پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 128

عباس عراقچي:د یورانیمو غني‌کول زموږ نه انکارېدونکی حق دی او د توغندیو په اړه هېڅ مذاکره نه کوو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ويلي، د یورانیمو غني‌کول د ایران ُمسلم او نه انکارېدونکی حق دی او دا به دوام ولري، خو تهران چمتو دی چې د غني‌سازۍ کچه راکمه کړي.

نوموړي د الجزیرې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د ایران د توغندیز پروګرام په اړه نه اوس او نه هم په راتلونکي کې د کوم ډول مذاکراتو امکان شته.

عراقچي همدارنګه وویل، چې لوړ غني شوي یورانیم به له هېواده بهر ونه لېږدول شي او دا موضوع د ایران لپاره سره کرښه ده.

هغه زیاته کړه چې تر دې دمه د مذاکراتو د دویم پړاو لپاره کومه رسمي نېټه نه ده ټاکل شوې او خبرې لا هم د ابهام په حالت کې دي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت:د روغتیایي محصولاتو د تنظیم رئیس د درملو د همکاریو د پیاوړتیا لپاره ترکیې ته ولاړ

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم رئیس، نعیم الله ایوبي، ترکیې ته په رسمي سفر تللی دی.

د وزارت په وینا، د سفر موخه د روغتیایي همکاریو پیاوړتیا ده او ایوبي به له ترکي چارواکو سره په مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

سره له دې چې ترکیې د طالبانو حکومت لا تر اوسه په رسميت نه دی پېژندلی؛ خو دواړه خواوې په بېلابېلو برخو کې پراخې همکارۍ لري.

آلمرصاد:پاکستان د داعش خراسان ډلې د بیا تنظیم اصلي مرکز ګرځېدلی

د طالبانو حکومت اړوند المرصاد رسنۍ په یوه تازه څېړنیز راپور کې ویلي، چې پاکستان په جنوبي اسیا کې د داعش د بیا تنظیم او پراختیا لپاره په اصلي مرکز بدل شوی دی.

د راپور له مخې، پاکستان نه یوازې دا چې داعش ته د فعالیت زمینه برابره کړې، بلکې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې یې د دې ډلې روزنیز مرکزونه هم فعال ساتلي، چې له همدې ځایونو څخه په افغانستان، ایران، روسیه او نورو هېوادونو کې ترهګریز بریدونه تنظیمېږي.

المرصاد وايي، د کندهار خونړی برید، د روسیې د کنسرت تالار حمله او د ایران په کرمان ښار کې چاودنه هغه بېلګې دي، چې ترسره کوونکي یې وروسته د پاکستان له خاورې سره تړل شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د خیبر پښتونخوا په باړه ولسوالۍ کې د نامعلومه وسله والو له لورې، د وروستیو عملیاتو پر مهال ۱۱ داعش غړي وژل شوي، چې ټول بهرني اتباع وو او دا پېښه ښيي چې داعش لا هم په پاکستان کې منظم حضور لري.

همدارنګه المرصاد زیاتوي، چې د بلوچستان په مستونګ کې د داعش لوړپوړی غړی عاصم بلوچ، د خیبر په سورغر سیمه کې عبدالمالک، او په پنجاب کې برهان په نوم یو بل مهم قومندان هم وژل شوي دي.

المرصاد زیاتوي، چې ترکیه‌يي داعش غړي «مهمت ګورین» هم د نیول کېدو پر مهال اعتراف کړی، چې په بلوچستان کې د داعش روزنیز مرکزونه شته، چیرې چې د بېلابېلو هېوادونو کسان د نړیوالو بریدونو لپاره روزل کېږي.

راپور ټینګار کوي، چې پاکستان د داعش د داخلي او بهرنیو غړو ترمنځ د نښلولو رول لوبوي او هڅه کوي دا ډله د ګاونډیو هېوادونو د بې‌ثباته کولو لپاره د فشار وسیله وګرځوي.

