پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 131

بنیامین نتنیاهو:د جیفري اپسټین او ایهود بارک اړیکې د اسرائیلو پر ضد وې؛ نه د دې هیواد په ګټه

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، د بدنام میلیاردر جېفري اپسټین او د پخواني لومړي وزیر ایهود بارک ترمنځ نږدې اړیکې دا نه ښيي چې اپسټین د اسرائیلو لپاره کار کاوه، بلکې برعکس دا ثابتوي چې بارک له اوږدې مودې راهیسې د اسرائیلي دولت پر ضد سیاسي فعالیتونه کوي.

نتنیاهو يه خپله ایکس پاڼه لیکلي، ایهود بارک چې له شلو کلونو راهیسې د خپلې ټاکنیزې ماتې عقده لري، په پرله‌پسې ډول هڅه کړې د کیڼ اړخو او صهیونیزم ضد ډلو په ملاتړ د اسرائیلو ولسواکي کمزورې کړي او منتخب حکومت نسکور کړي.

د نتنیاهو په وینا، بارک په ښکاره او پټه توګه د حکومت پر ضد د پراخو اعتراضونو ملاتړ کړی، سیاسي بې‌ثباتي یې پارولې او د رسنیو له لارې یې ناسم روایتونه خپاره کړي، څو د اسرائیلو حکومت بدنام کړي او خپل سیاسي نفوذ بېرته ترلاسه کړي.

په اسرائیلي حکومت او د دې هیواد په استخباراتي لویې شبکې موساد تورونه دي چې جیفري اپسټین د یو منظم میکانیزم له لارې د اسرائیل ملاتړ له ځانه سره درلوده او هڅه یې کوله چې په نړیواله سطحه خپل پټ اهداف پوره کړي.

ایمل فیضي:پاکستان داعش د نیابتي وسیلې په توګه کاروي

د جمهوري نظام د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ویاند ایمل فیضي ویلي، پاکستان په افغانستان او سیمه کې داعش د خپلې یوې نیابتي وسیلې په توګه کاروي.

فیضي په یوه پیغام کې ویلي، افغانان باید هره ورځ نړیوالو ته دا پیغام ورسوي، څو نړۍ د پاکستان له دې پالیسۍ خبره شي، مخکې له دې چې یو ځل بیا افغانستان او د دې هېواد خلک د داعش تر نامه لاندې د پاکستاني نظامیانو د بل تروریستي برید هدف وګرځي.

پاکستان؛اسلام آباد کې پر شیعه جومات د ځانمرګي برید له امله ۸۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې د جمعې لمونځ پر مهال پر یوه شیعه جومات ځانمرګی برید شوی چې په کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان دي.

پاکستاني امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي، د مرګ ژوبلې شمېر ښايي نور هم لوړ شي.

د راپورونو له مخې، بریدګر هڅه کوله د جومات اصلي تالار ته ننوځي؛ خو د امنیتي کارکوونکو له لوري درولو سره سم یې لومړی پر خلکو ډزې کړي او بیا یې په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې.

ایراني رسنۍ:د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرې اترې په مسقط کې پیل شوې

0

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې د عمان په پلازمېنه مسقط کې څو شېبې وړاندې پیل شوې دي.

د راپورونو له مخې، د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي مشري عباس عراقچي کوي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی چارواکی دی.

د امریکا په مذاکره کوونکي پلاوي کې بیا سټیو وېټکاف او جرد کوشنر شامل دي.

ایراني رسنۍ وايي، دغه خبرې د عمان په کوربتوب ترسره کېږي او عمان پکې د منځګړي رول لري.

تر اوسه د خبرو د اجنډا او د بحث کېدونکو موضوعاتو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.

تازه خبر؛ اسلام آباد کې په یوه جومات کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

0

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یو جومات په دننه کې د چاودنې له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې د پېښې له ځایه څو ټپیان د جومات له انګړه راایستل شوي او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

تر دې دمه د پېښې نوعیت، د مرګ ژوبلې کره شمېر او د چاودنې علت نه دی روښانه شوی.

زردشت شمس:ملګري ملتونه د داعش او القاعده په تړاو پر ځان او نړۍ ریشخند وهي

0

اسلام اباد کې د افغانستان پخواني مرستیال سفیر زردشت شمس ویلي، هغه هېواد چې کلونه یې د القاعده مشر پټ ساتلی او دا مهال داعش د نیابتي وسیلې په توګه کاروي، په ۲۰۲۵ کال کې د ملګرو ملتونو د داعش او القاعده پر ضد د بندیزونو د کمېټې مشري کړې او سږ کال یې هم غړیتوب لري؛ چې دا چاره د ملګرو ملتونو پرېکړې له اعتباره غورځوي.

