پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 129

تلګراف:روسیې په پټه ۲.۵ میلیارده ډالر نغدې پیسې ایران ته لېږلي

0

د بریتانیا تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې پر ایران د امریکا د بندیزونو سره هم‌مهاله روسیې په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۲.۵ میلیارده ډالر نغدې پیسې ایران ته په پټه لېږدولي دي.

د راپور له مخې، د روسیې یوه دولتي بانک د بندیزونو د بیا پلي کېدو څو ورځې وروسته د ایران پر لور د نغدو پیسو سترو محمولو لېږد پیل کړ، چې په څلورو میاشتو کې د ۳۴ جلا محمولو په شکل روان و.

د ټلګراف په وینا، لومړنۍ محموله د اګست پر ۱۳مه، ۱۱۰ کیلوګرامه نغدې پیسې وې، او ټولې محمولې په تهران کې د ایران مرکزي بانک ته ورسېدې.

تلګراف وايي، دا پټه مالي همکاري د مسکو او تهران د ژورو اړیکو نښه ده او د ایران د حکومت د مالي جریان د ساتلو لپاره ترسره شوې ده.

اټلانټیک:بشار الاسد پر جنسي اړیکو او ویډیويي لوبو روږدی و

0

اټلانټیک نشریې د لسګونو درباریانو او پوځي افسرانو له قوله راپور ورکړی چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد پر جنسي اړیکو او ویډیويي لوبو روږدی و او که نوموړی دومره لجوج او ځان‌غوښتونکی نه وای، ښايي په تېرو کلونو کې یې خپل حکومت ژغورلی وای.

راپور زیاتوي چې د سیمې هېوادونه د اسد د ناڅاپي سقوط غوښتونکي نه وو او ان ځینو هېوادونو هغه ته د واک د خوندي انتقال وړاندیزونه کړي وو؛ خو نوموړي دغو وړاندیزونو ته ځواب ورنه کړ.

د راپور له مخې، بشار الاسد د دې تصور له امله چې باید له واکه لېرې شي، سخت غوسه کېده او واک پرېښودل یې شخصي ماتې بلله.

راپور زیاتوي چې بشار الاسد د واک پر مهال له واقعیتونو څخه لرې ژوند کاوه او ډېری مهمې پرېکړې یې د شخصي غوښتنو او احساساتو پر بنسټ کولې، نه د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت له درک سره سم.

یاده نشریه ټینګار کوي چې همدا رواني ځانګړتیاوې، ځان‌محوري او د بدیل لارو نه منل، د دې لامل شول چې اسد هغه فرصتونه له لاسه ورکړي چې ښايي د سوریې د بحران د کمېدو سبب شوي وای.

فنلنډ:په ۲۰۲۶ کال کې له ایرانه ۱۵۰ افغان کډوال منو

اروپايي رسنۍ راپور ورکوي چې فنلنډ په ۲۰۲۶ کال کې د کډوالو د منلو د خپل کلني پروګرام په چوکاټ کې له ایرانه د ۱۵۰ افغان کډوالو د بیا مېشتېدو پلان لري.

د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د دغه هېواد د کډوالۍ د منظم سیاست برخه بلل کېږي.

د فنلنډي چارواکو په وینا، یاد هېواد هر کال تر ۵۰۰ پورې کډوال د بیا مېشتېدو له لارې مني، چې د بېلابېلو هېوادونو زیانمنو وګړو ته پکې لومړیتوب ورکول کېږي.

بل لور ته، د فنلنډ د کډوالۍ اداره اټکل کوي چې په ۲۰۲۶ کال کې به د پناه غوښتنې د نویو دوسیو شمېر د ۱۵۰۰ او ۲،۵۰۰ ترمنځ وي، چې دا د تېرو کلونو له کچې سره نږدې شمېرل کېږي.

اروپايي ټولنه:افغانستان ته د ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو پر طرحو غور کوو

اروپايي ټولنه د هغو افغان پناه‌غوښتونکو د قضیو د بیا ارزونې پر بهیر غور کوي چې په اروپايي هېوادونو کې د اوسېدو قانوني شرایط نه پوره کوي.

