شنبه, مې 30, 2026
Home Blog Page 2

اسراييلي رسنۍ:موساد د ایران د بې‌ثباته کولو لپاره ځانګړې پټه استخباراتي څانګه جوړه کړې

د اسراییل یوې رسنۍ راپور ورکړی چې د اسراییل استخباراتي ادارې موساد د ایران پر ضد د نفوذ او بې‌ثباته کولو عملیاتو لپاره یوه محرمانه څانګه جوړه کړې ده.

د راپور له مخې، دغه واحد په ۲۰۲۱ کال کې د موساد د مشرۍ د بدلون وروسته رامنځته شو او په پیل کې یې د ایران د لوړپوړو چارواکو پر ضد د ځانګړو عملیاتو تمرکز درلود؛ خو وروسته یې فعالیتونه پراخ شول او د ایران په اړه د موساد د پراخې ستراتیژۍ برخه وګرځېدل.

سرچینې وایي چې د دې څانګې مسؤلان باور لري وروستي عملیات د اوږدمهاله پلان یوازې یوه برخه ده او د ایران پر وړاندې د دوی فعالیتونه لا هم دوام لري.

د راپور له مخې، د دې واحد یوه پخواني مشر ویلي چې د دوی هدف د ایران د حکومت د کمزوري کېدو بهیر ګړندی کول دي او په وینا یې اوسنی پړاو د فعالیتونو پیل بلل کېږي، نه پای.

همداراز ویل شوي چې دغه څانګه اوس په لا زیات شدت خپل فعالیتونه پر مخ وړي او هڅه کوي د سیاسي بدلون بهیر چټک کړي.

راپور دا ادعا هم کړې چې د موساد مشر په دې باور دی، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د داسې احتمالي هوکړې ملاتړ ونه کړي چې د دغه هېواد اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي او اقتصادي فشارونه دوام ومومي، نو د ایران حکومت به له جدي ننګونو سره مخ شي.

هند؛ډيلي کې د سګرټ پر سر رامنځته شوې شخړه کې يو ځوان وژل شوی

د هند د پلازمېنې ډیلي د جهانګیرپوري په سیمه کې یو ۲۶ کلن ځوان د چړې په ګوزارونو وژل شوی او پولیسو د دې پېښې په تړاو درې کم‌عمره کسان نیولي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه د یوه سګرټ پر سر له رامنځته شوي لفظي شخړې وروسته شوې ده.

ویل کېږي چې شخړه په تاوتریخوالي بدله شوې او قرباني د چړې په ګوزارونو سخت ټپي شوی و.

ټپي شوی ځوان روغتون ته لېږدول شوی؛ خو د ژورو ټپونو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو درې کم‌عمره شکمن کسان نیول شوي او د قضیې په اړه نورې پلټنې روانې دي.

نړیواله درجه‌بندي؛لېسبون لومړی، امسټرډام دویم او ملبورن درېیم د نړۍ تر ټولو غوره ښارونه بلل شوي

د کډوالۍ او نړیوال تابعیت د مشورتي ادارې د یوې نوې ارزونې له مخې، د پرتګال پلازمېنه لېسبون د هغو کسانو لپاره د نړۍ تر ټولو غوره ښار بلل شوی چې غواړي بل هېواد ته کډه شي او نوی ژوند پیل کړي.

په دې ارزونه کې د نړۍ ۳۵ ښارونه د بېلابېلو معیارونو له مخې ارزول شوي دي، چې پکې شخصي امنیت، روغتیايي خدمتونه، د ژوند لګښت، د چاپېریال کیفیت، د انګلیسي ژبې کارونه، ښاري ترانسپورټ او د نوو اوسېدونکو د ټولنیز ادغام وړتیا شامل وو.

لېسبون د ۸۸.۴۹ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

راپور وايي چې دغه ښار د ژوند د مناسب لګښت، پاکې هوا او د بهرنیانو لپاره د استوګنې د بېلابېلو اسانتیاوو له امله لوړ امتیاز ترلاسه کړی دی.

د هالنډ پلازمېنه امسټرډام دویم او د اسټرالیا ملبورن درېیم ځای خپل کړی دی.

ورپسې ویانا په څلورم او بارسلونا په پنځم مقام کې راغلي دي.

د لسو غوره ښارونو په نوملړ کې سنګاپور، اوکلېنډ، ټوکیو، کوپنهاګن او سیول هم شامل دي.

په راپور کې تل‌ابیب د ۷۲.۵۱ نمرو په ترلاسه کولو سره ۱۷م مقام خپل کړی دی.

سره له دې چې دغه ښار د ژوند د کیفیت له پلوه مناسب ارزول شوی؛ خو د نړۍ له تر ټولو ګران‌بیه ښارونو څخه هم ګڼل شوی دی.

ارزونې همداراز ښودلې چې د ژوند له پلوه تر ټولو ارزانه ښار هو چي مېن (وېتنام) دی، ورپسې نایروبي، بالي او تفلیس راځي؛ خو دغو ښارونو د روغتیايي خدمتونو او عامه ترانسپورټ په برخو کې ټیټې نمرې ترلاسه کړې دي.

