پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 194

استرالیایي کریکټ لوبغاړی؛ډیمین مارټن د شدیدې ناروغۍ له امله روغتون ته انتقال شوی

0

د اسټرالیا پخوانی کریکټر ډیمین مارټن د شدیدې ناروغۍ له امله د برسبین په روغتون کې بستر شوی او حالت یې د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

د اسټرالیا د غیر دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، ۵۴ کلن مارټن د کرسمس پر ورځ ناڅاپه ناروغ شوی او لوېدلی دی.

هغه د ۲۰۰۳ کال د کریکټ نړیوال کپ ګټونکی او د اسټرالیايي ډلې غړی و او اوس مهال په روغتون کې د کوما په حالت کې دی.

د راپورونو له مخې، هغه ته د سختې ناروغۍ له امله د تودوخې درملنه ورکول کېږي.

اسټرالیا کریکټ مشر ټوډ ګرینبرګ د مارټن د ناروغۍ په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې، او پخواني ویکټ‌کیپر ایډم ګلکرسټ ویلي چې په برسبین کې د مارټن درملنه په غوره ډول روانه ده.

ډیمین مارټن په خپل مسلکي ژوند کې په ۶۷ ټیسټ، ۲۰۸ ون‌ډې، او ۴ ټي‌ټوینټي سیالیو کې د اسټرالیا نمایندګي کړې ده.

ذبیح الله مجاهد:۲۰۲۵کال له بهرنیو هېوادونو ۲.۸ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې تېر ۲۰۴۵ کال له بېلابېلو بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته شاوخوا ۲ میلیونه او ۸ سوه زره (۲۸۰۰۰۰۰) افغان کډوال راستانه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د راستنېدونکو د هرکلي، ثبت او ځای پر ځای کولو بهیر ښه مدیریت شوی او ډېری راستانه شوي کسان په بېلابېلو سیمو کې په منظم ډول ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو حکومت ټینګار کوي، چې د کډوالو د راستنېدو بهیر به په منظم ډول دوام ولري او هڅه کوي تر څو راستانه شوي افغانان د ژوند له بنسټیزو اسانتیاوو برخمن شي.

قطر؛د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د وروستیو دریځونو ملاتړ کړی

0

قطر د یمن کړکېچ په منځ کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا اقدامات د سیمې ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

دوحې د یمن د یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتنه هم ټینګار کړی دی.

دا غبرګون وروسته له هغې څرګند شو چې متحده عربي اماراتو د سعودي عربستان په غوښتنه اعلان وکړ چې خپل پاتې ځواکونه له یمن وباسي

د یادونې ده چې له دې مخکې د سعودي په مشرۍ ټلوالې د یمن په سوېل کې د مکلا بندر شاوخوا هوايي بریدونه کړي وو.

سي‌اېن‌اېن:په ایران کې روان لاریونونه د مدني آزادۍ او ټولنیز فشار نښه ده

0

سي‌اېن‌اېن په یوه راپور کې لیکلي، چې په ایران کې روان لاریونونه د دې نښه ده چې ټولنه هڅه کوي خپله مدني فضا او شخصي ازادۍ بېرته ترلاسه کړي.

د راپور له مخې، د ایران ۸۶ کلن رهبر علي خامنه‌ای د هم‌مهالو بحرانونو پر وړاندې د نوو ستراتېژیکو پرېکړو له کولو عاجز ښکاري او لا هم پر پخوانیو لارو تکیه کوي.

سي‌اېن‌اېن زیاتوي، چې دا ټولنیزې نارضایتۍ هغه مهال راڅرګندې شوې دي چې د ایران اقتصاد د سخت انفلاسیون، د برېښنا پرې کېدو، بېکارۍ او د وروستیو څلوېښتو کلونو تر ټولو سختې وچکالۍ لاندې دی.

راپور همدارنګه وایي، چې په حاکم نظام کې د پرېکړې نیولو ستونزه رامنځته شوې او بهرنۍ تګلاره هم له ستونزو سره مخ ده؛ خو خامنه‌ای لا هم د لوېدیځ له شرطونو سره هر ډول خبرې ردوي.

رویټرز:المان کې غلو د بانک دیوال سوری کړی او ۱۰ میلیونه یورو یې غلا کړي دي

0

رویټرز د المان د پولیسو له قوله خبر ورکړی چې د کریسمس رخصتیو په وخت کې په آلمان کې غلو د گلزن‌کیرشن ښار یوه بانک ته د دیوال سوري کولو له لارې ننوتي.

د پولیسو په خبره، دغه غلو له څو زره صندوقونو څخه ۱۰ میلیونه یورو نغدې پیسې او قیمتي توکي غلا کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، لسګونه خفه مشتریان د بانک مخې ته راټول شوي او بانک ته د دننه کېدو غوښتنه کوي.

پولیسو ویلي چې د دغه غلو د نېولو هڅې روانې دي.

