یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 178

رویټرز:پاکستان پر سوډان د ۱.۵میلیارده ډالرو نظامي تجهیزات پلوري

0

رویټرز خبري اژانس د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان د شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالرو د وسلو، بې‌پیلوټه او جنګي الوتکو تړون له سوډان سره د نهایي کولو په وروستیو پړاوونو کې دی.

د راپور له مخې، پاکستان پر سوډان ۱۰ کاراکورم‑۸ سپکې تهاجمي الوتکې، تر ۲۰۰ پورې بې‌پیلوټه الوتکې او د څارنې او بریدونو لپاره مخکښ پرمختللي هوایي دفاعي سیستمونه پلوري.

رویټرز ویلي، سربېره پر دې Super Mushshak روزنیزې الوتکې او احتمالاً JF‑17 جنګي الوتکې هم د تړون برخه کېدای شي.

رویټرز د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې دا معامله “په عملي ډول بشپړه شوې ده” خو د تحویلي مهالویش او دقیقو جزئیاتو په اړه رسمي اعلان نه‌دی شوی.

همدارنګه، امکان شته چې د دې معاملې مالي ملاتړ سعودي عربستان وکړي، خو تر اوسه رسمي نه‌دي تایید شوي.

شهزاده رضا پهلوی د ایران خلکو ته:دا برخلیک ټاکوونکې ورځې دي، نړۍ ستاسو تر شا ولاړه ده

0

د ایران د پخواني پاچا زوی، شاهزاده رضا پهلوي په یوه تازه ویډیویي پیغام کې اعلان کړی چې د ایران د رژیم پر ضد ولسي پاڅون نوی پړاو ته داخل شوی او ټینګار یې کړی چې د اسلامي جمهوریت نسکورېدل نږدې دي.

نوموړي ویلي، «موږ یوازې نه یو، نړیوال ملاتړ هم په لاره دی او ډېر ژر به ایران له اسلامي جمهوریت بېرته واخلو»، او د ایران له خلکو یې غوښتي چې رژیم ته «د بیا ساه اخیستو فرصت ور نه کړي».

پهلوي د ایران له دولتي کارکوونکو، امنیتي ځواکونو او پوځ څخه غوښتنه کړې چې د ولس تر څنګ ودرېږي او خبرداری یې ورکړی چې د رژیم ملاتړ به «تلپاتې شرم» ولري.

هغه ویلي چې حکومت د د معترضینو په پرځولو له سخت کمښت سره مخ دی او پر خلکو د ډزو زیاتېدل د کمزورۍ او د سقوط د وېرې نښه ده.

نوموړي همداراز د رژیم د تبلیغاتو او مخابراتو بنسټونه «مشروع هدفونه» بللي او ویلي، چې د خلکو پر ضد د تاوتریخوالي عاملین به بې‌ځوابه پاتې نه شي.

ډونالډ ټرمپ:تهران د خبرو وړاندیز کړی، خو امکان لري له خبرو ترمخه پوځي برید ته ترجیح ورکړم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه د ایران د حکومت له مخالفو مشرانو سره په مستقیم تماس کې دی او ډېر ژر به خپل دریځ روښانه کړي.

ټرمپ دا څرګندونې د فلوریډا څخه واشنګټن ته د ستنېدو پر مهال د ولسمشرۍ الوتکه کې خبریالانو ته وکړې.

ټرمپ همداراز ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت له هغې «سرې کرښې» اوښتی چې ده ټاکلې وه، او له همدې امله د امریکا پوځ اوس د تهران پر ضد «ډېر قوي پوځي انتخابونه» ارزوي.

هغه د ایران د دننه روانو پېښو، په ځانګړي ډول د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونو ته په اشارې وویل چې تهران د امریکا د زغم حد ازموي.

ولسمشر ټرمپ دا هم افشا کړې چې د ایران له لوري د خبرو لپاره پیغام استول شوی او ښايي په راتلونکو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ ناسته وشي، خو هغه خبرداری ورکړی چې «ممکنه ده پوځي عملیات تر هغې مخکې ترسره شي».

له دې مخکې ټرمپ ویلي وو، که د امریکا پر ګټو یا اتباعو هر ډول برید وشي، واشنګټن به پرې «ځپونکی او بې‌ساری غبرګون» وښيي.

