د بلوچستان په پنجګور او ایالتپه چاغي ولسوالۍ کې وسلهوالو پر امنیتي تاسیساتو بریدونه کړي، چې له امله یې امنیتي وضعیت یو ځل بیا ترینګلی شوی دی.
د راپورونو له مخې، د چاغي ولسوالۍ په مرکز دالبندین کې وسلهوالو کسانو لارې تړلې او وروسته یې پر مرکزي پولیس تاڼه برید کړی دی.
سرچینې وایي، بریدګرو تاڼې ته اور اچولی او د ګډوډۍ پر مهال یو شمېر بندیان هم تښتېدلي دي.
پولیسو ویلي، له برید وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له وسلهوالو سره یې نښته کړې، چې وروسته بریدګر تښتېدلي دي.
د پولیسو په وینا، وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی او د بریدګرو د نیولو لپاره عملیات دوام لري.
د روغتون سرچینو د ډزو له امله د دوو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
بلخوا، د پنجګور ولسوالۍ په یوه بله پېښه کې وسلهوالو د ګمرک پر یوې پوستې برید کړی او یو موټر یې سوځولی دی.
امنیتي چارواکي وایي، د بریدونو په اړه پلټنې روانې دي.

