جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 203

ډونالډ ټرمپ:په نایجریا کې مو د داعش پر ضد هوايي برید ترسره کړی

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ، اعلان کړی چې متحده ایالاتو د داعش وسله‌والو پر وړاندې د نایجریا په شمال لویدیځ کې هوايي برید ترسره کړی دی.

ټرمپ ویلي، دا برید د ده په امر او د داعش وسله‌والو پر وړاندې ترسره شوی دی.

د نایجریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د امریکا په ګډون له نړیوالو شریکانو سره په ګډه د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد امنیتي همکاري کوي.

دغه اقدام څو اونۍ وروسته له هغې کېږي چې ټرمپ له پنټاګون څخه غوښتنه کړې وه چې په نایجریا کې احتمالي پوځي اقدام پلان کړي.

جاپان کې د افغانستان سفارت:توکیو کې خپل فعالیتونه تر نامعلومې نیټې ځنډوي

جاپان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت، پرېکړه کړې چې په توکیو کې به خپل رسمي فعالیتونه د روان کال د جنورۍ له پای وروسته وځنډوي.

د سفارت د رسمي اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت سره تر سلا مشورو وروسته شوې ده.

سفارت ویلي چې د جنورۍ له ۳۱مې نېټې وروسته به ټول سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او قونسلي خدمات تر نامعلومې مودې پورې ودرول شي.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې په جاپان کې د افغانستان ډیپلوماټیک استازولۍ لا هم د پخواني حکومت له‌خوا ټاکل شوو سفیرانو او ډیپلوماتانو تر ادارې لاندې ده.

منظور پښتین:د ترهګرۍ ضد عملیاتو تر نامه لاندې د پاکستان پوځ پر پښتنو عام ولس ظلمونه روان کړي

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور پښتین ویلي، چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ ضد عملیاتو تر نامه لاندې په بېلابېلو پښتني سیمو کې پر عام ولس سخت ظلمونه روان کړي دي.

ښاغلي پښتین ویلي، په شمالي وزیرستان میرعلي کې د پوځ او طالبانو ترمنځ نښتو کې ګڼ بېګناه پښتانه ټپیان شوي، خو د پوځ له لورې ورته روغتونونو ته د لېږد اجازه نه ده ورکړل شوې.

نوموړي زیاته کړې چې په ټانک کې پر یوه مدرسه د ډرون برید له امله ۹ ماشومان ټپیان شوي او په جنوبي وزیرستان اعظم ورسک کې د هاوان مرمیو له کبله ښځې او ماشومان ژوبل شوي دي.

هغه ویلي، چې په مرکزي کرم، تیراه او نورو سیمو کې د «جعلي عملیاتو» له امله خلک له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

پښتین ټینګار کړی چې پر غورځنګ د بندیز او د مشرانو نیولو وروسته، پوځي عملیات او تاوتریخوالی زیات شوی دی او هغه له پښتنو ځوانانو غوښتي چې د اختلافاتو سربېره، د دغو ظلمونو پر ضد لږ تر لږه په ټولنیزو رسنیو کې منظم غږ پورته کړي.

تحریک طالبان پاکستان؛د ۲۰۲۶کال عملیاتي جوړښت لپاره نوې ټاکنې وکړې

0

پاکستاني طالبانو (TTP) د رهبرۍ شورا له کلنۍ غونډې وروسته د ۲۰۲۶ کال لپاره نوی اداري او پوځي جوړښت اعلان کړی.

د اعلان له مخې، مفتي نور ولي محسود د تحریک د مشر په توګه پر خپله دنده پاتې کېږي.

په نوي جوړښت کې د لوېدیځ زون (بلوچستان) او مرکزي زون په نوم دوه نوي پوځي څارنيز زونونه جوړ شوي او د کشمیر په نوم نوی سیوري ولایت هم زیات شوی او سربېره پر دې ګلګت په جلا اداري واحدونو وېشل شوی دی.

د پوځي زونونو مشرتابه بدل شوی او احسان‌الله ایپي د جنوبي پوځي زون مشر ټاکل شوی او همدارنګه هلال غازي د مرکزي پوځي زون مرستیال مشر ټاکل شوی دی.

په سیاسي برخه کې، عظمت‌الله محسود د سیاسي کمېسیون د مشر په توګه ټاکل شوی او د TTP له لوري د «هوايي ځواک» په نوم د نوې پوځي څانګې د جوړېدو اعلان هم شوی دی.

تر ټولو د پام وړ اعلان د TTP له لوري د «هوايي ځواک» د نوې پوځي څانګې جوړېدل دي، چې مشري به یې سلیم حقاني کوي.

دا بدلونونه پاکستان کې د تحریک له لوري د خپل نفوذ د پراخولو او د عملیاتو د نوې مرحلې د پیل نښه بلل کېږي.