بیړنی خبر؛ایران کې درې ورځینی ملي ماتم اعلان شو

0

بیړنی خبر؛

ایران د روانو لاریونونو پر وړاندې د «ملي مقاومت په جګړه» کې د وژل شویو کسانو د درناوي په خاطر درې ورځینی ملي ماتم اعلان کړی دی.

ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان، د وژل شویو کسانو په اړه ژوره خواشیني ښودلې.

ولسمشر پزشکیان د دوشنبې ورځې په اړه د ملي مقاومت ملاتړ په اړه په ایراني ولس د لاریون غږ کړی.

جان اڅکزی:د طالبانو حکومت او پاکستاني حکومت د روغې جوړې امکان نشته

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو مخکېنی وزیر جان اڅکزی وایي د دې امکان نشته چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ کړکیجنې اړیکې ورغول شي.

ښاغلي اڅکزي ویلي چې پاکستان هېله نه لرله چې طالبان واک ته له رسیدو سره سم له دې هېواده مخ واړوي، او ورته سرخوږی جوړ کړي.

جان اڅکزی وایي چې طالبان د پاکستان په مرسته واک ته ورسیدل خو اوس د پاکستان غوښتنو ته غاړه نه ږدي.

ټیلیګراف:د امریکا پوځ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې پر ایران ناڅاپي برید به سیمه اور ته واچوي

0

د بریتانیا ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو لوړپوړو پوځي قومندانانو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته جدي خبرداری ورکړی چې پر ایران د هر ډول ناڅاپي او بې‌چمتو پوځي برید پایلې به «سخته، پراخه او کنټرول‌نه‌کېدونکې» وي.

د ټیلیګراف د معلوماتو له مخې، امریکايي پوځ سپینې ماڼۍ ته ویلي چې اوسنی پوځي حضور د داسې جګړې لپاره بسنه نه کوي او که واشنګټن بې له بشپړ چمتووالي برید وکړي، ایران به وکولای شي په چټکۍ سره د امریکا او د هغې د متحدینو پر اډو، بېړیو او ځواکونو په سیمه کې سخت غچ واخلي.

راپور زیاتوي چې د پنتاګون دننه ارزونې ښيي ایران یوازې د مستقیمو توغندیزو بریدونو توان نه لري، بلکې د خپلو سیمه‌ییزو متحدینو او نیابتي ډلو له لارې هم کولی شي په عراق، سوریه، خلیج او حتی د اسرائیلو پر ضد هممهاله جبهې پرانیزي؛ هغه سناریو چې امریکايي پوځ یې «د سیمې لپاره د بشپړې جګړې خطر» بولي.

ټیلیګراف لیکي چې که څه هم ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي اقدام امکان تر بحث لاندې نیولی، خو پوځ ترې غوښتي چې له هر تصمیم وړاندې د ځواکونو د ځای‌پرځای کولو، هوايي دفاعي چتر پیاوړي کولو او استخباراتي چمتووالي ته وخت ورکړي، ځکه «یوه غلطه محاسبه به لسګونه زره امریکايي سرتېري له خطر سره مخ کړي».

دغه خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي چې ایران د کورنیو اعتراضونو له بې‌ساري څپې سره مخ دی او واشنګټن د تهران پر وړاندې د فشار د زیاتولو لارې لټوي خو د ټیلیګراف په وینا، پوځ ټرمپ ته ویلي چې «پوځي لاره د وروستي انتخاب په توګه باید وکارول شي، نه د سیاسي پیغام لپاره».

مسعود پزشکیان:ترهګرو او بلواګرو ته د نظم د ګډوډۍ اجازه نه ورکوو

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هېواد د خراب اقتصادي وضعیت د سمولو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې حکومت “د خلکو خبرو ته غوږ نیسي” خو په عین حال کې یې امریکا او اسراییل د روانو اعتراضونو پر پارولو تورن کړي دي.

پزشکیان د یو دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، د ایران حکومت به د خلکو اقتصادي ستونزې حل کړي، خو “ترهګرو او بلواګرو” ته به اجازه ورنه کړي چې هېواد ګډوډ کړي.

یاد اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې د ایران ملي پیسه (ریال) د دسمبر په وروستیو کې په چټک ډول راولوېده، چې له امله یې د توکو بیې لوړې او د خلکو ژوند نور هم سخت شو.

