جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 142

بلوڅ مدافعین:برېتانیا دې بلوچستان په رسمیت وپېژني

0

د بلوڅانو د حقونو یو شمېر مدافعینو نوی کمپاین پیل کړی او له برېتانیا یې غوښتي چې بلوچستان په رسمیت وپېژني.

د دوی په وینا، برېتانیا په ۱۹۴۷ کال کې د هند د وېش پر مهال د پاکستان جوړېدو کې برخه درلوده او اوس اخلاقي مسوولیت لري چې د بلوچستان د سیاسي وضعیت په اړه پرېکړه وکړي.

کمپاینران وايي، د بلوچستان جمهوریت باید په رسمیت وپېژندل شي او هغه دوه اړخیز تړونونه چې د ۱۹مې پېړۍ په اوږدو کې د بلوچستان او برېتانیا ترمنځ شوي وو، باید بیا نوي شي.

بلخوا، په اسلام‌ آباد کې د برېتانیا سفارت وروستي وسله‌ وال بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د “ترهګرۍ” پر ضد د پاکستان ترڅنګ ولاړ دي او د سولې او امنیت ملاتړ کوي.

له تېرې ورځې راهیسې په بلوچستان کې د بلوڅ آزادۍ غوښتونکو ځواکونو عملیات روان دي چې په لسو لویو ښارونو کې یې لسګونه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

زلمي خلیلزاد:د پاکستان په بلوچستان کې ستراتیژي ناکامه شوې

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، ویلي چې د پاکستان په بلوچستان کې ستراتیژي ناکامه شوې ده.

نوموړي څرګنده کړې چې دا ناکامي د تېرې ورځې د بلوڅانو د پراخو او همغږو بریدونو له امله روښانه شوه.

خلیلزاد خبرداری ورکړی چې د پاکستان د امنیتي او پوځي ستراتیژۍ په جوړښت کې ژوره ستونزه شته او اړینه ده چې بدلون پکې راشي.

تحریک انصاف ګوند:د پاکستان اساسي قانون او د سترې محکمې خپلواکي په خطر کې ده

0

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د هېواد قاضي القضات ته په یو پرانېستي لیک کې ویلي، چې د پاکستان اساسي قانون د بحران سره مخ دی او د سترې محکمې خپلواکي تر پوښتنې لاندې ده.

تحریک انصاف ګوند په لیک کې د حکومت د خپلسریو او د قضایي پرېکړو د سپکاوي پر وړاندې د محکمې په بې‌پریکړه ګامونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

په لیک کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د سیاسي غچ اخیستنې، د ګوند غړو د غیر قانوني نیونو او شکنجې یادونه شوې او ویل شوي چې بنسټیز حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

ګوند له قاضي القضات څخه غوښتنه کړې، چې د محکمې حکمونه په بشپړه توګه پلی کړي، سرغړونکي چارواکي دې قانون ته وړاندې شي او د سیاسي بندیانو او لادرکه شویو کسانو قضیو کې بیړني اقدامات وکړي.

تر اوسه پورې د پاکستان قضا په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

محسن نقوي:په بلوچستان کې د وروستیو بریدونو تر شا د هند لاس دی

0

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، هغه وروستي خونړي بریدونه چې پرون په بلوچستان کې ترسره شول، د هند په ملاتړ او لاس وهنه ترسره شوي دي.

نوموړي ادعا کړې چې دغه بریدونه د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره طرحه شوي وو.

د راپورونو له مخې، د بلوڅ بېلتون‌پالو وسله‌والو ډلو له خوا په ترسره شویو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ تنه پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

بل لور ته، پاکستاني رسنیو ویلي چې د دغو نښتو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا د متقابلو عملیاتو په ترڅ کې ۹۲ تنه بلوڅ وسله‌وال هم وژل شوي دي.

تر اوسه د هند حکومت د پاکستان د دغو تورونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ذبیح الله مجاهد:د شیخ هبت‌الله د حکم پر اساس یو شمېر حکومتي بستونو کې بدلونونه اعلان شول

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې د شیخ هبت‌الله اخندزاده د حکم له مخې په یو شمېر دولتي بستونو کې بدلونونه او نوې ګمارنې رامنځته شوې دي.

د دې بدلونونو له مخې، عزیزالرحمن منصور چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پخوانی معین و، د پروان د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

همدارنګه، د پروان پخوانی والي محمد ادریس انوري د ادارې د عمومي ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو د رییس په توګه، تورجان احمدي، چې مخکې د نیمروز د والي مرستیال و، د دایکندی د نوي والي په توګه، نجیب‌الله بدخشي، د لغمان پخوانی امنیه قومندان، د نیمروز د والي د مرستیال په توګه معرفي شوی او نجیب‌الله رفیع، د دایکندی پخوانی والي، د سترې محکمې د قطعاتو د عمومي قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

په یاد حکم کې د معینانو، امنیه قومندانانو او یو شمېر ولایتي او مرکزي رییسانو په کچه نور بدلونونه هم شامل دي.

ډونالډ ټرمپ:هند به د ایران پر ځای د وینزویلا نفت واخلي

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په ایرفورس ون الوتکه کې خبریالانو ته ویلي چې هند به د ایران پر ځای د وینزویلا نفت واخلي.