د اروپايي سرچینو په وینا، دا بحثونه تر ډېره د کډوالۍ د مدیریت او د قانون د پلي کېدو په چوکاټ کې روان دي.

راپورونه څرګندوي چې د بروکسل تخنیکي ټیمونو له افغان لوري سره د معلوماتو د تبادلې او د احتمالي همغږۍ لپاره ابتدايي تماسونه نیولي، خو تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان شوې.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري خبرداری ورکړی چې هر ډول ستنول باید د نړیوالو قوانینو، داوطلبانه اصل او د خوندیتوب تضمینونو ته په بشپړ درناوي ترسره شي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو په برخه کې، لا هم د جدي څار او اندېښنې وړ دی.

ډونالډ ټرمپ:که تهران هوکړې ته غاړه کېنښوده لکه وینزویلا “درنې پایلې” به ورته ولري

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې واشنګټن د ایران سره د احتمالي هوکړې لپاره بېړه نه لري او چمتو دی چې اوږد انتظار وباسي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیو وېتکاف او جېرډ کوشنر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کړې ده.

ټرمپ د یو خبریال د پوښتنې يه ځواب کې وویل: «موږ ډېر وخت لرو، لکه څنګه چې د وینزویلا په قضیه کې مو انتظار وباسه او عجله مو ونه کړه.»
د ایران سره خبرې “مثبتې” دي او دا ناسته یوازې لومړنی ګام و، خو د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به دواړه لوري بیا سره وګوري.

د هغه په وینا، ایران د هوکړې غوښتونکی دی، خو باید په عملي ډول دا اراده وښيي.

نوموړي خبرداری ورکړ، که تهران هوکړې ته غاړه کښېنږدي، نو “درنې پایلې” به ولري، خو زیاته یې کړه چې واشنګټن لا هم د ډیپلوماسۍ له لارې د موضوع د حل هڅه کوي او وروستۍ پرېکړه به د راتلونکو خبرو پر پایلو ولاړه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:پاکستان کې خپلو اتباعو ته د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه وکړه

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د اسلام‌اباد ښار څنډې ته په ترلایي کلان سیمه کې پر جومات د ځانمرګي برید له راپورونو وروسته، په پاکستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او امریکایي اتباع باید د سفر پر مهال سخت احتیاطي تدابیر مراعات کړي.

بیان کې راغلي، امریکایان دې له لویو عامه غونډو ځان وساتي، خپل شخصي امنیتي پلانونه دې بیا وارزوي، د حالاتو د بدلون لپاره دې ځایي رسنۍ تعقیب کړي او له غیر ضروري تګ راتګ دې ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې اتباع دې ټیټ پروفایل وساتي، د پېژند اسناد دې له ځانه سره ولري او د اړتیا پر مهال دې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

امریکا خپلو اتباعو ته:ژر تر ژره له ایرانه د ځمکې له لارې ترکیې او ارمنستان ته لاړ شئ

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې که امکان ولري، ایران دې ژر تر ژره د ترکیې یا ارمنستان له لارې پرېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، په ایران کې امنیتي وضعیت لا هم خراب دی، ګڼې لارې تړل شوې، عامه ترانسپورت له ستونزو سره مخ دی او د انټرنېټ او مخابراتي شبکو محدودیتونه دوام لري.

بیان زیاتوي چې د ایران حکومت د ګرځنده ټیلیفون، لین‌لاین او ملي انټرنېټ پر لاسرسي سخت بندیزونه لګولي او هوايي شرکتونو لا هم ایران ته او له ایرانه ګڼ پروازونه لغوه یا محدود کړي دي.

د امریکا حکومت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د انټرنېټ د دوامدارو پرې کېدو لپاره چمتو واوسي، د اړیکو بدیلې لارې ولري او که امنیتي شرایط اجازه ورکوي، له ایرانه د ځمکې له لارې ترکیې یا ارمنستان ته سفر وکړي.

ایران سره د مذاکراتو تر څنګ پوځي فشار؛امریکا عرب سمندرګي کې بېړۍ ځای پر ځای کړې

0

په داسې حال کې چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي، امریکا تازه په عرب سمندرګي کې پوځي تحرکات ترسره کړي دي.

