د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، ویلي چې مسکو له تهران سره د نږدې اړیکو له امله د ایران د کړکېچ په حل کې رغنده رول لوبولی شي.
نوموړي زیاته کړې چې روسیه چمتو ده د ایران غني شوی یورانیم انتقال کړي او د هرې هغې حللارې ملاتړ کوي چې د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شي.
پوتین همداراز ټینګار کړی چې د ایران د خلکو ګټې باید په هر ډول حللاره کې په پام کې ونیول شي

