جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 205

هند؛د خپل تاریخ تر ټولو دروند سیټلایټ فضا ته واستاوه

0

هند د خپل فضايي تاریخ په ترڅ کې تر ټولو دروند سیټلایټ فضا ته ولېږدوه، چې وزن یې ۶ ټنه او ۱۰۰ کیلو ګرامه ښودل شوی دی.

د هند فضايي ادارې ویلي، د دومره لوی او دروند سیټلایټ بریالی توغول د دې هېواد د فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې یو مهم پړاو او ستره لاسته راوړنه ده.

د چارواکو په وینا، دا سیټلایټ به د مخابراتو، معلوماتو لېږد، څارنې او تخنیکي خدماتو په برخه کې مهم رول ولوبوي او د هېواد دننه او سیمه‌ییزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره به وکارول شي.

هند ټینګار کړی، چې د دروند وزن لرونکي سیټلایټ فضا ته رسول د پرمختللو توغندیزو سیستمونو او لوړ تخنیکي وړتیاوو ښکارندویي کوي.

هندي چارواکو همداراز اعلان کړی، چې دا هېواد د فضايي څېړنو په برخه کې اوږدمهاله پلانونه لري او غواړي تر ۲۰۴۰ میلادي کال پورې سپوږمۍ ته انسانان واستوي.

د دوی په باور، دا هدف به هند د نړۍ د هغو محدودو هېوادونو په کتار کې ودروي، چې د انسان وړونکې فضايي ماموریتونه ترسره کوي.

په مسقط کې؛د طالبانو حکومت او عمان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

په عمان کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست حافظ عمر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیخ خلیفه بن علي بن عیسی الحارثي سره په مسقط کې لیدنه کړې ده.

د طالبانو حکومت سفارت د معلوماتو له مخې، دا کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې ده.

په دې لیدنه کې د افغانستان پر وروستیو سیاسي او ټولنیزو حالاتو خبرې شوې او دواړو لورو د سیاسي تفاهم، اقتصادي همکاریو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی.

سرچینې زیاته کړې، چې د کتنې یوه مهمه برخه په عمان کې د مېشتو افغان وګړو ستونزو ته ځانګړې شوې وه.

په دې برخه کې د کونسلي خدمتونو د اسانه کولو، اسنادو د چارو د چټکتیا او اړوندو اسانتیاوو د ښه‌والي غوښتنه شوې.

د عمان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی، چې د افغانانو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا لپاره به لازمې همکارۍ ترسره شي.

ایران:د افغان کډوالو له وتلو وروسته د تهران شاوخوا سیمو کې د زېږونونو کچه راټیټه شوې

د ایران د طبي علومو د پوهنتون رییس نادر توکلي ویلي، چې د تهران شاوخوا سیمو کې د افغان وګړو له وتلو وروسته د زېږونونو په کچه کې د پام وړ کمښت رامنځته شوی، چې دا وضعیت د روغتیايي نظام او نفوسو د بدلون له پلوه د اندېښنې وړ بلل کېږي.

د هغه په وینا، ښارونه لکه شهریار او رباط‌کریم چې پخوا پکې د بهرنیو وګړو حضور زیات و، اوس د زېږونونو له ښکاره راټیټېدو سره مخ دي.

توکلي زیاته کړې، تر دوو کلونو وړاندې په ځینو دولتي او خصوصي روغتونونو کې د بهرنیو وګړو، په ځانګړي ډول افغان کډوالو، د زېږونونو کچه آن تر ۶۰ سلنې پورې رسېده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د زېږونونو دا کمښت نه یوازې د روغتیايي مرکزونو پر فعالیت اغېز لري، بلکې د نفوسو د جوړښت، کاري ځواک او راتلونکو ټولنیزو اړتیاوو په اړه هم جدي پوښتنې راپورته کوي.

خیبر پښتونخوا؛په ۲۰۲۵کال کې په بنو کې د وسله‌والو بریدونو له امله ۲۷ سرتېري وژل شوي

0

په ۲۰۲۵ کال کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول بنو کې، پر پاکستاني پولیسو د وسله‌والو بریدونو له امله د پام وړ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د پولیسو د لوړپوړو چارواکو د معلوماتو له مخې، یوازې په بنو کې د روان کال پر مهال په لسګونو بریدونه شوي چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۷ پولیس سرتېري وژل شوي دي.

د دوی په وینا، په دغو بریدونو کې د پولیسو وسایط، پوستې او تجهیزات هم زیانمن شوي دي.

وسله‌والو د ډرون ټکنالوژۍ کارونه هم پیل کړي؛ خو د انټي‌ډرون وسایلو د فعالېدو وروسته سلګونه احتمالي بریدونه شنډ شوي هم دي.

د چارواکو له قوله، د پولیسو پر ضد بریدونه د امنیتي وضعیت د خرابولو هڅه ده، خو امنیتي ادارې د دغو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې توان لري.

د ونزوئلا پارلمان؛د امریکا د سمندري فشار پر وړاندې تر ۲۰ کلونو بند قانون تصویب کړ

0

د ونزوئلا ملي شورا د واکمن ګوند تر کنټرول لاندې، یو نوی قانون تصویب کړ چې له مخې یې هغو کسانو ته تر ۲۰ کلونو بند سزا ورکول کېږي، چې د حکومت په وینا په «سمندري غلا، محاصره او ورته نړیوالو ناقانونه کړنو» کې لاس ولري.

