پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 229

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت:د آمودریا له حوضې څخه ۱۸ زره ټنه خام تیل پلورل شوي

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د آمودریا د تیلو د حوضې له قشقرې سیمې څخه ۱۸ زره ټنه خام تیل پلورل شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دا خام تیل د ۱۰.۵ میلیون ډالرو په ارزښت، چې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ کیږي، خرڅ شوي دي.

چارواکي وایي چې له دې پلور څخه ترلاسه شوې عواید به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي او د سیمې د استخراج او انرژۍ د پروژو د دوام ملاتړ به وکړي.

د قطر لومړی وزیر:هڅه کوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ کم کړو

د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني ویلي چې قطر هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته شوې کړکېچنې اړیکې نرمې کړي.

د ده په وینا، افغانستان او فلسطین د اوږدمهاله ثبات لپاره پراخ سیاسي ګډون ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې چې دوحې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو لومړی کوربه توب هم کړی، چې دواړو خواوو د موقتي اوربند پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.

پاکستان:د هند د استخباراتو سره تړلي ۱۲ کسان مو ونیول

0

د پنجاب د ترهګرۍ ضد ادارې (CTD) ویلي چې د هند د استخباراتي ادارې RAW پورې تړلي ۱۲ کسان یې نیولي او د وسلو، چاودېدونکو توکو، ډیټونیټرونو، د تیار شویو چاودېدونکو وسیلو (IED) او نغدو پیسو لویه اندازه یې ترې ترلاسه کړې ده.

د CTD د معلوماتو له مخې، له لاهور څخه نیول شویو کسانو کې سُخدیپ سېنګ، عظمت، فایزان، نبیل، ابرار، عثمان او سرفراز شامل دي، په داسې حال کې چې دانش په فیصل‌اباد کې نیول شوی دی.

چارواکي وايي چې نیول شویو کسانو د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې د سترې ترهګریزې حملې د ترسره کولو پلان درلود.

د CTD ویاند زیاتوي چې موضوع تر لا نورو پلټنو لاندې ده.

پاکستان:له جنورۍ تر نومبر له ۳ زرو ډېر کسان په امنیتي پېښو کې وژل شوي

0

د اسلام‌اباد د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز په خپل نوي راپور کې ویلي چې په روان کال کې د پاکستان امنیتي وضعیت لا پسې خراب شوی.

یاد سازمان ویلي، چې د ژمنیو یوولسو میاشتو په پرتله امنیتي پېښې ۲۵ سلنه لوړې شوې دي.

راپور ښيي چې له جنورۍ تر نومبر پورې په بېلابېلو بریدونو او امنیتي پېښو کې ټول ۳ زره ۱۸۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲ زره نور ټپیان شوي دي.

د مرکز په وینا، د تاوتریخوالي د زیاتوالي لاملونه پیچلي دي او په ځینو سیمو کې لا هم د وسله‌والو فعالیتونه ستره ستونزه بلل کېږي.

ولادیمیر زلنسکي:له امریکا سره د سولې خبرې راټولې؛ خو ستونزمنې وې

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، ویلي چې له امریکايي استازو سره یې د سولې د طرحې په اړه خبرې راټولې؛ خو اسانه نه وې.

د رویټرز د راپور له مخې، زلنسکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي استیو ویتکاف او د ټرمپ له زوم جرد کوشنر سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ټاکل شوې چې زلنسکي د دوشنبې په ورځ لندن کې د فرانسې، بریتانیا او آلمان له مشرانو سره وګوري، او نورې خبرې به په بروکسل کې وشي.

زلنسکي ویلي چې امریکايي استازي د اوکراین اساسي دریځونه پېژني.

بل لورته مسکو وايي د خبرو هرکلی کوي؛ خو کیف او لویدیځ یې د خنډونو لامل بولي، په داسې حال کې چې اروپایي مشران د پرله‌پسې ډیپلوماتیک بهیر ملاتړ کوي.

پاکستان؛کراچۍ کې د یوې کورنۍ د درې ښځو مړي موندل شوي

0

د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار کې پولیسو ویلي چې د یکشنبې په ورځ په ګلشنِ اقبال سیمه کې په یوه اپارتمان کې د یوې کورنۍ د درې ښځو جسدونه موندل شوي دي.

پولیسو څرګنده کړې چې مړې شوې مېرمنې د یوې کورنۍ مور، لور او اینګور دي

د دغې پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی.

چارواکي وايي پېښه یې تر پلټنو لاندې نیولې او د مړینې ډول، وخت او احتمالي عوامل به د جنايي څېړنو له بشپړېدو وروسته څرګند شي.