ایران:ډونالډ ټرمپ دروغجن دی

0

د ایران د ملي امنیت د کمېسیون ویاند، ابراهیم رضایي په اېکس کې لیکلي چې ډونالډ ټرمپ دروغجن دی.

هغه ویلي چې ایران له خپلو سرو کرښو هېڅکله نه اوړي او نه به واوړي.

دا څرګندونې د ایران له لوري په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له مسقط د مذاکراتو ویلي چې داسې ښکاري ایران ډېر غواړي چې یوې هوکړې ته ورسېږي.

د راپورونو له مخې، دواړه خواوې د خبرو د جزیاتو په اړه محتاط پاتې شوي؛ خو څرګندونې ښيي چې د دواړو لورو د خبرو اترو له لارې د هوکړې د ممکنه هڅو موضوع تر بحث لاندې ده.

داعش خراسان:د اسلام آباد پر جومات ځانمرګی برید موږ کړی

0

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د تېرې جمعې ورځې پر یوه جومات د شوي ځانمرګي برید مسوولیت داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

یادې ډلې په خپره شوې اعلامیه کې ادعا کړې چې دا برید د دوی د جنګیالیو له‌خوا ترسره شوی دی.

بلخوا، د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته پاکستان پر هند تور پورې کړی و چې ګواکې په دغه برید کې لاس لري، خو د هند حکومت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد دې د نورو هېوادونو د تورنولو پر ځای خپل کورنی امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي.

همداراز، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف پر بلوچستان د وسله‌والو تحرکاتو او د اسلام‌اباد پر جومات برید د طالبانو حکومت ته منسوب کړي وو، خو د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په غبرګون کې ویلي چې پاکستان په بې‌منطق او عجولانه څرګندونو سره نشي کولای پر خپلو امنیتي ناکامیو پرده واچوي او خپلې داخلي ستونزې پر افغانستان وتپي.

پمپیو:ایران دې له امریکا سره د مذاکراتو د بریا لپاره دا درې شرطونه ومني

0

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو په اېکس کې د ایران او امریکا ترمنځ په عمان کې د روانو مذاکراتو په اړه لیکلي چې یوازینۍ د منلو وړ پایله باید د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړل، د بالېسټیک توغندیو له منځه وړل او له ترهګرۍ د تهران د ملاتړ پای ته رسول وي.

پمپیو په خپله لیکنه کې ټینګار کړی چې له دې پرته هره بله پایله د منلو نه ده او شک یې څرګند کړی چې د ایران مشرتابه به دغو شرطونو ته غاړه کېږدي.

نوموړي په طنزي ژبه زیاته کړې: «که څوک فکر کوي چې آیت‌الله به دا ومني؛ نو زه په بروکلین کې د پل د خرڅولو لپاره هم وړاندیز لرم.»

د پمپیو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي خبرو او تماسونو په اړه بېلابېل غبرګونونه راپارېدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د راتلونکې په اړه بحثونه روان دي.

ټایمز ورځپاڼه:بریتانیا خپلې اف–۳۵ جنګي الوتکې قبرس ته ولېږدولې

0

ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې بریتانیا د دې اندېښنو له امله، چې ښايي امریکا پر ایران پوځي برید وکړي او سیمه یوې پراخې شخړې ته ولاړه شي، خپلې جنګي الوتکې قبرس ته لېږدولي دي.

د راپور له مخې، د بریتانیا شپږ اف–۳۵بي ډوله جنګي الوتکې د جمعې په ورځ، د دغه هېواد د «مارهم» له شاهي هوايي اډې والوتلې او د قبرس په شاهي هوايي اډه «آکروتیري» کې ځای پر ځای شوې دي.

ټایمز لیکي چې دا الوتکې به د دې لپاره چمتو وي چې که په سیمه کې وضعیت لا پسې خراب شي، د آکروتیري هوايي اډې دفاع وکړي.

