دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 17

احمدالله عليزی:د طالبانو حکومت دې د ملي تفاهم لپاره عملي او جدي ګامونه پورته کړي

د کابل پخواني والي احمدالله عليزي د ملي تفاهم او د افغانانو د یووالي پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت باید د ټولو افغانانو ترمنځ د اعتماد جوړونې، تفاهم او ګډ کار لپاره عملي او منظم ګامونه پورته کړي.

نوموړي ویلي، د هېواد د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې یوه روښانه او عادلانه لاره پرانېستل شي، څو افغانستان له انزوا، سیاسي او اقتصادي مشکلاتو څخه ووځي او د سولې، ثبات او پرمختګ پر لور حرکت وکړي.

احمدالله عليزي همداراز له نړیوالې ټولنې او سیمه‌ییزو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره په مناسب وخت کې مرسته او همکاري وکړي، ځکه د ده په وینا د وخت ضایع کېدل د وطن او ملت لپاره ستر زیان دی.

هغه زیاته کړې چې ټول لوري باید د افغانستان د ښه راتلونکي، ملي یووالي او دوامدار ثبات لپاره خپل اختلافات کم او د ګډ تفاهم فضا رامنځته کړي.

بنیامین نتانیاهو:له ډونالډ ټرمپ سره نن د سیمې پر تحولاتو خبرې کوم

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې ټاکل شوې نن د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه ورسره بحث وکړي.

نتانیاهو ویلي، تمه لري چې ټرمپ به له خپل وروستي سفر او نورو نړیوالو موضوعاتو څخه خپلې ارزونې شریکې کړي.

هغه زیاته کړې: «بېلابېل احتمالات موجود دي او موږ د هر ډول سناریو لپاره چمتووالی لرو.»

د اسرائیل لومړي وزیر همداراز ټینګار کړی چې د دوی پام ایران ته دی او د سیمې وضعیت له نږدې څاري.

شيخ هبت‌الله:د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د جهاد او قربانیو تاریخ خوندي او راتلونکو نسلونو ته انتقال کړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شوراګانو له مسؤلینو او غړو سره په لیدنه کې د علماوو پر ديني او ټولنیز مسؤلیت ټینګار کړی دی.

د طالبانو حکومت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او یو شمېر نور علماء او مسؤلین هم حاضر وو.

شیخ هبت‌الله اخوندزاده علماوو ته ویلي، چې د خلکو لارښوونه د شریعت په رڼا کې د علماوو اساسي دنده ده او هغوی باید د «اسلامي امارت» صادر شوي فرمانونه او قوانین خلکو ته واضح کړي او د هغو اهمیت ورته بیان کړي.

نوموړي د علماوو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر اهمیت هم خبرې کړې او ویلي، چې د علماوو اتفاق د ټولنې د اصلاح او د امت د یووالي سبب ګرځي.

هغه ویلي، چې دغه ډول علمي او فقهي ناستې د شرعي مسائلو د سمې څېړنې، د حق د څرګندولو او د علماوو ترمنځ د تفاهم او محبت د پیاوړتیا لپاره مهمې دي.

همداراز، نوموړي له علماوو غوښتي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د جهادي اثارو د ساتنې ریاست سره همکاري وکړي، چې د جهاد او قربانیو تاریخ خوندي کړي او راتلونکو نسلونو ته یې انتقال کړي.

۱۷۰۰ تیاره ورځې؛د افغانستان میلیونونه نجونې لا هم له زده کړو محرومې دي

نن په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو ۱۷۰۰ ورځې پوره شوې؛ هغه پرېکړه چې د میلیونونو نجونو د زده‌کړو، هیلو او راتلونکي پر وړاندې یې لوی خنډ جوړ کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحولاتو وروسته، د طالبانو حکومت د شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل. که څه هم د طالبانو حکومتي چارواکو څو ځله ویلي چې د نجونو ښوونځي “تر امر ثاني” پورې تړل شوي؛ خو تر اوسه دغه امر نه دی صادر شوی او د نجونو د زده‌کړو د بېرته پیل لپاره کوم عملي اقدام نه دی لیدل شوی.

په دې موده کې میلیونونه نجونې له زده‌کړو بې برخې پاتې شوې دي. د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او ګڼو اسلامي هېوادونو له لوري پرله‌پسې غوښتنې شوې چې افغان نجونو ته د زده‌کړو حق ورکړل شي؛ خو دغو غوښتنو تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې.

نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د نجونو د زده‌کړو دوامداره بندیز نه یوازې د افغانستان پر اقتصاد او ټولنیز پرمختګ منفي اغېز کوي، بلکې راتلونکي نسلونه هم له جدي ستونزو سره مخامخ کوي.

بل لور ته، ګڼې کورنۍ وایي چې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله د نجونو د زده‌کړو انګېزه کمه شوې او ډېری نجونې له روحي فشارونو، نا امیدۍ او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

سره له دې محدودیتونو، ځینو نجونو هڅه کړې چې د انلاین زده‌کړو، کورنیو کورسونو او شخصي مطالعې له لارې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي؛ خو لا هم زرګونه نورې نجونې د زده‌کړو له حقه محرومې دي او ځینې حتی جبري ودونو ته اړ شوې دي.

رویټرز:د نیکولاس مادورو نږدې متحد او سوداګر الیکس ساب امریکا ته سپارل شوی

رویټرز وايي، د وینزویلا چارواکو د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو نږدې متحد او سوداګر الیکس ساب امریکا ته سپارلی دی.

