یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 185

زلمی خلیلزاد:د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي هوکړې امکان شته

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان د پوځ ویاند شریف چوهدري په خپلو وروستیو څرګندونو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې ته اشاره کړې؛ خو دا یو ناسم درک دی چې ګواکې دغه هوکړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایل هم رانغاړي.

خلیلزاد ویلي، که څه هم د دوحې هوکړه د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه نه ده؛ خو دا موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې ورته هوکړې پر امکان د فکر کولو لاره پرانیزي.

د هغه په وینا، که افغانستان او پاکستان داسې دوه‌اړخیزه هوکړه وکړي چې له مخې یې دواړه هېوادونه ژمن شي، څو هېڅ فرد یا ډله، د داعش او ټي‌ټي‌پي په شمول د دوی له خاورې د بل هېواد پر ضد د امنیتي ګواښ لپاره استفاده ونه کړي؛ نو دا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

خلیلزاد زیاته کړې، چې دا ډول هوکړه باید د درېیم لوري تر څار لاندې عملي شي، څو د ژمنو پر تطبیق باور رامنځته شي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو له مشرانو سره د وروستیو خبرو پر بنسټ باور لري، چې هغوی د داسې یوې هوکړې د خبرو اترو لپاره چمتو دي، او ټینګار یې کړی چې دا به د افغانستان او پاکستان د اړیکو لپاره بدلون راوستونکې هوکړه وي.

خلیلزاد په پای کې ویلي، چې د دې نوښت د عملي کېدو لپاره اوس توپ د پاکستان په میدان کې دی.

د پاکستان دفاع وزیر:د هند او افغانستان د نږدې اړیکو له کبله د طالبانو پر حکومت باور نه‌لرو

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې اسلام‌اباد د افغان طالبانو او هند ترمنځ د نږدې اړیکو له امله د طالبانو پر حکومت باور نه‌لري او ادعا یې کړې، چې پاکستان د دې توان لري چې هم‌مهاله د هند او د طالبانو حکومت پر وړاندې مقابله وکړي.

نوموړي له جیونیوز سره په مرکه کې ویلي، پاکستان د خپلو ختیځو او لوېدیځو پولو په اوږدو کې د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتو دی.

په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري هم د طالبانو حکومت له هندي حکومت سره په نږدې اړیکو تورن کړی دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د امنیتي او سیاسي اختلافاتو له امله ترینګلې دي، د سرحدي شخړو ترڅنګ سوداګریزې لارې تړلې دي او د منځګړیتوب هڅې تر اوسه بې‌پایلې پاتې شوې دي.

رویټرز:په ایران کې د اقتصادي لاریونونو پر مهال لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي

0

رویټرز د ایران د بشري حقونو د یو شمېر سازمانونو له قوله راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د روانو لاریونونو پر مهال تر دې دمه لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او له زرو ډېر کسان نیول شوي دي.

راپور زیاتوي، دا لاریونونه چې نن یې لسمه ورځ ده، د خراب اقتصادي وضعیت، لوړې بېکارۍ او د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي پر ضد روان دي.

ایراني چارواکي دا اعتراضونه د بهرنیو کړیو دسیسه بولي او وايي چې ځینې ډلې هڅه کوي د خلکو له اقتصادي ستونزو ناوړه ګټه واخلي.

د ایران د پولیسو مشر د سه‌شنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې له هغو کسانو سره به جدي چلند وشي چې چارواکي یې «بلوه‌ګر» بولي.

نوموړي ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه به د نظم د ټینګښت لپاره هر ډول اقدام وکړي.

د هرات زعفرانو؛د لسم پرله‌پسې کال لپاره د نړۍ لومړی مقام خپل کړی

د هرات زعفرانو د بلجیم په بروکسل کې د «نړیوال خوند» سیالۍ په وروستي پړاو کې د پرله‌پسې لسم کال لپاره د نړۍ د لوړ کیفیت زعفرانو لومړی مقام ګټلی دی.

د نړیوال خوند انسټیټیوټ د افغانستان، ایران، هسپانیا او یونان ترمنځ سیالي ارزولې ده.

د هرات زعفران د قوي بوی، ښه خوند او لوړ رنګ ځواک له امله نړیوال معیارونه پوره کوي او د لومړۍ درجې کیفیت په توګه پېژندل شوي دي.

د یادونې ده چې د هرات اقلیمي شرایط او مناسبه خاوره د دې لامل شوې چې د زعفرانو کښت زیات شي.

ذبیح الله مجاهد پاکستان ته:د افغانستان په اړه د بې‌منطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو حل ته پام وکړئ

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو غندلې دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، هغه تبصرې چې د پاکستان د پوځ ویاند د یوه خبري کنفرانس پر مهال د افغانستان د حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه کړې دي، له واقعیت سره سمون نه لري او د یو مسؤل پوځي موقف له معیارونو سره په ټکر کې دي.

نوموړي زیاته کړې، «اسلامي امارت» دا ډول غیرمسؤولانه او تحریکوونکې څرګندونې نه مني او له پاکستاني ادارو غواړي چې د افغانستان په اړه د بې‌منطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو حل ته پام وکړي.

