جمعه, جون 12, 2026
Home Blog Page 22

ولادیمیر پوتین؛هند ته د سو-۵۷ جنګي الوتکو د ګډ تولید وړاندیز کړی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې هېواد یې چمتو دی له هند سره د سو-۵۷ پنځم نسل پټې (سټیلت) جنګي الوتکې په ګډه پراخه او تولید کړي او اړوند مهمې ټکنالوژۍ هم ورسره شریکې کړي.

پوتین دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د هند هوايي ځواک د پنځم نسل جنګي الوتکو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

اوس مهال د هند هوايي ځواک د پنځم نسل جنګي الوتکې نه لري.

د راپورونو له مخې، د پاکستان له خوا د چین د J-35AE سټیلت جنګي الوتکو د احتمالي ترلاسه کولو اټکلونو په هند کې اندېښنې زیاتې کړې دي.

بل لور ته، د هند د کورني پنځم نسل جنګي الوتکې پروژه، چې د «پرمختللې منځنۍ جنګي الوتکې» (AMCA) په نوم یادیږي، لا هم د پراختیا په پړاو کې ده او تمه کېږي د ۲۰۳۰مې لسیزې په منځنیو کلونو کې خدمت ته داخل شي.

د روسیې دا وړاندیز د هند د هوايي ځواک د عصري کولو په لړ کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي، خو تر اوسه د نوي ډیلي له لوري په دې اړه رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې.

پاکستانی خبریال طاهر خان: د طالبانو حکومت له پاکستان سره په ځینو ټکو نرم شوی

پاکستانی خبریال او شننونکی طاهر خان وایي، د طالبانو حکومت له پاکستان سره د یوې احتمالې هوکړې لپاره پر ځینو ټکو او نومونو نرم شوی.

نوموړي له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو حکومت دا منلې چې که له پاکستان سره کومه هوکړه لیکل کیږي نو د وسله والو ډلو پر ځای په صریحو ټکو د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي ولیکي.

طاهر خان وایي، تر دې وړاندې طالبان په همدې نوم له پاکستان سره جوړ نه راتلل او غوښتل یې عمومي وسله والې ډلې ولیکي.

د طاهر خان په وینا، اوس پاکستان د طالبانو له حکومت دا هم غواړي چې ټي ټي پي د ترهګرې او خوارجې ډلې په توګه یاده کړي خو طالبان داسې څه ورسره نه مني.

نوموړي همداراز ویلي چې احتمال لري د طالبانو حکومت او پاکستان استازي په تاشکند کې د ترمذ ډیالوګ په څنډه کې غیر ‏رسمي لیدنه وکړي، خو تراوسه دواړو لوریو په دې اړه څه نه دي ویلي.

مولانا فضل الرحمن: پاکستان په افغانستان کې ترهګر ویني خو لنډ پښتونخوا کې یې نه ویني

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، پاکستان ته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو مرکزونه ښکاري خو په پښتونخوا کې ورته نه ښکاري.

فضل الرحمن بلوچستان کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، پاکستاني چارواکي افغانستان باندې بریدونه په دې توجیه کوي چې هلته د ترهګرو ډلو مرکزونه دي نو ترهګرو خو بنو کې له پاکستاني پوځ پوستې ونیولې، پوځي مرکزونه یې ونیول او بریدونه یې پرې وکړل.

نوموړي پاکستاني چارواکو ته په خطاب په ټینګار سره ویلي، چې تاسو په خپل وطن کې ترهګر نه ګورئ، مرکزونه یې نه ګورئ او په افغانستان کې بریدونه کوئ ځکه هلته یې ګورئ.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پاکستان په دې وروستیو کې له سختې ناامنۍ سره لاس او ګرېوان دی او د ترهګرو په نوم په افغانستان کې پر ملکي وګړو بریدونه کوي.

پوتین:مسکو د ایران د غني شوي یورانیم د انتقال او د کړکېچ د کمولو ملاتړ کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، ویلي چې مسکو له تهران سره د نږدې اړیکو له امله د ایران د کړکېچ په حل کې رغنده رول لوبولی شي.

نوموړي زیاته کړې چې روسیه چمتو ده د ایران غني شوی یورانیم انتقال کړي او د هرې هغې حل‌لارې ملاتړ کوي چې د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شي.

پوتین همداراز ټینګار کړی چې د ایران د خلکو ګټې باید په هر ډول حل‌لاره کې په پام کې ونیول شي

لبنان کې د اوربند پر سر کړکېچ؛ حزب‌الله نوی تړون رد کړ

لبنان او اسرائیل ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب د نوي اوربند د پلي کېدو هڅې روانې دي، خو حزب‌الله د دې تړون مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د تړون ځینې شرطونه د لبنان د ګټو خلاف دي.

د راپورونو له مخې، د اوربند وړاندیز د جنوبي لبنان په ځینو سیمو کې د دولتي ځواکونو د پراخ حضور غوښتنه کوي.

د لبنان ولسمشر د اوربند ملاتړ کړی او دا یې د اوږدمهاله ثبات لپاره مهم فرصت بللی دی، خو حزب‌الله ټینګار کوي چې تر هغه به خپل دریځ بدل نه کړي څو د اسرائیلي ځواکونو حضور او بریدونه پای ته نه وي رسېدلي.

په همدې حال کې، په جنوبي لبنان کې امنیتي وضعیت لا هم نازک دی او د متقابلو بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

نړیوالې ټولنې د دواړو لورو څخه غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي او د سیاسي حل لارې لپاره زمینه برابره کړي.

