شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 163

ضیاءالحق امرخېل:د کابل نننۍ چاودنه په کلکو ټکو غندم

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل وایي، په کابل ښار کې نن شوې چاودنه په کلکو ټکو غندي.

هغه زیاته کړې، په دې پېښه کې له بده مرغه زموږ ګرانو هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

امرخېل شهیدانو ته د مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.

هغه ټینګار کړی چې افغانانو له اوږدې غمیزې وروسته نور د درد او غم طاقت نه لري او موږ د نړۍ د نورو ملتونو په څېر د آرام، امن او سوکاله ژوند مستحق یو.

خالد ځدران:کابل کې د «چاینیز نوډل» رستورانت چاودنه کې یو چینايي او شپږ افغانان وژل شوي

د کابل د طالبانو حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وایي، نن شاوخوا درې بجې د کابل ښار د شهرنو په ګلفروشي کوڅه کې د «چاینیز نوډل» په نوم رستورانت کې چاودنه رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، یاد رستورانت د یوه چینايي مسلمان عبدالمجید، د هغه د مېرمنې او یوه افغان وګړي عبدالجبار محمود چې د چین د شینګ یانګ اوسېدونکی و په ګډه چلول کېده، او پکې به د چینايي مسلمانانو لپاره خواړه چمتو کېدل.

ځدران زیاتوي، په دې چاودنه کې یو تن چینايي تبعه ایوب، چې مسلمان و، او شپږ تنه افغانان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د هغه په خبره، چاودنه د رستورانت آشپزخانې ته نږدې شوې ده.

نوموړي وویل، د چاودنې نوعیت لا معلوم نه دی او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

سرچینې:د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده.

سرچینو رسنیو ته ویلي، دا نښته نن دوشنبې له غرمې وروسته د اپان او ګړۍ کلیو په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوه، چې پاکستاني لوري د اغزن سیم د غځولو هڅه کوله.

د سرچینو په وینا، طالب ځواکونو د اغزن سیم د غځولو مخه ونیوله، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو ډزې تبادله شوې.

جګړه شاوخوا نیم ساعت وروسته درېدلې ده.

سرچینې زیاتوي، په دې نښته کې طالب ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د اسراییل هایوم ورځپاڼه:نتانیاهو د ایران د رژیم د نسکورولو د فعالې ستراتیژۍ ملاتړ کوي

0

د اسرائیلو د هایوم ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او لږ تر لږه دوه نور سیمه‌ییز مشران د ایران د رژیم د نسکورولو لپاره د یوې فعالې ستراتیژۍ ملاتړ کوي.

راپور وایي، نتانیاهو دغه دریځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په وروستیو خبرو کې شریک کړی، خو واشنګټن تر اوسه پر ایران د پوځي برید پرېکړه نه ده کړې.

استخباراتي ارزونې ښيي چې محدود هوايي برید به د ایران د مشرتابه د سقوط لامل نه شي، که څه هم د ایران د پوځي ځواب وړتیا تر اعلان شوې کچې کمه بلل شوې ده.

خالد ځدران:د شهرنو ګلفروشي کوڅه کې د یو هوټل دننه چاودنه شوې، چې تلفات هم لري

د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند، د شهرنو د ګلفروشي په کوڅه کې د یوه هوټل دننه چاودنه رامنځته شوې، چې له امله یې تلفات اوښتي دي.

د کابل د طالبانو حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وایي، د پېښې ځای ته د امنیتي ځواکونو ټیمونه رسېدلي او د چاودنې د نوعیت په اړه پلټنې پیل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، د پېښې په اړه نور جزئیات به تر بشپړو څېړنو وروسته له رسنیو سره شریک شي.

څانګه صدیقي:د هالند د ښاروالۍ شورا ټاکنو ته زما نوماندي افغان میرمنو ته دا پیغام ورکوي چې تاسې ډیرې زړورې یاستئ

د ښځو د حقونو فعاله څانګه صدیقي د هالند د ښاروالیو د شورا په ټاکنو کې د خپلې نوماندۍ په اړه ویلي، چې دا ګام یوازې د خپل ښار د خلکو د خدمت لپاره نه دی، بلکې د افغانستان خلکو ته یو مهم او هیله‌بښونکی پیغام هم لري.

نوموړې وایي، افغان کډوال یوازې هغه منفي انځور نه دي چې کله ناکله د رسنیو له لارې وړاندې کېږي، بلکې افغانان داسې کسان هم لري چې د مسؤلیت، پوهاوي او ژمنتیا پر بنسټ د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره مخ ته ګام اخلي.

