سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 203

د بالیووډ مشهور اداکار؛سنی دیول د خپل پلار د پوسټر لیدو پر مهال جذباتي شو

0

د بالیووډ مشهور اداکار سنی دیول د خپل پلار، دهرمیندر، د وروستي فلم «ایک کس» د پوسټر لیدو پر مهال جذباتي شوی.

سنی دیول او بوبی دیول د خپل پلار د یادونې په مراسمو کې ګډون کړی و، چې پکې سلمان خان او نور اداکاران هم موجود وو.

سنی دیول د پلار پوسټر ته په کتو احساساتي شو او له رسنیو سره خبرو کې یې وویل: «زه د پاپا ترڅنګ دریږم.»

د یادونې ده چې د سنی دیول پلار دهرمیندر تېره میاشت د ۸۹ کلنۍ په عمر کې ومړ.

سعودي عربستان؛د یمن په جنوب کې پر مکلا بندر هوايي برید کړی

0

سعودي عربستان د یمن په جنوب کې پر مکلا بندر هوايي برید کړی.

سعودي عربستان وايي، دا برید وروسته له هغه ترسره شو چې د متحده عربي اماراتو له فجیره بندره بې‌له همغږۍ څو کښتۍ مکلا ته داخلې شوې او د جنوبي انتقالي شورا د ملاتړ لپاره یې وسلې او پوځي تجهیزات ښکته کړل.

د سعودي عربستان په وینا، یادو کښتیو له رسېدو وروسته د تعقیب سیستمونه بند کړي وو.

د سعودي دولتي رسنۍ وايي، برید محدود و او ملکي تلفات نه لري، او هدف یې هغه کښتۍ وې چې وسلې پکې ځای پر ځای شوې وې.

دا برید په داسې حال کې شوی چې د یمن د جنوب پر سر د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ کړکېچ زیات شوی.

سعودي عربستان د خپل امنیت مسئله سره کرښه بللې او د اماراتو وروستي اقدامات یې خطرناک یاد کړي دي.

له بلې خوا، د یمن د ولسمشرۍ شورا مشر رشاد العلیمي له اماراتو سره دفاعي تړون لغوه کړی او ابوظبي یې د کورنیو شخړو په پارولو تورنه کړې ده.

عبدالسلام حنفي:د کابل د پراختیا لپاره ۸.۱ میلیارد افغانۍ ځانګړې شوې

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د کابل د پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ کال کې شاوخوا ۸.۱ میلیارد افغانۍ ځانګړې شوې دي.

نوموړي ویلي، چې سږ کال به په کابل کې د ښاروالۍ له‌خوا ۲۵۸ پراختیایي پروژې پلي شي.

هغه زیاته کړې، چې د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې یې ۳۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ کړي او ګټې‌اخېستنې ته یې سپارلي دي.

حنفي دغه راز ویلي، چې د جوی‌شیر پر لور د نوي پُل جوړول پیل شوي، چې د ټرافیکي ګڼې‌ګوڼې کمولو او د خلکو د تګ‌راتګ د اسانتیا لپاره مهمه پروژه ده.

د طالبانو حکومت:کابل کې د ۴۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د هوايي پل جوړولو چارې پیل شوې

د طالبانو حکومت د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل ښار ولایت‌مقام ته څېرمه د موټرو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د یوه هوايي پل د جوړېدو کارونه رسماً پیل شول.

د یاد پل پر جوړولو به ۴۶۲ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

د خبرپاڼې له مخې، تمه ده چې د دې هوايي پل د جوړېدو چارې په ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي، چې ورسره به د کابل ښار په یادې سیمې کې د ټرافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمېدو او تګ راتګ د ښه‌والي سبب شي.

مسعود پزشکیان:د ولسي ستونزو د حل لپاره د لاریون کوونکو له استازو سره دې خبرې وشي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د خلکو د ژوند اقتصادي ستونزې د ده ورځنۍ اندېښنه ده او حکومت د پولي ثبات د ټینګښت او د بانکي نظام د اصلاح لپاره عملي ګامونه اخلي.

هغه د کورنیو چارو وزیر ته سپارښتنه کړې چې د لاریون کوونکو له استازو سره خبرې وکړي او د هغوی غوښتنې واوري.

بل لور ته، د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي، ولسي اندېښنو ته باید په مسوولانه ډول غوږ ونیول شي، خو خبرداری یې ورکړی چې ځینې ډلې هڅه کوي لاریونونه ګډوډ او تاوتریخوالي ته واړوي.

د یادونې ده چې دغه لاریونونه په یو شمېر ښارونو کې لا هم روان دي.

سعودي عربستان:یمن کې د متحده عربي اماراتو وروستي اقدامات د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی

0

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي بیان کې د متحده عربي اماراتو له وروستیو اقداماتو څخه ژوره نارضایتي څرګنده کړې ده.

