پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 148

جان بولټن:د ایران د رژیم د بدلون لپاره اوږدمهاله او ستراتیژیک پلان ته اړتیا ده

0

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې لیکلي چې سپینه ماڼۍ باید د ایران په اړه یو اوږدمهاله پلان ولري.

هغه ټینګار کړی چې یو لنډمهاله پوځي برید د ایران د رژیم د نسکورولو لپاره بسنه نه کوي.

بولټن زیاته کړې چې که ټرمپ، لکه څنګه چې مخکې یې ویلي، د رژیم بدلون ته ژمن وي؛ نو باید یو منظم او ستراتیژیک چلند خپل کړي.

حرمین شریفین اداره:په مسجد النبوي او مسجدالحرام کې د تراویح لمونځ ۱۰ رکعته ادا کېږي

0

د حرمینو شریفینو ادارې اعلان کړی چې د تراویح لمونځ به په مسجدالحرام او مسجدالنبي ﷺ کې د ځانګړي ترتیب له مخې ادا کېږي.

د دې پرېکړې له مخې، د تراویح لمونځ به لس رکعته وي چې په پنځو تسلیمونو کې به ادا شي، او تر هغه وروسته به درې رکعته وتر لمونځ ترسره کېږي.

چارواکو ویلي، دا ترتیب د لمونځ کوونکو د اسانتیا او د عبادت د ښه تنظیم په موخه ټاکل شوی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس:اروپايي ټولنه د سپاه پاسداران پر لوړپوړو چارواکو د بندیزونو پرېکړه کوي

0

د فرانس پرېس خبري اژانس د دیپلوماټانو له قوله راپور ورکړی چې اروپايي ټولنه په پام کې لري د اعتراضونو د ځپلو په غبرګون کې د بندیزونو په لومړي پړاو کې د ایران د سپاه پاسداران لوړپوړي چارواکي په نښه کړي.

د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه به د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې پر ۲۱ کسانو او بنسټونو د شتمنیو کنګل کول او د ویزو بندیزونه اعلان کړي، چې پکې د سپاه پاسداران لوړپوړي غړي هم شامل دي.

دیپلوماټانو ویلي، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو سفیران به د چهارشنبې په ورځ، د رسمي تصویب تر مخه، پر دې پرېکړه سلا وکړي.

همدارنګه تمه کېږي چې اروپايي ټولنه به د اوکراین په جګړه کې د روسیې د کارونې لپاره د ایران له خوا د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو د برابرولو له امله پر لسو نورو کسانو او بنسټونو هم بندیزونه ولګوي.

د عراق وسله واله ډله کتائب حزب الله؛د ایران په ملاتړ او د بهرني برید په غبرګون “کفن پوښلي” ځانمرګي بریدګر تیاروي

0

د عراق د وسلوالې ډلې «کتائب حزب‌الله» له‌خوا د ایران د ملاتړ لپاره د پراخې جګړې د اعلان وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شوي چې د دې ډلې پلویان پکې په سپینو کفنونو پوښل شوي او د ځانمرګو بریدونو لپاره د داوطلبۍ اسناد لاسلیکوي.

د دې ډلې عمومي منشي، ابوحسین الحمیداوي، په یوه تازه بیان کې ویلي چې د امریکا له ګواښونو سره د مقابلې لپاره باید د ایران د ملاتړ په موخه ټول ځواکونه «جګړې ته چمتو» شي.

هغه ټینګار کړی چې دا ډله د هر ډول پوځي انتخاب، په ګډون د ځانمرګو بریدونو، د کارولو لپاره تیاره ده.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر:د ایران د سیمه‌ییزو نیابتي ډلو د له منځه وړلو غوښتنه کوو

0

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیدئون سعار د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې اسرائیل د ایران د سیمه‌ییزو متحدانو د لغوه کېدو غوښتنه کوي.

سعار ویلي، د ایران له لوري ملاتړ کېدونکي دولتونه او ترهګریزې نیابتي ډلې په منځني ختیځ کې د بې‌ثباتۍ اصلي لامل دي.

د هغه په وینا، په دغو ډلو کې حماس په غزه، حزب‌الله په لبنان او حوثیان په یمن کې شامل دي.

د اسرائیلي چارواکي په خبره، تر هغه چې دا ډلې له منځه ولاړې نه شي، په سیمه کې به ثبات رامنځته نه شي، او ټینګار یې وکړ چې دا د اسرائیل اساسي هدف دی.

