جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 204

سپینه ماڼۍ:وینزویلا دې د جنورۍ تر پای اقتصادي بحران ته تیار شي

0

سپینې ماڼۍ د امریکا پوځ ته امر کړی چې لږ تر لږه د راتلونکو دوو میاشتو لپاره خپل تمرکز نږدې په بشپړه توګه پر وینزویلا د نفتو د صادراتو د مخنیوي او د «نفتی قرنطین» پر پلي کولو واړوي.

د امریکايي چارواکو په وینا، واشنګټن دا مهال پر پوځي اقدامونو د اقتصادي فشار تګلاره غوره کړې او هڅه کوي د بندیزونو له لارې د نیکولاس مادورو حکومت مالي سرچینې وچې کړي.

د راپور له مخې، امریکا په کارائیب کې د وینزویلا د نفتو څو ټانکرونه درولي او د نورو بېړیو د نیولو هڅې هم روانې دي.

واشنګټن خبرداری ورکړی چې که کاراکاس تر جنورۍ پای پورې مانادار امتیازونه ورنه کړي، نو له جدي اقتصادي بحران سره به مخ شي.

د تاجیکستان ملي امنیت:له افغانستانه د را اووښتو درې تنه وسله‌والو سره د جګړې له امله مو دوه سرحدي ځواکونه ووژل شول

د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې د افغانستان له خاورې ور اوښتي درې وسله‌وال د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په سیمه کې د تاجیک سرحدي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

یادې کمیټې، په دې نښته کې د تاجیکستان د دوه سرحدي سرتېرو د وژنې پخلی هم کړی.

د راپور له مخې، وسله‌والو د تسلیمېدو له امر څخه سرغړونه کړې او غوښتل یې پر یوې سرحدي پوستې وسله‌وال برید وکړي، خو د متقابلو ډزو په ترڅ کې ووژل شول.

د وژل شویو وسله‌والو هویت او ډلې لا نه دي اعلان شوي، خو له هغوی څخه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

د تاجیکستان ملي امنیت کمېټې دا په تېره یوه میاشت کې د افغانستان له لوري درېیم وسله‌وال نفوذ او برید بللی او پر طالبانو حکومت یې نیوکه کړې چې د پولې د امنیت په برخه کې خپلو ژمنو ته نه دي ژمن پاتې شوي.

دغه اداره وایي، وضعیت دا مهال ارام دی او د پېښې څېړنې روانې دي.

مسکو؛د افغانستان له لارې د رېل‌پټلۍ پر نوې ستراتېژیکې لارې غور کوي

د روسیې حکومت اعلان کړی، چې د افغانستان له لارې د رېل‌پټلۍ د تېرېدو طرحه د مسکو له‌خوا په جدي ډول ارزول کېږي او په دې تړاو تخنیکي او سیاسي سلا مشورې روانې دي.

د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اوورچوک ویلي، چې دا نوې ترانزیټي پروژه د «نړیوال جنوب» د نښلولو په چوکاټ کې طرحه شوې او موخه یې دا ده، چې روسیه د منځنۍ او جنوبي اسیا له هېوادونو سره د ترانسپورتي اړیکو یوه نوې او بدیله لاره ومومي.

د نوموړي په وینا، روسیه د دې سترې پروژې د بنسټیزو تخنیکي اسنادو په چمتو کولو کې برخه اخلي او روسي متخصصین د رېل‌پټلۍ د مسیر، امکاناتو او عملي کېدو د ارزونې په برخه کې کار کوي.

د الکسي اوورچوک په باور، د افغانستان له لارې د رېل‌پټلۍ جوړېدل به نه یوازې د لوېدیځ او ختیځ ترمنځ د سوداګرۍ بهیر چټک کړي، بلکې د روسیې لپاره به د «نړیوال جنوب» بازارونو ته د لاسرسي نوې اقتصادي لارې هم پرانیزي.

د تخار پخوانی امنیه قومندان؛جنرال اکرام‌الدین سريع په ایران کې په یو هدفي برید کې وژل شوی

د تخار ولایت پخوانی امنیه قومندان، جنرال اکرام‌الدین سريع، په تهران کې په یوه هدفي برید کې له خپل یوه ملګري سره وژل شوی دی.

د مقاومت په نوم جبهې د دې ترور غندنه کړې او له ایرانه یې د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان کې؛د کریسمس په مناسبت دوه ورځې رخصتي اعلان شوې

0

په پاکستان کې د کریسمس یا د عیسویانو د اختر په مناسبت نن او سبا دوه ورځې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

عیسوي ټولنه هر کال د ډسمبر پر ۲۵مه د حضرت عیسی علیه‌السلام د زوکړې اختر لمانځي، چې دا ورځ د پاکستان په ملي کچه هم د رخصتۍ په توګه پېژندل کېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د روانې میاشتې پر درېیمه اعلان کړی و، چې د ډسمبر پر ۲۵مه به د محمد علي جناح د زوکړې او د کریسمس د خوښۍ په مناسبت عمومي رخصتي وي.

همداراز، وزارت ویلي چې له عیسوي ټولنې سره د یووالي او پیوستون د څرګندولو لپاره به د ډسمبر ۲۶مه هم رخصتي وي.

په دې اړه ځینې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي، چې د ډسمبر پر ۲۶مه به یوازې عیسوي وګړي رخصت وي؛.خو نورې رسنۍ بیا وایي چې دا ورځ به ټولو دولتي او خصوصي ادارو ته عمومي رخصتي وي.

د یادونې ده چې په پاکستان کې د ډیسمبر په شلمه ښوونځي هم رخصت شوي او زده کوونکو ته ویل شوي چې د جنورۍ په شپږمه بیرته خپلو ښوونځیو ته راشي.

