دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 19

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت:د افغان ټرانس پروژې د تخنیکي مطالعاتو عملي چارې به نږدې راتلونکې کې پیل شي

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وایي، د افغان ټرانس پروژې د تخنیکي مطالعاتو عملي چارې به نږدې راتلونکې کې پیل شي، چې له بشپړېدو سره به یې د افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې له سیمې سره لا پیاوړې شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې د روسیې د وسپنې پټلۍ شرکت اعلان وکړ، چې روسي او ازبکستاني متخصصین به د افغان ټرانس پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات ترسره کړي.

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس ویلي، د دې پروژې د امکان‌سنجۍ هوکړه‌لیک تر دې وړاندې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوی و او د مطالعاتو لپاره اړوند شرکت هم ټاکل شوی دی.

افغان ټرانس پروژه د جنوبي او مرکزي اسیا د نښلولو لپاره طرحه شوې، چې موخه یې د یوه مهم ټرانزیټي دهلېز جوړول دي.

د دې پروژې له مخې به د ازبکستان د ترمز ښار د افغانستان له مزارشریف او د پېښور ښار سره د وسپنې پټلۍ له لارې ونښلول شي.

بلوچستان؛پنجګور او چاغي ولسوالۍ کې پر امنیتي تاسیساتو وسله‌وال بریدونه شوي

د بلوچستان په پنجګور او ایالتپه چاغي ولسوالۍ کې وسله‌والو پر امنیتي تاسیساتو بریدونه کړي، چې له امله یې امنیتي وضعیت یو ځل بیا ترینګلی شوی دی.

د راپورونو له مخې، د چاغي ولسوالۍ په مرکز دالبندین کې وسله‌والو کسانو لارې تړلې او وروسته یې پر مرکزي پولیس تاڼه برید کړی دی.

سرچینې وایي، بریدګرو تاڼې ته اور اچولی او د ګډوډۍ پر مهال یو شمېر بندیان هم تښتېدلي دي.

پولیسو ویلي، له برید وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له وسله‌والو سره یې نښته کړې، چې وروسته بریدګر تښتېدلي دي.

د پولیسو په وینا، وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی او د بریدګرو د نیولو لپاره عملیات دوام لري.

د روغتون سرچینو د ډزو له امله د دوو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

بلخوا، د پنجګور ولسوالۍ په یوه بله پېښه کې وسله‌والو د ګمرک پر یوې پوستې برید کړی او یو موټر یې سوځولی دی.

امنیتي چارواکي وایي، د بریدونو په اړه پلټنې روانې دي.

هرات کې؛د اختر په مناسبت د ښځو “اختریز بازار” پرانیستل شو

هرات کې د “اختریز بازار” په نوم د ښځو لس ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، په دې نندارتون کې نږدې ۲۰۰ ښځو ګډون کړی او خپل تولیدات یې د پلور او نندارې لپاره وړاندې کړي دي.

په نندارتون کې جامې، وچه مېوه، خواږه او لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي، چې ډېری یې د اختر اړوند توکي دي.

د طالبانو حکومت ستره محکمه:د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

د طالبانو حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې د هېواد په هېڅ ولایت کې د ذوالحجې میاشتې هلال نه دی لیدل شوی، له همدې امله سبا یکشنبه د ذوالقعدې دېرشمه ورځ ګڼل کېږي او بل ورځ د ذوالحجې لومړۍ نېټه ده.

د سترې محکمې د اعلان له مخې، د راتلونکې اوونۍ چهارشنبه چې د جوزا له شپږمې نېټې سره برابره ده، د لوی اختر لومړۍ ورځ او د ذوالحجې لسمه نېټه به وي.

همداراز، راتلونکې سې شنبه به د عرفې ورځ وي.

بلوچستان؛بلوڅو وسلوالو په مستونګ کې د پاکستاني پوځ پر کاروان برید کړی

راپورونه وايي چې نن سهار د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې بلوڅو وسلوالو د پاکستاني پوځ پر یو پوځي کاروان کمیني برید کړی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پوځ شاوخوا شل موټر د سیمې له لارې په حرکت کې وو چې وسله‌والو پرې برید کړی.

ویل کېږي په دې برید کې لږ تر لږه دوه پوځي موټر تخریب شوي او ګڼو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې دقیق شمېر په رسمي ډول نه دی تایید شوی، خو ځینو راپورونو ادعا کړې چې له شلو زیات پاکستاني عسکر وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکو تر دې مهاله د پېښې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې ده چې په وروستیو میاشتو کې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي، او بلوڅ بېلتون‌پالې ډلې د دغه حملو د برید مسوولیت اخلي.

امریکايي سمندري جنرال:نامعلومه هوایي پدیدې د غیر انساني هوښیارۍ تر کنټرول لاندې اداره کېږي

د فاکس نیوز د راپور له مخې، د امریکا یو متقاعد سمندري جنرال ادعا کړې چې ناپېژندل شوې هوايي پدیدې (UAP) ښايي د «لوړې کچې غیر انساني هوښیارۍ» له لوري کنټرولېږي.

ټیم ګالودېټ، چې د UAP پدیدو په اړه د امریکا له مشهورو څېرو ګڼل کېږي، ویلي هغه داسې ویډیویي شواهد لیدلي چې پکې نامعلوم الوتونکي شیان د سمندر او فضا ترمنځ په بې‌ساري سرعت تګ راتګ کوي؛ داسې حرکتونه چې د اوسني بشري ټکنالوژۍ له وړتیاوو لوړ بلل کېږي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ د داسې غیر انساني هوښیار موجودیت له فعالیتونو خبر یو چې د دغو پدیدو د حرکت لارښوونه کوي.»

