواد ته راستانه شول

د طالبانو حکومت وایي، چې د سه‌شنبې په ورځ له پاکستان څخه د سپین‌بولدک له لارې له ۳۲۰۰ زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د سپین‌بولدک د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویاند علي محمد حقمل ویلي چې له بېرته راستانه شویو کډوالو پرته، پاکستاني چارواکو ۶۰ داسې افغانان هم افغان لوري ته سپارلي دي چې په پاکستان کې بندیان وو.

د حقمل په وینا، دغه بنديان د یوې ورځې څخه تر دوو میاشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې ساتل شوي وو.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر؛د «مرسي کرېپس» له استازو سره د ګډو همکاریو پر پراخېدو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر، دین‌محمد حنیف، د مرسي کرېپس نړیوالې بشرپالې ادارې له لوړپوړو استازو سانا جانسن او ماریانا وان‌سهن سره د همکاریو د نوو لارو پر موندلو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو د پراختیا ترڅنګ د اقلیم بدلون د اغېزو د کمولو، او د کرنې او انرژۍ په برخو کې د اغېزمنو پروژو د پلي کېدو پر ضرورت ټینګار وکړ.

د «مرسي کرېپس» سیمه‌ییزې مسوولې سانا جانسن د طالبانو له حکومت سره د ګډو فعالیتونو د دوام ژمنه تازه کړه او ویې ویل چې اداره به د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ، د اوبو رسونې خدمتونو د ښه والي، کرنیزو فعالیتونو د پراخېدو، د انرژۍ سکتور د پیاوړتیا، د چاپېریال ساتنې او د کوچنیو کاروبارونو د هڅونې په برخو کې خپلې مرستې جاري وساتي.

افغان کرېکټ بورډ:افغانستان د لومړي ځل لپاره د نولس کلنو اسیا جام ګډ کوربتوب کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره به د کرېکټ له اسیایي شورا (ACC) سره په ګډه د نولس کلنو د کم‌عمره لوبډلو د اسیا جام کوربتوب او د سیالیو د تنظیم بشپړ مسؤلیت پر غاړه ولري.

دغه سیالۍ به د ډسمبر میاشتې په ۱۲مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۱مې به دوام وکړي.