د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لېو ته په استولي پیغام کې د ایران جګړې په تړاو د هغه د اخلاقي او منطقي دریځ ستاینه کړې ده.
په دغه پیغام کې راغلي چې د امریکا او اسرائیل بریدونه یوازې د ایران پر ضد نه، بلکې د نړیوال قانون او انساني ارزښتونو پر ضد هم دي.
پزشکیان ویلي، دغه بریدونه د نړیوالو اصولو او د هېوادونو د حاکمیت ښکاره نقض ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړې چې ایران د مشروع دفاع په چوکاټ کې د بریدګرو هېوادونو اهداف او ګټې په نښه کړې دي.
د ایران ولسمشر همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د امریکا د هغو اقداماتو پر وړاندې چې نوموړي غیرقانوني بللي، مسؤلانه غبرګون وښيي.
پزشکیان ټینګار کړی چې د سیمهییزو کړکېچونو د پراخېدو مخنیوی د نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت دی او باید د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو د ستونزو د حل هڅې وشي.

