چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 212

د طالبانو حکومت؛د ایکو سازمان له غړو د اوبو او برېښنا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د پروګرامونو رییس جان محمد حمزه د ایکو سازمان په انلاین غونډه کې له غړو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان د اوبو او برېښنا په برخه کې همکاري زیاته کړي.

حمزه ویلي، افغانستان د نوې کېدونکې انرژۍ پراخ ظرفیتونه لري او د سیمې د انرژۍ په پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ګډو پروژو، پانګونې او سیمه‌ییزې همغږۍ له لارې افغانستان کولای شي د برېښنا تولید او حتی صادراتو ته زمینه برابره کړي.

د عمران خان زامن سکای نیوز ته:د پاکستاني ریاست لخوا مو پلار په مرګونې کوټه کې ساتل کېږي

0

د پاکستان تحریک انصاف (PTI) د بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان زامنو، قاسم او سلیمان خان، ویلي چې پاکستان ته د ویزو لپاره یې غوښتنلیکونه سپارلي او پلان لري د روان کال په جنورۍ میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي، څو له خپل پلار سره وګوري.

قاسم خان دا څرګندونې د سکای نیوز له خبریالې یلدا حکیم سره په مرکه کې کړې دي.

هغه په مرکه کې د عمران خان د بند شرایط «غیرانساني» بللي او ویلي یې دي چې پلار یې د اډیاله زندان کې په داسې ځای کې ساتل کېږي چې د «مرګ له کوټې» سره ورته والی لري.

د عمران خان د کورنۍ او ګوند له‌خوا دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د محکمې له حکم سره سره د هغه د کورنۍ لیدنې لا هم محدودې دي.

دا څرګندونې همداراز په داسې مهال شوي چې د عمران خان خویندو د زندان مخې ته د لیدنې د نه‌اجازې پر ضد احتجاج کړی و، چې د امنیتي ځواکونو له لوري خور کړای شو.

امیرخان متقي ایران ته:افغانستان ته نور د مسئلې په سترګه نه، بلکې د سیمې د فعال په نظر وګورئ

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي چارو رئيس او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير له ځانګړي استازي محمد رضا بهرامي سره کتلي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل ویلي، امیر خان متقي ته په دې ليدنه کې ايراني لوري د تهران د وروستۍ ناستې په اړه معلومات ورکړل او افغانستان ته يې د سيمه‌ييزو همکاريو په چوکاټ کې د مهم غړي په سترګه کتلي.

همداراز، مولوي امير خان متقي د افغانستان او ايران اړيکې مثبتې بللي او ویلي یې دي چې افغانستان نور د «مسئلې» په توګه نه، بلکې د سيمې د فعال همکار په توګه بايد وپېژندل شي.

واشنګټن ته د عاصم منیر سفر او نوې معاملې؛ ایا ټرمپ د پاکستان پوځ “کرایه کول” غواړي؟

رویټرز خبري آژانس لیکلي ټاکل شوې د پاکستان پوځي مشر عاصم منیر راتلونکو اوونیو کې واشنګټن کې یوځل بیا له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.

دا په تیرو شپږ میاشتو کې دریم ځل دی چې ولسمشر ټرمپ له عاصم منیر سره ګوري.

د رویټرز د راپور له مخې ټاکل شوې دواړه لوري د سیمې، افغانستان او غزې په مسایلو خبرې وکړي.

د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ به پاکستانی پوځي مشر وهڅوي ترڅو دهغه شل ماده ییز پلان برخه شي چې له مخې یې ځینو هېوادونو څخه د یوه نظامي ځواک د جوړېدو غوښتنه شوې ترڅو د غزې نظامي کنټرل ولري.

که څه هم ډیری اسلامي هیوادونه د حماس له بې وسلې کولو اندیښنه لري او لامل یې په خپلو هیوادونو کې د اسرائیل ضد احساسات یاد کړي.

خو د چارو شننونکي باور لري چې پاکستان د خپل ځوړند او ټکني اقتصاد له امله ښایي د ولسمشر ټرمپ د دې پلان ملاتړ وکړي او د څو پیسو لپاره خپل پوځ په کرایي ډول غزې ته واستوي.

ملا عبدالغني برادر:علما دې د دین تر څنګ د “اسلامي نظام” او ملي ګټو د ساتنې روحیه پیاوړې کړي

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، د جامعه فتح العلوم کابل مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ویلي، چې علما کرام باید خلکو ته د دیني مکلفیتونو تر څنګ د “اسلامي نظام” او ملي ګټو د ساتنې روحیه هم ور زده کړي.

نوموړي مدارس د اسلامي ټولنو د دیني علم، فکري او روحي روزنې بنسټونه وبلل او له علماوو یې وغوښتل چې د وعظ او منبر ژبه نرمه کړي.

ملا برادر د اسلامي روایت”جهاد” او د غیر اسلامي فرهنګونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مدارسو رول مهم وباله.

هغه همداراز ټینګار کړی، چې یاد فارغان پر خپل علم عمل وکړي او له خلکو سره د نبوي اخلاقو له مخې چلند وکړي.

پاکستان؛پر هندي الوتکو د فضایي حریم بندیز تمدید کړ

0

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې اعلان کړی، چې د هندي الوتکو پر مخ د پاکستان فضایي حریم بندیز د جنورۍ تر ۲۳مې نېټې پورې تمدید شوی دی.

