شنبه, جون 20, 2026
Home Blog Page 165

هاکان فیدان:د ایران او امریکا خبرې باید د «ټول یا هېڅ» حالت ته ولاړې نه شي

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي که د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي غني کولو موضوع د ټول یا هېڅ حالت ته ولاړه شي، نو خبرې اترې به سختې شي.

فیدان زیاته کړې چې د هرمز تنګي کې د نړیوالو ځواکونو ځای پر ځای کول ډېرې ستونزې لري او باید دا مسئله د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

هغه همداراز ویلي چې ترکیې تل د ایران او لوېدیځ ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ کړی او د مذاکراتو د پیل لپاره یې هڅې کړې دي.

د طالبانو حکومت:په ښوونځیو کې د بې‌کیفیته خوړو پلور بند شو

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو په ګډه پرېکړه کړې چې په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د بې‌کیفیته خوړو او مشروباتو پلور بند شي.

چارواکو ویلي چې دا ګام د ماشومانو د روغتیا ساتنې او د خطرناکو ناروغیو د مخنیوي لپاره اخیستل شوی، ځکه یاد توکي زیانمن کیمیاوي مواد لري چې د سرطان، د زړه ناروغیو او ذهني ستونزو لامل کېدای شي.

وزارتونو له ښوونځیو غوښتي چې دغه لارښوونې عملي کړي، او خبرداری یې ورکړی چې د نه پلي کولو په صورت کې به قانوني اقدام ترسره شي.

د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه:د هرمز تنګی یا د ټولو لپاره دی، یا د هیڅ چا دپاره هم نه دی

0

د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه ویاند د امریکا د سمندري محاصرې په غبرګون کې سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د خلیج فارس او د عمان سمندر امنیت «یا د ټولو لپاره دی او یا د هېچا لپاره نه دی.»

نوموړي ټینګار کړی چې که د ایران بندرونه وګواښل شي، نو په سیمه کې به هېڅ بندر خوندي پاتې نه شي.

هغه همداراز اعلان کړی چې تهران به د جګړې له پای وروسته د هرمز تنګي د کنټرول لپاره یو دایمي سیستم رامنځته کړي.

عباس عراقچي:د اسلام‌آباد توافق ته نږدې وو، خو د امریکا زیاتو غوښتنو خبرې ګډې وډې کړې

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له امریکا سره هغه مهم مذاکرات چې د تېرو څلوېښتو کلونو د تر ټولو لوړه کچه بلل کېده، په د وروستیو شېبو کې تر بریا نږدې شوي وو، خو د واشنګټن د دریځ بدلون او فشارونو یې بهیر ګډوډ کړ.

عراقچي زیاته کړې چې تهران له «ښه نیت» سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو ته داخل شوی و، خو د ده په وینا، د امریکا له خوا د غوښتنو زیاتوالی، د هدفونو بدلېدل او د سمندري محاصرې ګواښونو د تفاهم فضا زیانمنه کړه.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې د باور نشتوالی او تقابل به کړکېچ نور هم ژور کړي، او ټینګار یې وکړ: «که ښه نیت ته په ښه نیت ځواب ور نه کړل شي، شخړه به نوره هم پراخه شي.»

هندي رسنۍ:چین افغانستان سره د پولې په اوږدو کې نوی اداري واحد جوړ کړی

هندي رسنیو راپور ورکړی چې چین د سین‌کیانګ په سیمه کې د «سن‌لینګ» په نوم یو نوی اداري واحد جوړ کړی، چې د افغانستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر پولې ته نږدې موقعیت لري.

راپورونه وایي چې د دې اقدام موخه د واخان دهلېز په اوږدو کې د امنیت پیاوړتیا ده، ځکه دا سیمه د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ ستراتېژیک اهمیت لري.

تر اوسه د چین رسمي سرچینو د دې نوي اداري واحد د جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د هرمز تنګي کړکیچ؛په نړیوالو بازارونو کې د یو بیلر تیلو بیې له ۱۰۰ډالرو واوښتې

0

د ایران پر وړاندې د احتمالي سمندري محاصرې له اعلان سره، نړیوالو بازارونو سمدستي غبرګون وښود او د تېلو بیې په هر بېرل کې له ۱۰۰ ډالرو لوړې شوې.

