د سعودي عربستان د الحرمین پاڼې ویلي، چې د شوال میاشتې هلال په سعودي عربستان کې ونه لیدل شو او کوچنی اختر به د جمعې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۲۰مه ولمانځل شي.
د طالبانو حکومت سترې محکمې تر اوسه څه نه دي ویلي.
د سعودي عربستان د الحرمین پاڼې ویلي، چې د شوال میاشتې هلال په سعودي عربستان کې ونه لیدل شو او کوچنی اختر به د جمعې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۲۰مه ولمانځل شي.
د طالبانو حکومت سترې محکمې تر اوسه څه نه دي ویلي.
د بریتانیا لومړي وزیر، کییر استارمر د ایران د جګړې په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې د سیاسي هوکړې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
استارمر ویلي، که څه هم د امریکا پوځي عملیاتو د ایران پوځي وړتیا تر یوه حده کمزورې کړې؛ خو اساسي پوښتنه دا ده چې د جګړې له پای وروسته به څه پېښ شي.
هغه زیاته کړې چې د ایران د حکومت د فعالیتونو د مهار لپاره—لکه اټومي پروګرام، بالستیک توغندي، نیابتي ډلې او نړیوالو سمندري لارو ته ګواښ—یو منظم سیاسي چوکاټ او هوکړه اړینه ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې بریتانیا او نورو اروپایي هېوادونو تر دې مخکې هم د جګړې پر ځای پر ډیپلوماټیکو حللارو ټینګار کړی دی.
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې افغانستان کې روان بریدونه به په موقتي ډول وځنډوي.
د معلوماتو له مخې، دغه وقفه به د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۱۸مې پیل او د مارچ تر ۲۴مې پورې دوام وکړي.
د پاکستان د معلوماتو وزیر ویلي چې دا پرېکړه د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت شوې او د یو شمېر اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، قطر او ترکیه د ډیپلوماتیکو هڅو او غوښتنو په پایله کې اخیستل شوې ده.
دوی ویلي چې دا ګام د اسلامي ارزښتونو او دودونو د درناوي په موخه اخیستل شوی؛ خو خبرداری یې ورکړی چې که د دې مودې په ترڅ کې د پولې پورې غاړې برید، ډرون حمله یا کوم ترهګریز عمل ترسره شي، نو عملیات به سمدستي بېرته پیل او لا سخت شي.
د پاکستان حکومت دغه راز ویلي چې د پولې په اوږدو کې وضعیت له نږدې څاري او بشپړ چمتووالی لري.
قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین ویلي چې د.«اسلامي امارت» اساسي پالیسي دا ده چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې دا ژمنه د دوحې تړون برخه هم ده او «اسلامي امارت» ورته ژمن پاتې دی.
شاهین زیاته کړې چې لکه څنګه چې افغانستان اجازه نه ورکوي د بل چا پر ضد یې خاوره وکارول شي، همداسې تمه لري چې نور هېوادونه هم اجازه ورنکړي چې د هغوی خاوره د افغانستان پر ضد وکارول شي.
د رویټرز د راپور له مخې، په افغانستان کې د یوناما ځینو سرچینو ویلي چې په کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه مرکز د شوي هوايي برید له امله لږ تر لږه ۱۴۳ کسان وژل شوي دي.
راپور زیاتوي چې دغه شمېر د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ وړاندې شوی او کېدای شي بدلون ومومي.
بل لور ته، د طالبانو حکومت ویلي وه چې په همدې برید کې تر ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۲۵۰ زیات نور ټپیان دي.
د اسرائیل دفاع وزیر، یسراییل کاتز ادعا کړې چې د ایران د استخباراتو وزیر، اسماعیل خطیب د سهشنبې په ماښام په تهران کې د ترسره شویو بریدونو پر مهال وژل شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه بریدونه د ایران په پلازمېنه کې ترسره شوي چې پکې خطیب هم په نښه شوی و.
اسماعیل خطیب له ۱۴۰۰ لمریز کال راهیسې د ایران د استخباراتو وزیر په توګه دنده ترسره کوله او د دغه هېواد په امنیتي جوړښت کې مهم مقام درلود.
تر اوسه د ایران رسمي سرچینو د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان تر منځ د زیاتېدونکو شخړو په اړه اندېښمن دی.
ټاس خبري اژانس د ضمیر کابلوف له قوله ویلي چې روسیه د شخړو د ژر تر ژره کمولو ملاتړ کوي او باور لري چې دا کړکېچ باید د سیاسي خبرو او د تفاهم پر بنسټ حل شي.
هغه ویلي چې اصلي هدف یې د دښمنۍ د کمولو او د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل لپاره د شرایطو برابرول دي.
کابلوف زیاته کړې چې روسیه چمتو ده د منځګړیتوب رول ولوبوي، خو یوازې هغه وخت چې دواړه خواوې په رسمي توګه په یو وخت کې دا غوښتنه وکړي.
هغه ویلي چې تر اوسه د دواړو هېوادونو له لوري کوم رسمي غوښتنلیک نه دی ترلاسه شوی.
ضمیر کابلوف همدارنګه څرګنده کړې چې نه غواړي د دواړو خواوو د موافقې پرته په یوه اړخیز ډول مداخله وکړي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي، په یوې آنلاین غونډه کې بهر کې د طالبانو حکومت له سفارتونو او قونسلګریو سره خبرې کړې.
په غونډه کې، متقي د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري وروستۍ پېښې بیان کړې او په کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون ترسره شوی ظالمانه برید یې په کلکو ټکو غندلی.
نوموړي دغه برید د بشري اصولو ښکاره نقض بللی او یادونه یې کړې چې په پېښه کې سلګونه هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
د بهرنیو چارو وزیر استازو ته لارښوونه کړې چې د «اسلامي امارت» موقف، پالیسۍ او راتلونکو اقداماتو په اړه نړیوالو اړخونو ته معلومات ورسوي.
د فرانسې خبري اژانس او رویټرز د راپورونو له مخې، د عراق پلازمېنه بغداد کې د امریکا سفارت ته نږدې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
راپورونه ښيي چې دغه پېښه د چهارشنبې په سهار رامنځته شوې، او امنیتي سرچینو او د رسنیو خبریالانو هم د څو پرلهپسې چاودنو تائید کړی دی.
یاد سفارت د بغداد په “شنه زون” کې موقعیت لري، چې دا سیمه د دیپلوماتیکو مرکزونو او نړیوالو ادارو له مهمو ساحو څخه ګڼل کېږي.
د امریکا سفارت تر دې مخکې هم څو ځله د ورته بریدونو هدف ګرځېدلی، او وروستۍ پېښه ښيي چې امنیتي ګواښونه لا هم دوام لري.
په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین ویلي چې له پاکستان سره د خبرو اترو لپاره پراخې هڅې ترسره شوې، خو تر اوسه یې کومه اغېزمنه پایله نه ده ورکړې.
شاهین له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې څرګنده کړې چې اسلاماباد اوس د ډیپلوماسۍ پر ځای پوځي لارې ته مخه کړې؛ خو په وینا یې، د دې تګلارې ځواب هم ورکړل شوی دی.
هغه زیاته کړې چې پاکستان له افغانستان څخه دا تمه لري چې د خپل هېواد په کچه د ټولو ناامنیو مخه ونیسي؛ خو دا غوښتنه یې غیر واقعي بللې او ویلي چې هېڅ هېواد دا ډول بشپړ تضمین نه شي ورکولای.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان کولی شي پاکستان ته دا ډاډ ورکړي چې د افغان خاورې څخه به د هغه هېواد پر ضد کوم ګواښ نه رامنځته کېږي.