شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 162

د سوریې حکومت:د شدادي له زندانه ۱۲۰ د داعش غړي تښتېدلي

0

د سوریې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د حسکه ولایت په شدادي ښار کې د نښتو پر مهال ۱۲۰ د داعش بندیان له زندانه تښتېدلي دي.

د چارواکو په وینا، د پوځ او امنیتي ځواکونو له لوري د پراخو عملیاتو په ترڅ کې ۸۱ تنه بېرته نیول شوي او د پاتې کسانو د نیولو هڅې لا هم روانې دي.

په همدې حال کې، د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو (SDF) ویلي چې د سوریې د پوځ د بریدونو له امله یې د «العقطان» زندان کنټرول له لاسه ورکړی، خو د سوریې پوځ دا ادعا ردوي او کُردي ځواکونه د بندیانو په خوشې کېدو تورنوي.

د پېښې له امله په شدادي ښار کې ګرځبندیز لګېدلی او د زندان اداره د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوې ده.

د امنیتي سرچینو په باور، د داعش د غړو تېښته کولای شي په ختیځه سوریه کې د دې ډلې د بیا منظمېدو خطر زیات کړي؛ ځکه چې دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې کُردي ځواکونه د اوربند له مخې له رقه او دیرالزور څخه د وتلو په حال کې دي او د سیمې امنیتي تشه لا نوره هم پراخېږي.

محسني اژه‌اي:ټرمپ او د اسرائیل لوړپوړي چارواکي به د «سترو جنایتونو» له امله محاکمه شي

0

د ایران د قضایي قوې مشر، محسني اژه‌اي، ویلي چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اسرائیل لوړپوړي چارواکي او د وروستیو پېښو ملاتړي د «سترو جنایتونو» عاملین دي او د خپلو کړنو د کچې او پراخوالي له مخې به له عدلي تعقیب، محاکمې او سزا سره مخ شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران به د وروستیو پېښو د عاملانو قضایي تعقیب نه پرېږدي او دغه موضوع به هم د هېواد په کورنیو محکمو او هم د نړیوالو حقوقي میکانیزمونو له لارې په جدي توګه تعقیب کړي.

د قضایي قوې دغه مشر ویلي، چې د جنایتونو مرتکبین به د وخت په تېرېدو سره له حساب‌ورکولو خلاص نه شي او عدالت ته به راکاږل کېږي.

حامد کرزی:د کابل پر چنایي رستورانت برید غندم

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې د وروستۍ خونړۍ پېښې له امله ژور خپګان څرګند کړی او دا برید یې په سختو ټکو غندلی دی.

نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.

د یادونې وړ ده چې دغه پېښه د کابل په شهرنو سیمه کې د چینایانو له‌خوا په چلول کېدونکي چینایي رستورانت کې د چاودنې له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د یو چینایي وګړي په ګډون شپږ افغانان وژل شوي دي.

د دې چاودنې مسوولیت د داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستی دی.

عباس عراقچي:د داووس غونډې له‌خوا زما د بلنې لغوه کول د اسرائیلو د سیاسي فشار پایله ده

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم داووس غونډې ته د هغه د بلنې لغوه کېدل د اسرائیلو او د هغوی د ملاتړکوونکو د سیاسي فشارونو له امله ترسره شوي دي.

عباس عراقچي دا څرګندونې د ټولنیزې شبکې ایکس په خپل رسمي حساب کې کړي دي

نوموړي پوښتنه راپورته کړې چې ولې د داووس غونډې تنظیموونکو د اسرائیلي چارواکو بلنې نه دي لغوه کړي؛ خو د ایران د یوه لوړپوړي چارواکي بلنه یې لغوه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې دا چلند یو ښکاره دوه‌ګونی معیار دی او زیاته کړې یې ده چې دا ډول پرېکړې د غونډې د تنظیموونکو د اخلاقي زوال او فکري وروسته‌والي څرګنده نښه ده.

عراقچي ویلي، چې داووس غونډه چې ځان د نړیوالو بحثونو او د نظر د تبادلې لپاره یو بې‌طرفه فورم بولي، باید د سیاسي فشارونو تر اغېز لاندې پرېکړې ونه کړي او له ټولو هېوادونو سره یو شان چلند وکړي.

د یادونې وړ ده چې داووس غونډه هر کال د نړۍ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مشرانو په ګډون جوړېږي او د نړیوالو مهمو موضوعاتو په اړه پکې بحث کېږي.

