شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 220

جي شنکر:د هند او پاکستان د شخړو ریښه د پاکستان پوځي جوړښت دی

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي چې د هند او پاکستان د ډېری شخړو اصلي سرچینه د پاکستان پوځي جوړښت دی.

هغه ټینګار کړی چې پاکستان له هېڅ پلوه د هند سیال کېدای نه شي، ځکه د وړتیاوو، ولسواکۍ، حکومتولۍ او نړیوال اعتبار له نظره د دواړو هېوادونو ترمنځ څرګند توپیرونه شته.

جي شنکر په «HTLS» غونډه کې ویلي، د پاکستان پوځ له کلونو راهیسې داسې ایډیالوژي رامنځته کړې چې موخه یې له هند سره د کړکېچ ډېرول دي.

نوموړي زیاته کړې چې د ترهګرو ډلو او د روزنیزو مرکزونو شتون هم د پاکستان پوځ پورې تړاو لري او دا هر څه د دواړو هېوادونو اړیکې خرابوي.

هغه په پای کې ویلي، پاکستان په سیمه کې د بې‌ثباتۍ لامل ګرځي او د داعش او نورو نیابتي ډلو ملاتړ په اړه د ګاونډیو اندېښنې پر حق دي.

د روسيې؛هوايي دفاعي ځواکونو ۷۷ اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي

0

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د شپې هوايي دفاعي ځواکونو ۷۷ اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي.

دغه ډرونونه د روسیې د جنوبي او مرکزي سیمو او کریمیا په فضا کې غورځېدلي دي.

د روستوف والي یوري سلیوسار ویلي، په سرحدي روستوف کې د برېښنا یوه ستنه زیانمنه شوې، چې له امله یې شاوخوا ۲۵۰ اوسېدونکي بې‌برښنا شوي، خو مرګ‌ژوبله نه ده شوې.

د روسي دفاع وزارت معلوماتو له مخې، ۴۲ ډرونونه په ساراتوف او ۱۲ ډرونونه په روستوف کې ویجاړ شوي دي.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت:قاري فصیح الدین د لوي درستیز په حیث خپلې دندې ته ادامه ورکوي، د بدلیدو اوازې دروغ دي

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت یوې سرچینې هغه اوازې رد کړې چې ګوندې ددې وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین له دندې ګوښه شوی دی.
د دفاع وزارت سرچینه حماسه میډیا ته وویل:« موجوده اوضاع هم همدا تائیدوي، في الحال یې بدلیدو ته زمان او مکان نه دی برابر»

تردې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې دفراه والي د قاري فصیح الدین په ځای د دفاع وزارت د لوی درستیز په توګه ټاکل شوی.

عاطف مشعل:افغانستان دې پر خپلو واقعي اړتیاوو تمرکز او د سیمې له نوې معادلې ګټه واخلي

اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، نړۍ د ژور بدلون پړاو ته داخلېږي او امریکا له یواځې حاکم ځواک څخه د څو قطبي سیسټم د مدیریت لوري ته روانه ده.

مشعل په تازه څرګندونو کې زیاته کړې، د امریکا نوې ملي تګلاره ښيي چې افغانستان د واشنګټن د ستراتیژیکو لومړیتوبونو په لېست کې نه دی؛ نو ځکه هغه کسان چې لا هم د امریکا پر محور د سیاسي بدلون تمه لري، باید خپل اټکلونه بیا وارزوي.

د ده په وینا، د سیمې د نوې جیوپولیټیکي فضا په رامنځته کېدو سره افغانستان د یورېشیا د یوې مهمې جغرافیایي نقطې په توګه طبیعي او رغنده رول موندلی شي.

مشعل ټینګار کړی چې افغانانو ته پکار ده خپلو کورنیو چارو، واقعي وضعیت او یو بل ته په زغم، حوصله او درناوي د تعامل پر مټ تمرکز وکړي، ځکه یوازې په دې ډول هېواد کولای شي ځان ته یو نوی او مثبت تصویر جوړ کړي او په سیمه کې د خپل اصلي ځای د ترلاسه کولو وړ شي.

اسماعیل بقایي:سوډان کې د لسګونه ملکي وګړو وژنه په کلکو ټکو غندو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د سوډان په جنوبي کردفان ایالت کې د کلوني سیمې د لسګونو ملکي او بې‌وسه وګړو وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.

بقایي د نړیوالې ټولنې د چوپتیا له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په سوډان کې د انسانانو پرلپسې وژنه او د بشري وضعیت خرابېدل د بې‌پرواۍ نتیجه ده.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بې‌ړنۍ بشري مرستې د سوډاني کډوالو او اړمنو خلکو ته ولېږي او جدي، عملي ګامونه واخلي، څو په سوډان کې د بهرنیو لاسوهنو مخه ونیول شي او هغو وسله‌والو ته د وسلو لېږد ودرول شي چې د ده په وینا، د سوډان د روان بحران د دوام اصلي لامل دي.

