شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 175

تلګراف:امریکا د ایران پر ضد د سایبري بریدونو لپاره چمتووالی نیسي

0

د بریتانیا تلګراف ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالات د معترضانو د ځپلو له امله د ایران پر ضد د سایبري بریدونو د ترسره کولو لپاره د چمتووالي په حال کې دي.

تلګراف لیکلي چې د امریکا حکومت همدارنګه ایران ته د سټارلېنک ترمینلونو د لېږلو امکان ارزوي.

دا وسایل د سپوږمکۍ له لارې انټرنېټ برابروي او کولی شي فعالانو سره د مخابراتي محدودیتونو په شاوخوا تېرېدو کې مرسته وکړي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسراییلو پوځ هم په هغه صورت کې چې امریکا د تاوتریخوالي له امله پر ایران برید وکړي، د لوړې تیارسۍ په حالت کې دی.

تلګراف زیاتوي چې راپورونه ښيي د اسراییلو پوځ کولی شي د امریکا د هوايي بریدونو ملاتړ وکړي او ځینې خپل ټاکلي هدفونه هم په نښه کړي.

انتونیو ګوترش:د ایران له لوري د لاریون کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالي سخت اندېښمن یم

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په ایران کې د وروستیو لاریونونو پر مهال د لاریون کوونکو په وژلو خواشیني څرګنده کړې ده.

هغه په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «د هغو راپورونو له لوستلو سخت خواشینی او حیران شوی یم چې پکې ویل کېږي ایراني چارواکو د معترضانو پر وړاندې تاوتریخوالی او له حده زیات زور کارولی دی.»

نوموړي د ایران له چارواکو غوښتي چې په لویه کچه زغم وښيي او له غیر ضروري او نامتناسب زور کارولو ډډه وکړي.

ګوتریش همدارنګه د ایران له مسئولانو غوښتي چې «د معلوماتو د لاسرسي د تضمین لپاره عملي ګامونه پورته کړي، په ځانګړي ډول د انټرنېټي اړیکو د بیا ټینګولو له لارې.»

استرالیا خپلو وګړو ته:سمدستي له ایرانه ووځئ

0

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په سهار د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې بېړنی خبرداری خپور کړی او له استرالیایي وګړو یې غوښتي چې ژر تر ژره ایران پرېږدي.

په دې پیغام کې ویل شوي: «همدا اوس ایران پرېږدئ. د وتلو لپاره عادي هوايي لارې لا هم شته؛ خو په چټکۍ سره محدودېږي. د دې احتمال شته چې په نږدې راتلونکې کې هوايي حریم وتړل شي او الوتنې لغوه شي، چې په هغه صورت کې به وروسته وتل ناممکن شي. همدارنګه، کېدای شي د مخابراتي اړیکو نورې ستونزې هم رامنځته شي.»

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «که تاسو زموږ د سپارښتنې خلاف په ایران کې پاتې کېږئ، نو د خپل خوندیتوب او امنیت بشپړ مسئولیت به ستاسو پر غاړه وي. چمتو اوسئ چې که اړتیا پېښه شي، په خپل استوګنځای کې پناه واخلئ او کافي اندازه اوبه، خواړه او درمل له ځان سره ولرئ.»

د دغو پیغامونو په پای کې ټینګار شوی چې په ایران کې د استرالیا د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا ډېره محدوده ده.

فلسطینۍ لیکواله د ایران حکومت ته:هغه حکومت چې خپل خلک وژني، د فلسطین د ازادۍ ادعا نشي کولای

فلسطینۍ لیکوالې، رشا حلوه په یوه خپره کړې ویډیو کې د ایران د خلکو د انقلابي پاڅون ملاتړ کړی او ویلي:«هغه حکومت چې خپل خلک وژني او خپلې ښځې ځپي، نه شي کولای زما ولس ازاد کړي او نه شي کولای ما ازاده کړي.»

رشا څرګنده کړې چې له کوچنیوالي ورته ویل کېدل چې د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطین له ارمان سره ولاړ دی او د فلسطینیانو د ازادۍ ملاتړ کوي؛ خو اوس دا روایت ردوي.

