جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 187

اسماعیل میاخېل:د وینزویلا پېښه د امریکا د امپریالېزم او د نړیوال قانون د کمزورۍ نښه ده

د ملي راډیو ټلویزیون پخواني مشر اسماعیل میاخېل پر وینزویلا د امریکا وروستیو کړنو ته په غبرګون کې ویلي، دا پوښتنه جدي شوې چې ایا نړۍ د امریکا امپریالېزم په ښکاره بڼه نه ویني؟

نوموړي ویلي، پر یوه خپلواک هېواد برید کول او د هغه د ولسمشر تښتول د نړیوالو قوانینو له مخې په هېڅ ډول توجیه کېدای نه شي، حتا که هغه مشر فاسد، مستبد یا ناپېژندل شوی هم وي.

د میاخېل په وینا، که دا ډول کړنې ومنل شي؛ نو نړیوال قانون به اختیاري بڼه خپله کړي.

هغه ټینګار کړی چې د ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې، نړیوال قانون، ملګري ملتونه، نړیواله جزايي محکمه او حتا اروپايي ټولنه خپل اغېز له لاسه ورکوي.

اسماعیل میاخېل پوښتنه راپورته کړې چې ایا نړیوال قانون یوازې پر ځینو هېوادونو تطبیقېږي؟ او که دا چلند عادي شي؛ نو څه تضمین شته چې نور هېوادونه، لکه روسیه، ورته کړنې ترسره نه کړي؟

د روسیې او بیلاروس وزیران:مادورو باید سمدستي آزاد او کاراکاس ته بېرته ستون شي

0

د روسیې او بیلاروس د بهرنیو چارو وزیرانو د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د آزادۍ غوښتنه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مسکو او مینسک د بهرنیو چارو وزیرانو، سرګي لاوروف او ماکسیم ریژنکوف، په یوه ټیلیفوني تماس کې د مادورو د سمدستي آزادېدو او د کاراکاس د ولسمشر په توګه د بېرته ستنېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دواړو وزیرانو د وینزوېلا حاکمیت او سیاسي ثبات د خوندي ساتلو ضرورت هم یاد کړی دی.

عباس عراقچي؛د وینزویلا د بهرنیو چارو له وزیر سره تلیفوني خبرو کې د امریکا پوځي تجاوز غندلی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د وینزویلا د بهرنیو چارو له وزیر ایوان خیل پینتو سره په ټیلیفوني تماس کې د امریکا لخوا د وینزویلا پر وړاندې پوځي تجاوز او د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د نیولو په اړه خبرې کړې.

عراقچي د امریکا دا اقدام د “دولتي ترهګرۍ” بېلګه بللې او ویلي چې دا د وینزویلا د ملي حاکمیت او خلکو د ارادې سرغړونه ده.

هغه د ایران له لوري د وینزویلا د خلکو او منتخب حکومت ملاتړ څرګند کړی دی.

د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر د ایران د ملاتړ او اصولي دریځ ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې وینزویلا به د خپل ملي حاکمیت او د خپل برخلیک د ټاکلو حق د دفاع لپاره د امریکا د ناقانونه سیاستونو پر وړاندې کلک دریځ غوره کړي.

خیبر پښتونخوا؛موټرسايکل سپرو وسله‌والو په هدفي بریدونو کې څلور پولیس ځای پر ځای وژلي

0

د خیبرپښتونخوا د بنو په ډویژن کې د هدفي بریدونو په لړ کې نن سهار موټرسايکل سپرو وسله‌والو په جلا جلا بریدونو کې څلور پولیس په ډزو وژلي.

د پولیسو په وینا، دواړه بریدونه د څلورو ساعتونو په واټن کې ترسره شوي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د لکي مروت په ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چېرته چې وسله‌والو پر ټرافیک پولیسو ناڅاپي ډزې وکړې او لږ تر لږه درې ټرافیک پولیس یې ووژل.

تر دې څو ساعته وروسته، په بله جلا پېښه کې یو پولیس د بنو په ولسوالۍ کې په ډزو ووژل شو.

چارواکو ویلي، بریدګر له پېښو وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسولیت نه دی منلی.

د وینزویلا مرستیاله ولسمشره:هېواد به مو هېڅکله د امریکا تر واک لاندې نه وي، مادورو دې ژر بېرته را خوشې شي

0

د وینزویلا مرستیالې ولسمشرې ډیلسي رودریګز د امریکا د وروستیو پوځي اقداماتو پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، هېواد به یې هېڅکله د کومې بهرني امپراتورۍ تابع نه شي.

رودریګز ټینګار کړی چې ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن باید ژر بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، ځکه د وینزویلا حاکمیت د معاملې یا فشار لاندې نه دی.

هغې په خپلو څرګندونو کې د وینزویلا د خلکو او حکومت د حقونو یادونه کړې او ویلي یې دي، د هېواد راتلونکی باید د بهرنیو پوځي مداخلتونو له لارې ونه ټاکل شي.

په ورته وخت کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، رودریګز د وروستیو تحولاتو پر مهال په روسیه کې ده، خو تراوسه د هغې د اوسني ځای په اړه کره معلومات نشته.

بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې چې د واک قانوني لېږد پورې به د وینزویلا چارې د امریکا په لاس کې وي.

چین:د امریکا لخوا د نیکولاس مادورو نیول کېدل غندو

0

د چین د بهرنیو چارو وزارت د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د نیول کېدو غندنه کړې ده.