د طالبانو حکومت:کابل کې د لوړپوړیزو ودانیو مالکان دې د مرکز ګرمیو فلټرونه فعال کړي

کابل کې د طالبانو حکومت ولایت مقام په نوې خپرې شوې اعلامیې کې ټولو اوسېدونکو او د لوړپوړیزو ودانیو مالکانو ته سپارښتنه کړې چې د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره دې د مرکز ګرمیو د لوګي تصفیوي فلټرونه پر فعال حالت وساتي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د چاپېریال ساتنې ریاست ځانګړي ټیمونه په ښار کې له نږدې څارنه کوي او که هر څوک د دې مقرراتو خلاف ورزي وکړي، پر وړاندې به یې قانوني اقدام وشي.

د یادونې ده چې د کابل هوا د ژمي په راتلو سره ډېره ککړه شوې او ګڼې ستونزې او ناروغۍ یې خلکو ته پیدا کړي دي.

پښتنه څېړونکې؛نایلې شمال ساپۍ د پېښور پوهنتون څخه د پښتو ادب په برخه کې دکتورا ترلاسه کړه

په پېښور پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو څانګې څخه نایلې شمال ساپۍ د خپلې څېړنې “د خوشحال خان خټک په افکارو کې د ښځې انځور – تحقیقي او تنقیدي مطالعه” په نوم دکتورا ترلاسه کړه.

ډاکترې شمال ساپۍ د پښتو مجلې مرستیاله ایډیټره هم ده او د دې علمي لاسته راوړنې له امله په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر پښتنو افغانانو او ملګرو یې، د نوموړې خاوند د پښتون ټبر یو بې مثاله خاوند بللی او د دې لاسته راوړنې له امله یې ورته مبارکي ورکړې.

اغلې شمال ساپۍ د خپل واده په مراسمو کې د خسرګنۍ له کورنۍ د مهر په بدل کې د سل زره روپیو کتابونه غوښتي وو.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سخت دریځه تګلارو له امله تېره ورځ د سرد سیره سیمو د کلنۍ ازموینو پای کې لسګونه زره افغان نجونې له شپږم ټولګي فارغې شوې او د لوړو زده کړو حق ترې اخیستل شوی دی.

د طالبانو حکومت:یواځې په یوه ورځ ۳۱۳۴افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي

د طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې د شنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو څخه ۵۸۱ کورنۍ چې ۳۱۳۴ تنه کېږي په اجباري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کمېسیون د راپور له مخې، راستنو شویو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او مخابراتي اسانتیاوو لازم خدمات وړاندې شوي دي.

تر ټولو ډېر راستنېدونکي مهاجرین د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي، چې شمېر یې ۳۹۱ کورنیو او ۲۱۸۳ تنو ته رسېږي.

له دې وروسته د ننګرهار تورخم له لارې ۵۵۱ تنه، د نیمروز ورېښمو لارې ۲۳۴ تنه، د هلمند بهرامچه ۱۰۹ تنه او د هرات اسلام‌کلا له لارې هم سلګونه کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي.

د راپور له مخې، په همدې ورځ ۶۶۰ کورنۍ چې ۳۲۱۸ تنه کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي او سلګونو کورنیو ته نغدي مالي مرستې هم ورکړل شوې دي.

د مهاجرینو عالي کمېسیون ټینګار کوي، چې د راستنېدونکو افغانانو د اساسي اړتیاوو پوره کولو ته ژمن دی او د هغوی د منظم ځای پر ځای کېدو لپاره به خپلې هڅې لا پسې پراخې کړي.

ملګري ملتونه:د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز درې میاشتې تېرې شوې؛ خو هېڅ بدلون نه دی راغلی

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو برخې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د دې ادارې د ښځینه کارکوونکو پر کار د روان بندیز درې میاشتې پوره شوې؛ خو د دې محدودیت د لېرې کولو په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

بیان ټینګار کوي چې ښځې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو مهمه ستنه جوړوي، او د هغوی له ګډون پرته د ښځو او نجونو اړتیاوو ته رسېدل ناشوني دي.

ملګري ملتونه زیاتوي چې دا بندیز د دغه بنسټ له منشور سره په ټکر کې دی او د طالبانو حکومت له ځینو چارواکو غواړي چې پرېکړه بېرته لغوه کړي، څو د بشري مرستو مخه بنده نه شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د افغانستان پر سیاسي او بشري وضعیت ځانګړې ناسته جوړوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به د روانې چهارشنبې په ورځ، د دسمبر په ۱۰مه، د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ترسره کړي.

دا غونډه به د نیویارک پر وخت سهار ۱۰ بجې او د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شي.

یوناما ویلي، تمه ده چې په دې ناسته کې به د افغانستان پر سیاسي، بشري او امنیتي وضعیت هر اړخیز بحث وشي او د امنیت شورا غړي به د هېواد د اوسني وضعیت په اړه نوې پرېکړې او دریځونه شریک کړي.

دا ناسته داسې مهال کېږي، چې افغانستان له سختو بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.