ذبیح‌الله مجاهد ټینګار کړی چې افغانستان یو خپلواک، باثباته هېواد دی، پر خپلې خاورې بشپړ حاکمیت لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د ګواښ ژبه د افغان ملت لپاره د منلو وړ نه ده.

هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، مسؤلانه او سنجیده دریځ خپل کړي.

اریانا افغان هوايي شرکت:د الوتکو د تخنیکي بهیر د پیاوړتیا لپاره مو دوه نوي انجنونه کابل ته ولېږدول

اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د الوتکو د تخنیکي او عملیاتي بهیر د پیاوړتیا لپاره یې د ۴،۷ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه انجنونه له ترکیې او سربیا څخه کابل ته لېږدولي دي.

دغه انجنونه به ډېر ژر په بوینګ ۷۳۷ او ایرباس ۳۱۰ الوتکو کې نصب شي.

د اریانا د چارواکو په وینا، د انجنونو له فعالېدو سره به د الوتنو ظرفیت لوړ، تخنیکي ستونزې کمې او د کورنیو او نړیوالو الوتنو بهیر منظم شي.

بریتانیا کې سخته یخني؛تودوخه تر منفي ۱۲ درجې راکمه شوې

0

په بریتانیا کې د سختې یخنۍ له امله د تودوخې کچه تر منفي ۱۲ درجې سانتي‌ګرېډ پورې راټیټه شوې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د نورفوک په مارهم سیمه کې تېره شپه تودوخه تر منفي ۱۲.۵ درجې پورې کمه شوې ده.

د شدیدې یخنۍ له امله د ماشومانو د کرسمس رخصتۍ اوږدې شوې او سلګونه ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي.

همدارنګه د سړک، رېل او هوايي سفرونو پر مهال مسافر له ستونزو سره مخ دي.

راپورونه وايي چې په شمالي سکاټلنډ کې د واورې ورښت د اورګاډو پر تګ راتګ اغېز کړی او په ځینو هوايي ډګرونو کې الوتنې لغوه شوې دي.

سکای نیوز:ټرمپ د څو هېوادونو پر وړاندې د سختو او پوځي اقداماتو احتمال څرګند کړی

0

د سکای نیوز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینزویلا له پوځي عملیاتو وروسته داسې څرګندونې کړي چې ښيي واشنګټن ښايي د نړۍ په څو نورو حساسو سیمو کې هم سخت او حتی پوځي اقدامات په پام کې ولري.

راپور وايي، ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې کولمبیا، کیوبا، مکسیکو، ګرینلینډ او ایران د احتمالي فشار او اقدام په دایره کې یاد کړي دي، چې دا د امریکا د بهرني سیاست د نوي او تهاجمي لوري نښه بلل کېږي.

د سکای نیوز په وینا، ټرمپ کولمبیا د مخدره توکو د تولید او قاچاق په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورنه کړې، د کیوبا اقتصادي کمزوري یې د دې هېواد لپاره جدي خطر بللی او په مکسیکو کې یې د نشه‌يي توکو د کارټلونو له امله د پوځي مداخلې بحث یو ځل بیا راژوندی کړی دی.

راپور زیاتوي چې ټرمپ د ګرینلینډ ستراتیژیک اهمیت ته هم اشاره کړې او دا یې د امریکا د ملي امنیت لپاره مهمه سیمه بللې ده.

همداراز، د ایران په تړاو یې خبرداری ورکړی چې که د داخلي اعتراضونو پر وړاندې تشدد زیات شي، واشنګټن به بې‌غبرګونه پاتې نه شي.

احمد شریف چودري:په خیبر پښتونخوا کې سیاسي ماحول ترهګرۍ ته زمینه برابروي

0

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) عمومي رییس احمد شریف چودري ویلي چې د ترهګرۍ شاوخوا ۸۰ سلنه پېښې په خیبر پښتونخوا کې رامنځته شوي، چې لامل یې هلته ترهګرو ته برابر شوی سیاسي ماحول دی.

هغه د ۲۰۲۵ کال د امنیتي حالاتو په اړه خبریالانو ته په جوړ شوي کنفرانس کې ویلي، چې په دغه کال کې ۷۵ زره ۱۷۵ استخباراتي عملیات ترسره شوي، چې له دې جملې ۱۴ زره ۶۵۸ په خیبر پښتونخوا، ۵۸ زره ۷۷۸ په بلوچستان او پاتې په نورو سیمو کې شوي دي.

د نوموړي په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې ۵۳۹۷ ترهګریزې پېښې ثبت شوې او ۱۲۳۵ کسان چې پکې ملکي وګړي او د قانون پلي کوونکي ځواکونه شامل دي، وژل شوي دي.

همایون افغان:د تخار په چاهاب ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان پر سر نښته شوې

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان تایید کړې چې د تخار ولایت د چاهاب ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کیندنې پر سر د قراردادي شرکت د کارکوونکو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه ویلي چې په دې پېښه کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي؛ خو د دقیقو شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د همایون افغان په وینا، د پېښې د څېړلو لپاره د وزارت له لوري یوه پلاوی تخار ته لېږل شوی او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به نور جزیات له رسنیو سره شریک شي.