شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 169

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:ایران د معترضینو پر ضد پوځي ډرونونه کاروي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي ژبې رسمي حساب په ایکس کې لیکلي چې د روانو اعتراضونو پر مهال د ایران رژیم د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) ټکنالوژي د سوله‌ییزو معترضینو پر ضد کارولې ده.

دغه حساب زیاتوي چې دا ډرونونه د خلکو د پېژندنې، څارنې او تعقیب لپاره کارول کېږي، تر څو امنیتي ځواکونه وکولای شي هغوی ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې ایران خپلو وګړو ته د دښمن جنګیالیو په سترګه ګوري او د هغوی پر ضد جګړه پر مخ وړي.

د دوی په وینا، نړۍ د دې رژیم کړنې ویني او دا به هېڅکله هېرې نه شي.

ډونالډ ټرمپ:رضا پهلوي محترم شخصیت دی؛ خو انتخاب او نه انتخاب به یې د ایران د خلکو په خوښه وي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که څه هم شاهزاده رضا پهلوي یو «محترم شخصیت» ښکاري، خو لا هم شک شته چې نوموړی به د ایران دننه پراخ ولسي ملاتړ ترلاسه کړي.

ټرمپ د رویټرز خبري اژانس ته په یوه ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی چې د داسې ملاتړ لپاره لا وخت نه دی رسېدلی او دا روښانه نه ده چې ایرانیان به هغه د رهبر په توګه ومني.

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې تېره اوونۍ یې ویلي وو، د رضا پهلوي سره د لیدنې نیت نه لري او په غیرمستقیم ډول یې د هغه د سیاسي مشرتابه وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې وه.

ټرمپ تر دې مخکې څو ځله ګواښ کړی چې د ایران د معترضینو د ملاتړ لپاره به اقدام وکړي، خو تر اوسه یې د پخواني شاه د زوی، رضا پهلوي، د بشپړ ملاتړ څخه ډډه کړې ده.

رضا پهلوي:سیکولر او دموکراتیک ایران د سیمې ثبات تضمینوي

0

د ایران د پخوانۍ شاهي کورنۍ غړي، رضا پهلوي، په یوه پیغام کې نړیوالو ته وویل، چې د ده په وینا «له اسلامي جمهوریت وروسته ایران» به له نړیوالې انزوا ووځي او نوې بهرنۍ او کورنۍ تګلاره به پیل کړي.

هغه وویل، په یو ازاد ایران کې به له امریکا سره ډیپلوماتیکې اړیکې عادي شي، له اسرائیل سره به رسمي اړیکې ټینګې شي او ایران به د سیمې له عربي هېوادونو سره د نوو همکاریو محور جوړ کړي.

پهلوي ټینګار وکړ چې راتلونکی نظام به د شفافیت، حساب ورکونې او نړیوالو معیارونو پر بنسټ ولاړ وي، فساد به له منځه وړل کېږي او دولتي ادارې به د خلکو پر وړاندې ځواب ویونکي وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي جمهوریت پای او د یو سیکولر، دموکراتیک حکومت جوړېدل به نه یوازې د ایران لپاره، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم د ثبات او فرصت نوې دروازې پرانیزي.

د امریکا د خزانې وزیر:د ایران مشران د نظام له راتلونکي ناامیده شوي او خپلې شتمنۍ باسي

0

د امریکا د خزانې وزیر، سکات بسنت، ویلي چې دا مهال د ایران لوړپوړي چارواکي د هېواد شتمنۍ بهر ته قاچاق کوي او له نظام څخه د تېښتې په حال کې دي.

بسنت په یوه مرکه کې وایي: «موږ وینو چې اوس موږکان له بېړۍ وځي؛ ځکه لسګونه میلیونه ډالر د رژیم د مشرانو له‌خوا بهر ته انتقالېږي.»

نوموړي زیاته کړه، دا پیسې د نړۍ بېلابېلو بانکونو او مالي بنسټونو ته ننوځي، خو د امریکا د خزانې وزارت یې د بانکي سیستم او ډیجیټلي شتمنیو له لارې په دقیق ډول څاري.

د بسنت په وینا، واشنګټن د ایران د تېلو پر صادراتو د «اعظمي فشار» کمپاین پلي کړی، څو د رژیم مالي سرچینې پرې کړي، او یوازې په تېره یوه میاشت کې د ایران مالي جوړښت له بشپړې نړېدنې سره مخ شوی دی.

ان‌بی‌سي:ټرمپ د ایران جګړه لنډه غواړي، خو د قوي ضربې په شرط

0

ان‌بی‌سي نیوز د سپینې ماڼۍ له نږدې سرچینو او چارواکو د راپورونو له مخې ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل ملي امنیتي ټیم ته سپارښتنه کړې چې که د ایران پر ضد هر ډول پوځي اقدام کېږي، باید محدود، چټک او پرېکنده وي او امریکا باید له داسې جګړې ځان وساتي چې اوونۍ یا میاشتو وغځېږي.

راپور زیاتوي، سره له دې چې په واشنګټن کې پر بېلابېلو سناریوګانو بحث روان دی، د ټرمپ سلاکارانو تر اوسه ولسمشر ته دا ډاډ نه دی ورکړی چې له احتمالي برید وروسته به د ایران حکومت په لنډ وخت کې نسکور شي.

خو له بلې لخوا، د تهران د احتمالي غبرګون، د سیمې پر امنیتي وضعیت او د امریکا پر ځواکونو د متقابل ځواب په اړه جدي اندېښنې شته.

