پنجشنبه, مې 28, 2026
Home Blog Page 231

د افغان لوبډلې د پنځوس اوریزو لوبو کپټان:شاه پور ځدراڼ ناروغ دی، دعاوې ورته وکړئ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزه لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي چې د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پوښتنې ته ورغلی و.

هغه ویلي چې شاپور ځدراڼ ناروغ دی او د هغه د ژر تر ژره ښه کیدو هیله یې څرګنده کړې.

نوموړي له هېوادوالو غوښتي چې د شاپور ځدراڼ د روغتیا لپاره دعا وکړي.

د یادونې ده چې ډېری خلکو د کرکټ بورډ له ادارې غوښتي چې شاپور ځدراڼ ته هند ته د تلو زمینه برابره کړي تر څو هلته یې درملنه وشي.

عباس عراقچي:اسراییل هڅه کوي امریکا جګړې ته راکاږي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، اسراییل تل هڅه کړې چې امریکا د خپلو جګړو لپاره ښکېله کړي؛ خو دا ځل یې په ښکاره ډول دا موضوع څرګنده کړې ده.

عراقچي ویلي، په داسې حال کې چې د ایران په ښارونو کې وینه تویېږي، اسراییلي لوري په ښکاره ډول ادعا کړې چې معترضان یې په ژوندیو وسلو سمبال کړي او دا یې د سلګونه کسانو د وژل کېدو اصلي لامل بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د دغو څرګندونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید ښه پوه شي چې د وژنو د درولو لپاره اصلي سرچینه او لوری کوم دی.

علي شمخاني:امریکا باید د ایران د توغندیو په اړه هم فکر وکړي

0

د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌اي سیاسي مشاور، علي شمخاني، د امریکا پر هغو څرګندونو غبرګون ښودلی چې په کې د ایران د اټومي تاسیساتو پر بریدونو تاکيد شوی دی.

شمخاني ویلي، امریکا باید د ایران د دفاعي وړتیاوو او د هر ډول تجاوز پر وړاندې د غبرګون وړتیا ته هم پاملرنه وکړي.

نوموړي ویلي، امریکا د دې پرځای چې د ایران په پرځولو فکر وکړي، بهتره به وي چې د ایراني توغندیو لخوا ویشتل شوې د قطر د العدید پوځي اډې په اړه هم فکر وکړي.

هغه په څرګنده توګه ټینګار کړی چې ایران د خپلواکۍ او ملي امنیت د ساتنې لپاره چمتو دی او د هر ډول بهرني تجاوز په صورت کې به جدي او عملي ځواب ورکړي.

مارک لوین:د ایران حکومت له سختې کمزورۍ سره مخ دی او همدا د پوځي بریدونو وخت دی

0

امریکايي محافظه‌کار خبریال او شنونکی مارک لوین، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د مشورتي پلاوي پخوانی غړی هم دی، پر ټولنیزې شبکې ایکس لیکلي چې د ایران حکومت له سختې کمزورۍ سره مخ دی او پر وړاندې یې قاطع پوځي بریدونه کولای شي پوځ د علي خامنه‌ای او اسلامي حکومت له ملاتړه لاس واخلي.

لوین ویلي چې د اقدام وخت همدا اوس دی او خبرداری یې ورکړی: «که هېڅ اقدام ونه شي، وضعیت به لا پسې خراب شي.»

په همدې حال کې، واشنګټن‌پست د دوو اروپایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې امریکا له اروپایي هېوادونو غوښتي د ایران دننه د احتمالي هدفونو په اړه معلومات شریک کړي.

د راپور له مخې، ښايي هغه چارواکي او ځواکونه په نښه شي چې د معترضانو په ځپلو او وژنو کې ښکېل دي.

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران معترضانو ته په خطاب کې ویلي:«ایراني وطن‌پالو، خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړئ، مرسته په لاره ده.»

ډونالډ ټرمپ:امریکا د ملي امنیت لپاره ګرینلنډ ته اړتیا لري، که موږ یې وانخلو روسیه یا چین به یې ونیسي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې متحده ایالات د خپل ملي امنیت د تضمین لپاره ګرینلنډ ته جدي اړتیا لري او ټینګار یې کړی، که واشنګټن دا سیمه تر خپل نفوذ لاندې رانولي، نو روسیه یا چین به دا فرصت له لاسه ور نه کړي.

ټرمپ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې ګرینلنډ د امریکا له‌خوا د جوړېدونکي «ګولډن ډوم» دفاعي ستراتیژۍ لپاره حیاتي ارزښت لري.

نوموړي ویلي، ناټو باید د دې بهیر مشري وکړي څو ګرینلنډ د امریکا تر واک لاندې راشي.

هغه زیاته کړه، چې له پوځي پلوه ناټو د متحده ایالاتو له ځواک پرته اغېزناک مخنیوی کوونکی ځواک نه شي کېدای، او دا ځواک د ده په خبره د هغه د لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال پیاوړی شوی او اوس یې لا لوړې کچې ته رسوي.

نوموړي ویلي، چې د ګرینلنډ د امریکا تر واک لاندې کېدل به ناټو لا پیاوړې او اغېزمنه کړي، او لیکلي یې دي: «له دې کم هیڅ هم د منلو وړ نه دي.»

