یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 173

قطر:د امریکا او ایران هر ډول نوی ټکر به سیمه بې ثباته کړي

0

قطر د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه جدي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د دواړو لورو هر ډول نوی ټکر به د سیمې لپاره «خطرناک او فاجعه‌لرونکې» پایلې ولري.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري، په دوحه کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې دوحه نه غواړي وضعیت له کنټروله ووځي او تر ممکنه حده هڅه کوي له پوځي شدت څخه مخنیوی وشي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه به یوازې دواړه هېوادونه نه، بلکې ټوله سیمه له جدي بحران سره مخ کړي.

الانصاري زیاته کړې، چې قطر لا هم د ډیپلوماټیک حل امکان ویني او په دې موخه له ټولو ښکېلو لورو سره خبرې روانې دي.

سهیل شاهین بهرنیو پانګوالو ته:افغانستان د پانګې اچونې لپاره خوندي فرصتونه لري

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین، د گلوبل بزنیس هب شرکت په کلنۍ ناسته کې ګډون کړی.

په قطر کې د طالبانو حکومت سفارت خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه ناسته د شرکت د راتلونکي لیدلوري، همکارۍ او نړیوالو سوداګریزو فرصتونو په اړه جوړه شوې وه، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو سفیران، پانګه‌وال، ونډه‌وال او د قطر د بېلابېلو ادارو استازو برخه اخیستې وه.

ښاغلي شاهین په غونډه کې ویلي چې افغانستان اوس د کانونو، کرنې، سیاحت، ودانیزو او نورو اقتصادي سکتورونو په برخه کې پراخ او خوندي فرصتونه لري.

هغه زیاته کړې چې په ځینو برخو کې، لکه پر پانګونو، مالیات نه وضع کېږي، چې دا د بهرنیو پانګه‌والو لپاره ځانګړې اسانتیا برابروي.

نوموړي بهرنیو ګډونوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې.

ایران؛په شمالي تهران کې د سټارلېنک انټرنېټ د وسایلو د موندلو لپاره کور په کور پلټنې روانې دي

0

د ایران د پلازمېنې تهران په شمالي سیمو کې یو شمېر اوسېدونکي وایي، امنیتي ځواکونه د اپارتمانونو پلټنې کوي څو د سټارلېنک سپوږمکۍ انټرنېټ وسایل ومومي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم په ایران کې د سپوږمکۍ ټلوېزیوني ډېشونو کارول له قانوني پلوه منع دي، خو بیا هم ډېری کورنۍ له کلونو راهیسې دغه وسایل کاروي او د چارواکو د بندیزونو پروا نه کوي.

په ورته وخت کې، مدني فعالانو اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې سټارلېنک په ایران کې وړیا انټرنېټ فعال کړی، دا سیستم ازمویل شوی او په ځینو سیمو کې عملاً کار هم کوي.

د دوی په وینا، دغه سپوږمکۍ انټرنېټ د معلوماتو د محدودیتونو او بندیزونو د ماتولو لپاره د خلکو لپاره مهم بدیل ګرځېدلی دی.

خو تر دې دمه، د سټارلېنک شرکت په رسمي ډول د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د ایران دننه د خدماتو د فعالېدو پخلی یا رد کړی دی.

مارک کیمیت:دا ځل به د ټرمپ احتمالي برید د سپاه او بسیج پر امنیتي قومندانانو متمرکز وي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني پوځي مرستیال مارک کیمیت له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې د ټرمپ د ادارې احتمالي پوځي اقدام به ښايي د ایران د امنیتي قومندانانو، په ځانګړي ډول د بسیج او سپاه پاسداران د مشرانو پر ضد ترسره شي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تهران به د امریکا پر ګټو او پوځي اډو مخکینی برید وکړي، وویل: «حکومت ښايي ناپوخته پرېکړې وکړي، خو ځان‌وژنه نه غواړي.»

کیمیت خبرداری ورکړی چې که ایران د فارس خلیج کې د امریکا پر شتمنیو یا په ګاونډیو هېوادونو کې پر امریکايي ځواکونو برید پیل کړي؛ نو دا به داسې سخت غبرګون ولري چې ایرانیانو تر اوسه نه وي لیدلی.

رضا پهلوي:په ایران کې شاوخوا ۱۲ زره کسان وژل شوي؛ خلک بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري

0

د ایران د پخواني پاچا زوی شاهزاده رضا پهلوي له فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران د ملي پاڅون د لومړنیو شمېرو له مخې شاوخوا ۱۲ زره کسان وژل شوي دي.