نوموړې وایي چې د ایران د هغو خلکو تر څنګ ولاړه ده چې د ایران د حکومت پر ضد کوڅو ته راوتلي دي.

د هغې په وینا، د فلسطین خلک د ایران د حکومت تر څنګ نه دي ولاړ، بلکې د ایران د زړورو خلکو ملاتړ کوي چې د کرامت، ازادۍ او عدالت غوښتنه کوي؛ هماغه حقونه چې فلسطینیان یې هم د ځان لپاره غواړي.

رویټرز:پاکستان پر سوډان د ۱.۵میلیارده ډالرو نظامي تجهیزات پلوري

0

رویټرز خبري اژانس د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان د شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالرو د وسلو، بې‌پیلوټه او جنګي الوتکو تړون له سوډان سره د نهایي کولو په وروستیو پړاوونو کې دی.

د راپور له مخې، پاکستان پر سوډان ۱۰ کاراکورم‑۸ سپکې تهاجمي الوتکې، تر ۲۰۰ پورې بې‌پیلوټه الوتکې او د څارنې او بریدونو لپاره مخکښ پرمختللي هوایي دفاعي سیستمونه پلوري.

رویټرز ویلي، سربېره پر دې Super Mushshak روزنیزې الوتکې او احتمالاً JF‑17 جنګي الوتکې هم د تړون برخه کېدای شي.

رویټرز د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې دا معامله “په عملي ډول بشپړه شوې ده” خو د تحویلي مهالویش او دقیقو جزئیاتو په اړه رسمي اعلان نه‌دی شوی.

همدارنګه، امکان شته چې د دې معاملې مالي ملاتړ سعودي عربستان وکړي، خو تر اوسه رسمي نه‌دي تایید شوي.

شهزاده رضا پهلوی د ایران خلکو ته:دا برخلیک ټاکوونکې ورځې دي، نړۍ ستاسو تر شا ولاړه ده

0

د ایران د پخواني پاچا زوی، شاهزاده رضا پهلوي په یوه تازه ویډیویي پیغام کې اعلان کړی چې د ایران د رژیم پر ضد ولسي پاڅون نوی پړاو ته داخل شوی او ټینګار یې کړی چې د اسلامي جمهوریت نسکورېدل نږدې دي.

نوموړي ویلي، «موږ یوازې نه یو، نړیوال ملاتړ هم په لاره دی او ډېر ژر به ایران له اسلامي جمهوریت بېرته واخلو»، او د ایران له خلکو یې غوښتي چې رژیم ته «د بیا ساه اخیستو فرصت ور نه کړي».

پهلوي د ایران له دولتي کارکوونکو، امنیتي ځواکونو او پوځ څخه غوښتنه کړې چې د ولس تر څنګ ودرېږي او خبرداری یې ورکړی چې د رژیم ملاتړ به «تلپاتې شرم» ولري.

هغه ویلي چې حکومت د د معترضینو په پرځولو له سخت کمښت سره مخ دی او پر خلکو د ډزو زیاتېدل د کمزورۍ او د سقوط د وېرې نښه ده.

نوموړي همداراز د رژیم د تبلیغاتو او مخابراتو بنسټونه «مشروع هدفونه» بللي او ویلي، چې د خلکو پر ضد د تاوتریخوالي عاملین به بې‌ځوابه پاتې نه شي.

ډونالډ ټرمپ:تهران د خبرو وړاندیز کړی، خو امکان لري له خبرو ترمخه پوځي برید ته ترجیح ورکړم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه د ایران د حکومت له مخالفو مشرانو سره په مستقیم تماس کې دی او ډېر ژر به خپل دریځ روښانه کړي.

ټرمپ دا څرګندونې د فلوریډا څخه واشنګټن ته د ستنېدو پر مهال د ولسمشرۍ الوتکه کې خبریالانو ته وکړې.

ټرمپ همداراز ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت له هغې «سرې کرښې» اوښتی چې ده ټاکلې وه، او له همدې امله د امریکا پوځ اوس د تهران پر ضد «ډېر قوي پوځي انتخابونه» ارزوي.

