چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 213

ملګري ملتونه:په افغانستان کې د ښځو د کار بندیز پر دوام اندېښمن یوو

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په افغانستان کې د خپلو دفترونو ته د ښځو پر تګ د بندیز پر دوام اندېښنه ښودلې ده.

دغه دفتر ویلي، د ښځینه کارکوونکو د حضور بندیز ۱۰۰ ورځې پوره کړې او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې دا محدودیتونه ژر تر ژره لېرې کړي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې د ښځو له ګډون پرته اړمنو کسانو ته د حیاتي مرستو رسول ستونزمن دي او دا بندیز د هېواد په ګټه نه دی.

ډونالډ ټرمپ؛د غزې نړیوال ځواک لپاره له پاکستانه د سرتېرو غوښتنه کړې

0

رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې لپاره د نړیوال ځواک د جوړولو په طرحه کې له پاکستان څخه د ځواکونو د استولو غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر له دې غوښتنې سره ټاکل شوې روانه اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي.

ویل شوي، که پاکستان په دې ځواک کې برخه وانخلي، د ټرمپ له ناخوښۍ سره به مخ شي؛ خو د ځواکونو لېږل به په کور دننه پراخ مخالفتونه هم را وپاروي.

د ایران د سړکونو او ټرانسپورت ادارې مشر:د ایران–افغانستان پر پوله د لاریو ځنډ د ادارو د نه همغږۍ له امله دی

د پاکستان–افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې (PAJCCI) ویلي، د تګ‌راتګ لارو بندېدو د پاکستان سوداګرۍ ته تر دې دمه له ۴٫۵ میلیارد ډالرو زیات تاوان اړولی دی.

د پاکستاني رسنیو په وینا، د کرنې او ودانیزو توکو ورځني صادرات د ۵۰ څخه تر ۶۰ میلیونه ډالرو پورې رسېدل.

یاده خونه خبرداری ورکوي چې که ستونزه حل نه شي، د نارنجو او کچالو موسمي صادرات به د ډسمبر او مارچ ترمنځ نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالره نور زیان وویني.

د سوداګرۍ ګډه خونه:د لارو بندېدو پاکستان ته له ۴،۵ میلیارده ډالرو زیات زیان اړولی

د پاکستان–افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې (PAJCCI) ویلي، د تګ‌راتګ لارو بندېدو د پاکستان سوداګرۍ ته تر دې دمه له ۴٫۵ میلیارد ډالرو زیات تاوان اړولی دی.

د پاکستاني رسنیو په وینا، د کرنې او ودانیزو توکو ورځني صادرات د ۵۰ څخه تر ۶۰ میلیونه ډالرو پورې رسېدل.

یاده خونه خبرداری ورکوي چې که ستونزه حل نه شي، د نارنجو او کچالو موسمي صادرات به د ډسمبر او مارچ ترمنځ نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالره نور زیان وویني.

ډونالډ ټرمپ؛د ونزویلا حکومت د ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل کړ

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې واشنګټن به پر ټولو هغو تحریم‌شویو نفت‌کشونو بشپړه او کلکه محاصره ولګوي چې ونزوېلا ته داخلېږي او یا ترې وځي.

نوموړي همداراز د ونزوېلا حکومت د «بهرنۍ ترهګرې ډلې» په توګه ونوماوه.

ټرمپ د ټروت سوشیال له لارې ویلي، د ونزوېلا رژیم د امریکا د شتمنیو د غلا، ترهګرۍ، د نشه‌يي توکو او انساني قاچاق له امله د ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی دی.

د هغه په وینا، امریکا به اجازه ورنه کړي چې کوم هېواد یا حکومت د امریکا ملي ګټې وګواښي او یا یې شتمنۍ په دښمنانه ډول تر خپل واک لاندې راولي.

دا پرېکړه یوه اوونۍ وروسته له هغې اعلان شوه چې امریکايي ځواکونو د ونزوېلا له سواحلو سره نږدې یو تحریم‌شوی نفت‌کش توقیف کړ.

د بښنې نړیوال سازمان:افغانستان ته د کډوالو جبري ستنول د بشري حقونو جدي سرغړونه ده

د بښنې نړیوال سازمان افغانستان ته د افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو د جبري ستنولو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا کار د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مل دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، ایران او پاکستان یوازې روان کال کې تر ۲.۶ میلیونه زیات افغانان ایستلي، چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

یاد سازمان ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو ځپنه، روان بشري ناورین او طبیعي پېښې راستنېدونکو ته جدي ګواښونه جوړوي.