« دسن» ورځپاڼه:افغان ټیک ټاکر عزیز الرحمن ازره وال د ټي‌ټي‌پي لپاره د مالي مرستې غوښتنه کړې

برېتانيايي ورځپاڼې The Sun راپور ورکړی چې يو افغان کډوال، چې له طالبانو څخه تر تېښتې وروسته برېتانيا کې پناه اخیستې، په ټيک‌ټاک کې د خپلو ويډيوګانو له لارې د تحریک طالبان پاکستان لپاره د مالي مرستو غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، دغه افغان کډوال عزیزالرحمن ازره وال چې په ټیک کې له ۶۰ زره ډیر څارونکي لري د ټي ټي پي ستاینه او هغوې ته مالي بسپنې راټوي. تحریک طالبان پاکستان له ۲۰۱۱ کال راهيسې په برېتانيا کې ناقانونه بلل شوې ده.
نوموړي وروسته له نيوکو، د ياد ملاتړ اړوند ځينې ويډيوګانې له خپل ټیک ټاک څخه لیری کړي دي.

د برېتانيا د کورنيو چارو وزارت په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو ويلي يې دي چې د منع شويو ډلو ملاتړ يو جدي جرم دی او دا ډول کړنې د کډوالو د شړل کېدو لامل کېدای شي

د پښتو ژبې؛مشهور محلي سندرغاړی ثاني عبیدالله جان ومړ

د پښتو موسیقۍ مشهور محلي سندرغاړی ثاني عبیدالله جان نن د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۵۷ کلنۍ په عمر ومړ.

نوموړی د کندهار د تخته پُل ولسوالۍ اوسېدونکی و او د «شین منګی پر سر مازدیګر دی» سندرې له امله ډېر مشهور شو.

هغه تر ډېره په ودونو او خوښیو کې شوقي سندرې ویلې او له خلکو یې پیسې نه اخیستې.

ثاني عبیدالله جان له تېرو ۹ میاشتو راهیسې د سرطان ناروغۍ سره لاس‌او‌ګرېوان و او اقتصادي ستونزې یې هم لرلې.

له هغه څخه شپږ اولادونه پاتې شول.

چینايي کمپنۍ؛د مس عینک د لرغونو اثارو د ساتنې پلان د طالبانو له حکومت سره شریک کړی

چینايي «اېم‌سي‌سي» کمپنۍ ویلي، چې د لوګر ولایت د مس عینک د ستر کان د استخراج پر مهال به د سیمې د تاریخي او لرغونو اثارو د ساتنې لپاره ځانګړی پلان عملي کړي.

د یاد پلان جزییات د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره شریک شوي دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د دې پروژې د پلي کېدو لپاره د اېم‌سي‌سي کمپنۍ، د کانونو او پټرولیم وزارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ درې اړخیز ګډ کاري هوکړه‌لیک مهم بلل کېږي.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې د تاریخي او فرهنګي اثارو ساتنه باید د تخنیکي اصولو له مخې ترسره شي.

له بلې خوا، د چینايي کمپنۍ مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له تخنیکي ټیم سره به په نږدې همغږۍ خپلې چارې پر مخ یوسي، څو د مس عینک تاریخي ارزښتونه خوندي پاتې شي.

سراج‌الدین حقاني:د دوحې تړون ته ژمن یو او د افغانستان له خاورې هېڅ ګواښ نه شته

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ویلي، چې «اسلامي امارت» د دوحې تړون ته ژمن دی او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ډول ګواښ نه متوجه کېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان دا مهال یو خوندي هېواد دی او نړیوالو ته باید ډاډ ورکړل شي، چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.

حقاني دا څرګندونې د طالبانو حکومت د پولیسو اکاډمۍ د نږدې ۹۰۰ فارغو زده‌کړیالانو د فراغت په مراسمو کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې د دوحې په مذاکراتو کې شوې ژمنې په بشپړ ډول عملي شوې دي.

ملا برادر:«اسلامي امارت» د سړو خونو جوړونکو ته د پنځو کلونو مالیاتي معافیت ورکوي

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې «اسلامي امارت» د هغو صنعت‌کارانو لپاره چې په هېواد کې د سړو خونو د جوړولو په برخه کې پانګونه کوي، د پنځو کلونو لپاره د مالیاتو معافیت په پام کې نیولی دی.

د نوموړي په وینا، دا اقدام د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د کورني صنعت د ودې په موخه ترسره کېږي.

ملا عبدالغني برادر دا څرګندونې په هرات ولایت کې د برېښنا د څو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې کړې.

هغه ټینګار کړی، چې د برېښنا شرکت مکلف دی په هر ډول شرایطو کې د دغو صنعت‌کارانو لپاره اړینه برېښنا برابر کړي، څو یادې پروژې په دوامداره توګه فعالیت وکړي.

تاجیکستان:د طالبانو حکومت دې د سرحدي امنیت د نه مراعت کولو په خاطر بښنه وغواړي

د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، چې د افغانستان سره په سرحد کې د دوه خپلو سرتېرو د وژل کېدو وروسته، د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې د خپلو غیر مسوولانه چلندونو او د سرحدي امنیت په برخه کې د ژمنو نه عملي کولو لپاره د تاجیکستان خلکو نه بښنه وغواړي.

د کمېټې په بیان کې ویل شوي، چې د طالبانو حکومت د نړیوالو ژمنو او د سرحد د ثبات د ساتنې په برخه کې جدي او مکرره بې‌مسوولیتي کړې ده.

تاجیک چارواکي وايي، د چهارشنبې په ورځ دوه سرحدي ساتونکي د هغو ترهګرو سره په نښته کې ووژل شول چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته داخل شوي وو.