نوموړي زیاته کړې چې په دې کار سره ملګري ملتونه په ځان او نړۍ ریشخند وهي.

هغه دا څرګندونې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه خبرو غبرګون کې کړي چې ویلي وه، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه اندېښنې بې‌ځایه دي او دا ځکه راپورته کېږي چې افغانستان په دغو ناستو کې حضور نه لري او ځینې هېوادونه له همدې خلا څخه د پروپاګند لپاره کار اخلي.

امریکا خپلو وګړو ته:ژر تر ژره له ایران ووځئ

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټولو ایران میشته امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې باید سمدستي له ایران څخه ووځي او تر بل امر پورې دغه هېواد ته سفر ونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د Travel.State.Gov په رسمي وېب‌پاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ایران ته سفر د هر ډول دلیل له مخې خطرناک دی او امریکايي وګړي هلته د جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکايي اتباع په ایران کې د ترهګرۍ، کورنیو ناکراریو، تښتونې، خودسرانه نیونو، شکنجې او ناعادلانه بندیزونو له جدي خطر سره مخ دي.

دا په داسې مهال کې ده چې نن د ترکیې، قطر او مصر په منځګړیتوب په عمان کې د امریکا او ایران د مذاکراتو ورځ هم ټاکل شوې ده.

کارولین لیویت:د ډونالډ ټرمپ لپاره ډیپلوماسي د ایران او امریکا په خبرو کې لومړنی انتخاب دی

0

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت د ایران او امریکا ترمنځ د جمعې ورځې د ناستې په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي چې د ډونالد ټرمپ لپاره ډیپلوماسي تل د نړۍ له هېوادونو سره د تعامل لومړنی انتخاب دی؛ که هغه د امریکا متحدین وي او که سیالان.

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړې چې سټیو ویتکاف او جرد کوشنر به د همدې خبرو اترو لپاره د جمعې په ورځ عمان ته سفر وکړي.

هغې ویلي، معلومه شي چې د دغو مذاکراتو پایله به څه وي او ولسمشر ټرمپ د هغوی له لوري د راپور او تازه معلوماتو ترلاسه کولو ته په تمه دی.

اسماعیل بقایي:عباس عراقچي د امریکا سره د مذاکراتو لپاره مسقط ته ولاړ

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې خبر ورکړی چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یو ډیپلوماټیکي پلاوي په مشرۍ د مذاکراتو لپاره له امریکا سره د خبرو اترو په موخه مسقط ته روان شوی دی.

بقایي ټینګار کړی چې دا لیدنه به د دې هدف لپاره ترسره شي چې د اټومي موضوع په اړه یوې عادلانه او باعزته هوکړې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې: «هیله لرو چې امریکایي لوری هم په دې بهیر کې له مسئولیت‌مننې، واقع‌بینۍ او جديت سره ګډون وکړي.»

امریکایي استازي؛د تهران–واشنګټن د مذاکراتو په درشل کې دوحې ته رسېدلي

0

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې سلاکار جېرډ کوشنر او د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیف وېټکوف د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي دي، څو د ایران او امریکا ترمنځ د پلان شویو غیرمستقیمو خبرو لپاره سیمه‌ییزې سلا مشورې ترسره کړي.

د امریکایي چارواکو په وینا، دواړه استازي به له قطري مشرانو سره د سیمې پر امنیتي وضعیت او د تهران–واشنګټن پر اړیکو خبرې وکړي او وروسته به مسقط ته ولاړ شي، چېرته چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ له ایراني پلاوي سره مذاکرات پیل شي.

دا خبرې د ایران د اټومي فعالیتونو، د غني‌سازۍ د کچې او د اقتصادي بندیزونو د کمېدو پر لارو چارو متمرکزې دي.

سرچینې وایي، د ناستې ځای له ترکیې څخه عمان ته د سیمه‌ییزو هېوادونو د فشار او منځګړیتوب په پایله کې بدل شو.

سپینه ماڼۍ وایي، امریکا غواړي د خبرو له لارې حل‌لار ومومي، خو د احتمالي هوکړې په اړه ډېر محتاط دریځ لري.

د واشنګټن ټینګار دا دی چې تهران باید عملي تضمینونه وړاندې کړي او خپل اټومي پروګرام په شفاف ډول محدود کړي، که نه نو د بندیزونو د نرمېدو چانس به کم وي.