په بیان کې ویل شوي، چې اماراتو د یمن په حضرموت او المهرة ولایتونو کې د جنوبي انتقالي شورا د ځواکونو د پوځي تحرکاتو ملاتړ کړی، چې دا کار د سعودي د ملي امنیت او د یمن او سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ بلل شوی دی.

سعودي عربستان ټینګار کړی، چې د یمن د قانوني حکومت او د ولسمشرۍ شورا له رسمي اجازې پرته د وسلو او زغروالو وسایطو لېږد د ائتلاف له اصولو سره په ټکر کې دی او د یمن د امنیت د ټینګښت پر ځای وضعیت لا خرابوي.

بیان زیاتوي، چې هر ډول ګواښ د سعودي ملي امنیت ته سره کرښه ده او ریاض به د دې ډول ګواښونو پر وړاندې اړین ګامونه واخلي.

سعودي عربستان یو ځل بیا د یمن د حاکمیت، امنیت او ثبات ملاتړ اعلان کړی.

ریاض له متحده عربي اماراتو غوښتي، چې خپل ځواکونه په ۲۴ ساعتونو کې له یمن وباسي او له هر ډول پوځي او مالي ملاتړ څخه لاس واخلي.

جېرمي لوېن:د امریکا له لورې د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته ۲ میلیارد ډالر باید افغانستان او یمن کې ونه لګول شي

د امریکا د بهرنیو مرستو مرستیال جېرمي لوېن ویلي، چې متحده ایالات غواړي د ملګرو ملتونو له لارې د نړۍ په کچه د بشري مرستو لپاره ۲ میلیارد ډالره ځانګړي کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا مرستې باید په افغانستان او یمن کې ونه لګېږي.

هغه ادعا کړې، چې واشنګټن داسې شواهد لري چې ښيي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو یوه برخه د طالبانو حکومت ته رسېدلې ده.

جېرمي لوېن بي‌بي‌سي ته ویلي، چې دغه پیسې باید د اقلیم بدلون اړوندو پروګرامونو لپاره هم ونه کارول شي، ځکه د هغه په وینا دا د امریکا له ملي ګټو سره سمون نه لري.

هغه زیاته کړې، چې امریکا د مرستو د سم لګښت لپاره پر جدي څار او حساب‌ورکولو ټینګار کوي.

ایران کې د لاریونونو دوام؛سوداګري تړل شوې، د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د اخ وډب راپورنه ورکړل شوي

0

په ایران کې د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له امله په یو شمېر ښارونو کې مظاهرې او اعتصابونه روان دي.

راپورونه وایي، د ملي اسعارو د ارزښت کمېدو، د تورم د لوړې کچې او د لومړنیو توکو د بیو د زیاتوالي خلکو ته جدي اقتصادي ستونزې پیدا کړې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د تهران د لوی بازار په ګډون په څو ښارونو کې دوکاندارانو او سوداګرو خپل کاروبارونه تړلي او د اقتصادي وضعیت پر وړاندې یې اعتراضونه کړي دي.

معترضین د حکومت پر اقتصادي پالیسۍ نیوکې کوي او د ژوند د لګښتونو د کنټرول غوښتنه لري.

ځینې راپورونه ښيي، چې په محدودو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او مظاهره‌چیانو ترمنځ لفظي شخړې او نښتې رامنځته شوې دي، خو تر دې دمه د مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

انتونیو ګوتریش:۲۰۲۶ کال نړۍ کې باید سوله واکمنه شي، نه جګړه

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ۲۰۲۶ کال په پیغام کې د جګړو د پای ته رسولو او د سولې پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، نړۍ د یوه تاریخي پړاو پر سر ولاړه ده چې له وېش، تاوتریخوالي، اقلیم بدلون او د نړیوالو قوانینو له سرغړونو سره مخ ده.

ګوترېش ۲۰۲۵ کال «ګډوډ» بللی او ویلي یې دي، چې د نړۍ پوځي لګښتونه ۲.۷ ټریلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړي له نړیوالو مشرانو غوښتي، چې په نوي کال کې خپل لومړیتوبونه بدل کړي او د جګړو پر ځای د بې‌وزلۍ ضد مبارزې ته پانګونه وکړي.

هرات؛په شین‌ډنډ کې د سیلاب له خطره د مسافرو بس وژغورل شو

د طالبانو حکومت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ویلي،چې ځواکونو یې د هرات په شین‌ډنډ ولسوالۍ کې د یو ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس سورلۍ چې د عزیزاباد په سیمه کې د سېلاب له امله چپه شوی و ژغورلې ده.

یادې قول اردو په پیښه کې د اوښتي زیان او د مسافرو د شمیر په اړه څه نه دي ویلي.