هغه ادعا کړې چې د وژل شویو کسانو جسدونه د بلدوزرونو په وسیله ټولېږي او د پاتې شونو د سپارلو پر مهال له کورنیو څخه د مرمۍ بیه اخیستل کېږي.

د هغه په وینا: «هغه څه چې روان دي، له کرکې ډک دي.»

رضا پهلوي ویلي چې د ایران حکومت د معترضانو د عام وژنې امر کړی او خلک لا ډېرو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړی چې بهرنی ملاتړ د هېواد پر ضد تېری نه دی، بلکې د یوه ملت مرسته ده څو ځان آزاد کړي.

هغه د ډونالډ ټرمپ له لوري د ایران د خلکو د ملاتړ ژمنه د معترضانو لپاره هیله‌بخښونکې بللې او ویلي چې خلک د دې ژمنې د عملي کېدو تمه لري.

رضا پهلوي خبرداری ورکړی چې د ایران حکومت د خپل ولس پر ضد جګړه پیل کړې او پرته له دې چې ازاد هېوادونه ملاتړ وکړي، د خلکو ازادي ناشونې ده.

هغه زیاته کړې چې د ایران حکومت ۴۷ کاله زموږ ولس ځپلی دی او اوس یې وخت دی چې نور ددې ځپل کیدو څخه ځان خلاص کړو.

لیندزي ګراهام:ټرمپ چې د ایران د معترضانو سره د مرستې خبره کوي، جدي یې کوي

0

د امریکا جمهوري‌پال سناتور لیندزي ګراهام ویلي، د ایران د معترضانو په اړه د ډونالډ ټرمپ ژمنې جدي دي او مرسته به ډېر ژر ورسېږي.

هغه ویلي: «ډونالډ ټرمپ باراک اوباما نه دی. که وايي مرسته روانه ده؛ نو پر خپله خبره ولاړ وي.»

ګراهام خبرداری ورکړی چې که امریکا شاته شي او له معترضانو ملاتړ ونه کړي، دا به له افغانستانه هم ستره فاجعه وي.

د هغه په وینا، خلک سړکونو ته راوتلي ځکه پر ټرمپ او امریکا باور لري.

نوموړي ټینګار کړی چې ټرمپ باید د خلکو ترڅنګ ودرېږي، نه د آیت‌الله، او ادعا یې کړې چې د خلکو وژل کېدل د زرګونو په کچه دي.

امریکا ایران ته: سیاسي بندیان مو نه دي هېر کړي؛ د ټولو فکري بندیانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوو

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي ژبې رسمي پاڼې پر ټولنیزې شبکې ایکس ایران ته په خطاب کې ویلي، که څه هم دا مهال د معترضانو پر وړاندې د حکومت تاوتریخوالی افشا کوي، خو هغه سیاسي بندیان یې نه دي هېر کړي چې د اوسنیو اعتراضونو تر پیل وړاندې نیول شوي وو.

په دغه پیغام کې راغلي:
«په داسې حال کې چې موږ ستاسو تاوتریخوالی د معترضانو پر وړاندې بربنډوو، فکر مه کوئ چې هغه سیاسي بندیان مو هېر کړي دي چې لا له دې اعتراضونو مخکې زنداني شوي دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو شمېر بندي شویو کسانو نومونه هم یاد کړي، چې پکې نرګس محمدي، سپیده قلیان، جواد علي‌کردي، پوران ناظمي، رضا خندان، مجید توکلي، شریفه محمدي او حسین رونقي شامل دي.

وزارت ویلي چې د دغو کسانو دوامداره بندي کېدل لا هم یوه جدي اندېښنه ده، او ټینګار یې کړی چې ایران باید یاد کسان او ټول فکري او عقیدتي بندیان پرته له ځنډه خوشې کړي.

څانګه صدیقي؛د هالنډ د D66 ګوند له لوري د ښاروالۍ شورا ته خپله نوماندي اعلان کړې

د ښځو د حقونو فعالې څانګې صدیقي اعلان کړی چې نوموړې د هالنډ د D66 سیاسي ګوند له لوري د ښاروالۍ شورا ټاکنو ته ځان نوماند کوي.

اغلې صدیقي وایي چې په سیاست کې د ښځو معنا لرونکی ګډون د هغې لپاره یو جدي او شعوري تعهد دی.