دغه راز، راپورونه ښيي چې ځینې اروپايي هېوادونه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لپاره له طالب چارواکو سره خبرې کوي، چې دې چارې اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

ایلان ماسک؛د تاریخ لومړی کس شو چې شتمني یې ۶۰۰ میلیاردو ډالرو ته ورسیده

0

د فوربس له مخې، ایلان ماسک د تاریخ لومړی کس شو چې خپله شتمني یې ۶۰۰ میلیاردو ډالرو ته ورسوله.

فوربس، چې د نړۍ په کچه د شتمنو کسانو، شرکتونو او بازارونو د تحلیل او راپورونو لپاره پېژندل کېږي، ویلي دي، دا پرمختګ وروسته له هغو راپورونو راغی چې ښيي د هغه د فضايي شرکت سپېس‌اېکس د عامه ونډو خرڅلاو (IPO) د احتمال له مخې، ارزښت یې شاوخوا ۸۰۰ میلیارد ډالر اټکل شوی دی.

ایلان ماسک د سپېس‌اېکس شاوخوا ۴۲ سلنه ونډه لري او د دې عامه کېدو سره به شتمني یې نوره هم زیاته شي، اټکل کېږي چې ټولې شتمنۍ به یې ۶۷۷ میلیاردو ډالرو ته ورسېږي.

همدارنګه، د هغه د برېښنايي موټرو شرکت ټیسلا ونډه هم د شتمنۍ په زیاتوالي کې مهم رول لري.

په نومبر کې د ټیسلا ونډه‌والو د ماسک لپاره د تاریخ د تر ټولو لوی د معاش پلان تصویب کړ، چې ارزښت یې ۱ ټریلیون ډالر دی.

سربېره پر دې، د ماسک مصنوعي ځیرکتیا شرکت xAI د ۱۵ میلیاردو ډالرو د نوې پانګې د راټولولو په پرمختللو خبرو بوخت دی، چې ارزښت یې شاوخوا ۲۳۰ میلیارد ډالر اټکل شوی.

دا پرمختګ د ماسک د سوداګریزو امپراتوریو، ټیسلا، سپېس‌اېکس او xAI ستر ځواک او نړیواله اقتصادي اغېزه نندارې ته وړاندې کوي.

ایران او افغانستان؛د درملو او روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین مولوي حمدالله زاهد د رسمي سفر پر مهال په تهران کې د ایران د روغتیا وزارت له معین او د خوړو او درملو سازمان له رئیس مهدي پیرصالحی سره لیدنه کړې ده.

ایران کې د طالبانو حکومت د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د یاد سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني هم ګډون درلود.

دواړو لورو په دې ناسته کې د درملو د تأمین، تخنیکي تجربو د تبادلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

له هند څخه افغانستان ته؛د درملو واردات په رسمي ډول پیل شول

په کابل کې د یوه خصوصي شرکت مسوولانو ویلي، چې له هند څخه افغانستان ته د درملو واردات په رسمي ډول پیل شوي دي.

د دوی په وینا، د یوه هندي معتبر شرکت د څانګې له پرانیستل کېدو سره سم، په لومړي پړاو کې د ۲۵ قلمه درملو واردات روان دي.

هندي شرکت «سپلا» هم ژمنه کړې چې د درملو د تولید په برخه کې به له افغانستان سره همکاري کوي.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو حکومت له پاکستانه د درملو پر وارداتو بندیز لګولی او واردوونکو ته یې د بدیلو لارو د موندلو سپارښتنه کړې ده.

په مراکش کې سخت سېلابونه؛۳۷ کسان وژل شوي او ګڼ زیانونه اوښتي

0

د مراکش د اتلانتیک ساحل په صافي ولایت کې سختو سېلابونو درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور لا هم لادرکه دي؛ خو د ژغورنې هڅې دوام لري.

د بېړني وضعیت له امله په یاده سیمه کې ښوونځي د درې ورځو لپاره تړل شوي او ګڼ کورونه او دوکانونه زیانمن شوي دي.

راپورونه وایي، دا بارانونه وروسته له هغې وورېدل چې مراکش له څو کلنې سختې وچکالۍ سره مخ و.