کییر سټارمر:د ایران د اوسني رژیم واکمنان له هر ډول انساني کرښو اووښتي

0

د بریتانیا صدراعظم کی‌یر سټارمر د دې هیواد د پارلمان په تالار کې د ایران د حکومت پر کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ولسي پاڅونونو په ځپلو کې د تهران واکمنان له هر ډول انساني کرښو اوښتي دي.

هغه ویلي، هغه څه چې نن په ایران کې روان دي، یوازې داخلي موضوع نه ده، بلکې یو ښکاره بشري ناورین دی چې نړیوال غبرګون ته اړتیا لري.

د سټارمر په وینا، د معترضینو پر وړاندې تاوتریخوالی د ایران د نظام اصلي څېره نړۍ ته ښيي.

د بریتانیا لومړي وزیر همداراز څرګنده کړه چې هېواد یې له خپلو اروپایي او نړیوالو متحدینو سره پر همغږو فشارونو کار کوي، څو د ایران پر واکمن رژیم سیاسي او اقتصادي کړۍ نوره هم تنګه شي.

امریکا قطر کې خپلو سرتېرو ته:ژر تر ژره د قطر العدید اډه پریږدئ

0

د رویټرز خبري اژانس د درې ډیپلوماتانو له قوله راپور ورکړی چې ځینو امریکایي پوځي کارکوونکو ته سپارښتنه شوې چې د قطر په العدید هوایي اډه کې له شاوخوا ۱۰ زره سرتېرو سره ځای پر ځای پاتې نشي او تر چهارشنبې ماښامه پورې دې اډې پریږدي.

ډیپلوماتانو دا اقدام د ځای پر ځای کولو د حالت بدلون یاد کړی او ویلي یې دي چې دا یو رسمي امر نه، بلکې د احتمالي خطرونو د کمولو لپاره سپارښتنه ده.

العدید اډه د منځني ختیځ تر ټولو ستره امریکایي پوځي اډه ده او مخکې هم د ایران له خوا د ۱۲ ورځني جګړې پر مهال د توغندیزو بریدونو هدف شوې وه.

مخکینیو راپورونو ښودلې چې د جون په میاشت کې د امریکا د هوايي عملیاتو پر مهال هم ځینې کارکوونکي د امنیت د ټینګښت لپاره له نورو سیمه‌ییزو اډو انتقال شوي وو.

د رویټرز راپور زیاتوي چې د امریکا او قطر چارواکو په دې اړه سمدستي تبصره نه ده کړې.

هند؛ایران کې خپلو اتباعو ته د ژر تر ژره وتو خبرداری ورکړی

0

د هند سفارت په تهران کې خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د ایران د پراخو ناآرامیو او ناامنۍ له امله ژر هېواد پرېږدي.

امریکا، فرانسه، بریتانیا او څو نورو اروپایي هېوادونو هم خپلو اتباعو ته ورته خبرداری ورکړی دی او د وتلو سپارښتنه یې کړې ده.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، امریکا د اروپایي هېوادونو څخه غوښتي چې د ایران دننه احتمالي هدفونه شریک کړي، او امکان لري هغه چارواکي چې په مظاهره‌چیانو د پرځونې او وژنې برخه لري، هم هدف وګرځوي.

رویټرز:ایران د سیمې هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د امریکا د برید په صورت کې به پوځي اډې په نښه کړي

0

د ایران یو لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، تهران د منځني ختیځ هغو هېوادونو ته چې په خاوره کې یې امریکايي پوځي اډې شته، رسمي پیغامونه لېږلي او خبرداری یې ورکړی چې که امریکا پر ایران پوځي برید وکړي؛ نو ایران به د دغو هېوادونو دننه امریکايي اډې په نښه کړي.

د راپور له مخې، ایران له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې غوښتي چې واشنګټن له هر ډول پوځي اقدام څخه راوګرځوي، ځکه دا به د سیمې امنیت له جدي خطر سره مخ کړي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې په ایران کې پراخ لاریونونه روان دي او د بشري حقونو یوې ډلې ویلي چې د وژل شویو شمېر نږدې ۲۶۰۰ کسانو ته رسېدلی.

راپور زیاتوي چې د تهران او واشنګټن اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي او مستقیم تماسونه هم ځنډول شوي دي.

رویټرز وايي، دغو څرګندونو د سیمې کړکېچ لا پسې زیات کړی او د پراخې جګړې د خطر اندېښنې یې راولاړې کړې دي.

Insider Monkey:د نړۍ د تر ټولو ښکلو ښځو په نوملړ کې کولمبیا لومړی ځای خپل کړی

0

د Insider Monkey (۲۰۲۵) د راپور له مخې، کولمبیا د نړۍ هغه هېواد ګڼل شوی چې تر ټولو ښکلې ښځې لري او په دې نوملړ کې یې لومړی مقام خپل کړی دی.

په راپور کې پولنډ په دوهم او یونان په دریم ځای کې راغلي دي.

همدارنګه روسیه څلورم، چکیا پنځم او سویډن شپږم مقام ترلاسه کړی دی.

د دې نوملړ په منځنیو ځایونو کې متحده ایالات، برازیل، جاپان، جرمني، فرانسه او ایټالیا هم شامل دي.

له بلې خوا، د همدې راپور له مخې وینزویلا په دې درجه‌بندۍ کې وروستی (۲۰م) ځای لري او البانیا ۱۹م مقام خپل کړی دی.