یکشنبه, جون 21, 2026
Home Blog Page 167

جواد ظریف:امریکا باید پر ایران د یو اړخیزو شرطونو له تپلو لاس واخلي

0

د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف د امریکا د مرستیال ولسمشر جی‌ډي ونس د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې واشنګټن باید پر نورو هېوادونو د خپلو شرطونو د تپلو له پالیسۍ لاس واخلي.

ظریف د جی‌ډي ونس هغو خبرو ته توند غبرګون ښودلی، چې ویلي یې وو د اسلام‌اباد مذاکرات ځکه ناکام شول چې ایران د امریکا شرطونه ونه منل.

هغه په طنزیه ډول لیکلي: «همدا ده! که غواړئ پوه شئ چې مذاکرات ولې ناکام شول، اصلي لامل یې همدا دی.»

نوموړي ټینګار کړی چې له ایران سره ډیپلوماسي هېڅکله د یو اړخیزو شرطونو پر بنسټ نه بریالۍ کېږي.

ظریف زیاته کړې چې امریکا باید دا حقیقت ومني چې پر تهران په زور خپل شرطونه نه شي منلای، او که واشنګټن خپل چلند بدل نه کړي، نو دا ډول هڅې به بیا هم بې‌پایلې وي.

بلوچستان؛د پاکستاني ساحلي ساتونکو پر کښتۍ وسله وال برید شوی

0

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر ولسوالۍ کې د جیوڼي ساحلي سیمې ته نږدې، د پاکستان د ساحلي ساتونکو پر یوې ګزمې کښتۍ برید شوی چې له امله یې درې سرتېري وژل شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، برید د سمندر پر سر ترسره شوی او په نتیجه کې یې د ساحلي ساتونکو درې تنه غړي، نایک افضل، سپاهي جمیل او سپاهي عمیر خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

چارواکو تر اوسه د برید د څرنګوالي او د برید کوونکو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

خیبر پښتونخوا؛د څلورو جلا پېښو پر مهال د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان وژل شوي

0

په خیبر پښتونخوا کې په بېلابېلو پېښو کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان وژل شوي، چې پکې د سولې کمېټې یو غړی هم شامل دی.

پولیس وایي، په ټانک ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو د فاروق په نوم د سولې کمېټې یو غړی په ډزو وژلی دی.

په یوه بله پېښه کې، د همدې ولسوالۍ په سړک د ناپېژاندو کسانو په ډزو د خېزالله خان محسود په نوم یو بل کس هم وژل شوی دی.

همدارنګه په ګره حیات کلي کې په ګنډاپور چوک کې یو بل کس وژل شوی، چې د پېښې انګېزه لا نه ده روښانه شوې.

بلخوا د ډېره اسماعیل خان په درابن سیمه کې په یوه ناموسي پېښه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

پولیس وایي، یو کس خپله ورېنداره او یو بل سړی د “نامشروع اړیکو” په تور وژلي، او له پېښې وروسته تښتېدلی دی. د نیولو هڅې یې روانې دي.

د اسراییل د پوهنې وزیر:د ایران او امریکا ترمنځ د ناکامو مذاکراتو وروسته لا هم د جګړې خطر شته

0

د اسرائیلو د پوهنې وزیر یوآو کیش پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د بې‌پایلې پای ته رسېدو په غبرګون کې ویلي چې دا حالت لا هم خطرناک دی.

هغه ویلي:«هر څوک چې ګومان کوي دا مذاکرات د موضوع پای ته رسېدل دي، په تېروتنه کې دی. موږ لا هم د جګړې په درشل کې یو او وضعیت کولی شي هر لوري ته لاړ شي.»

د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ هغه خبرې اترې چې په پاکستان کې ترسره شوې، پرته له کومې پایلې پای ته رسېدلې دي.

رحمت‌الله نبیل:پاکستان یو ځل د خواجه اصف خبره د «تشناب کاغذ» په څیر وکارول شو

0

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پوسټ خپور کړی.

نبیل په خپل پیغام کې لیکلي:«د پاکستان د لومړي وزیر له دې کاپي-پېسټ پوسټ څخه څرګنده شوه چې پاکستان یو ځل بیا، لکه څنګه چې خواجه آصف ویلي وو، په خپله خوښه ځان داسې حالت ته رسولی چې د ‘تشناب کاغذ’ په څېر ترې کار اخیستل کېږي او ترې واخیستل شو.»

د یادونې ده چې رحمت الله نبیل دا څرګندونې په اسلام اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د بې پایلې پای ته رسېدو وروسته کړي دي.

نیویارک ټایمز:د هرمز تنګي موضوع د ایران او امریکا ترمنځ د اسلام‌اباد خبرو لوی اختلافي ټکی و

0

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ په اسلام‌اباد کې د وروستیو مذاکراتو یو له اصلي او جنجالي موضوعاتو څخه د هرمز تنګي کنټرول و.

په راپور کې ویل شوي چې ایران د روانو ترینګلتیاوو او د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو له زیاتېدو وروسته، د نړۍ دغه مهمه سمندري لاره د ځینو هېوادونو د سوداګریزو او تېلو وړونکو بېړیو پر مخ محدوده یا تړلې وه، په ځانګړي ډول د امریکا او د هغې د متحدینو لپاره.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې دا خبرې، چې د پاکستان په منځګړیتوب ترسره شوې، د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ د لوړې کچې تر ټولو مهم مستقیم مذاکرات بلل کېږي.