دغه اعتراضونه د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو رادیخوا د مهسا امیني له پاڅون وروسته تر ټولو لوی ولسي پاڅون بلل کېږي.

باخبره سرچینې:امریکا ښايي په راتلونکو اوونیو کې پر ایران برید وکړي

0

باخبره سرچینو ایران‌اینټرنشنل ته ویلي چې تمه کېږي امریکا «په راتلونکو اوونیو کې» ایران په نښه کړي.

یادو سرچینو نن یکشنبه د جنورۍ په ۱۱مه ویلي چې په تېره اوونۍ کې منځني ختیځ ته ډېر امریکایي پوځي تجهیزات لېږدول شوي او دا بهیر به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري.

د سرچینو په وینا، اسرائیل به یوازې د امریکا له اقدام وروسته او هغه وخت په دې عملیاتو کې ګډون وکړي چې د ایران اسلامي جمهوریت پر اسرائیل برید وکړي، یا د داسې برید د نیت څرګندې نښې ښکاره شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په وروستیو ورځو کې څو ځله په ایران کې د احتمالي مداخلې په اړه خبرې کړي او د اسلامي جمهوریت چارواکو ته یې خبرداری ورکړی چې د معترضانو له ځپلو ډډه وکړي.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې
«تروت سوشال» کې ولیکل: «ایران تر بل هر وخت ازادۍ ته نږدې شوی، او د امریکا متحده ایالات دې هیواد سره مرستې ته چمتو دي.»

تر دې مخکې د رویټرز خبري اژانس د اسرائیلو د درېیو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې په ایران کې د وروستیو کلونو د حکومت‌ضدو تر ټولو لویو اعتراضونو د دوام او د امریکا د احتمالي مداخلې له امله، اسرائیل د لوړ تیارسۍ حالت ته داخل شوی دی.

رویټرز زیاته کړه چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټیلیفوني خبرې کړي، او د راپور له مخې د ایران په اړه د امریکا د احتمالي مداخلې موضوع د دې خبرو اساسي محور و.

عباس عراقچي:امریکا هغه څه چې په خپل کور کې نشي زغملی، په ایران کې یې د «ازادۍ اعتراض» بولي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، هغه صحنې چې لوېدیځ یې په ایران کې د «ازادۍ لپاره اعتراض» بولي، په حقیقت کې منظمې ترهګرۍ ته ورته دي؛ هغه څه چې د امریکا حکومت به یې هیڅکله په خپلو سرحدونو کې ونه زغمي.

عراقچي په خپله ایکس پاڼه د امریکا د کورني سیاست وروستیو پېښو ته په اشارې ویلي، په متحده ایالاتو کې یوه بې‌ګناه ځوانه ښځه، امریکایي تبعه او د درې ماشومانو مور د کډوالۍ ادارې (ICE) له‌خوا په نږدې واټن کې ووژل شوه او د واشنګټن ادارې یې «کورنی ترهګر» وباله، حال دا چې ولسمشر ټرمپ دا پېښه «ځان‌ساتنه» وبلله.

هغه زیاته کړې، د امریکا د کورني امنیت وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې پر فدرالي مامور د لاس پورته کول به د قانون له سخت غبرګون سره مخ شي خو همدا اداره، په ایران کې د وسله‌والو بریدونو او د پولیسو د وژنو پر وړاندې دوه‌ګونی معیار کاروي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې په ایران کې پولیس افسران د حقیقي ترهګرو له‌خوا وژل کېږي او دغه شبکې د بهرنیو استخباراتي کړیو تر نفوذ لاندې دي.

عراقچي لیکلي: «موږ اسناد لرو. دا ازادي غوښتنه نه ده، دا ترهګري ده.»

تسنیم خبري اژانس:په ایران کې د اعتراضونو پر مهال ۱۱۱ پولیس وژل شوي

0

د ایران دولتي رسنۍ، تسنیم خبري اژانس، راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د اقتصادي بحران پر ضد روانو مظاهرو کې لږ تر لږه ۱۱۱ پولیس افسران وژل شوي دي.

همدارنګه يادې رسنۍ د مظاهره کوونکو ښځو، ماشومانو او لارویانو مرګونه هم تایید کړي خو د کره شمیر ارقام نه دي په ډاګه شوي.

اعتراضونه د انفلاسیون د زیاتوالي په غبرګون کې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې پیل شوي او په پراخه کچه دوام لري.