د ټولنیز ادغام په ځانګړې درجه‌بندۍ کې، د کوسټاریکا سان خوسې ښار لومړی ځای خپل کړی، چې د بهرنیانو هرکلی، د ملګرو موندلو اسانتیا او د کلتوري پرانیستې له امله یې لوړ امتیاز ترلاسه کړی دی.

د پړانګانو د ژغورنې لپاره نړيواله هڅه؛افغانستان کې دا ژوی له کلونو راهیسې ورک دی

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام يا UNDP ويلي، د نړۍ د پړانګانو شمېر چې شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د اندېښنې وړ کچې ته راټیټ شوی و، اوس د نړیوالو ساتندویو پروګرامونو او ګډو هڅو له امله د بیا زیاتېدو نښې ښيي.

یاد بنسټ وایي چې د نړیوالو سازمانونو، حکومتونو او سیمه‌ییزو ټولنو ترمنځ همغږي د دې لامل شوې چې د پړانګانو طبیعي استوګنځایونه تر یوه بریده خوندي شي او د هغوی د بقا لپاره مناسب شرایط رامنځته شي.

د راپور له مخې، د چاپېریال ساتنې نړیوال صندوق او نور شریک بنسټونه هڅه کوي چې د پړانګانو د ساتنې لپاره دوامدار مالي ملاتړ او اغېزمنې پالیسۍ رامنځته کړي، څو دغه نایابه وحشي ژوی له ورکېدو وژغورل شي.

په داسې حال کې چې په یو شمېر آسیایي هېوادونو کې د پړانګانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی، افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې پړانګان پکې له لسیزو راهیسې ورک شوي ګڼل کېږي.

د تاریخ له مخې، د «کیسپین پړانګ» په نوم ډول پخوا د افغانستان په شمالي او شمال‌ختیځو سیمو کې هم ژوند کاوه، خو د ښکار، د استوګنځایونو د له منځه تلو او بشري فعالیتونو له امله یې نسل له منځه ولاړ.

کارپوهان وایي، که څه هم په افغانستان کې د پړانګانو د بېرته راګرځولو کوم رسمي پروګرام نشته، خو هېواد لا هم د واورین پړانګ، مارخور او نورو نادرو ژوو لپاره مهم طبیعي استوګنځایونه لري چې د ساتنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د چاپېریال د ساتنې فعالان ټینګار کوي چې د طبیعي تنوع خوندي کول نه یوازې د وحشي ژوو د بقا لپاره مهم دي، بلکې د ایکوسیستم د توازن او راتلونکو نسلونو د ګټې لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

راپورونه:ممبي غواړي پانډیا له لوبډلمشري څخه لرې کړي

د وروستیو راپورونو له مخې د ممبي انډینز لوبډلې مشرتابه او مسؤلین غواړي هارډیک پانډیا د لوبډلمشرۍ له دندې لرې کړي.

راپورونه ښيي چې سږ کال د نوموړي تر مشرۍ لاندې ممبي انډینز د تمې خلاف کارکردګي وکړه، ګڼې مهمې لوبې یې وبایللې او لوبډله هم له لوبو ژر بهر شوه.

نیویارک ټایمز:د ایران د مذاکره کوونکي ټیم او سختدریځو څېرو ترمنځ کړکېچ زیات شوی

نیویارک ټایمز وايي، د ایران یوه سختدریځه ډله هڅه کوي چې له امريکا سره روانې خبرې اترې ګډوډې کړي.

راپور وايي چې په پارلمان، حکومتي رسنیو او د ملي امنیت په عالي شورا کې ځینې سختدریځي څېرې، سره له دې چې د ایران رهبر له مذاکراتو ملاتړ کړی، د لاریونونو، رسنیزو کمپاینونو او سیاسي فشارونو له لارې له واشنګټن سره د امتیاز ورکولو مخالفت کوي.

د ورځپاڼې په وینا، د ایران ولسمشر، مسعود پزشکيان، په دې وروستیو کې پر دولتي ټلوېزیون نیوکه کړې چې مذاکرات ناکام ښيي او د سیاسي اختلافاتو د ژورېدو لامل کېږي، په داسې حال کې چې د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي له خوا له امريکا سره خبرې لا هم روانې دي.

راپور د شنونکو او چارواکو له قوله لیکلي چې د سختدریځو ډله د اقلیت استازیتوب کوي؛ خو بیا هم د ایران د سیاسي جوړښت په ځینو برخو او د اسلامي جمهوریت د ملاتړو ترمنځ نفوذ لري.

نیویارک ټایمز همداراز د سختدریځو څېرو او د ایران د مذاکره کوونکي ټیم د غړو ترمنځ د واشنګټن سره د خبرو اترو د مسیر پر سر د اختلافاتو او تاوتریخوالي خبر ورکړی دی.

لغمان؛سرخکان څلورې ته نږدې ترافیکي پېښې ۱۸ تنه وژلي

د لغمان ولایت ځایي چارواکي وایي، د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان د والي ویاند، عبدالمالک نیازي، ویلي چې پېښه نن سهار د سرخکان څلورلارې ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه چې د یوې کورنۍ موټر چپه شو.