د راپورونو له مخې، د هرمز تنګي د تړل کېدو امکان د انرژۍ بازارونه یو ځل بیا د بې‌ثباتۍ پر لور بیولي دي.

رویټرز ویلي، سره له دې چې بازار تر ډېره د اوربند له مخکې حالت ته ستنېدلی، خو د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد بشپړ بندېدل کولای شي نړیوال اقتصاد له جدي فشار سره مخ کړي.

بلومبرګ:د هرمز تنګي د کړکېچ له امله چین ته د سعودي تېلو صادرات تر نیمایي راښکته کېږي

0

د بلومبرګ خبري اژانس د راپور له مخې، د منځني ختیځ د جګړې او د هرمز تنګي د کړکېچ له امله سعودي عربستان راتلونکې میاشت چین ته خپل د تېلو صادرات تر نیمایي راکموي.

په داسې حال کې چې دا کچه د اپرېل په میاشت کې نږدې ۴۰ میلیونه بېرله وه، راپور وایي، چې د سعودي ارامکو به د مې میاشت کې چین ته شاوخوا ۲۰ میلیونه بېرله تېل صادر کړي.

د راپور له مخې، د ایران اړوند جګړې د هرمز تنګي عملي تړل رامنځته کړي او د نړۍ د انرژۍ بهیر یې ګډوډ کړی دی.

که څه هم سعودي عربستان د ینبع بندر له لارې د صادراتو بدیل لاره لري، خو دا بندر نشي کولی ټول هغه تېل انتقال کړي چې مخکې به د خلیج فارس له لارې لېږدول کېدل.

همداراز، د دوبۍ او عمان د خامو تېلو بیې، چې د سعودي د تېلو د بیو ټاکلو بنسټ جوړوي، د بازار د کمښت له امله بې‌ثباته شوې دي.

اردوغان:اسراییل جنایتونه کوي او ممکن پوځي اقدام وشي

0

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اسراییل سختې نېوکې کړي دي.

هغه ویلي چې اسراییل په فلسطین او لبنان کې لوی جنایتونه ترسره کوي.

اردوغان په استانبول کې د یوې نړیوالې غونډې پر مهال ویلي چې اسراییل د ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو پر وړاندې بریدونه کوي او نړیوال اصول نه مراعتوي.

هغه دا هم ویلي چې ښايي د اسراییل پر وړاندې پوځي اقدام وشي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او د فلسطین او لبنان وضعیت لا هم ترینګلی دی.

سنتکام:له نن ماښام وروسته به د هرمز تنګی بشپړ محاصره شي

0

د امریکا پوځ اعلان کړی چې نن به د تهران پر وخت له ماښام ۵:۳۰بجې وروسته به د ایران پر ټولو بندرونو پراخه سمندري محاصره پيل کړي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، دا محاصره به د خلیج فارس او د عمان سمندر ټول ایراني بندرونه په نښه کړي او د هغو ټولو کښتیو پر تګ راتګ به عملي شي چې ایران ته ننوځي یا ترې وځي.

د چارواکو په وینا، دا محدودیتونه به د نورو هېوادونو کښتیو ته هم وغځېږي، خو هغه بېړۍ چې د ایران پرته نورو بندرونو ته تګ راتګ کوي، د هرمز له تنګي به ازاد تېرېږي.

په همدې حال کې، د نړیوالو راپورونو له مخې، د محاصرې له اعلان وروسته ځینو نفت‌کشونو خپل مسیرونه بدل کړي او په سیمه کې د انرژۍ د لېږد بهیر له نامعلوم وضعیت سره مخ شوی دی.

ډونالډ ټرمپ پاپ لېو ته:زما له برکته واک ته ورسېدې، له سیاست لرې اوسه او له سالم عقل کار اخله

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لېو کمزوری او په بهرنۍ تګلاره کې ناکام بللی.

ټرمپ ویلي چې هغه باید له سالم عقل څخه کار واخلي او له سیاست څخه ځان لرې وساتي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې پاپ له ټرمپ غوښتي وو چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د حل لاره ولټوي او د تاوتریخوالي د کمولو لاره غوره کړي.

ټرمپ ټینګار کړی چې ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي او د پاپ نیوکې یې ناسمې بللې دي.

هغه همداراز ویلي چې د پاپ ټاکنه حیرانوونکې وه او ادعا یې کړې چې که دی واک کې نه وای؛ نو پاپ به هم دې مقام ته نه وای رسېدلی.