د وینزویلا د کډوالۍ ادارې (SAIME) ویلي، الیکس ساب د امریکا او وینزویلا د ګډو عملیاتو پر مهال په فبرورۍ میاشت کې په کاراکاس کې نیول شوی و.

نوموړی مخکې هم په ۲۰۲۰ کال کې د «کېپ ورد» په هېواد کې نیول شوی او امریکا کې د بډو او فساد په تور زنداني شوی و.

راپور کې راغلي، چې الیکس ساب په ۲۰۲۳ کال کې د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې بښل شوی و، خو اوس بیا امریکا ته لېږدول شوی دی.

امریکايي سرچینې وایي، نوموړی ښايي د مادورو پر ضد د جنایي دوسیې لپاره مهم معلومات ورکړي.

همداراز، نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلوریس هم په نیویارک کې د مخدره توکو د قاچاق او نورو جرمونو له تورونو سره مخ دي، خو دواړه دغه تورونه ردوي.

د طالبانو حکومت:تېره ورځ د هیواد له بیلابیلو لارو ۱۰۱۷ کورنۍ هیواد ته جبري راستنې شوي

د طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د شنبې ورځې پر مهال د هېواد له بېلابېلو لارو ټولټال (۱۰۱۷) افغان کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۳۰۱) تنو ته رسېږي، هېواد ته راستانه شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د ننګرهار د تورخم له لارې (۹۰۰) کورنۍ د (۴۶۸۵) غړو په ګډون هېواد ته راستنې شوې دي.

همداراز د کندهار د سپین بولدک له لارې (۷۲) کورنۍ چې (۴۴۱) غړي یې لرل، افغانستان ته داخلې شوې دي.

د نیمروز د ورېښمو له لارې (۴۲) کورنۍ د (۱۶۲) غړو سره هېواد ته راستانه شوې دي.

دغه راز د هرات د اسلام کلا له لارې (۳) کورنۍ چې (۱۳) غړي یې لرل، بېرته هېواد ته ستنې شوې دي.

محمد باقر قالیباف؛د چین په چارو کې د ایران ځانګړی استازی ټاکل شوی

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي شورا مجلس رئیس محمدباقر قالیباف د چین په چارو کې د ایران ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

راپور کې ویل شوي، چې تر دې وړاندې علي لاریجاني د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي په حکم او وروسته عبدالرضا رحماني فضلي د مسعود پزشکیان په حکم دغه دنده ترسره کوله.

افغان‌ایواک:د مهاجرتي چارو په اړه ناسمې مشورې خطرناکې دي

د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ “افغان‌ایواک” خبرداری ورکړی چې د ویزو او مهاجرتي دوسیو په اړه ناسمه مشوره د افغانانو لپاره جدي خطرونه رامنځته کولای شي.

دغه بنسټ ویلي، هغه معلومات چې خلک هڅوي د وکیلانو له مشورې پرته کار وکړي، یا وایي چې د مرکو ګډون خوندي دی، ناسم او ګمراه کوونکي دي.

افغان‌ایواک ټینګار کړی چې نه د مرکو د خونديتوب تضمین شته او نه هم د ویزو د صادرېدو په اړه ډاډ شته.

بنسټ افغانانو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو مهاجرتي چارو لپاره یوازې له جواز لرونکو وکیلانو او باوري ادارو مشوره واخلي، څو د نیول کېدو یا د قانوني ستونزو له خطره خوندي پاتې شي.

عباس عراقچي:زما “د مذاکراتو ځواک” کتاب پنځم چاپ خپور شو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په خپل ټېلېګرام چینل کې اعلان کړی چې د هغه کتاب “د مذاکراتو ځواک” پنځم چاپ ته رسېدلی دی.

هغه ویلي چې په نوي چاپ کې یوه بله برخه هم ور زیاته شوې ده چې “د اور لاندې ډیپلوماسي” نومېږي.

د هغه په وینا، په دې برخه کې د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال له امریکا سره غیر مستقیمو خبرو اترو ته اشاره شوې ده.

عراقچي زیاته کړې چې په نوي چاپ کې د ډیپلوماسۍ د وروستیو تجربو او مذاکراتي بهیر په اړه نوې څېړنې او توضیحات هم شامل شوي دي.

ایران:د مجتبی خامنه‌يي لس شرطونه له امریکا سره د خبرو اترو سرې کرښې دي

د ایران د پارلمان د کورنیو چارو کمیسیون رییس، محمد صالح جوکار ویلي چې ایران د امریکا سره د خبرو په دوهم پړاو کې ګډون نه دی کړی.

هغه ویلي چې په دې موده کې د امریکا له لوري ځینې وړاندیزونه شوي، خو ایران لا هم پر خپلو لومړنیو شرطونو ټینګار کوي.

جوکار زیاته کړې چې د ایران د مذهبي مشر مجتبی علي خامنه‌اي لس شرطونه د هر ډول خبرو اترو «سرې کرښې» دي.

د هغه په وینا، په دغو شرطونو کې د هرمز تنګي د کنټرول لاندې تېرېدنه، د سیمه‌ییزو شخړو ختمول، د امریکا د پوځي ځواکونو له سیمه‌ییزو اډو وتل، د بندیزونو لرې کول، د تاوانونو ورکول، د ایران د یورانیمو غني کولو حق منل، او په بهر کې د ایران د شتمنیو آزادول شامل دي.