د ادارې په وینا، دا بندیز د هند پر سوداګریزو الوتکو سربېره، د دغه هېواد پر ټولو پوځي او ملکي الوتکو هم عملي کېږي.

د یادونې ده چې پاکستان د اپرېل له ۲۳مې راهیسې خپل هوايي حریم د هندي الوتکو پر مخ تړلی ساتلی دی.

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره:سږ کال په افغانستان کې د وریجو حاصلات ۲ سلنه زیات شوي

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې سږ کال د وریجو ټولټال حاصلات ۴۴۷ زره مټریک ټنو ته رسېدلي چې د تېرو کالونو پرتله ۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

ددې ادارې په خبره، تر ټولو ډېر حاصل د کندوز، سرپل، تخار، بغلان، ننګرهار، کونړ او بلخ ولایتونو څخه راټول شوی دی.

د دوی په وینا، په هېواد کې د وریجو کرنه په ۱۳۵ زره هکټاره ځمکه شوې، چې د تېرو کلونو په پرتله لوړوالی ښيي.

یادې ادارې ټینګار کړی، چې د کرنې د پراختیا لپاره د کښت ساحو زیاتوالی او د حاصلاتو لوړوالی مثبت پرمختګ دی، خو د اړتیا وړ ذخایرو برابرول او د کروندګرو ملاتړ مهم دی.

دغې ادارې ویلي، چې په بغلان ولایت کې سږکال په ۲۸ زره او ۶۲۰ هکټاره ځمکو کې وریجې کرل شوي، چې د تېرو کالونو پرتله یې ۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

پاکستان د تجارتي کسر تر سیورې لاندې؛د پیسو نړیوال صندوق وایي، وارداتو د صادراتو په پرتله د دغه هېواد تجارت سخت زیانمن کړی

0

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) تازه ارقام ښيي چې پاکستان کې واردات په چټکۍ سره زیاتېږي، چې دا د هیواد د تجارتي توازن لپاره لوی فشار رامنځته کوي.

د یاد صندوق وړاندوینه ښیي چې د روان مالي کال واردات له ۶۴ میلیارد ډالرو څخه زیات دي، په ۲۰۲۷ کې ۶۶ میلیارد ۸۶ میلیون، په ۲۰۲۸ کې ۷۲ میلیارد ۹۰ میلیون، په ۲۰۲۹ کې ۷۷ میلیارد، او تر ۲۰۳۰ پورې ۸۲ میلیارد ۸۱ میلیون ډالرو ته ورسیږي.

په همدې حال کې، د حکومت هدف د ۲۰۳۰ کال پورې صادرات ۶۰ میلیارد ډالرو ته رسېدل و؛ خو IMF وړاندوینه کوي چې صادرات یوازې شاوخوا ۴۶ میلیارد ډالرو ته رسیږي، چې د وارداتو د زیاتوالي په پرتله ډېر کم دی.

د سډني بونډي ساحل د ډزو پېښه؛پر بریدګر د ترهګرۍ په ګډون ۵۰ تورونه لګیدلي

0

د اسټرالیا پولیسو ویلي چې د سډني د بونډي ساحل د خونړي ډزو په پېښه کې پر ټپي او نیول شوي بریدګر د ترهګرۍ په ګډون شاوخوا ۵۰ تورونه لګېدلي دي.

ځینو راپورونو کې ویل کېږي چې بریدګر پاکستانی دی؛ خو تر اوسه اسټرالیايي چارواکو د هغه تابعیت په رسمي ډول نه دی تائید کړی.

بلخوا د فلپین د پوځ ویاند ویلي، فلپین ته د بریدګرو د سفر پر مهال د ترهګریزې روزنې هېڅ ثبوت نه دی موندل شوی او دا یې رد کړه چې ګوندې فلپین د داعش روزنیز مرکز دی.

د یادونې ده چې په دې برید کې ۱۵ تنه یهودیان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي او دواړه بریدګر د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د طالبانو حکومت پیښو سره د مبارزې ملي اداره:په هلمند کې د ناچاوده توکو لویه کچه کشف او خنثی شوه

د طالبانو حکومت د پیښو سره د مبارزې د آمادګۍ ملي ادارې د هلمند ولایت، د مارجې ولسوالۍ په یوه عملیات کې د ناچاوده توکو لویه کچه کشف او خنثی کړې.

په دې عملیاتو کې د AREA ماین پاکۍ مؤسسې د QRT-11 تخنیکي ټیم په ملاتړ؛ ۲ د ۸۲mm مرمۍ، ۴ د RPG7 راکټونه، ۶۳ د SPG7 راکټونه، ۱۰ کړۍ Almms ماینونه، ۸ د F1 ګرنیډونه، ۲ د RGP5 راکټونه، ۵ د SPG9 فیوزونه، ۱۵ د F1 ګرنیډ فیوزونه، ۱۱ د ۴۰mm مرمۍ او ۵۰۰ د SAAخنثی کړي.

یادې ادارې ویلي، دا ګامونه د ولسونو امنیت ټینګښت او د ناچاوده توکو له خطرونو د مخنیوي لپاره ترسره شوي دي.