جېسون هولډر؛په شل اوریزو لوبو کې د راشد خان د ډېرو ویکټ اخیستونکو ریکارډ مات کړ

0

د ویسټ انډیز کرېکټ ملي لوبډلې الراونډر جېسون هولډر په ۲۰۲۵ کال کې د شل اوریزو سیالیو په تاریخ کې د یوه کال تر ټولو زیات ویکټې اخیستلو ریکارډ جوړ کړ.

نوموړي په ۶۹ لوبو کې ۹۷ ویکټې اخیستې او د افغانستان د ستوري راشد خان ۲۰۱۸ کال ریکارډ چې په ۶۱ لوبو کې ۹۶ ویکټې و، مات کړ.

راشد خان دغه ریکارډ په ۶۱ لوبو کې د ۱۵.۴۶ اوسط سره جوړ کړی و او په شل اوریز کرېکټ کې له تر ټولو اغېزناکو توپ‌اچوونکو شمېرل کېده.

د نورو لوبغاړو په منځ کې یوازې ډواین براوو او نور احمد لکڼوال هم په یوه کال کې له ۸۰ ویکټو زیاتې ویکټې اخیستې وې.

هولډر په ۲۰۲۵ کال کې نه یوازې د توپ اچونې، بلکې د توپ‌وهلو په برخه کې هم ۸۴۶ منډې یې جوړې کړي دي.

د سعودي او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو؛د منځني ختیځ د امنیت او ثبات لپاره خبرې کړې

0

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمه‌ییزو پېښو او د منځني ختیځ د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره د ګډو هڅو په اړه خبرې کړې.

د سعودي او امریکا د بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، چې دواړو لورو په یمن کې د کړکېچ او سیمه‌ییزو امنیتي ستونزو په اړه خبرې کړې او د ګډو همکاریو له لارې د ثبات د ساتلو ژمنه یې کړې ده.

دا خبرې په داسې وخت کې شوي چې په خلیج فارس او یمن کې کړکېچونه دوام لري او نړیواله ټولنه د دې پېښو په اړه اندېښمنه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:د ایران راتلونکی د دې هېواد د ځوانانو دی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د محصلانو د اعتراضونو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران راتلونکی د دې هېواد د ځوانانو دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت فارسي پاڼې پر ټولنیزه شبکه اېکس لیکلي، د ایران په بېلابېلو پوهنتونونو کې محصلان خپل بنسټیز حقونه غواړي، سره له دې چې امنیتي ځواکونه په دوامداره ډول له ګواښ او تاوتریخوالي څخه کار اخلي.

په اعلامیه کې ویل شوي، دغه محصلان د ایران د ټولنې له تر ټولو لوستو او بااستعداده کسانو څخه دي، خو د ایران د حکومت د ناکامو تګلارو او د خلکو اساسي حقونو ته د نه پاملرنې له امله، د یوه ښه او مناسب ژوند د جوړولو له فرصت څخه بې‌برخې پاتې دي.

د پاکستان فدرالي وزیر:که تحریک انصاف جدي وړاندیزونه لري؛ نو مذاکرات دې راسره وکړي

0

د پاکستان فدرالي وزیر طارق فضل چودري د پاکستان تحریک انصاف ته د مذاکراتو بلنه ورکړې ده.

نوموړي ویلي، چې د جنورۍ په ۱۲مه د قومي اسمبلۍ غونډه ده او که تحریک انصاف جدي وړاندیزونه لري؛ نو د اسمبلۍ دفتر ته دې ورشي.

چودري زیاته کړې، چې هغه د فواد چودري، عمران اسماعیل او د تحریک انصاف له نورو پخوانیو مشرانو سره خبرو ته هم چمتو دی؛ خو ټینګار یې کړی چې دغه کسان باید د ګوند رسمي واک او اجازه ولري.

بل لور ته، د تحریک انصاف مشر مینا خان آفریدي ویلي، چې د ګوند بنسټګر عمران خان د مذاکراتو واک محمود خان اڅکزي او علامه راجا ناصر عباس ته ورکړی دی او که حکومت رښتیا هم جدي وي؛ نو باید له همدغو کسانو سره خبرې وکړي.

ایراف:په تهران کې د جنرال اکرام‌الدین سریع د ترور په تړاو کسان نیول شوي

ایراف ته سرچینو ویلي، چې په تهران کې د افغان پوځي قومندان اکرام‌الدین سریع د ترور په تړاو یو شمېر کسان نیول شوي دي.

نوموړی تېره اوونۍ له یوه بل افغان سره یو ځای د تهران د ولیعصر ښارګوټي په سیمه کې په وسله‌وال برید کې وژل شوی و.

د راپور له مخې، نامعلومو کسانو پر هغه موټر ډزې کړې وې چې اکرام‌الدین سریع او د افغانستان د پولیسو پخوانی قومندان محمدامین الماس پکې سپاره وو.

الماس ځای په ځای وژل شوی و او جنرال سریع بیا په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې د دې پېښې څېړنې روانې دي.

تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی؛ خو د طالبانو حکومت مخالفینو دغه ډله د برید مسووله بللې ده.