عاطف مشعل:افغانستان بشپړ حاکمیت لري، پاکستان دې د نوې مرحلې واقعیتونه درک کړي

په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل د سیمې د اوسني وضعیت په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانان خپلې نیمګړتیاوې مني؛ خو افغانستان د کورني او عقیدتي جګړې له حالت څخه وتلی او د بشپړ حاکمیت تر سیوري لاندې وړاندې روان دی.

مشعل وايي، که څه هم په تېرو کلونو کې ځینې افغان سیاستوال فاسد وو او د بهرنیو لپاره یې کار کاوه؛ خو هغه ټینګار کوي چې د پاکستان په نظامي بنسټونو کې داسې کړۍ موجودې وې چې د پاکستان حاکمیت یې په بیا بیا بهرنیو قدرتونو ته «کرایه او پلورلی» او د سیمې د بې‌ثباتۍ ریښې یې کرلې.

د ده په وینا، د پاکستان امنیتي ستراتیژي د لسیزو لپاره د بهرنیو اجنډاوو د پلي کولو وه.

مشعل زیاتوي چې پاکستان نن د ژورو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو فشارونو لاندې دی او د نړۍ بدلېدونکی نظم نور هغه پخوانی ابهام نه مني چې اسلام‌اباد پرې د چين او امريکا ترمنځ تګلاره چلوله.

نوموړي وویل چې افغانستان په بشپړه توګه پر خپله خاوره کنټرول لري او نړۍ یې د داعش خراسان پر ضد جګړه پېژني؛ هغه جګړه چې د ده په تعبیر رېښې یې د ډیورند کرښې هغې غاړې ته دي.

هغه افغانستان د سیمې د نښلونې او ثبات نوې تګلارې مهمه نقطه وبلله.

مشعل له پاکستان څخه وغوښتل چې د سیمې د نوې مرحلې واقعیتونه درک کړي او د بدلون نوې دورې ته ځان چمتو کړي.

ملګري ملتونه:د نشه‌یي توکو او ترهګرۍ د تمویل پر ضد د طالبانو او نړیوالو، تخنیکي غونډه ترسره شوه

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې دفتر د طالبانو حکومت د استازو، د غړو هېوادونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو په ګډون د دوحې د بهیر په لړ کې ناسته ترسره کړې ده.

دا ناسته د نشه‌یي توکو د قاچاق، د پیسو د سپینولو، د ترهګرۍ د مالي سرچینو او نورو پولې‌اوښتونکو جرمونو پر ضد د ګډې مبارزې پر لاروچارو ورټوله وه.

ملګرو ملتونو ویلي، دا همغږي د دې لپاره ده چې سیمه‌ییزه همکاري پیاوړې شي او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ګډ امنیتي ګواښونه مهار شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دې ناستې په تړاو څه نه دي ویلي.

جي شنکر:د هند او پاکستان د شخړو ریښه د پاکستان پوځي جوړښت دی

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي چې د هند او پاکستان د ډېری شخړو اصلي سرچینه د پاکستان پوځي جوړښت دی.

هغه ټینګار کړی چې پاکستان له هېڅ پلوه د هند سیال کېدای نه شي، ځکه د وړتیاوو، ولسواکۍ، حکومتولۍ او نړیوال اعتبار له نظره د دواړو هېوادونو ترمنځ څرګند توپیرونه شته.

جي شنکر په «HTLS» غونډه کې ویلي، د پاکستان پوځ له کلونو راهیسې داسې ایډیالوژي رامنځته کړې چې موخه یې له هند سره د کړکېچ ډېرول دي.

نوموړي زیاته کړې چې د ترهګرو ډلو او د روزنیزو مرکزونو شتون هم د پاکستان پوځ پورې تړاو لري او دا هر څه د دواړو هېوادونو اړیکې خرابوي.

هغه په پای کې ویلي، پاکستان په سیمه کې د بې‌ثباتۍ لامل ګرځي او د داعش او نورو نیابتي ډلو ملاتړ په اړه د ګاونډیو اندېښنې پر حق دي.

د روسيې؛هوايي دفاعي ځواکونو ۷۷ اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي

0

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د شپې هوايي دفاعي ځواکونو ۷۷ اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي.

دغه ډرونونه د روسیې د جنوبي او مرکزي سیمو او کریمیا په فضا کې غورځېدلي دي.

د روستوف والي یوري سلیوسار ویلي، په سرحدي روستوف کې د برېښنا یوه ستنه زیانمنه شوې، چې له امله یې شاوخوا ۲۵۰ اوسېدونکي بې‌برښنا شوي، خو مرګ‌ژوبله نه ده شوې.

د روسي دفاع وزارت معلوماتو له مخې، ۴۲ ډرونونه په ساراتوف او ۱۲ ډرونونه په روستوف کې ویجاړ شوي دي.