شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 157

مولانا فضل‌الرحمان:خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره طالبانو ته باج ورکوي؛ خو حکومت د غزې د سولې خبرې کوي

0

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان د هېواد پر امنیتي وضعیت او د حکومت پر بهرني سیاست سختې نیوکې کړي دي.

هغه ویلي، په خپله سیمه کې خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره طالبانو ته باج ورکوي؛ خو حکومت د غزې د سولې خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړې چې دولت د خپلو وګړو امنیت نه شي تأمینولای او دا وضعیت د منلو وړ نه دی.

د دغو څرګندونو وروسته د پاکستان د ملي شورا غونډه وځنډول شوه.

دا څرګندونې داسې مهال شوې چې لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې بورډ» غړیتوب منلی دی.

امریکا؛نن له نړیوال روغتیايي سازمانه د وتلو اعلان کوي

0

رویټرز خبري اژانس وایي، تمه ده چې متحده ایالات به نن پنج‌شنبه په رسمي توګه له نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) څخه د وتلو اعلان وکړي.

روغتیايي کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا پرېکړه به نه یوازې د امریکا، بلکې د ټولې نړۍ پر عامې روغتیا ناوړه اغېز ولري.

دوی وایي دا اقدام د امریکا له نافذه قوانینو سره هم په ټکر کې دی، ځکه حکومت باید د دې سازمان شاوخوا ۲۶۰ میلیونه ډالره پاتې پورونه ادا کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د ولسمشرۍ د دورې په لومړۍ ورځ د یوه اجرایي فرمان له لارې د نړیوال روغتیايي سازمان څخه د امریکا د وتلو پرېکړه اعلان کړې وه.

د امریکا د قوانینو له مخې، حکومت مکلف دی چې لږ تر لږه یو کال مخکې د وتلو رسمي خبر ورکړي او تر وتلو وړاندې ټول مالي مکلفیتونه بشپړ کړي.

د استونیا د پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې رییس:لوېدیځ باید په عمل کې هم له ځانه دفاع وکړي

0

د استونیا د پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې رییس مارکو میکلسون ویلي، لوېدیځ باید یوازې په ویناوو او سیاسي دریځونو بسنه ونه کړي، بلکې په عملي توګه هم د خپلو ارزښتونو او امنیت دفاع وکړي.

د هغه په وینا، د لوېدیځ د تګلارې اصلي محور باید د روسیې د پراختیا غوښتونکو سیاستونو ماتول وي.

میکلسون همداراز ټینګار کړی، چې لوېدیځ باید د ایران له خلکو سره همکاري او ملاتړ وکړي، څو وکولای شي د هغه پراخ ترور پر وړاندې مقاومت وکړي چې د یوې اسلامپالې دیکتاتورۍ له لوري پرې تپل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دا ډول روښانه او عملي دریځ به وټاکي، چې اروپایي هېوادونه به د نوي نړیوال نظم په رامنځته کېدو کې څه ډول او څومره اغېزمن رول ولري.

د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رییس؛پوهاند عبدالسلام عظیمي په ۹۰ کلنۍ کې وفات شو

د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رییس، پوهاند عبدالسلام عظیمي، د ۹۰ کلونو په عمر په ترکیه کې وفات شو.

عظیمي د فراه ولایت و او د الازهر پوهنتون فارغ و، همدارنګه یې په جارج واشنګټن پوهنتون کې تخصصي زده کړې کړې وې.

نوموړي د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي او د امریکا د نبراسکا پوهنتون کې تدریس کړی و.

عظیمي د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون د کمېسیون یو مهم غړی و او وروسته د سترې محکمې رییس پاتې شوی و، چې تر ۲۰۱۴ کال پورې یې په دې دنده کار وکړ.

د طالبانو حکومت:په لوګر کې دوه کلاوې او یوه تاریخي ابده کشف او ثبت شوې

په لوګر کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې په دغه ولایت کې دوه تاریخي کلاوې او یوه تاریخي ابده کشف او ثبت شوې ده.

د خروار ولسوالۍ د ګرند غونډۍ په سیمه کې یوه تاریخي ابده موندل شوې، یوه کلا د محمداغې ولسوالۍ د مغل‌خېلو په سیمه کې د «فقیر» په نوم او بله د خوښۍ ولسوالۍ اړوند د «کافر» کلا ده.

د یاد ریاست په وینا، دا تاریخي ځایونه څو پېړیو ته رسېږي.