داعش‌ـ‌خراسان:د کابل په شهرنو سیمه کې نننی برید موږ ترسره کړی

د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش ـ خراسان) د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې د نننۍ چاودنې مسؤولیت منلی دی.

د دې ډلې اړوندو رسنیو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې برید د دوی د وسله‌والو له خوا ترسره شوی.

داعش ویلي چې دا برید د دوی د اهدافو په چوکاټ کې ترسره شوی دی او یو پلان شوی برید و.

د یادونې ده چې چاودنه نن غرمه مهال د کابل په شهرنو سیمه کې د ګلفروشۍ په کوڅه کې د یوه هوټل دننه، په هغه رستورانت کې وشوه چې د چینایانو له خوا چلول کېده.

په دې پېښه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي چې پکې یو چینایي وګړی او شپږ افغانان شامل دي او شل تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر:امیرخان متقي او عباس عراقچي د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز امنیت په اړه خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ټیلیفوني اړیکې له لارې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره د روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امیرخان متقي په دې تلیفوني اړیکه کې ویلي چې د منفي پېښو د رامنځته کېدو مخه نیول شوې او امنیت او ثبات د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

نوموړي ټینګار کړی چې ډیپلوماسي او خبرو اترو ته لومړیتوب ورکول د ټولو لوریو لپاره غوره لاره ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ددې تلیفوني تماس قدردانی کړی او د طالبانو له حکومت، خلکو او د رسنیو له مثبتو دریځونو یې مننه کړې او دوه‌اړخیزې اړیکې یې په بېلابېلو برخو کې د ودې په حال کې بللې.

اضغر افغان:د شاه پور ځدراڼ ناروغي توبرکلوز تشخیص شوی

د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان اصغر افغان وایي، همدا مهال د شاپور ورور سره په هند کې دی او د هېوادوالو د ډاډ لپاره یې ویلي، د شاپور جان ناروغي ډېره سخته نه ده.

هغه زیاته کړې، د ډاکټرانو په وینا درملنه یې په بهترین شکل روانه ده.

نوموړي دغه راز ویلي، چې په وروستیو ټیسټونو کې د شاپور ځدران د توبرکلوز تشخیص شوی، چې د بشپړې درملنې لپاره مناسبې پاملرنې ته اړتیا لري.

اصغر افغان د هېوادوالو له دعاوو مننه کړې ده.

ضیاءالحق امرخېل:د کابل نننۍ چاودنه په کلکو ټکو غندم

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل وایي، په کابل ښار کې نن شوې چاودنه په کلکو ټکو غندي.

هغه زیاته کړې، په دې پېښه کې له بده مرغه زموږ ګرانو هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

امرخېل شهیدانو ته د مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.

هغه ټینګار کړی چې افغانانو له اوږدې غمیزې وروسته نور د درد او غم طاقت نه لري او موږ د نړۍ د نورو ملتونو په څېر د آرام، امن او سوکاله ژوند مستحق یو.

خالد ځدران:کابل کې د «چاینیز نوډل» رستورانت چاودنه کې یو چینايي او شپږ افغانان وژل شوي

د کابل د طالبانو حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وایي، نن شاوخوا درې بجې د کابل ښار د شهرنو په ګلفروشي کوڅه کې د «چاینیز نوډل» په نوم رستورانت کې چاودنه رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، یاد رستورانت د یوه چینايي مسلمان عبدالمجید، د هغه د مېرمنې او یوه افغان وګړي عبدالجبار محمود چې د چین د شینګ یانګ اوسېدونکی و په ګډه چلول کېده، او پکې به د چینايي مسلمانانو لپاره خواړه چمتو کېدل.

ځدران زیاتوي، په دې چاودنه کې یو تن چینايي تبعه ایوب، چې مسلمان و، او شپږ تنه افغانان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د هغه په خبره، چاودنه د رستورانت آشپزخانې ته نږدې شوې ده.

نوموړي وویل، د چاودنې نوعیت لا معلوم نه دی او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

سرچینې:د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده.

سرچینو رسنیو ته ویلي، دا نښته نن دوشنبې له غرمې وروسته د اپان او ګړۍ کلیو په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوه، چې پاکستاني لوري د اغزن سیم د غځولو هڅه کوله.

د سرچینو په وینا، طالب ځواکونو د اغزن سیم د غځولو مخه ونیوله، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو ډزې تبادله شوې.

جګړه شاوخوا نیم ساعت وروسته درېدلې ده.

سرچینې زیاتوي، په دې نښته کې طالب ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.