دا اقدام وروسته له هغې وشو، چې امریکا د ونزوئلا د نفتو اړوند ټانکرونو د توقیف لړۍ چټکه کړې ده.

د امریکا چارواکي وايي، دا عملیات د تحریمونو د ماتولو او د مخدره توکو د قاچاق پر ضد ترسره کېږي، خو کاراکاس دا کړنې «اقتصادي محاصره» بولي او ادعا کوي چې واشنګټن غواړي د ولسمشر نیکولاس مادورو حکومت کمزوری کړي.

د فشارونو له امله، د ونزوئلا دولتي شرکت PDVSA اړ شوی چې تېل په ټانکرونو کې ذخیره کړي، چې دې چارې د تېلو زیرمې یو ځل بیا له لس میلیونو بېرلو پورته رسولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې چین لا هم د ونزوئلا د تېلو تر ټولو ستر پېرېدونکی پاتې شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي کړکېچ لا پسې زیات شوی دی.

پاکستان کې اقتصادي بحران؛یوې سوداګریزې ډلې د پاکستان د PIA ۷۵ سلنه ونډې اخیستلو لپاره تر ټولو لوړه بولي کړې

0

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یوې نړیوالې سوداګریزې ډلې د پاکستان د ملي هوايي شرکت (PIA) ۷۵ سلنه ونډه واخیستله.

د راپور له مخې، یادې ډلې د PIA د ونډو په بازار کې تر ټولو لوړه بولي کړې ده، څو د شرکت د ملکیت لویه برخه ترلاسه کړي.

پاکستاني حکومت د اوږدمهالو مالي زیانونو له امله د شرکت د مدیریت توان له لاسه ورکړی او غواړي چې د دې ملي هوايي شرکت چلول خصوصي سکټور ته وسپاري.

د سوداګریزې ډلې له خوا د ونډې اخیستلو وروستۍ پرېکړه به د پاکستان د حکومت او د بازار د قوانینو تر موافقې وروسته اعلان شي.

مسکو کې ځانمرګی برید؛د دوه ترافیکو په ګډون درې تنه ووژل شوه

0

روسي چارواکو ویلي، چې یو شکمن ځانمرګي بریدګر د مسکو په یلتسکایا سړک کې ځان ته چاودنه ورکړې چې له امله یې درې کسان د دوه ترافیک پولیس افسرانو په شمول وژل شوي.

د روسیې د دولتي خبري اژانس د معلوماتو له مخې، دوه ترافیک پولیسو د خپل خدمت موټر ته نږدې یو شکمن کس ولید او کله چې دوی د هغه د نیولو هڅه وکړه، نوموړي له ځان سره تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه

امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د جو بایډن زوی:له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه د پلار له لوري یې ښه اداره کېدای شوه؛ خو داسې ونه شول

د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن زوی، هنټر بایډن، په یوه تازه پاډکاسټ مرکه کې د خپل پلار پر هغه پرېکړه نیوکه کړې چې له مخې یې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وویستل شول.

هنټر بایډن ویلي چې حتی له افغانستان څخه د وتلو پر موضوع هم له خپل پلار سره یې خبرې کړي وې.

هغه ټینګار کړی چې که څه هم د وتلو پلان مهم و، خو په ځینو برخو کې یې د غوره مدیریت امکان شتوم درلود.

هنټر په همدې مرکه کې د خپل پلار له ګڼو نورو سیاسي پرېکړو او پالیسیو دفاع هم کړې او ویلي یې دي چې د ځینو اقداماتو هدف د امریکا د ملي ګټو ساتنه او د نړیوالو اړیکو تقویه کول وو.

هغه د خپلو خبرو پر مهال د پلار د کارونو پر پیچلتیا او د هغه د پرېکړو د ستونزو په اړه هم وضاحت ورکړی.

ډان ورځپاڼه:د پاکستان سوداګریز کسر د ګاونډیو هېوادونو سره ۳۹،۳۳ سلنه زیات شوی

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د روان مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د پاکستان سوداګریز کسر د افغانستان په ګډون له ۹ ګاونډیو هېوادونو سره د پام وړ زیات شوی دی.

راپور ښيي چې په دې موده کې د پاکستان واردات د صادراتو په پرتله ډېر شوي او د سوداګریز کسر کچه شاوخوا ۳۹.۳۳ سلنه لوړه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریز کسر ارزښت څه دپاسه ۶۰ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی، چې د اقتصادي فشارونو د زیاتوالي نښه ګڼل کېږي.

کارپوهان وايي، د سوداګریز کسر زیاتوالی د وارداتو د لوړوالي او د صادراتو د ټیټوالي له امله رامنځته شوی، او د دې وضعیت د اصلاح لپاره د سوداګرۍ او اقتصادي پالیسیو په برخه کې اقدامات اړین دي.

امریکا؛په تګزاس کې د مکسیکويي الوتکې د لوېدو پېښه کې د یو ماشوم په ګډون شپږ تنه وژل شوي

0

د امریکا د تګزاس ایالت کې مکسیکو پورې اړوند یوه کوچنۍ الوتکه لوېدلې چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه الوتکه یو دوه کلن ماشوم چې سخت سوځېدلی و، د بیړنۍ درملنې لپاره له مکسیکو څخه امریکا ته لېږداوه.

چارواکو ویلي، الوتکه د الوتنې پر مهال له ستونزې سره مخ شوه او وروسته ولوېده.

په راپور کې راغلي چې په الوتکه کې ټول اته کسان سپاره وو، چې له ډلې یې شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ژغورل شوي دي.