تر دې وړاندې په لوګر کې ۲۷ نورې تاریخي سیمې هم ثبت شوې وې.

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت:د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمیر مهمې لارې د سختې واورې له امله بندې شوې

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت اعلان کړی، چې د سختې واورې، تېز باد او توپان له امله د سالنګونو په ګډون د افغانستان یو شمېر مهمې لویې لارې د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

د وزارت په وینا، په شمالي سالنګ کې د واورې ضخامت تر ۴ مترو او ۶۰ سانتي‌مترو، او په سوېلي سالنګ کې تر ۲ مترو او ۶۸ سانتي‌مترو رسېږي، چې له امله یې تګ راتګ ناممکن شوی دی.

په بامیان کې د بامیان–یکاولنګ، شبیر کوتل، قوناق کوتل، اقرباط کوتل او ځینې نورې لارې، همداراز په دایکنډي کې خدیر، کومي، قوناق او لوران استرلي کوتلونه، او د غزني د ناور، اجرستان، مالستان او جاغوري لارې هم بندې دي.

د طالبانو حکومت وایي، د لارو د پاکولو لپاره کاري ډلې سیمو ته استول شوي او ځینو شرکتونو ته د خلاصولو قراردادونه ورکړل شوي دي.

اسرائیل؛د سوریې او لبنان پر پوله د حزب الله د وسلو پر زیربناوو د برید ادعا کړې

0

اسرائیلي ځواکونو د سوریې او لبنان ترمنځ پر څو سرحدي تېرېدونکو لارو هوايي بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې دا لارې د حزب‌الله له‌خوا د وسلو د قاچاق لپاره کارول کېدې.

هم‌مهاله، د لبنان په سوېل کې پر یو شمېر کلیو هم بریدونه شوي چې د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، لږ تر لږه دوه کسان پکې وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

دا تازه بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې لبنان او اسرائیل په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند تړون ته رسېدلي وو، خو له هغه راوروسته دواړه لوري یو بل د تړون په سرغړونه تورنوي.

د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره:د افغانستان راتلونکی ښاري دی او نفوس په چټکۍ ښارونو ته لېږدېږي

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) خبرداری ورکړی چې افغانستان په چټک ډول د ښاري کېدو پر لور روان دی او د دې هېواد راتلونکی به له ښارونو سره تړلی وي.

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې، تمه ده تر ۲۰۶۰ کال پورې د افغانستان نیمایي نفوس په ښاري سیمو کې مېشت شي.

دې ادارې دا بدلون یو مهم فرصت بللی او ټینګار یې کړی چې که سم مدیریت شي، کولی شي د دوامدار پرمختګ، اقتصادي ودې او سوکالۍ لامل شي.

دغه اداره وايي، د کابل، هرات او مزارشریف په څېر ښارونه په بې‌ساري ډول پراخېږي او که بې‌پلانه ودې ته پاملرنه ونه شي، د خلکو لپاره د اساسي خدماتو برابرول به له جدي ستونزو سره مخ شي.

مارک روټه ټرمپ ته:که پر امریکا برید وشي، د ناټو متحدین به یې تر څنګ ودرېږي

د ناټو سرمنشي مارک روټه د داووس غونډې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې که پر امریکا برید وشي، د ناټو ټول متحدین به د واشنګټن ترڅنګ ودریږي.

نوموړي د افغانستان جګړې ته په اشارې ویلي، ناټو لکه د سپټمبر له ۱۱مې وروسته، اوس هم د ګډې دفاع پر ژمنې ولاړه ده.

روټه هڅه کړې چې د اروپایي متحدینو د ژمنتیا په اړه د ټرمپ اندېښنې لرې کړي او ویلي، د ناټو غړو هېوادونو پوځي همکاري لا هم پیاوړې ده.

ټرمپ د دغو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي، د ناټو د سرمنشي په ژمنو باور لري او هیله یې ښودلې چې دا ژمنې به عملي هم شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا:د کابل په شهرنو کې د چینایانو پر رسټورانټ د داعش برید په کلکو ټکو غندو

‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې د چینایانو پر یوه رسټورانټ د داعش ډلې برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو ترهګریز عمل بللی.

شورا د افغانستان او چین د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د برید د عاملانو، تنظیموونکو او ملاتړو د حساب‌ورکولو غوښتنه یې کړې ده.

امنیت شورا له ټولو هېوادونو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو او د شورا د پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې فعاله همکاري وکړي.