اغلې صدیقي زیاته کړې، د دې نوماندي یو روښانه پیغام افغان نجونو ته هم لري:«تاسو کولی شئ. ستاسو ځواک رښتینی دی، او نړۍ ستاسو د زړورتیا او وړتیا ننداره کوي.»

نوموړې د خپلو هېوادوالو د مینې، لطف او ملاتړ له امله مننه کړې او همدارنګه یې د رسنیو له ټولو ملګرو ځانګړې مننه کړې چې په تېرو څو ورځو کې یې د دې خبر د پوښښ لپاره هڅې کړې دي.

کابل؛شهرنو سیمه کې چاودنه شوې

د کابل په شهرنو سیمه کې چاودنه شوې.

عیني شاهدان وایې چاودنه د ایمرجنسي روغتون مخې ته رامنځته شوې.

تر اوسه د چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د داووس نړیوال اقتصادي فورم؛د ایران د بهرنیو چارو د وزیر بلنه لغوه کړه

0

د داووس نړیوال اقتصادي فورم اعلان کړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته ورکړل شوې رسمي بلنه یې لغوه کړې ده.

د فورم د اعلامیې له مخې، که څه هم عراقچي ته د تېر مني په موسم کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه؛ خو په وروستیو اوونیو کې په ایران کې د ملکي وګړو د ژوند «تراژدیک» ډول له لاسه ورکول، دې پایلې ته رسېدلي چې سږکال په داووس کې د ایران د حکومت د کوم استازي حضور مناسب نه دی.

د داووس نړیوال اقتصادي فورم ټینګار کړی چې د بشري وضعیت او وروستیو پېښو له امله یې دا پرېکړه کړې او دا ګام د نړیوالو اندېښنو انعکاس ګڼل کېږي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې پر ایران د پراخو اعتراضونو او د امنیتي ځواکونو د سختو چلندونو راپورونه خپاره شوي او د نړیوالې ټولنې غبرګونونه یې راپارولي دي.

توکیو؛د افغانستان لپاره د ۵۵۰ میلیونه ډالرو مرستې تر څنګ، نوې ۱۹،۵ میلیونه ډالري کڅوړه تصویب کړه

د جاپان حکومت اعلان کړی چې له افغانستان سره یې د طالبانو حکومت له واکمنېدو راهیسې تر تېر زیږدیز کال پورې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې شاوخوا ۵۵۰ میلیونه ډالر بشري مرسته کړې او د مرستو د دوام لپاره یې ۱۹،۵ میلیونه ډالري نوې کڅوړه هم تصویب کړې ده.

دا څرګندونې د جاپان نوي ټاکل شوي سفیر کینیچي ماساموتو په کابل کې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د جاپان مرستې د بشري چارو، کډوالو، بدیل کښت، روغتیا، اوبو رسولو او د ښځو د ملاتړ په برخو کې لګول شوې دي.

د جاپان سفیر له نشه‌یي توکو سره د مبارزې، اداري فساد او امنیت په برخو کې د طالبانو حکومت لاسته راوړنې د پام وړ بللې او ټینګار یې کړی چې جاپان به له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

ګارډین ورځپاڼه:د ایران په توقیف‌خونو کې د جنسي ځورونې پېښې ثبت شوي

0

د ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې په ایران کې د امنیتي ځواکونو په توقیف‌خونو کې د بندیانو پر وړاندې د سختو شکنجو، په ګډون د جنسي ځورونې او جنسي تېري د پېښو په اړه راپورونه ورکړل شوي.

د ایران د بشري حقونو لپاره د امریکا مېشتي «عبدالرحمن برومند مرکز» وایي، تر اوسه له ۵۴۹ زیات معترضان، چې ۵۱ ښځې هم پکې شاملې دي، د یزد مرکزي زندان ته لېږدول شوي دي.

د یاد مرکز اجراییوي مشرې رویا برومند ویلي، که څه هم د سړکونو اعتراضونه کم شوي، خو خپلسرې نیونې زیاتې شوي او د بندیانو د شکنجې خطر لوړ شوی دی.

هغې زیاته کړې چې د دوی اسناد ښيي، په تېرو لسیزو کې د ایران په توقیف‌خونو کې د ربړونو، درو وهلو، رواني شکنجې او جنسي ځورونې ګڼې پېښې ثبت شوې دي.

راپور زیاتوي چې د ایران د انټرنټ بندیز له امله له داخل څخه د معترضانو غږ ته لاسرسی او له هغوی سره مرکې کول ناشوني شوي دي.