پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 121

خیبرپښتونخوا؛دېره اسماعیل خان کې د وسله والو برید کې پنځه پولیس وژل شوي

0

د خېبرپښتونخوا د دېره اسماعیل خان ښار په څنډه کې په وسله‌وال برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي.

د پولیسو چارواکو ویلي، پېښه د چهارشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې ځواکونه له عملیاتو وروسته بېرته ستنېدل.

د رسمي معلوماتو له مخې، بریدګر په یوه ځنګلي سیمه کې پټ وو او د پولیسو پر موټرو یې ناڅاپي ډزې وکړې.

تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

مسعود پزشکیان:ایران کې رامنځته شوی زخم باید ورغول شي، نه دا چې نور هم ژور کړل شي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې هغه ټپ او زخم چې په ټولنه کې رامنځته شوی، ډېر تریخ او دردناک دی او ټینګار یې کړی چې د یوه طبيب دنده د زخم درملنه او رغونه ده، نه دا چې هغه نور هم عفوني او خراب کړي.

پزشکیان ویلي: «هغه زخم چې په ټولنه کې پیدا شوی، تریخ دی. د طبيب کار دا دی چې زخم ورغوي، نه دا چې هغه عفوني کړي. هنرمند او مدیر هم باید تر هغه ځایه چې امکان ولري، هڅه وکړي څو دا زخمونه ورغوي.»

نوموړي زیاته کړې چې د هېواد اوسنی وضعیت ورته د اندېښنې وړ دی او ګڼې شپې یې له همدې امله بې خوبه تېرې شوې دي.

هغه ویلي: «ډېری شپې مې خوب نه راځي، ځکه چې د دې حالت له امله ډېر خواشینی یم. خو موږ بله چاره نه لرو، پرته له دې چې پاتې شو او خپل هېواد بېرته ورغوو.»

پزشکیان د یووالي، زغم او رغنده چلند پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي چې د ستونزو د حل یوازینۍ لاره دا ده چې ټول په ګډه د هېواد د جوړولو لپاره کار وکړو.

د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز؛قمر جاوید باجوه پر سر د لګېدلو ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوی

0

د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د ټپونو له امله د راولپنډۍ یوه شخصي روغتون کې بستر شوی دی.

د روغتون د چارواکو د معلوماتو له مخې، نوموړی د دوشنبې په ورځ روغتون ته رسول شوی او دا مهال یې روغتیايي وضعیت نازک ښودل کېږي.

سرچینې زیاتوي، چې جنرال باجوه په خپل کور کې د لوېدو له امله په سر کې ټپونه اخیستي؛ خو تر اوسه د ډاکټرانو له لوري د ټپونو د نوعیت په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

خیبر پښتونخوا؛د وسله والو په چریکي برید کې شپږ پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اووښتې

0

د خیبرپښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په پنیاله سیمه کې د لټون پر مهال د وسله‌والو په برید کې څلور پولیس وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کې د یو پولیس سټېشن مشر (SHO) هم شامل دی.

پولیس وايي، برید د پاکستاني طالبانو پورې تړلو وسله‌والو له لوري ترسره شوی، چې پکې د پولیسو مرستیال قومندان ډي‌اېس‌پي عدنان هم په مرګوني حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.

تر دې دمه د وسله والو کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

مسعود پزشکیان:د اټومي وسلو نیت نه لرو؛ مذاکرات به د سرو کرښو په چوکاټ کې وي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې هېواد یې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هېڅ نیت نه لري او د نړیوالو بنسټونو له خوا هر ډول څارنې او تفتیش ته چمتو دی، خو د امریکا او اروپايي هېوادونو له کړنو راولاړې شوې بې‌باورۍ د دې لامل شوي، چې د مذاکراتو بهیر ژر پایلې ته ونه رسېږي.

نوموړي زیاته کړې، ایران د خبرو اترو دروازې خلاصې پرېښي، خو دا مذاکرات به د رهبر علي خامنه ای له لوري د ټاکل شوو «سرو کرښو» په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د ایران ولسمشر همدارنګه ټینګار کړی، چې د سیمې سیاسي او امنیتي ستونزې باید د همدې سیمې هېوادونه حل کړي او بهرني ځواکونه حق نه لري د سیمې په برخلیک کې لاسوهنه وکړي.

هغه وویل، ایران له خپلو ګاونډیو سره د خبرو له لارې سولې ته ژمن دی، خو بهرنی نفوذ نه مني.

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر د وروستیو پېښو له امله له ولس څخه بښنه وغوښته او ویې ویل، چې حکومت ځان د خلکو پر وړاندې مسؤل بولي او له ټولو زیانمنو کسانو سره به لازمې مرستې وکړي.

د ایران د سمندري ځواک قومندان:زموږ بې عقل دښمن به د بالستیک توغوندیو پر سر د معاملې خوب به ګور ته یوسي

0

د ایران د پوځ د سمندري ځواک قومندان شهرام ایراني ویلي، د امریکا او اسرائیل هغه ګواښونه چې د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام په اړه مطرح کېږي، عملي بنسټ نه لري.

ایراني د یوې وینا پر مهال وویل، دښمن ښايي بې‌عقله وي، خو دومره پوهه لري چې د ایران د اوږده واټن توغندیو پر وړاندې د مقابلې خوب به یې هیڅکله رښتیا نه شي.

د هغه په وینا، د ایران پوځي وړتیاوې داسې کچې ته رسېدلې چې هر ډول بهرنی یرغل به د سختې ماتې سره مخ شي.