د راپور له مخې، د دواړو لورو تخنیکي ټیمونو څو پړاوونه خبرې کړې دي، او د صدا و سیما د معلوماتو پر بنسټ، د شنبې تر ناوخته پورې د پاکستاني منځګړو له لارې د پیغامونو تبادله هم روانه وه.

خو له شاوخوا ۲۱ ساعته اوږدو خبرو وروسته، مذاکرات پرته له کومې هوکړې پای ته ورسېدل او دواړه پلاوي خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:له امریکا سره په خبرو کې ځینې تفاهمونه وشول؛ خو پر مهمو موضوعاتو اختلاف پاتې دی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، ویلي چې له امریکا سره په وروستیو مذاکراتو کې که څه هم په ځینو موضوعاتو تفاهم ته رسېدلي، خو د “۲ تر ۳ مهمو مسئلو” په اړه لا هم د نظرونو واټن موجود و او خبرې پرته له هوکړې پای ته ورسېدې.

بقایي څرګنده کړې چې دا پړاو د تېر یوه کال تر ټولو اوږده مذاکرات وو، چې شاوخوا ۲۴ نه تر ۲۵ ساعتونو پورې یې دوام کړی دی.

د هغه په وینا، دا خبرې د ۴۰ ورځنۍ تحمیلي جګړې وروسته او د بې‌باورۍ او شک په فضا کې ترسره شوې وې، او له پیله هم دا تمه نه کېده چې په یوه ناسته کې دې وروستۍ هوکړه وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې په دې پړاو کې ځینې نوې موضوعات، لکه د هرمز تنګی، هم د اجنډا برخه ګرځېدلي وو، چې هر یو یې خپل ځانګړي پیچلتیاوې لري.

هغه ټینګار کړی چې ډیپلوماسي د ملي ګټو د ساتنې وسیله ده او د ایران ډیپلوماتیکه اداره په هر حالت کې—که د جګړې پر مهال وي او که د سولې—د خلکو د حقونو او ګټو د تعقیب مسوولیت لري.

بقایي همداراز د پاکستان له حکومت او خلکو، د صدراعظم شهباز شریف، د پوځ د مشر عاصم منیر او د لومړي وزیر له مرستیال اسحاق دار څخه د مذاکراتو د کوربتوب له امله مننه کړې او ویلي چې د ایران او پاکستان ترمنځ اړیکې او تماسونه به دوام ولري.

سنتکام د شپنیو پوځي عملیاتو د چمتووالي انځورونه خپاره کړل

0

په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ ۲۱ ساعته اوږدې خبرې بې له کومې هوکړې پای ته ورسېدې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د شپنیو پوځي عملیاتو د چمتووالي انځورونه خپاره کړي دي.

سنتکام په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د امریکا د سمندري ځواکونو ملوانان الوتکې د شپنیو الوتنیزو عملیاتو لپاره د خپلې عملیاتي حوزې په دننه کې چمتو کوي.

د دغو عملیاتو کره نېټه نه ده څرګنده شوې، خو داسې انګېرل کېږي چې ښايي د «خشم حماسي» په نوم د روانو پوځي فعالیتونو برخه وي.

دا پرمختګونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې امریکایي پلاوی له اسلام‌اباده تر ۲۱ ساعته خبرو وروسته، پرته له کومې پایلې، بېرته واشنګټن ته ستون شوی دی.

ایران:له امریکا سره د دویم پړاو خبرو پلان نه لرو

0

د ایران فارس خبري اژانس د سپاه پاسداران د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې له امریکا سره د لومړي پړاو مذاکراتو له ناکامېدو وروسته، د دویم پړاو د خبرو لپاره کوم پلان نشته.

د سرچینې په وینا، د اسلام‌اباد د خبرو پر مهال امریکايي لوری د جدي تعامل پر ځای د مذاکراتو له مېز څخه د وتلو لپاره د پلمې په لټه کې و.

سپاه پاسداران ته نږدې سرچینو دا هم ویلي چې د خبرو بهیر له پیله له ستونزو سره مخ و او د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات موجود وو.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ ۲۱ ساعته اوږدې خبرې پرته له کومې هوکړې پای ته رسېدلې او د راتلونکو ډیپلوماتیکو هڅو په اړه لا هم ناڅرګندتیا موجوده ده.

تر اوسه د امریکا له لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

ایراني رسنۍ:د امریکا زیاتې غوښتنې د تهران–واشنګټن د خبرو د ناکامۍ لامل شوې

0

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ شاوخوا ۲۱ ساعته اوږدې خبرې او ډیپلوماتیکې هڅې بې‌نتیجې پای ته رسېدلې دي.

د تسنیم، فارس او صدا و سیما په ګډون رسنیو ویلي، چې د امریکايي لوري زیاتو غوښتنو د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي هوکړې مخه نیولې ده.

د راپورونو له مخې، که څه هم مذاکرات اوږده او جدي وو، خو د اختلافاتو د حل لپاره کافي پرمختګ ونه شو.

تر دې دمه د ایران پلاوي په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.