هغه ویلي: «موږ دا تړون له مخکې ترسره کړی دی.»

د ټرمپ دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې رویټرز د درېیو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې امریکا نوي ډهلي ته ویلي ښايي ډېر ژر د وینزویلا د نفتو اخیستلو ته اجازه ورکړي، څو د روسیې د نفتو واردات بدیل کړي.

د هند لپاره د وینزویلا د خام نفتو د برابرولو هڅه په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن غواړي د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې له امله د دغه هېواد د نفتو عواید کم کړي.

ټرمپ تېر کال د مارچ په میاشت کې پر هغو هېوادونو چې د وینزویلا نفت اخلي، ۲۵ سلنه تعرفه ولګوله، چې هند هم پکې شامل و.

ټرمپ دا هم وویل چې چین هم کولای شي د وینزویلا د نفتو د اخیستلو لپاره له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

بلوچ ازادي غوښتونکی غورځنګ:نوشکي او د کوټې له موسی کالونۍ تر لک پاس پورې سیمه مو تر کنټرول لاندې راوسته

0

بلوچ ازادي‌غوښتونکي پوځ (BLA) ادعا کړې چې د بلوچستان په لوېدیځ کې یې نوشکي او د کوټې له موسی کالونۍ تر لک پاس تونل پورې اوږده ستراتیژیکه لار په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.

د یادې ډلې په وینا، د دوی وسله‌والو ځواکونو په یادو سیمو کې د حکومتي ځواکونو پوستې نیولي او د پوځ تګ راتګ یې محدود کړی دی.

بل خوا، راپورونه وایي، په خاران، ګوادر، مستونګ او دالبدین ولسوالیو کې لا هم سختې نښتې روانې دي، چې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي، خو تر دې دمه یې کره شمېرې نه دي خپرې شوي.

ځايي سرچینې وایي چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله په ګڼو سیمو کې انټرنېټ او مخابراتي خدمات ځنډول شوي.

آینه درخانۍ:بلوچ آزادي غوښتونکو د پاکستان د ښارونو د نیولو جرات وښوده

د ښځو او بشري حقونو فعالې آینه درخانۍ لیکلي، د بلوچستان ازادۍ غوښتونکو سرمچارانو د هندا موټرسایکل په وسیله ښار ته د ننوتلو پر مهال داسې مهال ننوتل چې ګوندې د فلم کومه صحنه نندارې ته وړاندې کېږي.

اغلې درخانۍ لیکلي، دې پېښې خلکو ته ښکاره کړه چې دوی یوازې د ټویټر یا فلمونو په پرده نه، بلکې په حقیقت کې هم خپل جرئت او وړتیا ښودلې او د بلوچستان د نیولو هوډ یې ښکاره کړی.

بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ:د لس ساعتو په ترڅ کې ۸۴پاکستاني پوځیان او امنیتي چارواکي وژل شوي

0

بلوچ ازادۍ غوښتونکي غورځنګ (BLA) د دوهم پړاو هیروف عملیاتو په نامه په بلوچستان کې د پراخې جګړې تازه معلومات شریک کړي.

د دې ډلې په وینا، د ۱۴ ښارونو په ۴۸ موقعیتونو کې یې همغږي شوي بریدونه کړي او د لسو ساعتونو لپاره یې په ځینو سیمو کې “کلک کنټرول” درلود.

دغه وسله وال غورځنګ ادعا کړې چې په دې عملیاتو کې ۸۴ د پاکستان پوځ، پولیس او استخباراتي ځواکونه وژل شوي او ۱۸ نور بندیان شوي دي.

د دغه ډلې لخوا ویل شوي چې ګڼ شمېر دولتي ودانۍ سوځول شوې او امنیتي وسایط له منځه تللي.

له بلې خوا، د پاکستان حکومت وايي چې ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي، ۳۷ BLA جنګیالي وژل شوي او د نورو بریدونو مخه د پولیسو او فرنټیر کورس لخوا نیول شوې.

بل خوا، لا هم په کوټه کې د سرې سیمې شاوخوا جګړې او چاودنې دوام لري.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت: د بلوچ آزادۍ غوښتونکو برید کې لس پاکستاني پوځیان وژل شوي

0

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د بلوچستان پر یوشمېر ښارونو د «بلوچ ازادي‌غوښتونکي پوځ» بریدونه منلي او ویلي یې دي چې، په وروستیو شخړو کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ لږ تر لږه ۱۰ سرتېري وژل شوي او ۳۷ وسلوال له منځه وړل شوي دي.

خو په مقابل کې«بلوچ ازادي‌غوښتونکي پوځ» یا BLA تر شا او خوا ۳۰پوځیانو د وژلو ادعا کړې.

د امنیتي سرچینو په وینا، وسلوالو بلوڅانو د هم‌مهاله بریدونو په ترڅ کې پر یوه زندان هم حجوم وړی او له هغه ځایه یې تر ۳۰ ډېر بندیان تښتولي دي.

«بلوچ ازادي‌غوښتونکي پوځ» لا هم د بلوچستان د یوشمېر ښارونو کنټرول په لاس کې لري او ویلي یې دي چې د «هېروف» دوهم پړاو عملیاتو ته به ادامه ورکوي.