عبدالله عبدالله:هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله د یو شمېر هېوادوالو مرګ ژوبلې خواشینی کړی یم

د مصالحې شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله د رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

عبدالله عبدالله ویلي، که څه هم ددغه اورښتونو هرکلی کوو؛ ځکه چې دا بارانونه د وچکالۍ د له منځه تلو او د یو شین او ښېرازه افغانستان لپاره د خوښۍ وړ دي؛ خو له بده مرغه دې بارانونو او سېلابونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر هېوادوالو ژوند اخیستی او خلکو ته یې مالي تاوانونه اړولي دي.

نوموړي د دغو پېښو له امله د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه همدارنګه هغو انځورونو او ویډیوګانو ته اشاره کړې چې ښيي ځینې افغانان د قاچاقي او غیرقانوني لارو د بهرنیو هېوادونو پر لور د تګ پر مهال له مرګ ژوبلې سره مخ شوي، خو یو شمېر نور د بااحساسه هېوادوالو له لوري ژغورل شوي دي.

نوموړي د هغو کسانو ستاینه کړې چې په سختو شرایطو کې یې د قاچاقي لارو بند پاتې هېوادوال او تنکي ځوانان ژغورلي دي.

هغه له افغان ځوانانو وغوښتل چې له غیرقانوني سفرونو ډډه وکړي او له کورنیو یې هم غوښتنه وکړه چې د خپلو عزیزانو ژوند له خطر سره مخ نه کړي.

نوموړي همدارنګه له شتمنو هېوادوالو او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې چې د سړې هوا په دې موسم کې له اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

فاطمه مهاجراني:د امنیتي دلایلو له امله د حکومت لخوا د انټرنټ بندېدو ملاتړ کوو

0

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې د انټرنټ بندول د حکومت د ملاتړ وړ اقدام دی.

هغې په دې اړه ویلي: «حکومت د آزاد انټرنټ ملاتړ کوي؛ خو په امنیتي مسایلو کې ټول موږ د دې پرېکړې تابع یو.»

مهاجراني زیاته کړې، کله چې امنیت له ګواښ سره مخ وي، د انټرنېټ د قطع کولو په څېر پرېکړې د ملي امنیت عالي شورا له خوا نیول کېږي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې په ایران کې د انټرنټ بندیزونه د خلکو د اعتراضونو او د امنیتي ستونزو په اړه د اندېښنې له امله زیات شوي دي.

ملګري ملتونه:ناروې د افغانستان د بشري بحران د کمولو لپاره ۹۹۰ زره ډالر مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، ناروې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۹۹۰ زره امریکايي ډالر ځانګړي کړي، څو د هېواد په بېلابېلو برخو کې له کړکېچ سره مخ خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسول شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، افغانستان دا مهال له نړۍ له تر ټولو سختو بشري بحرانونو څخه یو تجربه کوي او نږدې ۱۷ میلیونه وګړي د ژوند د دوام لپاره پر نړیوالو مرستو تکیه لري.

اوچا یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د روان بشري ناورین د مهار لپاره ۱.۷ میلیارده ډالر بېړنۍ مرستې برابرې کړي، څو د ژمي له لا سختېدو مخکې د خلکو اساسي اړتیاوې پوره شي.

آلمان:د ایران د حکومت منتقدان په دې هېواد کې له جدي خطر سره مخ دي

0

د آلمان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د ایران د حکومت منتقدان چې په آلمان کې ژوند کوي، په خطر کې دي.

دغه وزارت په برلین کې د سبز ګوند د استازي مارسل امریش د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په منظم ډول راپورونه را رسیږي چې د بهرنیو ایرانیانو د تاوتریخوالي هڅې په ډاګه کوي.

د وزارت په وینا، یاد افراد کولای شي د ایران د حکومت د سایبري حملو قرباني هم شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې لږ تر لږه بهر کې د مېشتو منتقدو ایرانیانو پر وړاندې یو تهدید شته او دا خطرونه د امنیتي ادارو له خوا په جدي توګه څارل کېږي.

د وزارت په بیان کې ویل شوي چې د بهرنیو دولتي ادارو فعالیتونه یا له هغوی سره تړلي کسان په آلمان کې ډېر جدي ګڼل کېږي او په هېڅ صورت به اجازه ورنه کړل شي، چې د آلمان په خاوره کې د نورو خلکو ژوند ته خطر پېښ کړي.

ذبیح الله مجاهد:په نورستان کې ښځې له درنو فزیکي کارونو منع شوې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې په نورستان کې ښځې له درنو فزیکي کارونو منع شوي دي.

د مجاهد په وینا، دا پرېکړه د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د حکم (۱۷مه فتوې) د عملي کولو په موخه شوې.

د یادونې ده چې د نورستان ښځې تر دې دمه په کرنې، لرګیو راټولولو او څارويو ساتلو کې بوختې وې.