شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 187

زلمی خلیلزاد:د وینزویلا د عملیاتو ارزښت د دغه هېواد په ثبات پورې تړلی

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د جنورۍ پر درېیمه په وینزویلا کې زموږ عملیات بې له شکه ډېر بریالي وو.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه عملیاتو د امریکا د لوړو وړتیاوو، نوښتګرو مفکورو او دقیق عملي کېدو څرګندونه یې وکړه.

د نوموړي په وینا، د دې عملیاتو د تلپاتې ستراتېژیک اهمیت په اړه وروستۍ پرېکړه به هغه وخت ممکنه وي چې موږ وکولای شو وینزویلا د امریکا د امنیتي او اقتصادي شریک په توګه باثباته کړو او دا هېواد د قانون د حاکمیت تر چتر لاندې په یوه سوکاله ټولنه بدل شي.

نیکولاس مادورو؛ د نیویارک محکمه کې د امریکا له لورې پرې لګېدلي تورونه په کلکه رد کړي دي

0

د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورېس د امریکا د نیویارک ښار د مانهتن فدرالي محکمې ته د سختو امنیتي تدابیرو لاندې وړاندې شول.

د ای بي سي نیوز د راپور له مخې، د امریکا فدرالي څارنوالانو پر مادورو د نارکوتروریزم، د کوکایینو د قاچاق، فساد او له وسله‌والو ډلو سره د همکارۍ درانه تورونه لګولي دي.

څارنوالان وایي، مادورو د مخدره توکو د شبکو له لارې د امریکا پر ضد د دښمنانه کړنو ملاتړ کړی دی.

د راپور له مخې په محکمه کې مادورو او مېرمن یې ټول تورونه رد کړل او ځانونه یې بې‌ګناه وبلل.

مادورو ادعا وکړه چې نیونه یې «غیرقانوني» ده او هغه لا هم د ونزوېلا مشروع ولسمشر دی.

د راپور له مخې، دواړه اوس مهال د نیویارک په بروکلین کې په فدرالي توقیف کې ساتل کېږي او تمه ده چې د قضیې اورېدنې په راتلونکو اونیو کې دوام ومومي.

دا قضیه د نړیوال سیاست او عدلي نظام له پلوه بې‌سارې بلل کېږي او د امریکا او ونزوېلا ترمنځ کړکېچ یې نوي پړاو ته رسولی دی.

بنیامین نتنیاهو:اسرائیل او امریکا پر مهمو مسایلو همغږي لري

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي چې اسرائیل او امریکا پر مهمو نړیوالو مسایلو یو له بل سره همغږي او موافقه لري، که څه هم په ځینو مواردو کې د دواړو لورو دریځونه توپیر لري.

نوموړي زیاته کړې چې دغه اختلافونه د خبرو له لارې حل کېدلی شي.

نتنیاهو همدارنګه ویلي چې امکان شته د ایران خلک د یوه برخلیک ټاکونکي پړاو پر درشل کې وي او خپل برخلیک پخپله وټاکي، او اسرائیل د ایران د خلکو د ازادۍ او عدالت د غوښتنو ملاتړ کوي.

د اسرائیل لومړي وزیر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړو او په وینزویلا کې د امریکايي پوځ وروستي اقدامات ستایلي او ویلي چې دا د نړیوال نظم د ساتنې برخه ده.

هغه ټینګار کړی چې دا مهال د ازادۍ استازو هېوادونو او هغو دولتونو ترمنځ نړیواله مبارزه روانه ده چې د نړیوال نظم لپاره ګواښ بلل کېږي.

خیبر پښتونخوا؛په مرکزي کورم کې د امنیتي ځواکونو پر قافله د وسله والو برید کې پنځه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په مرکزي کورم ولسوالۍ، مناتو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر قافله برید شوی، چې له امله یې یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، له ټپیانو څخه د دوو سرتېرو حالت نازک ښودل شوی او روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تر اوسه ددې برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت:افغانستان په تېر یو کال کې ۱۳.۹ میلیارد ډالره سوداګري کړې

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ۲۰۲۵ کال په جریان کې د افغانستان سوداګریز فعالیت دوامداره پاتې شوی، چې ټولیز سوداګریز حجم یې ۱۳.۹ میلیاردو ډالرو ته ورسېده.

د یاد وزارت ویاند، عبدالسلام جواد ویلي، په دې کال کې صادرات ۱.۸۰۷ میلیارده ډالره ثبت شوي، په داسې حال کې چې واردات ۱۲.۱۲۵ میلیارده ډالره وو.

هغه زیاته کړې چې دا وده د هیواد د سوداګریزو فعالیتونو او تجارتي جریانونو دوام څرګندوي، سره له دې چې افغانستان د کال په اوږدو کې له اقتصادي او لوژستیکي ستونزو سره مخ و.

فرانسوي محکمه:۱۰ کسان چې بریژیت مکرون یې «ترانسجنډره» بلله او انلاین ځورونه یې کوله، په اته میاشتو محکوم شول

0

د فرانسې یوې محکمې لس کسان د ولسمشر امانویل مکرون د مېرمنې برېژیت مکرون پر ضد د انلاین ځورونې او بدنامو افواهاتو د خپرولو په تور محکوم کړل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې محکمې وویل، دغو کسانو په ټولنیزو شبکو کې ناسم او سپکوونکي مطالب خپاره کړي وو، چې پکې د هغې د هویت په اړه جعلي ادعاوې شاملې وې.

