یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 176

اترا:په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۵۹۰ مخابراتي سایټونه جوړ شوي

د طالبانو حکومت د اترا ادارې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټول افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو له‌خوا شاوخوا ۵۹۰ مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي.

د دې ادارې په وینا، دا مهال د ۲۳۰ نورو سایټونو د جوړولو چارې روانې دي.

اترا زیاتوي، چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې په هېواد کې شاوخوا ۱۵۰۰ مخابراتي سایټونه جوړ شوي؛ خو لا هم په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې خلک مخابراتي شبکو ته محدود لاسرسی لري او د شبکو د کمزوري فعالیت له امله شکایتونه شته.

امریکا خپلو وګړو ته:له ایران څخه ژر تر ژره ووځئ

0

د ایران لپاره د امریکا انلاین سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي اندېښنو له امله باید ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې امریکایي وګړو ته ویل شوي چې که امکان ولري، د بل چا له مرستې پرته دې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي، ځکه د امریکا حکومت نه شي کولای د هغوی د امنیت تضمین وکړي.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول شوی چې په ایران کې د پراخو لاریونونو له امله د تهران او واشنګټن اړیکې لا زیاتې ترینګلې شوې دي.

اندونیزیا له پاکستان سره؛د پوځي تجهیزاتو پر احتمالي پېر خبرې کړي

0

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اندونیزیا د دفاع وزیر د اسلام‌اباد د سفر پر مهال د پاکستان د هوايي ځواک له مشر سره لیدنه کړې او د پوځي تجهیزاتو د پېر پر احتمالي هوکړو یې خبرې اترې کړې دي.

د راپور له مخې، اندونیزیا غواړي له پاکستانه جنګي جېټ الوتکې، بریدګرې ډرون الوتکې او نورې پرمختللي وسلې ترلاسه کړي.

سرچینې وایي چې په دې کتنه کې تر ټولو زیات تمرکز پر جي‌اف–۱۷ جنګي الوتکو و، چې پاکستان یې له چین سره په ګډه تولیدوي.

رویټرز همداراز لیکلي چې پاکستان په ورته وخت کې د سوډان له پوځ او د لیبیا له ملي پوځ سره هم د وسلو د پلور په اړه خبرې پیل کړې دي.

بریتانیا ایران ته:پر معترضانو روان تاوتریخوالی سمدستي ودروئ

0

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایوت کوپر په ټلیفوني خبرو کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي غوښتي چې د ایران حکومت دې پر معترضانو روان تاوتریخوالی سمدستي پای ته ورسوي.

کوپر د ایران د معترضانو پر ضد ځپنه او تاوتریخوالی وحشتناک بللی او ټینګار یې کړی چې تهران باید د خلکو اساسي حقونه او ازادۍ تضمین کړي او د بریتانیا د وګړو امنیت خوندي وساتي.

د ونس دفتر:د ایران پر ضد د اقدام په اړه ټول انتخابونه د ټرمپ مخې ته پراته دي

0

د امریکا د مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس ویاند، د وال‌سټریټ ژورنال هغه راپور غیر دقیق بللی چې پکې ویل شوي و، ونس هڅه کوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ قانع کړي چې پر ایران له احتمالي برید مخکې یو ځل بیا ډیپلوماسي وازمويي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ونس د اړیکو مدیر ویلیام مارتین ویلي: «مرستیال ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ولسمشر ته بېلابېل انتخابونه وړاندې کوي، چې له ډیپلوماتیکو لارو نیولې تر پوځي اقدام پورې شامل دي، او دا کار له هر ډول تعصب پرته ترسره کېږي.»

وال‌سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و، چې د ټرمپ د حکومت یو شمېر لوړپوړي سلاکاران، د مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس په مشرۍ، له ولسمشر غواړي چې پر ایران له هر ډول پوځي اقدام مخکې، د ډیپلوماسۍ لاره وازمويي.

ملاله یوسفزۍ:د ایران د خلکو غږ باید واورېدل شي او راتلونکی دې خپله وټاکي

0

د بشري حقونو فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ په ټولنیزه رسنۍ «ایکس» کې په یوه پیغام کې ویلي، چې د ایران خلک له کلونو راهیسې د سختو خطرونو په منلو سره د ځپنې پر ضد غږ پورته کوي، خو د هغوی غږ له لسیزو راهیسې چوپ ساتل شوی دی.