د هغې په وینا، ښځې د خپلو تجربو، د مسؤلیت احساس او له ټولنې سره د ژورې اړیکې له امله کولای شي سیاست لا انساني، عادلانه او حساب ورکوونکی کړي.

نوموړې زیاتوي چې D66 هغه سیاسي ګوند دی چې پر دیموکراسۍ، بشري حقونو، د جنسیتي برابرۍ او د خلکو پر فعال ګډون ټینګ باور لري او همدې ارزښتونو هغې ته دا جرأت ورکړی چې په رسمي ډول خپله نوماندي اعلان کړي.

څانګه صدیقي وایي چې د هغې نوماندي یوازې یو شخصي ګام نه دی، بلکې موخه یې دا ده چې د ښځو، د کډوالۍ شالید لرونکو وګړو او ټولو هغو خلکو غږ پیاوړی کړي چې د برابر فرصتونو پر بنسټ د یوې عادلانه، پرانیستې او ټولشموله ټولنې غوښتونکي دي.

هغې ژمنه کړې چې که د خلکو باور ترلاسه کړي؛ نو د صداقت، روڼتیا او مسؤلیت له مخې به د عامه ګټو خدمت کوي او د خلکو غږ به د ښاروالۍ په پرېکړه‌کوونکو مجلسونو کې پورته کړي.

ډونالډ ټرمپ:ایران کې که یو کس هم وژل شوی وي ډېر دی، خو کره شمېر به په ۲۴ ساعتونو کې معلوم شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په ایران کې د روانو اعتراضونو پر مهال د وژل شویو کسانو کره شمېر تر اوسه معلوم نه دی، خو ټینګار یې کړی چې مرګ ژوبله «ډېره لوړه» ده.

ټرمپ د فاکس نیوز د یو خبریال دې پوښتنې ته چې وایي ” څو کسان تر دې دمه د ایران په مظاهرو کې وژل شوي” ویلي:
«هیڅوک تر اوسه نه دي توانېدلي چې ماته دقیق ارقام راکړي. ما بېلابېلې شمېرې اورېدلي دي… ځینې ډېرې کمې دي او ځینې بیا ډېرې لوړې. خو هره مرګ ژوبله ډېره ده، حتی که یو کس هم وژل شوی وي.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې ښايي د راتلونکو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو په اړه روښانه معلومات ترلاسه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:د ولسمشر په فرمان د اخوان‌المسلمین درې څانګې رسمي ترهګرې وبلل شوې

0

د امریکا متحده ایالاتو د اخوان‌المسلمین (Muslim Brotherhood) او د لبنان، مصر او اردن څانګې د ترهګرو سازمانونو په توګه نومولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې رسمي خبرپاڼې له مخې، دا اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمان په چوکاټ کې شوی، چې هدف یې د هغو اسلامي ډلو له منځه وړل دي چې د امریکا ملي امنیت او نړیوال ثبات ته ګواښ ګڼل کېږي.

د اعلان له مخې، د لبنان اخوان‌المسلمین د “بهرني ترهګر سازمان” (FTO) او همدارنګه د “نړیوال ځانګړي ترهګر” (SDGT) په توګه ثبت شوی، او د دې ډلې مشر محمد فوزي تقوش هم د نړیوال ترهګر په توګه نومول شوی دی.

همدارنګه، د امریکا د خزانې وزارت د مصر او اردن د اخوان‌المسلمین څانګې د حماس د مالي او لوژستیکي ملاتړ له امله د نړیوالو ترهګرو په تور لېست کې شاملې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې دا ګام د یوه “اوږدمهاله او جدي نړیوال کمپاین” پیل دی څو د اخوان‌المسلمین هغه شبکې له منځه یوړل شي چې تاوتریخوالی، افراطیت او سیمه‌ییزه بې‌ثباتي پیاوړې کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې امریکا به د دغو ډلو ټولې مالي سرچینې، بانکي حسابونه او نړیوالې اړیکې په نښه کړي څو د ترهګرۍ د ملاتړ توان ترې واخیستل شي.

دا پرېکړه به نه یوازې د دغو ډلو پر نړیوال فعالیت سخت بندیزونه ولګوي، بلکې هر هغه هېواد، بنسټ او شخص به هم تر قانوني تعقیب لاندې راولي چې له دغو سازمانونو سره مرسته وکړي.