د محکمې د معلوماتو له مخې، دغو کسان په منظم ډول داسې ادعاوې خپرولې چې ګواکې برېژیت مکرون ټرانسجینډره ده او پخوا یې بل نوم درلود، په داسې حال کې چې دا ادعاوې بې‌بنسټه او دروغ ثابتې شوې.

محکمې دا ډول کړنې د فردي وقار او شخصي حریم ښکاره سرغړونه وبلله.

قاضي پر محکوم شویو کسانو د تر اته میاشتو پورې معلق بند سربېره، قانوني محدودیتونه هم ولګول او ټینګار یې وکړ چې د ټولنیزو شبکو له لارې د نفرت او جعلي معلوماتو خپرول به بې‌ځوابه پاتې نه شي.

پاکستان او چين؛د افغانستان له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو پر ضد د عملي ګامونو غوښتنه کړې

پاکستان او چين په يوه ګډه اعلاميه کې ټينګار کړی، چې د افغانستان له خاورې بايد د هېڅ هېواد پر ضد وسله‌وال او ترهګريز فعاليتونه ترسره نه شي او د دې لپاره د «عملي او د باور وړ اقداماتو» غوښتنه شوې ده.

دغه اعلاميه د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر ستراتيژيکو خبرو اترو وروسته خپره شوې، چې پکې ويل شوي ترهګرې ډلې لا هم د سيمه‌ييز او نړيوال امنيت لپاره جدي ننګونه بلل کېږي.

اعلاميه کې دواړو لورو د طالبانو پر حکومت غږ کړی، چې يو ټول‌ګډونه سياسي جوړښت رامنځته کړي، متوازنې پاليسۍ خپلې کړي، پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي او له ګاونډيو هېوادونو سره د باور پر بنسټ اړيکې ټينګې کړي.

چين د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د اقداماتو ستاينه کړې او دواړو هېوادونو د زغم تګلارې پر دوام، د امنيتي همکاريو پر پياوړتيا او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د خوندي کولو پر ګډو هڅو ټينګار کړی دی.

د ډونالډ ټرمپ خبرداری ایران ته:که پر معترضانو تاوتریخوالی وشي، امریکا به جدي اقدام وکړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا د ایران مشرانو ته جدي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که د ایران حکومت د تېرو وختونو په څېر د ولسي اعتراضونو پر ضد تاوتریخوالی وکاروي او خلک ووژني، واشنګټن به پرې سخت او دردناک اقدام وکړي.

ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشرۍ الوتکې کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې، چې پکې یې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو او د امنیتي ځواکونو د چلند په اړه پوښتنې ته ځواب ورکاوه.

هغه وویل، امریکا روان وضعیت له نږدې څاري او د خلکو پر ضد هر ډول خونړۍ کړنه به جدي پایلې ولري.

نوموړي ټینګار وکړ چې د ولسي اعتراضونو ځپل او د معترضانو وژل د منلو وړ نه دي، او زیاته یې کړه چې که د ایران چارواکي بیا هم دغه لاره خپله کړي، امریکا به چوپه خوله پاتې نه شي.

دا په لنډ وخت کې دوهم ځل دی چې ډونالد ټرمپ د ایران حکومت ته د معترضانو د وژلو په تړاو خبرداری ورکوي.

ډنمارک ټرمپ ته:د ګرینلنډ د نیولو له ګواښونو لاس واخلئ

0

د ډنمارک صدراعظمې مېته فریډریکسن د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي، چې د ګرینلنډ د نیولو له ګواښونو دې لاس واخلي او د نړیوالو قوانینو درناوی دې وکړي.

نوموړې ویلي، امریکا د ډنمارک د شاهي قلمرو د هېڅ برخې د الحاق حق نه لري.

دغه غبرګون وروسته له هغه څرګند شو، چې ټرمپ یو ځل بیا ګرینلنډ د امریکا د امنیت لپاره «ضروري» وباله.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا تازه پر وینزویلا پوځي برید کړی او ولسمشر نیکولاس مادورو یې نیولی دی، چې په کوپنهاګن کې یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ګرینلنډ مشرتابه ټینګار کړی، چې دا ټاپو «د پلور لپاره نه دی»، او ډنمارک ویلي چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې تمه لري، خو له امریکا سره د نږدې متحد په توګه د همکارۍ دوام غواړي.

ډلسي روډریګز:وینزویلا غواړي له امریکا سره اړیکو ته لومړیتوب ورکړي او له بهرنیو ګواښونو پرته ژوند وکړي

0

د وینزویلا لنډمهالې ولسمشرې ډلسي روډریګز ویلي، چې د دغه هېواد خلک غواړي په خپل هېواد کې له بهرنیو فشارونو او ګواښونو پرته ارام ژوند ولري.

نوموړې ټینګار کړی چې د وینزویلا ولس د خپل برخلیک د ټاکلو حق لري او باید د نورو هېوادونو له لاسوهنې خوندي پاتې شي.

روډریګز په خپلو څرګندونو کې ویلي، د وینزویلا حکومت چمتو دی چې له متحده ایالاتو سره د ګډو ګټو پر بنسټ یو ګډ چوکاټ یا اجنډا رامنځته کړي.

د هغې په وینا، دا بلنه د متقابل درناوي، ملي حاکمیت او سیاسي تفاهم پر اصولو ولاړه ده.

هغې زیاته کړې چې د وینزویلا حکومت غواړي له امریکا سره اړیکو ته لومړیتوب ورکړي او هڅه کوي د اوږدې مودې ترینګلتیا پر ځای د خبرو، تفاهم او ډیپلوماسۍ له لارې ستونزې هوارې کړي.