نوموړي همداراز ټینګار وکړ، تر اوسه هېڅ امریکایي جنګي بېړۍ خلیج فارس ته نه ده ننوتې او هغه ادعاوې چې د امریکا د پوځي حضور د زیاتېدو په اړه خپرېږي، یوازې د رواني جګړې برخه ده.

د ایران چارواکي وایي، هېواد یې د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ پوځي چمتووالی لري او د خپلې دفاعي تګلارې څخه به هېڅکله شاتګ ونه کړي.

حامد کرزی:افغان ښځې او نجونې که له هرې لارې وي باید خپلو زده کړو ته دوام ورکړي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د فبرورۍ ۱۱مې، چې د ښځو او نجونو لپاره د علم ته د لاسرسي او ګډون نړیواله ورځ ده، په مناسبت ویلي چې د بشري ټولنې دوامداره پرمختګ د ښځو او نجونو له فعاله ونډې پرته ممکن نه دی.

نوموړي ټینګار کړی چې ښځې او نجونې باید علم ته بشپړ لاسرسی ولري، ځکه زده‌کړه د ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي پرمختګ بنسټ جوړوي.

حامد کرزي همداراز د افغان ښځو او نجونو رول ستایلی او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې که له هرې لارې وي د علم او زده‌کړو د ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او د هېواد د ودې او پرمختګ په بهیر کې فعاله ونډه واخلي.

کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په افغانستان د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت الله په امر د ښځو او نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لا هم یوه جدي ننګونه بلل کېږي.

ملا عبدالغني برادر اخوند؛د عزیزي ګروپ له عمومي رییس سره د برېښنا د مهمو پروژو د پیل په اړه کتنه کړې

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره په خپل کاري دفتر کې کتلي.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت د ۱۰،۰۰۰ مېګاواټه پروژې له لاري د ۸۴۵ مېګاواټه ظرفیت پنځه مهمې برېښنا پروژې د عملي چارو د پيل هرکلی وشو.

همدارنګه، ملا برادر اخوند دغه ګام د هېواد د کاري فرصتونو د زیاتوالي او د اقتصادي ودې لپاره مهم بللی.

میرویس عزیزي ویلي، تر روان کال پورې به د برېښنا تولید ۱۵ تر ۲۰ نورې پروژې هم پيل کړي چې مجموعي ظرفیت به یې ۵،۰۰۰ مېګاواټه ته ورسېږي.

هغه همداراز د ټاپي پروژې په چوکاټ کې د هرات ولایت لپاره د ګازو د لویې شبکې او له ګازو څخه د برېښنا تولید ۳،۰۰۰ مېګاواټه ظرفیت لویې فابریکې د جوړېدو کارونه یاد کړي او له اړوندو ادارو یې د ګډ کار غوښتنه کړې.

د کریکټ نړیوال شل اوریز جام؛سویلي افریقا د افغانستان پر وړاندې په دوهم سوپر اوور کې بریا ترلاسه کړه

د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام ۲۰۲۶ سیالي د تاریخ له تر ټولو ډراماتيکو لوبو څخه وبلل شوه، چې دوه سوپر اوورونه ترسره شول او بالاخره سویلي افریقا په ډېر سخت حالت کې افغانستان ته ماته ورکړه.

سویلي افریقا لومړی بیټنګ وکړ او د کوینټن ډي کاک (۵۹) او رایان ریکلټن (۶۱) د نیمه سلیزو په مټ یې ۱۸۷/۶ منډې وکړې.

افغان کپتان راشد خان په ۱۳م اور کې دواړه وسوځول او لوبې ته یې نوې ساه ورکړه.

افغانستان د ۱۸۸ منډو هدف تعقیب کړ او تر وروستي توپ پورې یې سیالي برابره وساتله، خو په وروستي اور کې ټول وسوځېدل او لوبه سوپر اوور ته ولاړه.

په لومړي سوپر اوور کې دواړو لوبډلو ۱۷-۱۷ منډې وکړې، خو په دوهم سوپر اوور کې د ډېوېډ مېلر او ټریستان سټبز درې پرله‌پسې شپږیزو د لوبې بڼه بدله کړه او افغانستان ته یې د ۲۴ منډو ستر هدف کېښود.

عظمت‌الله عمرزي درې پرله‌پسې شپږیزې ووهلې، خو په وروستي توپ وسوځېد او سویلي افریقا د بریا څښتنه شوه.

دا ماته د افغانستان لپاره د کوالیفای کولو هیلې نږدې له منځه وړي، ځکه تر دې وړاندې یې له نیوزیلنډ څخه هم ماته خوړلې وه او اوس یوازې د کاناډا او متحده عربي اماراتو پر وړاندې بریاوې ورته بسنه نه کوي.

د طالبانو حکومت؛د شوروي اتحاد پوځونو د وتلو په مناسبت د دلوې پر ۲۶تمه عمومي رخصتي اعلان کړه

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه رسمي خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو او ماتې د ۳۷مې کلیزې په مناسبت به د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې پر ۲۶مه نیټه (یکشنبه) په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي وي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ورځ د “اسلامي امارت” د رسمي تقویم له مخې د ملي رخصتیو له ډلې ده او ټولې دولتي ادارې او کارکوونکي به په دې ورځ رخصت وي.

یاده دې وي، چې د شوروي اتحاد پوځونه د ۱۳۵۷ لمریز کال د مرغومي په ۶مه افغانستان ته داخل شول او نږدې لس کاله یې په دې هېواد کې جګړه وکړه چې له اوږدې جګړې او پراخو تلفاتو وروسته، شوروي ځواکونه د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶مه له افغانستانه ووتل.