د ان‌بی‌سي نیوز په وینا، همدا ناڅرګندتیاوې د دې لامل شوې چې د سپینې ماڼۍ دننه د پوځي اقدام د پایلو او لګښتونو په اړه بحثونه لا هم روان دي، او ټرمپ هڅه کوي له داسې سناریو ځان وژغوري چې امریکا یو ځل بیا په اوږدمهاله او ستړې کوونکې جګړه کې ښکېله شي.

عباس عراقچي ډونالډ ټرمپ ته:د جون تېروتنه بیا مه تکراروئ

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د جون میاشتې تېروتنه دې بیا تکرار نه کړي، ځکه د ناکامو تجربو پایله تل یوه وي.

نوموړي ویلي، که امریکا یو ځل بیا هماغه ناکامه لاره خپله کړي؛ نو پایله به یې خطرناکه وي، او ایران به د هر ډول بهرني اقدام پر وړاندې غبرګون وښيي.

عباس عراقچي فاکس‌نيوز ته ويلي، هیواد کې وضعیت عادی دی او حکومت د حالاتو بشپړ کنټرول په لاس کې لري.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د امریکا ولسمشر د ایران دننه د معترضینو د ملاتړ او د احتمالي اقداماتو په اړه خبرې کړې وې.

د ایران حکومت دا ډول څرګندونې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې وه.

بریتانیا: تهران کې مو خپل سفارتي چارې وځنډولې

0

پولیتیکو نشریې د بریتانیا د حکومت د ویاند له قوله راپور ورکړی چې د بریتانیا سفارت په تهران کې په موقت ډول تړل شوی او دا مهال یې چارې په انلاین ډول پر مخ وړل کېږي.

د راپور له مخې، دغه پرېکړه په سیمه کې د امنیتي ترینګلتیاوو د زیاتېدو له امله شوې ده.

د بریتانیا حکومت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې تر بل اعلان پورې ایران ته د هر ډول سفر څخه ډډه وکړي.

بریتانیا همداراز خبرداری ورکړی چې بریتانیايي وګړي او دوه‌تابعیته بریتانیايي–ایراني کسان د نیول کېدو، پوښتنو ګروېږنو او زنداني کېدو له لوړ خطر سره مخ دي.

د بریتانیا حکومت وایي، یوازې د بریتانیايي پاسپورټ لرل یا له بریتانیا سره هر ډول اړیکه لرل کولای شي د ایراني چارواکو له‌خوا د نیول کېدو لامل شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې وضعیت له نږدې څاري او د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره به اړین ګامونه پورته کړي.

ډونالډ ټرمپ:ایراني چارواکو ډاډ راکړی چې وژنې درېدلې او د اعدام لپاره هیڅ پلان نشته

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایراني چارواکو هغه ته ډاډ ورکړی چې په ایران کې د اعتراض کوونکو پر ضد د وژنو لړۍ درېدلې او دا مهال د نیول شویو کسانو د اعدام لپاره کوم رسمي پلان نشته.

نوموړي ویلي، واشنګټن د ایران وضعیت له نږدې څاري او که چیرې د اعتراض کوونکو پر ضد اعدامونه ترسره شي، امریکا به پرې جدي غبرګون وښيي.

بلخوا، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو اندېښنه ښودلې چې سره له دې ډاډګیرنو، بیا هم د ایران قضايي بنسټونه د چټکو محاکمو احتمال نه ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې رویټرز د لوړ پوړو چارواکو له قوله خبر ورکړی و چې د امریکا نظامي مداخله په ایران کې امکان لري په ۲۴ ساعتونو کې ترسره شي.

مولوي عبدالسلام ضعیف:د ډونالډ ټرمپ له لوري د ایران له ولس سره خواخوږي د ایران تېل او د صهیونستانو حاکمیت دی

په پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ایران له ولس سره د څرګندې شوې خواخوږۍ په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي، چې د ټرمپ خواخوږي نه له مسلمانانو سره ده او نه هم له ایراني ولس سره، بلکې د هغه اصلي موخه د ایران تېل او د صهیونستانو حاکمیت دی.

نوموړي زیاته کړې، چې ټرمپ اوس د بشري خواخوږۍ خبرې کوي، حال دا چې د ده د ملاتړ له امله په تېرو دوو کلونو کې په فلسطین کې شاوخوا ۶۷ زره ښځې او ماشومان د بمبارۍ له امله ټوټې ټوټې شوي او دا ظلم لا هم روان دی.

رويټرز:امکان لري ۲۴ساعتونو کې به پر ایران د امریکا نظامې برید ترسره شي

0

رویټرز د لوړ پوړو چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د امریکا نظامي مداخله په ایران کې امکان لري په ۲۴ ساعتونو کې ترسره شي.

دا په داسې مهال کې ده چې نن د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو الوتکه او کورنۍ یې د اسرائیلو له فضا څخه وتي او یو نامعلوم لوري ته تللي.

همدارنګه راپورونه وایي په قطر کې د العدید هوایي اډه هم د امریکایي ځواکونو لخوا تشه شوې

رویټرز ته درې ډیپلوماتانو ویلي چې ځینې ځواکونو اډه پرېښي، خو د پراخو انتقالاتو نښې نښانې نه ښکاري، چې دا د تېر کال د انسجامي حرکتونو سره توپیر لري.