په امریکا کې د هغه څرګندونو هغه بحثونه چې په وروستیو کلونو کې د امریکا د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا هم څېړل شوي دي، د UFO او UAP پدیدو په اړه روان بحثونه یو ځل بیا تاوده کړي.

د طالبانو حکومت اړوند ادرسونه:«جنرال» مبين له زندان څخه خوشې شو

راپورونه وايي چې د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قوماندانۍ پخوانی ویاند او ستر مبلغ «جنرال» مبین له بند څخه ازاد شوی دی.

د طالبانو حکومت اړوند ادرسونو د نوموړي د خوشې کیدو خبر ورکړی دی.

د دغه خبر په اړه تراوسه رسمي سرچینو او د «جنرال» مبین اړوند ایکس ادرس څه نه دي ويلي.

د یادونې وړ ده چې «جنرال» مبین په ټولنیزو رسنیو کې نه یوازې د طالبانو پر حکومت بلکې د پاکستان او ځینو سیاسي څېرو پرضد څرګندونې کولې چې وروسته د طالبانو د حکومت له لوري ونیول شو او پر یو کال بند محکوم شو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر؛محسن نقوي په يو نااعلان شوي سفر تهران ته تللی

د ایرانۍ رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه نااعلان شوې سفر تهران ته تللی او هلته یې له ایراني چارواکو سره لیدنې کړې دي.

راپورونه وایي چې دا سفر د سیمې د امنیتي وضعیت، د ایران او پاکستان ترمنځ د اړیکو، او روانو سیمه‌ییزو تحولاتو په تړاو ترسره شوی دی.

ځینې سرچینې زیاتوي چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هم له لوړپوړي پلاوي سره تهران ته رسېدلی و، او د دواړو هېوادونو چارواکو د امنیتي همکارۍ، سرحدي وضعیت، او د منځني ختیځ د کړکېچونو په اړه يې خبرې کړې دي.

تر اوسه د پاکستان یا ایران حکومتونو د دې سفر بشپړ رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي.

مسعود پزشکیان پاپ لېو ته:د امریکا او اسرائیل بریدونه د انساني ارزښتونو خلاف دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لېو ته په استولي پیغام کې د ایران جګړې په تړاو د هغه د اخلاقي او منطقي دریځ ستاینه کړې ده.

په دغه پیغام کې راغلي چې د امریکا او اسرائیل بریدونه یوازې د ایران پر ضد نه، بلکې د نړیوال قانون او انساني ارزښتونو پر ضد هم دي.

پزشکیان ویلي، دغه بریدونه د نړیوالو اصولو او د هېوادونو د حاکمیت ښکاره نقض ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړې چې ایران د مشروع دفاع په چوکاټ کې د بریدګرو هېوادونو اهداف او ګټې په نښه کړې دي.

د ایران ولسمشر همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د امریکا د هغو اقداماتو پر وړاندې چې نوموړي غیرقانوني بللي، مسؤلانه غبرګون وښيي.

پزشکیان ټینګار کړی چې د سیمه‌ییزو کړکېچونو د پراخېدو مخنیوی د نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت دی او باید د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو د ستونزو د حل هڅې وشي.

فضل محمود فضلي:پاکستان د امریکا د پاملرنې لپاره خطرناکې او منافقانه لوبې ترسره کوي

د افغانستان د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، پاکستان د امریکا د پاملرنې د جلب لپاره تل له خطرناکو او منافقانه لارو کار اخیستی او د سیمې امنیتي وضعیت یې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره کارولی دی.

فضلي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د پاکستان په تاریخ کې ګڼې خونړۍ پېښې د نړیوالو، په ځانګړي ډول د امریکا د توجه د ترلاسه کولو لپاره کارول شوې دي.

هغه د پاکستان د لومړي صدراعظم لياقت علي خان وژنه، د پخواني ولسمشر محمد ضیاالحق مرموزه مړینه، او د پېښور د پوځي ښوونځي خونړۍ پېښه د بېلګو په توګه یادې کړې دي.

د هغه په وینا، پاکستان اوس هم په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي پېښو له رامنځته کېدو وروسته د افغانانو پر سیمو بریدونه کوي او هڅه کوي ځان د ترهګرۍ قرباني وښيي، څو د امریکا ملاتړ او پاملرنه ترلاسه کړي.

فضلي دا وضعیت خطرناکه او خونړۍ ستراتیژیکه لوبه بللې او ټینګار یې کړی چې افغانان باید دغسې سیاستونو ته مشروعیت ور نه کړي.

هغه ویلي، د پاکستان اوسنۍ امنیتي اندېښنې تر ډېره د همدغه هېواد له خوا رامنځته شوي او مهندسي شوي وضعیتونه دي.

د فضلي په خبره:«له همدې امله د دې موضوع په اړه چوپتیا، مبهم دریځونه او یا هم پاکستان سره په همدې محوریت مذاکرات، په عملي ډول د پاکستان همدې خطرناکې لوبې دوام ته مشروعیت ورکول دي. زموږ مسئولیت یوازې ددې خطرناکې لوبې د مشروعیت مخنیوې نه بلکې دا هم دی چې موږ باید په افغانستان کې د دې لوبې مشروعیت ورکوونکي د هغوی له کړنو، خبرو او خاینانه چوپتیا څخه وپېژنو.»