شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 164

ذبیح الله مجاهد:د افغانستان–تاجکستان پر پوله د وروستۍ پېښې څېړنې روانې دي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د وروستۍ پېښې په اړه ویلي چې اړوندې ادارې د موضوع د روښانولو لپاره پراخې پلټنې کوي.

مجاهد ویلي، لومړني معلومات ښيي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د نشه‌يي توکو د قاچاق یوې ډلې د پولې له لارې د موادو د انتقال هڅه کوله او له تاجک سرحدي ساتونکو سره مخامخ شوه.

د هغه په وینا، د پېښې ټول اړخونه تر ارزونې لاندې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان سرحدونه به د ناقانونه فعالیتونو لپاره ونه کارول شي او حکومت ژمن دی چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې امنیت او ثبات خوندي وساتي.

محمد باقر قالیباف:ایران کې سراسري اعتراضونه د اسرائیل د جګړې دوام او د امریکا په لمسون رامنځته شوي

0

د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف وروستي سراسري اعتراضونه «فتنه» بللې او ویلي یې دي چې دا د اسرائیل له‌خوا پر ایران د «۱۲ ورځنۍ جګړې» دوام او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مستقیمه لاسوهنه رامنځته شوي دي.

نوموړي دغه اعتراضونه «داعش‌ډوله ترهګري» بللې، خو پر معترضانو د وسلوال کېدو حکومتي ادعاوې تر اوسه د خپرو شویو شواهدو له‌خوا نه دي تأیید شوې.

قالیباف زیاته کړې چې علي خامنه‌ای د معترضانو او «ورانکارو» ترمنځ کرښه روښانه کړې او ویلي یې دي چې پارلمان د اقتصادي بحران په تړاو یوه غیرعلني غونډه هم کړې ده.

میک مالواني:د ټرمپ حکومت پر ایران د برید لپاره مناسب فرصت لټوي

0

د سپینې ماڼۍ د دفتر پخواني رئیس، میک مالواني ویلي چې د ټرمپ حکومت اوس مهال پر ایران د برید لپاره مناسب فرصت لټوي.

مالواني سکای نیوز ته ویلي: «دا هغه فرصت دی چې یوازې یو ځل په یوه نسل کې پېښیږي.»

هغه زیاتوي، که د ایران ستونزه حل شي، نه یوازې منځنی ختیځ به په ښه ځای بدل شي، بلکې د ټولې نړۍ به هم وضعیت ښه شي.

هغه همداراز ویلي چې د ټرمپ حکومت د مناسب فرصت په لټه کې دی؛ خو لا تر اوسه د اقدام لپاره چمتو نه دی.

د طالبانو حکومت:سهیل شاهین په دوحه کې د قطر د دیني چارو له وزیر سره کتلي

قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین په دوحه کې د قطر د اوقافو او اسلامي چارو د وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې کړي دي.

په دې کتنه کې د افغانستان د دیني، فرهنګي او تعلیمي سکتورونو د ملاتړ او پیاوړتیا په اړه خبرې شوي دي.

په دوحه کې د طالبانو حکومت سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې غانم بن شاهین بن غانم الغانم د خپل هېواد چمتووالی د افغانستان سره د یادو برخو په همکاریو څرګند کړی.

هغه ویلي چې قطر غواړي په دیني، فرهنګي، تعلیمي او اوقافي برخو کې د افغانستان سره همکاري پراخه کړي.

‏د اریانا سعید لیک ته د ټرمپ غبرګون؛د امریکا ملي ګټې لومړیتوب، نه د افغانستان د ښځو وضعیت

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغان هنرمندې او د «دفاع» بنسټ بنسټ‌اېښودونکې اریانا سعید لیک ته په خپل ځواب کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ اساسي تګلارې روښانه کړې دي؛ خو د افغانستان د ښځو د خراب بشري وضعیت په اړه یې څرګنده دریځ نه دی نیولی.

ټرمپ په خپل لیک کې ټینګار کړی چې د ولسمشرۍ واک به یوازې د امریکا د ملي ګټو د خوندي کولو او د امریکايي وګړو د ساتنې لپاره کاروي.

هغه لیکلي: «زه ژمن یم چې د امریکا لپاره د امنیت، سوکالۍ او سولې یو نوی زرین پړاو رامنځته کړم.»

که څه هم اریانا سعید او د هغې بنسټ په خپل لیک کې د افغانستان د ښځو پر حقونو، محدودیتونو او روانو ستونزو تمرکز کړی و؛ خو د ټرمپ په ځواب کې د دغو اندېښنو په تړاو کومه ځانګړې یادونه نه ده شوې.

د «دفاع» بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه لیک یې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې سپینې ماڼۍ ته استولی و، تر څو د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره د امریکا پاملرنه راجلب کړي.