ملالې زیاته کړې: «دوی غواړي چې غږ یې واورېدل شي او دا حق ولري چې خپل سیاسي راتلونکی پخپله وټاکي. دا راتلونکی باید د ایران د خلکو له لوري جوړ شي او د ایراني ښځو او نجونو د مشرتابه رول پکې شامل وي، نه د بهرنیو ځواکونو او نه هم د ځپونکو حکومتونو.»

هغې ټینګار کړی چې د ازادۍ او انساني کرامت د غوښتنې په لاره کې د ایران د خلکو، ښځو او نجونو تر څنګ ولاړه ده.

په هند کې د طالبانو حکومت سفیر؛له انند پرکاش سره پر سوداګرۍ، ویزو او د افغانانو په اړه بحث کړی

په نوي ډیلي کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست مفتي نور احمد نور د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې له عمومي مسئول آنند پرکاش سره لیدنه کړې ده.

په هند کې د طالبانو حکومت د سفارت له‌خوا خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د ویزو د اسانتیاوو، او په هند کې د مېشتو افغان سوداګرو، محصلینو او نورو افغان اتباعو پر ستونزو بحث شوی.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو خواوو د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت، د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراخولو او د دوامدار تعامل پر اړتیا ټینګار کړی دی.

هسپانیا لومړی او هندوستان وروستی؛د جنسي اړیکو د کچې نوې درجه‌بندي خپره شوې

0

د Insider Monkey (۲۰۲۳) د راپور له مخې، د نړۍ د هغو هېوادونو نوې درجه‌بندي خپره شوې چې پکې د جنسي اړیکو کچه لوړه بلل شوې ده.

په دې لېست کې هسپانیا لومړی، ایټالیا دوهم او سویس درېیم ځای لري.

راپور ښيي چې بریتانیا په دې درجه‌بندۍ کې ۱۳م مقام خپل کړی، په داسې حال کې چې هندوستان د لېست په پای کې، یعنې ۲۰م ځای کې راغلی دی.

دا درجه‌بندي د بېلابېلو ټولنیزو سروې‌ګانو او څېړنیزو معلوماتو پر بنسټ جوړه شوې او د هېوادونو ترمنځ د ژوند د سبک توپیرونه څرګندوي.

عباس عراقچي:امریکا د عادلانه خبرو لپاره چمتو نه ښکاري

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې تهران باور نه لري امریکا دې دا مهال د منصفانه او عادلانه مذاکراتو لپاره چمتو وي؛ خو که واشنګټن چمتووالی وښيي، نو ایران به دا موضوع په جدي ډول وڅېړي.

عراقچي د امریکا له استازي ویتکاف سره د احتمالي لیدنې په اړه ویلي، چې ځینې نظریې پر مېز پرتې دي او دا مهال تر ارزونې لاندې دي.

هغه ټینګار کړی چې ایران له ګواښ پرته د اټومي مذاکراتو مېز ته د کېناستو لپاره چمتو دی.

د ده په وینا، له ویتکاف سره یې اړیکې د اعتراضونو تر مخه او وروسته هم روانې پاتې شوې او لا هم دوام لري.

اروپایي پارلمان کې د المان استازې:له اروپایي پارلمان څخه باید د ایران استازي وویستل شي

0

اروپایي پارلمان کې د آلمان استازې هانا نویمان ویلي، چې د ایران ټول سفیران او استازي دې له اروپایي اتحادیې څخه وباسي او په دې یې تاکید کړی چې د ایران له حکومت سره د هېڅ ډول دیپلوماتیکو اړیکو عادي کول باید ونه وشي.

هانا نویمان په خپل ایکس حساب کې لیکلي، چې د هغه حکومتي ځواک سره د ډیپلوماتیکو اړیکو عادي کول ناممکن دي.

هغې دغه راز ویلي چې ایران پر سوله‌ییزو اعتراضونو په وژونکي ډزو غبرګون ښيي او د خپلو خلکو ټولې ارتباطي لارې بندوي؛ نو باید د ایران حکومت سره اړیکې ونه رغول شي.