د راپور پر بنسټ، یادې اف–۳۵ الوتکې به له هغو تایفون جنګي الوتکو سره یوځای شي چې دا مهال د عراق او سوریې پر فضا د څار او ماموریتونو ترسره کولو لپاره کارول کېږي.

تلګراف:روسیې په پټه ۲.۵ میلیارده ډالر نغدې پیسې ایران ته لېږلي

0

د بریتانیا تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې پر ایران د امریکا د بندیزونو سره هم‌مهاله روسیې په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۲.۵ میلیارده ډالر نغدې پیسې ایران ته په پټه لېږدولي دي.

د راپور له مخې، د روسیې یوه دولتي بانک د بندیزونو د بیا پلي کېدو څو ورځې وروسته د ایران پر لور د نغدو پیسو سترو محمولو لېږد پیل کړ، چې په څلورو میاشتو کې د ۳۴ جلا محمولو په شکل روان و.

د ټلګراف په وینا، لومړنۍ محموله د اګست پر ۱۳مه، ۱۱۰ کیلوګرامه نغدې پیسې وې، او ټولې محمولې په تهران کې د ایران مرکزي بانک ته ورسېدې.

تلګراف وايي، دا پټه مالي همکاري د مسکو او تهران د ژورو اړیکو نښه ده او د ایران د حکومت د مالي جریان د ساتلو لپاره ترسره شوې ده.

اټلانټیک:بشار الاسد پر جنسي اړیکو او ویډیويي لوبو روږدی و

0

اټلانټیک نشریې د لسګونو درباریانو او پوځي افسرانو له قوله راپور ورکړی چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد پر جنسي اړیکو او ویډیويي لوبو روږدی و او که نوموړی دومره لجوج او ځان‌غوښتونکی نه وای، ښايي په تېرو کلونو کې یې خپل حکومت ژغورلی وای.

راپور زیاتوي چې د سیمې هېوادونه د اسد د ناڅاپي سقوط غوښتونکي نه وو او ان ځینو هېوادونو هغه ته د واک د خوندي انتقال وړاندیزونه کړي وو؛ خو نوموړي دغو وړاندیزونو ته ځواب ورنه کړ.

د راپور له مخې، بشار الاسد د دې تصور له امله چې باید له واکه لېرې شي، سخت غوسه کېده او واک پرېښودل یې شخصي ماتې بلله.

راپور زیاتوي چې بشار الاسد د واک پر مهال له واقعیتونو څخه لرې ژوند کاوه او ډېری مهمې پرېکړې یې د شخصي غوښتنو او احساساتو پر بنسټ کولې، نه د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت له درک سره سم.

یاده نشریه ټینګار کوي چې همدا رواني ځانګړتیاوې، ځان‌محوري او د بدیل لارو نه منل، د دې لامل شول چې اسد هغه فرصتونه له لاسه ورکړي چې ښايي د سوریې د بحران د کمېدو سبب شوي وای.

فنلنډ:په ۲۰۲۶ کال کې له ایرانه ۱۵۰ افغان کډوال منو

اروپايي رسنۍ راپور ورکوي چې فنلنډ په ۲۰۲۶ کال کې د کډوالو د منلو د خپل کلني پروګرام په چوکاټ کې له ایرانه د ۱۵۰ افغان کډوالو د بیا مېشتېدو پلان لري.

د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د دغه هېواد د کډوالۍ د منظم سیاست برخه بلل کېږي.

د فنلنډي چارواکو په وینا، یاد هېواد هر کال تر ۵۰۰ پورې کډوال د بیا مېشتېدو له لارې مني، چې د بېلابېلو هېوادونو زیانمنو وګړو ته پکې لومړیتوب ورکول کېږي.

بل لور ته، د فنلنډ د کډوالۍ اداره اټکل کوي چې په ۲۰۲۶ کال کې به د پناه غوښتنې د نویو دوسیو شمېر د ۱۵۰۰ او ۲،۵۰۰ ترمنځ وي، چې دا د تېرو کلونو له کچې سره نږدې شمېرل کېږي.