دغه وزارت ویلي، دا اقدام د واشنګټن له‌خوا سلطه‌غوښتونکی عمل دی او د نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي.

چین ټینګار کړی چې د وینزویلا ملي حاکمیت ته باید درناوی وشي او د دې ډول اقداماتو له امله په لاتیني امریکا کې د امنیت او سولې لپاره خطر رامنځته کېدای شي.

یاد وزارت همدارنګه یادونه کړې چې چین او وینزویلا د انرژۍ په برخه کې نږدې همکاري لري او چین د تېرو شلو کلونو راهیسې د وینزویلا د تېلو لوی واردوونکی پاتې شوی دی.

د بشري حقونو د څار اداره:وینزویلا ته د خلکو په اراده عادلانه سیاسي بدلون پکار دی

0

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، وینزویلا د اوږدې ځپنې وروسته داسې سیاسي بدلون ته اړتیا لري چې د خلکو حقونه رعایت کړي او عادلانه ټاکنې تضمین شي.

دغې ادارې ټینګار کړی چې راتلونکی سیاسي نظام باید د وینزویلا د اوسېدونکو له‌خوا وټاکل شي، نه د بهرنیو پوځي مداخلې له لارې.

د بشري حقونو څار بنسټ وايي، وینزویلا د داسې ډېموکراټیک نظام مستحق ده چې پکې بنسټیزې ازادۍ خوندي وي او خلک په ازادو ټاکنو کې برخه واخلي.

امریکایي رسنۍ:نیکولاس مادورو او مېرمن یې نیویارک ته انتقال شوي او راتلونکې اوونۍ محکمې ته حاضرېږي

0

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن د امریکا د ځانګړو ځواکونو له لوري له نیول کېدو وروسته، نیویارک ته انتقال شوي او اوس د بروکلین د «متروپولېټن» توقیف خونې ته لېږدول شوي دي.

ټاکل شوې مادورو راتلونکې اوونۍ د منهټن په فدرالي محکمه کې د نشه‌یي توکو قاچاق، وسلو او نورو اړوندو جرمونو په تړاو محکمې ته حاضر شي.

د امریکا چارواکو ویلي، د مادورو نیول د اوږدو میاشتو پلان او د پراخو استخباراتي او پوځي عملیاتو پایله ده.

په ورته وخت کې د مادورو د مېرمنې قضیه هم د امریکا له لوري څېړل کېږي؛ خو د هغې په اړه جزیات تر اوسه محدود دي.

رسنۍ وايي، د نیول کېدو پر مهال مادورو او د هغه مېرمن د ځانګړو ځواکونو تر محافظت لاندې په خوندي ډول انتقال شوي، او د امریکا عدالت ته د وړاندې کولو لپاره ټول احتیاطي تدابیر نیول شوي دي.

برني سندرز:ټرمپ د وینزویلا د برید قانوني واک نه لري او باید پر کورنیو ستونزو تمرکز وکړي

0

د امریکا سناتور برني سندرز پر وینزویلا د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا د حکومت پر وروستي پوځي برید سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې ولسمشر ټرمپ د امریکا د اساسي قانون له مخې دا صلاحیت نه لري چې د کانګرس له اجازې پرته پر بل هېواد پوځي برید وکړي.

سندرز پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا مهال په امریکا کې شاوخوا ۶۰ سلنه خلک له یوې تنخوا تر بلې تنخوا په سختۍ سره ژوند تېروي او له اقتصادي فشارونو سره مخ دي.

د هغه په وینا، ټرمپ باید پر بهرنیو پوځي ماجراجویو تمرکز پرېږدي او د خپلو خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، د وینزویلا پر وړاندې د امریکا پوځي اقدام نه یوازې ناقانونه دی، بلکې د تېلو د لویو شرکتونو د ګټو د خوندي کولو هڅه هم بلل کېږي.

سندرز ټینګار کړی چې ټرمپ باید دا ډول پوځي کړنې ودروي او د جګړې پر ځای د کورنیو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي.

شاه محمود میاخېل:شعارونه او خیالي خبرې ستراتیژي نه جوړوي او افغان سیاست پر خبرو ولاړ پاتې شوی

د پخواني جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل ویلي، افغانستان په تېرو پنځو لسیزو کې د وینزویلا په څېر حالتونه څو ځله تجربه کړي او تاریخ ښيي چې ستر قدرتونه تل ایډیالوژۍ د خپلو ګټو، نفوذ او واک د ساتلو لپاره د وسیلې په توګه کاروي.

میاخېل ټینګار کړی چې ایډیالوژي په یوازې ځان د یو هېواد ګټې نه شي خوندي کولای او نه هم د سیاسي او اقتصادي ستونزو حل وړاندې کوي.

د هغه په وینا، واقعي سیاست پر ریالیزم ولاړ وي، یعنې هېوادونه د اقتصادي او پوځي ځواک له لارې خپلې اوږدمهالې ګټې تعقیبوي.

نوموړي ویلي، هغه هېوادونه چې قوي اقتصاد او پوځي بنیه ولري، کولای شي خپلې ملي ګټې په ښه ډول وساتي؛ خو په افغانستان کې سیاست نه د ریالیزم پر بنسټ ولاړ دی او نه هم د اغېزمنې حکومتولۍ او خلکو ته د خدمت کولو سیستمونه شته.

شاه محمود میاخېل زیاته کړې چې یوازې شعارونه او خیالي خبرې ستراتیژي نه جوړوي او افغان سیاست تر ډېره د عمل پر ځای پر خبرو ولاړ پاتې شوی دی.