هغه د ایران د دننه روانو پېښو، په ځانګړي ډول د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونو ته په اشارې وویل چې تهران د امریکا د زغم حد ازموي.

ولسمشر ټرمپ دا هم افشا کړې چې د ایران له لوري د خبرو لپاره پیغام استول شوی او ښايي په راتلونکو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ ناسته وشي، خو هغه خبرداری ورکړی چې «ممکنه ده پوځي عملیات تر هغې مخکې ترسره شي».

له دې مخکې ټرمپ ویلي وو، که د امریکا پر ګټو یا اتباعو هر ډول برید وشي، واشنګټن به پرې «ځپونکی او بې‌ساری غبرګون» وښيي.

بیړنی خبر؛ایران کې درې ورځینی ملي ماتم اعلان شو

0

بیړنی خبر؛

ایران د روانو لاریونونو پر وړاندې د «ملي مقاومت په جګړه» کې د وژل شویو کسانو د درناوي په خاطر درې ورځینی ملي ماتم اعلان کړی دی.

ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان، د وژل شویو کسانو په اړه ژوره خواشیني ښودلې.

ولسمشر پزشکیان د دوشنبې ورځې په اړه د ملي مقاومت ملاتړ په اړه په ایراني ولس د لاریون غږ کړی.

جان اڅکزی:د طالبانو حکومت او پاکستاني حکومت د روغې جوړې امکان نشته

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو مخکېنی وزیر جان اڅکزی وایي د دې امکان نشته چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ کړکیجنې اړیکې ورغول شي.

ښاغلي اڅکزي ویلي چې پاکستان هېله نه لرله چې طالبان واک ته له رسیدو سره سم له دې هېواده مخ واړوي، او ورته سرخوږی جوړ کړي.

جان اڅکزی وایي چې طالبان د پاکستان په مرسته واک ته ورسیدل خو اوس د پاکستان غوښتنو ته غاړه نه ږدي.

ټیلیګراف:د امریکا پوځ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې پر ایران ناڅاپي برید به سیمه اور ته واچوي

0

د بریتانیا ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو لوړپوړو پوځي قومندانانو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته جدي خبرداری ورکړی چې پر ایران د هر ډول ناڅاپي او بې‌چمتو پوځي برید پایلې به «سخته، پراخه او کنټرول‌نه‌کېدونکې» وي.

د ټیلیګراف د معلوماتو له مخې، امریکايي پوځ سپینې ماڼۍ ته ویلي چې اوسنی پوځي حضور د داسې جګړې لپاره بسنه نه کوي او که واشنګټن بې له بشپړ چمتووالي برید وکړي، ایران به وکولای شي په چټکۍ سره د امریکا او د هغې د متحدینو پر اډو، بېړیو او ځواکونو په سیمه کې سخت غچ واخلي.

راپور زیاتوي چې د پنتاګون دننه ارزونې ښيي ایران یوازې د مستقیمو توغندیزو بریدونو توان نه لري، بلکې د خپلو سیمه‌ییزو متحدینو او نیابتي ډلو له لارې هم کولی شي په عراق، سوریه، خلیج او حتی د اسرائیلو پر ضد هممهاله جبهې پرانیزي؛ هغه سناریو چې امریکايي پوځ یې «د سیمې لپاره د بشپړې جګړې خطر» بولي.

ټیلیګراف لیکي چې که څه هم ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي اقدام امکان تر بحث لاندې نیولی، خو پوځ ترې غوښتي چې له هر تصمیم وړاندې د ځواکونو د ځای‌پرځای کولو، هوايي دفاعي چتر پیاوړي کولو او استخباراتي چمتووالي ته وخت ورکړي، ځکه «یوه غلطه محاسبه به لسګونه زره امریکايي سرتېري له خطر سره مخ کړي».

دغه خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي چې ایران د کورنیو اعتراضونو له بې‌ساري څپې سره مخ دی او واشنګټن د تهران پر وړاندې د فشار د زیاتولو لارې لټوي خو د ټیلیګراف په وینا، پوځ ټرمپ ته ویلي چې «پوځي لاره د وروستي انتخاب په توګه باید وکارول شي، نه د سیاسي پیغام لپاره».