د طالبانو حکومت:تېره یوه اونۍ کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱ کوډګر نیولي

د طالبانو حکومت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱ کوډګر نیولي دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان له نیول کېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کوډګر په نیمروز، بلخ، ننګرهار، میدان وردګ، جوزجان، پکتیکا، لوګر او سمنګان ولایتونو کې نیول شوي دي.

د دغه وزارت په وروستي اوونیز راپور کې د مېرمنو د حقونو اړوند د ۷۰ قضیو د حل یادونه هم شوې ده، چې پکې د ظلم، جبري نکاح، مهر، میراث او طلاق قضیې شاملې دي.

د یادونې ده چې دې وزارت تر دې مخکې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

واشنګټن پوسټ:د ټرمپ حکومت د لسګونو زرو پناه‌غوښتونکو د ساتنې لپاره د لویو ګودامونو د جوړولو پلان لري

0

واشنګټن‌پوسټ د امریکا د کډوالۍ ادارې د اسنادو له مخې راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت پلان لري د نیول شویو پناه‌غوښتونکو د ساتنې او شړلو لپاره اووه لوی مرکزونه جوړ کړي.

د راپور پر بنسټ، دغه مرکزونه به په صنعتي ګودامونو کې جوړېږي او د ۸۰ زرو څخه د زیاتو کډوالو د ساتنې ظرفیت به ولري.

د یاد پلان له مخې، نیول شوي پناه‌غوښتونکي به د امریکا په بېلابېلو سیمو کې د لنډمهالو ځایونو پر ځای، ټاکل شویو مرکزونو ته لېږدول کېږي او له قانوني پړاوونو وروسته به له هېواده واېستل شي.

راپور زیاتوي، هر لوی مرکز به د ۵ زرو تر ۱۰ زرو کسانو د ساتلو وړتیا ولري او دا مرکزونه به د وېرجینیا، ټېکساس، لوییزیانا، ارېزونا، جورجیا او میسوري ایالتونو ته نږدې موقعیت ولري.

واشنګټن‌پوسټ همداراز لیکلي، چې د دې تر څنګ به ۱۶ کوچني مرکزونه هم جوړ شي.

دا اقدام د کډوالۍ د سیاستونو په اړه د بشري حقونو د فعالانو له لوري د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

هندۍ ورځپاڼه:د اریانا سینما په نړولو سره د کابل یو مهم کلتوري سمبول له منځه لاړ

هندي ورځپاڼې «هیرالډ دکن» راپور ورکړی، چې د کابل اریانا سینما، چې په ۱۹۶۰ میلادي کال کې جوړه شوې او د ښار له مهمو کلتوري نښو څخه وه، د طالبانو حکومت له خوا ونړول شوه.

د راپور له مخې، دا سینما له ۲۰۲۱ کال وروسته تر ډېره تړلې پاتې وه او اوس د طالبانو حکومت د بلدوزرونو له لارې له منځه یووړل شوه، څو پر ځای یې یو سوداګریز مرکز جوړ شي.

سرچینه وایي، اریانا سینما د افغانستان د شلمې پېړۍ د معاصر تاریخ او د کابل د کلتوري ژوند یو مهم سمبول ګڼل کېده.

د دې سینما د بیا رغونې له معمارانو څخه فرانسوي ژان مارک لالو ویلي، چې د سینما نړول ورته د زړه د ویجاړېدو په څېر احساس ورکړی دی.

د اریانا سینما نړول په کور دننه او بهر د فرهنګي فعالانو له خوا د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراثونو پر وړاندې د اندېښنې وړ اقدام بلل شوی دی.

عراقچي:د امریکا تش په نوم ډیپلوماسي امر دی، نه خبرې اترې

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د امریکا د ډیپلوماسۍ پر تګلارې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې واشنګټن د معنا لرونکو خبرو پر ځای د زور ژبه کاروي.

عراقچي په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «نړیوال منل شوي حقونه د معاملې وړ نه دي» او هغه څه چې امریکا یې د خبرو په نوم وړاندې کوي، په اصل کې فرمان ورکول دي.

نوموړي ویلي، نړۍ شاهده ده چې د خبرو پر مهال امریکا پوځي بریدونو ته مخه کړه او ډیپلوماسي یې قصداً زیانمنه کړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د ډیپلوماسۍ ادعا له بمبارۍ او پوځي فشار سره په ټکر کې ده، او له امریکا یې غوښتي چې د نړۍ د غولولو پر ځای، رښتینې، صادقه او د متقابل درناوي پر بنسټ ډیپلوماسي خپله کړي.

د متحده عربي اماراتو ولسمشر؛د جمعې په ورځ پاکستان ته سفر کوي

0

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چې د متحده عربي اماراتو ولسمشر او د دوبۍ واکمن شيخ محمد بن زايد النهيان به د جمعې په ورځ اسلام‌اباد ته رسمي سفر وکړي.

د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو لا پياوړتيا بلل شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د ډسمبر پر ۲۶مه به د دې لوړپوړي مېلمه د هرکلي په مناسبت په اسلام‌اباد کې عمومي رخصتي وي او د پاکستان حکومت د نوموړي د استقبال لپاره پراخ امنيتي او تشريفاتي تياری پيل کړی دی.

تمه ده، چې د سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو مشران پر مهمو دوه اړخيزو موضوعاتو خبرې وکړي.

متحده عربي امارات د پاکستان له سترو مالي ملاتړو هېوادونو څخه شمېرل کېږي او په تېرو کلونو کې يې پاکستان ته د پورونو، پانګونې او بېلابېلو اقتصادي پروژو له لارې ملاتړ کړی دی.