چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 130

تازه خبر؛ اسلام آباد کې په یوه جومات کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

0

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یو جومات په دننه کې د چاودنې له امله لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې د پېښې له ځایه څو ټپیان د جومات له انګړه راایستل شوي او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

تر دې دمه د پېښې نوعیت، د مرګ ژوبلې کره شمېر او د چاودنې علت نه دی روښانه شوی.

زردشت شمس:ملګري ملتونه د داعش او القاعده په تړاو پر ځان او نړۍ ریشخند وهي

0

اسلام اباد کې د افغانستان پخواني مرستیال سفیر زردشت شمس ویلي، هغه هېواد چې کلونه یې د القاعده مشر پټ ساتلی او دا مهال داعش د نیابتي وسیلې په توګه کاروي، په ۲۰۲۵ کال کې د ملګرو ملتونو د داعش او القاعده پر ضد د بندیزونو د کمېټې مشري کړې او سږ کال یې هم غړیتوب لري؛ چې دا چاره د ملګرو ملتونو پرېکړې له اعتباره غورځوي.

نوموړي زیاته کړې چې په دې کار سره ملګري ملتونه په ځان او نړۍ ریشخند وهي.

هغه دا څرګندونې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه خبرو غبرګون کې کړي چې ویلي وه، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه اندېښنې بې‌ځایه دي او دا ځکه راپورته کېږي چې افغانستان په دغو ناستو کې حضور نه لري او ځینې هېوادونه له همدې خلا څخه د پروپاګند لپاره کار اخلي.

امریکا خپلو وګړو ته:ژر تر ژره له ایران ووځئ

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټولو ایران میشته امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې باید سمدستي له ایران څخه ووځي او تر بل امر پورې دغه هېواد ته سفر ونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د Travel.State.Gov په رسمي وېب‌پاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ایران ته سفر د هر ډول دلیل له مخې خطرناک دی او امریکايي وګړي هلته د جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکايي اتباع په ایران کې د ترهګرۍ، کورنیو ناکراریو، تښتونې، خودسرانه نیونو، شکنجې او ناعادلانه بندیزونو له جدي خطر سره مخ دي.

دا په داسې مهال کې ده چې نن د ترکیې، قطر او مصر په منځګړیتوب په عمان کې د امریکا او ایران د مذاکراتو ورځ هم ټاکل شوې ده.

کارولین لیویت:د ډونالډ ټرمپ لپاره ډیپلوماسي د ایران او امریکا په خبرو کې لومړنی انتخاب دی

0

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت د ایران او امریکا ترمنځ د جمعې ورځې د ناستې په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي چې د ډونالد ټرمپ لپاره ډیپلوماسي تل د نړۍ له هېوادونو سره د تعامل لومړنی انتخاب دی؛ که هغه د امریکا متحدین وي او که سیالان.

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړې چې سټیو ویتکاف او جرد کوشنر به د همدې خبرو اترو لپاره د جمعې په ورځ عمان ته سفر وکړي.

هغې ویلي، معلومه شي چې د دغو مذاکراتو پایله به څه وي او ولسمشر ټرمپ د هغوی له لوري د راپور او تازه معلوماتو ترلاسه کولو ته په تمه دی.

اسماعیل بقایي:عباس عراقچي د امریکا سره د مذاکراتو لپاره مسقط ته ولاړ

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې خبر ورکړی چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یو ډیپلوماټیکي پلاوي په مشرۍ د مذاکراتو لپاره له امریکا سره د خبرو اترو په موخه مسقط ته روان شوی دی.

بقایي ټینګار کړی چې دا لیدنه به د دې هدف لپاره ترسره شي چې د اټومي موضوع په اړه یوې عادلانه او باعزته هوکړې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې: «هیله لرو چې امریکایي لوری هم په دې بهیر کې له مسئولیت‌مننې، واقع‌بینۍ او جديت سره ګډون وکړي.»

امریکایي استازي؛د تهران–واشنګټن د مذاکراتو په درشل کې دوحې ته رسېدلي

0

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې سلاکار جېرډ کوشنر او د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیف وېټکوف د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي دي، څو د ایران او امریکا ترمنځ د پلان شویو غیرمستقیمو خبرو لپاره سیمه‌ییزې سلا مشورې ترسره کړي.

د امریکایي چارواکو په وینا، دواړه استازي به له قطري مشرانو سره د سیمې پر امنیتي وضعیت او د تهران–واشنګټن پر اړیکو خبرې وکړي او وروسته به مسقط ته ولاړ شي، چېرته چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ له ایراني پلاوي سره مذاکرات پیل شي.

دا خبرې د ایران د اټومي فعالیتونو، د غني‌سازۍ د کچې او د اقتصادي بندیزونو د کمېدو پر لارو چارو متمرکزې دي.

سرچینې وایي، د ناستې ځای له ترکیې څخه عمان ته د سیمه‌ییزو هېوادونو د فشار او منځګړیتوب په پایله کې بدل شو.

سپینه ماڼۍ وایي، امریکا غواړي د خبرو له لارې حل‌لار ومومي، خو د احتمالي هوکړې په اړه ډېر محتاط دریځ لري.

د واشنګټن ټینګار دا دی چې تهران باید عملي تضمینونه وړاندې کړي او خپل اټومي پروګرام په شفاف ډول محدود کړي، که نه نو د بندیزونو د نرمېدو چانس به کم وي.

الجزیره:ایران او امریکا د درې کلن اټومي او امنیتي موافقې پر چوکاټ توافق ته رسیدلي

0

الجزیرې د خپلو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې، ایران او امریکا د ترکیې، قطر او مصر په منځګړتوب د یوې نوي امنیتي او اټومي موافقې پر چوکاټ توافق ته رسېدلي دي.

په دې چوکاټ کې ایران ژمنه کړې چې، درې کاله به د یورانیومو غني‌کول ودرول شي او وروسته به یې کچه تر ۱.۵٪ لاندې وساتل شي.

د لوړ غني‌والو یورانیوم زیرمې به درېیم هېواد ته انتقال شي.

خپلو سیمه‌ییزو غیر دولتي متحدانو ته د وسلو او ټکنالوژۍ د انتقال مخه به ونیسي.

د بالسټیک توغندیو د کارولو لومړی اقدام به نه کوي.

همدا راز، دواړو هېوادونو د یو تفاهم د عدم تجاوز په اړه موافقه وکړه.

دا خبرې په داسې مهال په عمان کې ترسره کېږي، چې سیمه د امریکا د احتمالي برید له خطر سره مخ ده، او تېره میاشت، د ایران د مظاهره کوونکو پر ضد د سختې پرځونې وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځواکونو ته د عرب سمندرګي په ساحو کې د ځای پرځای کېدو امر کړی و.

د ناټو مهمه هوايي اډه؛په آلمان کې ۲۴ ساعته عملیاتو ته واوښته او د امریکا پوځي الوتکې سعودي عربستان ته ولېږدول شوې

0

د لوېدیځ آلمان په اسپنګدالم هوايي اډه کې، چې د ناټو له مهمو پوځي تاسیساتو څخه شمېرل کېږي او د امریکا د هوايي ځواک تر کنټرول لاندې ده، د امنیتي او عملیاتي تدابیرو د زیاتوالي له امله فعالیتونه د ورځې ۲۴ ساعته او د اوونۍ په ټولو ورځو کې پیل شوي دي.

دغه بدلون د سیمې د وروستیو پوځي او امنیتي پرمختګونو په رڼا کې رامنځته شوی دی.

د همدې بدلونونو په دوام، د امریکا د هوايي ځواک یوه د سي–۱۷ ډوله ترانسپورتي الوتکه د چهارشنبې په ورځ له آلمان څخه سعودي عربستان ته انتقال شوه.

دغه الوتکه عموماً د سرتېرو، پوځي تجهیزاتو او لوژستیکي توکو د لېږد لپاره کارول کېږي.

سربېره پر دې، د امریکا د هوايي ځواک درېیمه «ای–۱۱ای» الوتکه، چې د مخابراتي او قومندانۍ د ملاتړ ځانګړې الوتکه بلل کېږي، د یونان د کرېت ټاپو د خانیا له نړیوال هوايي ډګر څخه پورته شوه او د سعودي عربستان په سلطان هوايي اډه کې یې ناسته وکړه.

پوځي شنونکي دا تحرکات د امریکا او ناټو له‌خوا په منځني ختیځ کې د خپلو پوځي حضورونو د پیاوړتیا او د احتمالي امنیتي ننګونو پر وړاندې د چمتووالي نښه بولي.

تر اوسه د امریکا دفاع وزارت د دغو الوتنو او د اسپنګدالم اډې د ۲۴ ساعته عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

د ایران سمندري ځواکونو؛خلیج فارس کې د یو میلیون لیټر تیلو بار، دوه قاچاقي بیړۍ نیولي

0

د ایران د سمندري ځواکونو چارواکو راپور ورکړی چې تېره شپه یې په خلیج فارس کې د سون‌توکو قاچاق دوه بېړۍ نیولې دي.

د ایران دولتي رسنیو د راپور له مخې، د پلټنو پر مهال له یو میلیون لیټره زیات قاچاقي تېل ترلاسه شوي دي.

راپورونه زیاتوي، چې دغه بېړۍ د ایران په کورنیو اوبو کې ودرول شوې او پر قاچاقچیانو قانوني اقدامات پیل شوي دي.

تر اوسه لا د بېړیو د عملې نومونه او د تېلو د قاچاق وروستي منزلونه نه دي څرګند شوي.

د جفري اپسټن قضیه؛د بریټانیا لومړي وزیر له قربانیانو رسمي بخښنه وغوښته

0

د امریکا د عدلیې وزارت له‌خوا د جفري اپسټین د قضیې د میلیونونو نویو اسنادو تر خپرېدو وروسته، د بریتانیا سیاسي فضا توده شوې او دا موضوع د لومړي وزیر کی‌یر سټارمر لپاره په جدي سیاسي بحران بدله شوې ده.

راپورونه وایي، هغه اسناد چې تازه خپاره شوي، د پیټر منډلسن او اپسټین ترمنځ اوږدمهاله او پټې اړیکې ښيي؛ هغه اړیکې چې د منډلسن د رسمي دندو پر مهال هم دوام درلود.

همدې موضوع سټارمر اړ کړی چې د ولسي فشارونو په وړاندې د قربانیانو څخه بښنه وغواړي او ومني چې د خپل نږدې سیاسي ملګري په اړه یې ستره تېروتنه کړې ده.

سټارمر په یوه وینا کې وویل، هغه مهال چې منډلسن یې د بریتانیا د سفیر په توګه امریکا ته استولی و، د هغه د اړیکو ریښتینی ماهیت ورته نه و څرګند شوی او اوس پوهېږي چې مهم معلومات ترې پټ ساتل شوي وو.

له بلې خوا، پیټر منډلسن د مجلس اعیان څوکۍ پرېښې او دا مهال د پولیسو تر رسمي پلټنو لاندې دی.

راپورونه ښيي چې څېړنې یوازې د اړیکو پر افشا نه دي محدودې، بلکې د احتمالي مالي معاملو او د دولتي نفوذ د ناوړه استفادې احتمال هم تر څېړنې لاندې دی.

بریټانوي رسنۍ دا قضیه د بریتانیا د واکمن نظام لپاره خطرناکه بولي او وایي دا ښيي چې د لوړپوړو چارواکو د ټاکنې بهیر کمزوری او له شفافیته لرې دی.

همدارنګه، د کارګر ګوند دننه اندېښنه زیاته شوې چې دا لانجه به د سټارمر پر اعتبار او راتلونکو ټاکنو مستقیم اغېز ولري.

سټارمر ویلي چې د منډلسن د ټاکنې اړوند ټول رسمي اسناد به له بشپړې پلټنې وروسته ولس ته وړاندې کړي، خو ټینګار یې کړی چې د پولیسو د تحقیقاتو تر پای ته رسېدو مخکې به له هر ډول اقدام ډډه کوي.