د بنسټ په وینا، د یاد لیک رسمي ځواب تازه ترلاسه شوی دی.

د جرمني DPA خبري اژانس:د ایران د مظاهرو په تاوتریخجن ځپلو کې بهرنۍ ملېشې ښکېل دي

0

د جرمني د ډي‌پي‌اې خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د خلکو د اعتراضونو په تاوتریخجن ځپلو کې بهرنیو ملېشو هم ګډون کړی دی.

د راپور له مخې، په تېرو لسو ورځو کې شیعه ملېشه ځواکونه، چې ښکاري ډېری یې د حزب‌الله غړي وي، له لبنان څخه وتلي او د زیارتي سفر تر عنوان لاندې لومړی عراق ته تللي دي.

تر دې وړاندې هم بېلابېل راپورونه خپاره شوي وو چې د عراق د حشدالشعبي ځواکونو، د پاکستان د زینبیون ډلې او د افغانستان د فاطمیون لېوا غړي د ایران د اعتراض کوونکو د خونړي ځپلو په بهیر کې ښکېل دي.

د ټرمپ پر پاڼه یوه وړاندوینه:هغه به د خپلې دورې له پای مخکې «ازاد ایران» ته سفر وکړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ټولنیزې شبکې تروث سوشال له لارې د امریکا د سیاسي شنونکي مارک تیسن یوه وینا شریکه کړې ده.

مارک تیسن دا څرګندونې د فاکس‌نیوز له شبکې سره په یوه مرکه کې کړې دي.

تیسن ویلي دي: «زه وړاندوینه کوم چې ټرمپ به د خپلې دندې له پرېښودو مخکې، یو ازاد ایران، یو ازاد هاوانا او یو ازاد کاراکاس ته سفر وکړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ټرمپ تل د ایران، کیوبا او وینزویلا پر حکومتونو سختې نیوکې کړې دي او د دغو هېوادونو د سیاسي بدلون ملاتړ یې کړی دی.

اسرائیلي رسنۍ:تل‌ابیب له واشنګټنه د ایران پر ضد د پراخې جګړې تیاری غواړي

0

د اسرائیل دولتي چینل «کان» راپور ورکړی چې تل‌ابیب د محدودو بریدونو پر ځای غواړي امریکا د ایران پر ضد د یوې اوږدمهالې او پراخې پوځي جګړې لپاره چمتووالی ونیسي.

د راپور له مخې، اسرائیلي چارواکي باور لري چې ډونالډ ټرمپ لا هم د پوځي اقدام انتخاب له پامه نه دی غورځولی، خو وروستۍ پرېکړه به د تهران سره د خبرو او د احتمالي عملیاتو له موخو سره تړلې وي.

اسرائیلي پوځي چارواکي وایي که هدف د ایران د نظام بشپړه ړنګونه وي، نو د سیمې اوسنی امریکايي پوځي حضور بسنه نه کوي.

هم‌مهاله، امریکايي او بهرنیو سرچینو تایید کړې چې د برید احتمال لا هم پر مېز دی.

د تاجکستان د ملي امنیت کمیټه:د افغانستان له خاورې تاجکستان ته را اوښتونکي څلور وسله وال مو ووژل

د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې اعلان کړی چې څلور وسله‌وال، چې د یوې ترهګرې ډلې سره تړاو لري، د افغانستان له خاورې د دې هېواد پولې ته د اوښتو پر مهال د تاجیکي ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي.

چارواکي وایي دغه کسان د بدخشان د واخان ولسوالۍ له لارې تاجیکستان ته داخل شوي او د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په سیمه کې د پوله ساتو ځواکونو له‌خوا پېژندل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، وسله‌والو د تسلیمېدو غوښتنې ته پام ونه کړ او پر امنیتي ځواکونو یې ډزې وکړې.

له وژل شویو کسانو څخه درې کلاشینکوف وسلې، مهمات او مخابراتي وسایل ترلاسه شوي دي.

تاجیکستان وایي وضعیت د سرحدي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی؛ خو د پېښې په اړه د طالبانو حکومت تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

مسعود پزشکیان:د ایران د مشر علي خامنه‌یي پر ضد هر ډول اقدام له ملت سره د بشپړې جګړې مانا لري

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د هېواد د ستر رهبر علي‌ خامنه‌یي پر ضد هر ډول تعرض د ایران له ملت سره د بشپړې جګړې مانا لري.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، که د ایران د خلکو په ژوند کې ستونزې او تنګسې شته، د هغو له اصلي لاملونو څخه د امریکا د حکومت او د هغه د متحدینو اوږدمهاله دښمني او غیرانساني بندیزونه دي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د علي خامنه‌يي د واکمنۍ د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې اوس وخت راغلی چې ایران د نوي مشرتابه په لټه کې شي.