د امریکا د سمندري ځواکونو د «ابراهام لینکن» الوتکو وړونکې بېړۍ په مشرۍ د کیریر سټرایک ګروپ، د دوو پوځي اکمالاتي بېړیو او د امریکا د ساحلي ساتنې د دوو کښتیو په ملتیا په عرب سمندرګي کې ګډ حرکت کړی دی.

د دې تحرک پر مهال د کیریر ایر وینګ ۹ جنګي الوتکو د بېړیو پر سر الوتنې کړې دي.

امریکایي سرچینو دغه اقدام د ځواک د ښودنې او پوځي چمتووالي برخه بللې ده.

د طالبانو دفاع وزارت:پاکستان په بې منطق او عجولانه اظهاراتو په خپلې امنیتي ناکامي پرده نشي اچولای

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې بې‌مسؤلیته او له منطق څخه لېرې بللې دي.

یاد وزارت دا غبرګون وروسته له هغې څرګند کړی چې د اسلام‌اباد په یوه جومات کې له خونړۍ پېښې وروسته، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په عاجل او غیرمسؤلانه ډول دغه پېښه افغانستان ته منسوبه کړه.

د ملي دفاع وزارت په وینا، که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یادې پېښې غندنه کړې؛ خو بیا هم پاکستاني چارواکو د تېر په څېر یو ځل بیا له څېړنې پرته پر افغانستان تور پورې کړ.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د بلوچستان او نورو امنیتي پېښو په تړاو هم پاکستان تل په «پټو سترګو» افغانستان ته ګوته نیولې ده.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې پر افغانستان د دې ډول تورونو لګول هېڅ ډول منطق او بنسټ نه لري او دا ډول عجولانه څرګندونې نه شي کولای د پاکستان امنیتي ناکامۍ پټې کړي او نه هم شته ستونزې حلولای شي.

د ملي دفاع وزارت پوښتنه کړې، که د پاکستان امنیتي ادارې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته په دومره چټکۍ سره د عاملینو د معلومولو ادعا کوي؛ نو ولې یې تر پېښې وړاندې د مخنیوي او شنډولو توان نه درلود؟

اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان حکومت اسلامي ارزښتونو ته ژمن دی او هېڅکله د سیاسي موخو لپاره د بې‌ګناه انسانانو وژل او زورول نه توجیه کوي او نه هم د دا ډول کړنو د ترسره کوونکو ملاتړ کوي.

د ملي دفاع وزارت په پای کې له پاکستاني امنیتي مسؤلینو غوښتي چې د خپلې ناکامۍ د پټولو او د خلکو د ذهنونو د اړولو پر ځای خپل مسؤولیتونه په سمه توګه ترسره کړي، پر خپلو تګلارو بیاکتنه وکړي او د دې پر ځای چې خپل ولس او ګاونډیان له ځانه لرې او مخالف کړي، د مثبت تعامل او همکارۍ لاره خپله کړي.

عباس عراقچي:د ایران او امریکا خبرې په مسقط کې په ښه پیل سره پای ته ورسېدې

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان په پلازمېنه مسقط کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د پای اعلان کړی او ویلي چې دا خبرې یو ښه پیل و او د مذاکراتو د دوام په اړه د دواړو لورو ترمنځ تفاهم موجود دی.

عراقچي د خبرو د دوام د احتمال په اړه ویلي: «دا خبرې کېدای شي دوام ومومي؛ خو دوام یې د مقابل لوري پر دریځ او همداراز پر هغو پرېکړو پورې تړلی دی چې په تهران کې نیول کېږي.»

نوموړي دغه مذاکرات اوږده او دوامدار بللي او زیاته کړې: «د خبرو د دوام پر اصل هوکړه شوې ده؛ خو څرنګوالی او وخت به یې وروسته ټاکل کېږي.»

عراقچي همداراز ویلي: «زما انګېرنه دا ده چې که مقابل لوری همدا بهیر ته دوام ورکړي، موږ کولای شو د مذاکراتو لپاره یوه عمومي چوکاټ ته ورسېږو.»