د نوموړي په وینا، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د مړو شویو کسانو له ډلې ۱۰ ماشومان او ۵ ښځې دي.

چارواکي زیاتوي چې یاده کورنۍ څه موده وړاندې له پاکستانه افغانستان ته ستنه شوې وه او د کونړ ولایت څخه کابل ته پر لاره وه چې له دې خونړۍ پېښې سره مخ شوه.

د پېښې ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي، خو د مسؤلینو په خبره د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت لا هم نازک دی.

د پېښې د څرنګوالي او اصلي لامل په اړه څه نه دي ويل شوي.

هند کرکټ بورډ؛په لوبو او پویلین کې پر سمارټ عینکو بندیز ولګاوه

د هند کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېټې (ACSU) د لوبو پر مهال د هر ډول سمارټ عینکو چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) عینکې هم پکې شاملې دي پر کارولو بندیز ولګاوه.

یادې کمېټې ویلي دا پرېکړه یې د لوبو د فکسینګ د مخنیوي او د قماربازانو او شکمنو کسانو سره د هر ډول غیرقانوني اړیکو د مخنیوي په موخه کړې ده.

د دغو سمارټ عینکو له لارې لوبغاړي، روزونکي او رسمي غړي کولای شي په اسانۍ سره پیغامونه واستوي او ترلاسه کړي، غږیزې او ویډیويي اړیکې ټینګې کړي او له بهرنیو اشخاصو سره پټې اړیکې وساتي چې دا چاره د لوبو د شفافیت او رښتینولۍ لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

د طالبانو حکومت؛د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حج د اختتام نړیواله غونډه کې ګډون کړی

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، شیخ نورمحمد ثاقب، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه د «ختامه مسک» تر سرلیک لاندې نړیواله غونډه کې ګډون وکړ.

دغه غونډه د حج پروسې د بریالي پای ته رسېدو په مناسبت په مکه مکرمه کې جوړه شوې وه، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د حج وزیرانو او لوړپوړو چارواکو پکې برخه اخیستې وه.

په غونډه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر، ډاکټر توفیق بن فوزان الربیعة، د هېوادونو د حج بعثو هڅې او اغېزمن مدیریت ستايلی او ویلي چې د سږني حج مراسم د منظمې همغږۍ او غوره خدمتونو له امله په بریالیتوب ترسره شول.

نوموړي د افغانستان په ګډون د هغو هېوادونو د حج بعثو ځانګړې ستاینه کړې چې د حاجیانو د ستونزو په حل، د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو او د حج د چارو په منظم مدیریت کې یې فعاله ونډه لرلې ده.

بل لور ته، نورمحمد ثاقب د سعودي عربستان له حکومت، د حج او عمرې وزارت او اړوندو خدماتي شرکتونو څخه د افغان حاجیانو لپاره د برابر شوو اسانتیاوو او خدمتونو له امله مننه کړې او د حج د مراسمو منظم او خوندي ترسره کېدل یې د ستاینې وړ بللي.

هغه د غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو د حج له وزیرانو او مسؤلینو سره هم لیدنې کړې او د حج د چارو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د درملو د تولید شرکتونو مسولين:په افغانستان کې د درملو کورنی تولید ۳۸ سلنې ته لوړ شوی

د درملو د تولیدوونکو شرکتونو مسوولان وايي، د پاکستان څخه د درملو د وارداتو له محدودېدو وروسته په افغانستان کې د درملو د کورني تولید کچه د پام وړ لوړه شوې او اوس د هېواد د اړتیاوو نږدې ۳۸ سلنه درمل په کور دننه تولیدېږي.

د دوی په خبره، د تولید کچه له پخوا ۲۵ سلنې څخه ۳۸ سلنې ته رسېدلې ده.

د يادو مسوولانو په وینا، په کورنیو فابریکو کې جوړېدونکي درمل د کیفیت له معیارونو سره سم تولیدېږي او د بازار د اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کوي.

د اسیانور فارما د تولیدي څانګې رئیس، ضیاالدین مایار، ویلي چې د درملو د تولید زیاتوالی د کورنیو فابریکو د ظرفیت د پراختیا څرګندونه کوي او اوسنی تولید د هېواد د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د پام وړ ونډه لري.

د روغتیا برخې یو شمېر متخصصینو هم د کورنیو تولیداتو کیفیت د منلو وړ بللی او ویلي یې دي چې د درملو د صنعت پراختیا کولی شي پر وارداتو د افغانستان تکیه راکمه کړي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې د درملو او روغتیايي توکو د تولید ۱۳۵ فابریکې فعالیت لري او په دې سکټور کې شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.

په ورته وخت کې، افغانستان د پاکستان ترڅنګ له نورو آسیایي هېوادونو څخه هم د درملو واردات پراخ کړي دي.

سربېره پر دې، د روسیې د درمل جوړونې شرکت «فارماسینټېز» اعلان کړی چې د طالبانو له حکومت سره یې د همکارۍ هوکړه کړې او په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي.