شنبه, مې 16, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت ستره محکمه:د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ د لوی...

د طالبانو حکومت ستره محکمه:د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

د طالبانو حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې د هېواد په هېڅ ولایت کې د ذوالحجې میاشتې هلال نه دی لیدل شوی، له همدې امله سبا یکشنبه د ذوالقعدې دېرشمه ورځ ګڼل کېږي او بل ورځ د ذوالحجې لومړۍ نېټه ده.

د سترې محکمې د اعلان له مخې، د راتلونکې اوونۍ چهارشنبه چې د جوزا له شپږمې نېټې سره برابره ده، د لوی اختر لومړۍ ورځ او د ذوالحجې لسمه نېټه به وي.

همداراز، راتلونکې سې شنبه به د عرفې ورځ وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here