اوکراین:د سولې لپاره د روسیې ولسمشر سره مخامخ خبرو ته چمتو یو

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په یوه پرانیستي لیک کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د مخامخ خبرو وړاندیز کړی او له هغه یې غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه جګړه پای ته ورسوي.

هغه ویلي چې مهمې سیاسي او پوځي ستونزې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو له لارې حل کېدای شي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، زېلېنسکي وړاندیز کړی چې خبرې اترې دې په یوه بې‌طرفه هېواد کې ترسره شي او له مذاکراتو سره هممهاله دې اوربند هم اعلان شي.

نوموړي د بندیانو د تبادلې او د جګړې له امله د اغېزمنو شویو ملکیانو د بېرته ستنېدو غوښتنه هم کړې ده.

بل لور ته، روسیې لا تر اوسه د دې وړاندیز په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو مسکو ویلي چې د سولې او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې لا هم روانې دي.

شنونکي باور لري چې د جګړې د اوږدېدو له امله پر دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات شوي او د سولې هره نوې هڅه نړیوال اهمیت لري.

دا وړاندیز داسې مهال مطرح کېږي چې په جګړه ځپلو سیمو کې نښتې لا هم دوام لري، خو نړیواله ټولنه هیله لري چې د مستقیمو خبرو له لارې به د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو عملي چوکاټ رامنځته شي.

نړیواله ټولنه:افغانستان کې بشري ناورین د جدي اندېښنې وړ دی

د افغانستان بشري وضعیت لا هم د نړیوالو رسنیو او مرستندویه بنسټونو د پام وړ موضوع ده.

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په هېواد کې میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او د اقتصادي ستونزو، بې‌وزلۍ او محدودو کاري فرصتونو له امله له سختو ننګونو سره مخ دي.

راپورونه وایي چې د خوراکي توکو کمښت، د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو لوړ لګښتونه د ډېرو افغان کورنیو پر ژوند منفي اغېز کړی دی. مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې که بشري مرستې دوام ونه کړي، د زیانمنو خلکو ستونزې به لا پسې زیاتې شي.

له بلې خوا، میلیونونه افغانان لا هم د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو له ستونزو سره مخ دي.

نړیوال سازمانونه ټینګار کوي چې د افغانستان د بشري بحران د کمولو لپاره د نړیوالې ټولنې دوامداره ملاتړ او مرستې اړینې دي، څو زیانمنو کورنیو ته د ژوند اساسي خدمتونه او لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

اشرف غني:آیت‌الله شیخ محمد اسحاق فیاض د شیعه نړۍ مخکښ دیني مرجع و

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د شیعه ټولنې د ستر دیني عالم آیت الله شیخ محمد اسحاق فیاض پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

ښاغلي غني ویلي، مرحوم فیاض چې د افغانستان اصلي اوسېدونکی و، د خپل ژوند ډېره برخه یې په عراق کې د دیني علومو په تدریس او څېړنه تېره کړه او د شیعه مسلمانانو له مخکښو مراجعو څخه و.

نوموړي د مرحوم کورنۍ او پلویانو ته تسلیت ویلی او د هغه روح ته یې د مغفرت دعا کړې ده.

نعیم قاسم:له اسرائیل سره خبرې اترې شرموونکې دي

د حزب‌الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم ویلي چې له اسرائیل سره مذاکرات شرموونکي دي او تر هغه وخته چې اسرائیلي ځواکونه د لبنان په خاوره کې حضور ولري، مقاومت به دوام وکړي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې د اسرائیل حکومت هغه څه چې په جګړه کې یې ترلاسه نه کړل، د سیاست له لارې به یې هم ترلاسه نه کړي.

نعیم قاسم ویلي چې د لبنان د خاورې اشغال د مقاومت د دوام اساسي لامل دی او تر هغو چې اسرائیلي ځواکونه له اشغال شویو سیمو ونه وځي، د مقاومت دریځ به بدل نه شي.

هغه زیاته کړې چې د لبنان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه د مقاومت بنسټیز هدف دی او د اسرائیل پر وړاندې به د مقابلې تګلاره دوام ومومي.

راشد خان: افغانان له خپل هېواد، د کرکټ لوبډلې او لوبغاړو سره بې کچې مینه لري

د افغانستان ملي لوبډلې ستوري او د نړۍ جادوګر توپ اچوونکي راشد خان ننګرهار کې کورنیو لېسټ اې لوبو ته د مینه والو له ورتګ مننه کړې او ویلي یې دي د ننګرهار په دې ګرم موسم کې د دومره مینه والو راتګ له خپل هېواد، د هېواد له ملي لوبډلې او لوبغاړو سره د بې کچې مینې ښکارندویي کوي.

ګوګلي ماسټر په خپله فېسبوک پاڼه سپین غر لوبډلې او مینه والو ته یې په لېسټ اې لوبو کې د نننۍ اتلولۍ او په ټوله کې افغانستان ته په بریالۍ توګه د دغو سترو سیالیو د ترسره کېدو مبارکي ویلې.

ښاغلي خان همداراز له مینه والو ځانګړې مننه کړې چې په هر حالت کې د خپلو لوبغاړو تر څنګ ولاړ دي او ملاتړ یې کوي.

نوموړي هیله ښودلې چې د شپږیزې راتلونکې لوبې به هم په همدې لوبغالي کې او د همداسې زرګونو مینه والو په شور او ولولو کې ترسره شي.